د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوردګو له زړه وینی څاڅی!

احمدشاه وردګ 07.08.2011 14:18

دوردګو له زړه وینی څاڅی !

سالارچی دوردګو ولایت یو مشهور کلی دی او دوردګو دقوم دزړه حیثیت لری، دکابل- کندهار په لویه لار دکابل څخه د۹۰ کیلو متروپه واټن دسویل خواته پروت دی، هغو هیوادوالو چی دکابل کندهار-هرات په لویه لاره سفرونه کړی وی نو هرومرو به دسالارو دچینی د یخو اوبو یادونه اوس هم ددوی تنده ورماتوی.
له تاریخی روایاتو څخه داسی څرګندیږی چی سالار دورګودقوم لومړنی کلی دی اوکله چی وردګ بابا سیمی ته راغی نو په سالاروکی یی یوه لویه کلا جوړه کړه، چی دیوالونه اوبرجونه یی اوس هم موجود دی. له همدی ځایه بیا دوردګ بابا اولادونه نورو سیمو ته خپاره شوی او اوس په دی ولایت کی په څلورو ولسوالیو(سیدآباد، چک،جفتو اودایمیرداد) کی میشت دی. په سالاروکی دسړی چینی(کاریز) ترڅنګ یوه لویه (حضیره) هم شته چی په( شنیز جرګه) مشهوره ده او له پخوا زمانو څخه دوردګو دګوټ ګوټ څخه دمړوجنازی دی حضیری ته راوړل کیږی اوخاورو ته سپارل کیږی.
څرنګه چی په تاریخی لحاظ سالار دوردګو قوم مرکزاوزړه بلل شوی نو په سیاسی –ټولنیزو اونظامی چاروکی هم سالار دپیښو او اوښتونو محور پاته شوی دی. دافغان –انګلیس له جګړو څخه رانیولی بیا دروسی یرغل پروړاندی دسالارو دمجاهیدنو کارنامی اوسرښندنی تراوسه دخلکوتر منځ خوله په خوله یادیږی .دسالاروزړه ورو خلکو دهیواد دخپلواکی دژغورلواوله خپلو مقدساتو څخه ددفاع په لاره کی ډیری سرښندنی کړی او په لسګونو شهیدان یی ورکړی دی چی دشنیز جرګه یی په شنو جنډو ښکلی کړی ده.
د روسی یرغلګرو پوځونوهیڅ یو کاروان په روغ صورت(ځان) دسالارو څخه ندی تیرشوی، دسالارو مجاهدین چی په بیلابیلو جهادی تنظیمونو کی تنظیم شوی وو،د روسانوپه کاروانونو(قطارونو) به یی په وار( نوبت) ګذارونه کول او دمجاهدینودهرګروپ دحملی ورځ به معلومه وه اوپه یوازی توګه به یی حمله پر مخ بیوله.د سالارو کلی اوکورونه دروسانودهوایی ځواک دخواڅخه څو څو ځله سخت بمباری شوی دی، داسی چی دڅلورو څخه تر شپږو جیټ الوتکوبه د څرخی الوتکو په ملاتړ په ډله ایزه توګه په کلی بمونه اورول اوډیر کورنه به یی په کنډواله بدل کړل.
کله چی امریکایانو اودناڼو ځواکونوددیموکراسی دراوستلو ترشعارلاندی په هیواد یرغل وکړاودغلو، جنایتکارانو او افغان ضد کړیو څخه یی یوه بی کفایته مافیایی اداره جوړه کړه، نو تریوی مودی په هیواد کی آرامی اوسوله وه اوخلکو داسی انګیرله چی دافغانانو ستونزی اوکړاونه به نور پای ته ورسیږی اوخلک سولی ، پرمختګ او عدالت ته سترګی په لاره وو. ولی داهسی دافغانانو خوش باوری وه اوسولی ته تږیو هیوادوالویواز په سحراب باندی زړونه تړلی وو. کله چی خلکو ولیدل چی امریکایان او دهغوی موتلفین دلته دخیر اوسوکالی لپاره ندی راغلی بلکی دوی په سیمه کی خپلی ستراتیژیکی پوځی -اقتصادی موخی لری نو یی دکابل له لاس پوڅی حکومت اونیواکګرو څڅه فاصله ونیوله اودهیواد په ګوټ ګوټ کی وسله وال پاڅونونه شروع شول چی ترنن پوری یی دهیوادپه ډیروسیمو کی دکابل دحکومت واکمنی پرځولی اومجاهدین د ټولو اداری او قضایی چارو سمبالښت کوی.
سره له دی چی اشغالګر ځواکونه په راز راز عصری اوکمپوټری وسلو سمبال دی اوله هوا اوځمکی څخه په مجاهدینو ګذارونه کوی ولی افغانان دخپل فطرت له مخی دایمان په وسله سمبال دی اودخپلو سرونوپه بیه یی ځمکه یرغلګرو ته سور تنور ګرځولی ده او دتیښیتی لاره یی تری ورکه کړی ده.
دڅلورو- پنځو کلونو را په دیخوا کله چی دکابل-کندهار لویه لاردنیواکګرو داکمالاتی کاروانونو لپاره ناامن شوه نو دوی هم دلاری په اوږدو کی خپل پوځی مرکزونه(بیسونه) اوپوستی جوړی کړی. دسالارو دکلی سوویل(غزنی خواته په یوه کیلو متری کی) دپتنک دغوڼډی دپاسه لوی پوځی مرکز(بیس) جوړ شوی، چی په کی امریکایان او ملی اردو میشت دی او دلس ګونو هستو ګن ځایونو ترڅنګ دڅرخکیو(هیلیکوپترنو) ناسته اوولاړه هم پکی کیږی ، دسالاروشمال(کابل خواته) په دری کیلو متری کی داکاخیلو په کلی کی هم یو لوی پوځی مرکز( بیس) شته چی پکی آیساف(فرانسویان) ، ملی اردو اوپولیس شتون لری. ددی ټولو ترڅنګ دکابل –کندهار په لویه لاره، په هر کیلومتر کی یا امریکایی اویا داخلی پوستی پرتی دی. ولی تجربو داسی ښوولی ده څومره چی دیرغلګرو او دهغوی دلاس پوڅو پوستی اومرکزونه ډیریږی ،نوهغومره ورسره جنګ جګړی هم زور اخلی.
څو کاله وړاندی چی په سیمه کی آرامه آرامی وه اوخلک په خپلوکرهنیزو اوسوداګریزو چارو لګیاوو، دسالارو بازار هم دودی او پرمختګ په لور روان و! ځایی وږیو چارواکو ددکانونو څخه دجزیی دټولو لپاره دکلیوالو د سخت مخالفت سره سره، دسالارو دبازار په سوویلی برخه کی دپولیسو يوه پوسته واچوله چی ساتونکی یی دشمال ټلوالی ټوپکیان وو. دوی به دسالارو بازار ته راووتل او په زوره به یی ددوکاندارانو څخه خوراکی توکی او نورشیان بی پیسوپه زوره اخیستل او خلکو ته به یی سپکی سپوری ویلی اوګواښول به یی چی مونږ ګلیم جم یوواو تاسوپاکستانیان او القاعده یاست. دسالارو کلی چی دسړک ختیځ ته دغونډی په سر پروت دی ولی کرهنیزی ځمکی یی دسړک لویدځ ته پرتی دی او ټول کلیوال که نارینه دی اویا ښځینه دخپلو څارویو سره په خپلو پټیو کی دکار کولو لپاره تر سړک تیریږی نو تل به دګلیم جمو ملیشو ترګواښ لاندی وو. څه موده نه وه تیره چی کلیوال اودوکانداران دپوستی دګلیم جمانو څخه ترسپوګمو راغلل ، په پایله کی دکلی ځوانان مجبور شول اولاس یی وسلی ته یووړ، نوموړی پوسته یی وایستله(ړنګه کړله) څه سرتیری مړه او څه نور په تیښته بریالی شول. همدا وو چی حکومت او بهرنیانو، نورهم زور واچاوه اوپوستی یی لاپسی ټینګی کړی او سالاریوځل بیا دجګړو اوتاوتریخوالی ډګر وګرځید چی نن سبا یی د۴۵۰ کورنوڅخه تقریبا۸۵ سلنه اوسیدونکی کډه شوی ، څوک چی په وس لږ ښه وو،کابل اویا غزنی ته اونورخلک ګاونډیو کلیو ته مهاجر شول اوکوم څوک چی پاته دی هغوی هم دتیښتی په حال کی دی.
ترپروسږ کال پوری دجګړی تکتیک اوطرز بل شانته وو، یو څه ګذاره ورسره کیدله اوچی څوک به ډیر به په زړه نازک نه وو نو له کلی نه واته، ماینونه به الوتل، په قطارونو به حملی کیدلی اوسکورټیانو او پولیسو به په کلی دراکټونو او هاوانونو ګذارونه کول ولی په سمڅو او ګمبدیو کی خلک پټیدای شوای. ملی اردو هم خدای شته ښه وه، چی ډیر به مجبور نشول نو پر خلکو یی ډزی نه کولی، دخلکو سره یی سم چلند کاوه اوکله ناکله به یی دخصوصی کمپنیو دلنډغرو مخه هم نیوله اونه به یی پریښول چی سکورټیان خلک وځوروی. دلاری پراوږدو سکورټیان دخلکو په منځ کی ترټولو ډیر بدنامه وسله وال ګروپونه دی چی دهیڅ ډول اخلاقو اوقوانینو پایبند نه دی اوکه دمجاهدینو زور نه وی نو په رڼا ورځ به دخلکو نه ټولی مادی اومعنوی شتمنی لوټ کړی. دخلکوپه وینا سکورټیان تر امریکایانو هم ډیر بد دی.
په سالارو کی هم ډیری حملی په سکورټیانو او پولیسو کیدلی اوډیری تلفات هم دوی ورکول، امریکایان به معمولا دښخ شوویو ماینونو ښکارکیدل اوکله ناکله به دمجاهدینو دآر پی جی مرمی هم ددوی په زغره والو وسایطو وموښتی اوله منځه به لاړل، ولی دوی همیشه فرار ته په قرار ترجیح ورکوله او که به په پولیسو او سکورټیانو سور اور هم بل و نو امریکایانو به غوږونه پری کاڼه واچول اوله څنګ نه به یی تیریدل اوکله ناکله خو به یی دکلی ماشومانو ته خپله بته ګوته هم دخوشالی په توګه لکه کړه(وری ګوډ).
اوس د سالارو څیره او بڼه د هلمند دموسی کلا اودعراق له فلوجی نه هم ډیره ویروونکی ده اودګوډاګی اداری درییس حامد کرزی په وینا چی:(( وردګو په شړمبو نه یاست ماړه او دسالارو څخه مو پل صراط جوړ کړی او نه پریږدی چی څوک پری تیر شی)) هوکی نن سبا سالار دیرغلګرو اودهغوی دګوډاګیانو لپاره تر پل صراط هم ډیر سخت شوی او هره ورځ په درب پکی جګړه روانه وی، دکلی دسوویلی پوستی ترڅنګ اوس دکلی په شمالی برخه کی(کابل خواته) هم یوه پوسته واچوله شوه چی ټول کلی یی دوسلو ترنښی اواور لاندی دی ولی سره له دی چی کله په پوسته اویا اکمالاتی کاروان یو ګوزار وشی نو دامریکایانو طیاری راځی اوپه هر ځای بمونه اوروی، هر کور په راکټونو(توغندیو) ولی او ددی ترڅنګ دپتنک دبیس څخه هم دسالارو کلی په اوبوس توغندیو اوهاوانونو ولی چی هره مرمی یی یو کور له بیخه باسی. دروژی مبارکی میاشتی دراتګ سره دامریکایانو بمبارد داسی زور اخیستی چی نه وچ ګوری اونه لانده، دسالارو ترڅنګ یوسف خیل، ماشین کلا، حسن خیل اوملی خیل هم ترمرګونیو ګوزارونو لاندی دی، داسی ښکاری چی یرغلګردخپلو ماتو اوشرمیندګیو بدل دسالارو څخه اخلی او مخکی له دی چی زمونږ دپاکی خاوری څخه پښی سپکی کړی ، دټولو وردګو زړه(سالار) خدای مه کړه له خاورو سره یو کړی اولکه دارغنداب دکلی په شان یی دجغرافیایی نقشی څخه محوه کړی. داڅو شپی دسالارو او شااوخوا کلیو اوسیدونکو په کورونو کی اورندی بل شوی اونه دچاکره کټوه پخه شوی ، خلک په وچه ډوډی او اوبو سره روژه نیسی اودعزیزانو اواولادونو دوینو سره روژه ماتوی. هوکی کرزیه زمونږ دنیمی ګیډی شرومبی دی هم په وینو راته ولړلی.
دیرغلګرو ددی وحشی بمباریو او دمجاهدینو دبریاوو او غلیم ته دسر اومال د اوښتی تاوانونه څخه هیڅ یوه کورنی اویا بهرنی رسنی یو ټکی هم نه لیکی؟ او داسی خولی یی پټی دی چی ګواکی په وردګو کی خیر او خیرت دی او دوالی صاحب؟ په خبره پرمختیایی او ټولنیز کارونه په ډیر شدت سره پر مخ روان دی، سوله ټینګه ده او خلک هم دپتنګانو په څیر دګوډاګی اداری په شااوخوا راټول دی؟ په داسی حال کی چی داسی اونی(هفته) به نه وی چی په سالارو کی دیرغلګرو وینی توی نشی اودهغوی کاروانونه ونه سوځی اویا هم دیرغلګرو لخوا په شااوخوا سیمه کی دخلکو په کورونو باندی دشپی لخوا چاپی وانه چول شی او بی ګناه ملکی خلک شهیدان نه شی .
په دی وروستیو کی یوازی دبینوا په ویب پانه کی دوی لیکنی دوردګو دحالاتو په هکله خپری شوی: یوه چی سرلیک یی وو(وردګ درسنیو څخه پټ دوزخ) اوبله لیکنه د(دوردګو والی رسنی په اجاره اخیستی) ترسرلیک لاندی خپری شوی چی زما پام یی هم ځانته راواړوه او په ریښتیا سره هم وردګ درسنیو څخه پټ دوزخ دی ، نه یوازی سالار بلکه چک، جغتو، او دایمیرداد هم داور په لمبو کی سوزی. فکر کوم چی والی صاحب اود ولایت نورچارواکی هم تر ډیره خپل وخت دخپلو جیبونو ډکولو، ځمکو اوبلند منزلونو رانیولو اودخپل تنظیمی مسایلو اوستونزوهوارولو ته ځانګړی کړی دی اوکه چا لیدلی وی نو، نام خدا په دادوه دری کلنو کی یی ښه څټ وکا .
والی صاحب اوکابینه یی په کابل کی درسنیو په نړی کی ډیر تنظیمی ملګری اوهم فکران لری چی دده دوا کمنی په قلمرو کی په ټولو ظلمونو او تیریو پرده اچوی اونه پریږدی چی رسنی له دی ټولو څخه خبری شی. آخرخو دکرزی ټوله ګوډاګی اداره دهماغه څلورو تنظیمونوپه ولکه او انحصار کی ده چی دهیواد داوسنی ناورین اوټولو بدمرغیو اصلی عاملین دی . جناب والی صاحب کله ناکله دمیدان ښارڅخه په فیس بوک کی راڅرګند شی او یا هم یوه د( دښه کوی او بد مه کوی) مقاله په یوه نیمه ویب پاڼه کی خپره کړی اوبس! په داسی حال کی چی دوردګو ټولی ولسوالی دطالبانو تر کنترول لاندی دی او حکومتی چارواکی دوالی په شمول په خپلو کلا ګانوکی شپی اوورځی سبا کوی او کله چی والی او نور چارواکی یوی ولسوالی ته دتشریف وړلو تکل وکړی نو ړومبی یرغلګر هلته ښه په درب بمباردونه او عملیات وکړی او څوتنه ځوانان شهیدان کړی اوڅونور هم بګرام ته واستوی، بیا نو سیمه په پوره توګه کلابنده شی نو هغه وخت دولایت مقام د(کمپنی- سپین کلی) دشورا دځینو اراکینو سره هلته تشریف وړی اوله معهدونو څخه دڅو عربی متلونو په ویلو سره څو دکاندارانو اوبی وزلو خلکو ته خپل د تقریر مشق وکړی په پایله کی ترڅنګ ولاړ شین سترګی وموسکوی او ولسی خلک چی په جبر او اکراه راوستل شوی وی، د خپلو چک چکوپه کړساری وخندوی.
وسلام علیکم