د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې له بریده مو څه زده کړل؟

احمدشاه وردګ 21.03.2014 13:12

که یو څه پخوا لاړ شو نو مجاهدینو د افغانستان ټول شته لوټ او پنجاب کې یې کباړ کړل. څلور کاله وروسته چې ټول هیواد ښه ړنګ شو نو پنجاب نوې ډله را جوړه کړه. مجاهدین یې سره یوې خوا ته کړل. د پښتونتوب د ختمولو لپاره یې دوره او کیبل په لاس ورکړل. د پښتون خوله ښورول و او د طالب کیبل. د کلي چړي د کلي امیر شو. سپین ګیرو او مشرانو به له چړي حیاء اوډار کاوه.د کلي د چړي په لاس د خلکو عزب او بې عزتي شوه.
اقتصاد یې دومره خراب کړ چې سمه د سومالیا دښته وه. غل لیونی دی چې دښتنه کې غلا وکړي. ځینې افغانان پاکستان او ایران کې پاتې شول او ځینې نور ورغلل. د تورخم دروازې دیخوا فیته غږول حرام و خو اخوا ته بیا د افغانې پیغلې عزت  پاکستانیانو ته لوټل حلال. طالب ګمان کولو چې دوی د الله پاک له خوا رالیږل شوي  دي نو هر څه چې کوي پکې ثواب دی. که به یې هر څومره مرداري وکړه په هغه کې یې حکمت لټولو.

په پنځو کالو کې د طالب بادار پاکستان یو کیلینک، روغتون، ښونځی، سړک یا نور د آبادی کار ونه کړ. 

د خوست ولایت کې د نړی د ترورستانو ټریننګ مرکزونه فعال و. هغه و چې اسامه په امریکا حمله وکړه. اسامه او زوم یې ملا عمرپاکستان ته لاړل، وطن یې پریښود. کله چې وطن په جوړیدو شو نو پاکستان ورته دوه لارې په نښه کړې ګونتانامو یا بیرته افغانستان کې جهاد. 
بس شپه ورځ یې اشغال او امریکایان یادول. چې اشغال ختم شي نو طالب نور څه کار نه لري. اوس چې ۹۳٪ امنیت افغاني امنیتي ځواکو په لاس کې اخیستی نو د طالب په حملو کې کوم تغیر رانغی. اوس چې کم شمیر بهرنیان پاتې دي نو دوی په افغاني امنیتي ځواکو خپلو حملو ته زور ورکړی. لومړی یې هغه په کنړ کې په ملي اردو او دویمه یې نن په ننګرهار کې په امنیتي پولیسو حمله ده. په فراه ولایت کې لکه چې بم غلط ځای ترې چاودیدلی. بیګا شپه یې هلمند او کابل کې حمله وکړه.

راځی ځینې واقعیتونه سره ومنو. پاکستان د طالب کونه او طالب د پاکستان لکۍ نه خوشي کوي. که افغانستان کې طالب نه وي نو پاکستان کې به جنګ وي .فرض کړی طالب له ډیرو انتحاري، جبهه یې او نورو جګړو وروسته د افغانستان اقتدار بیا تر لاسه کړ. بیا به:
-  پخوانۍ امارت، لوږه، تنده، وچکالي، غربت، مهاجرت، د ملي اردو ډګروالان به د پیښور او لاهور په سبزي منډوي کې ګشنیز او نانا خرڅوي، افسران به مو د خښتو په بټیو کې کار کوي. ځکه افغانستان کې چې طالب راغی، طالب د هیچا هم په نړی کې نه خوښیږي نو اقتصادي بندیزونه ورسره مل دی، اقتصادي بندیز یعنې بې کاري.
-  ځینې افغانانې به بیا د غربت له کبله په پاکستان کې خپل عزت پلورلو ته مجبوره شي. دغه د کرکټ لوبې ، فوټبال، نړیوالې سیاسي، اقتصادي  او فرهنګي غونډې به نه وي. افغانستان به یوه دښتنه بدل شي چې د نړی په هیڅ هیواد کې به حضور نه لري. 

نو که دغه بدبختی افغان امنیتي ځواکونه او اولس قبلوي،که پښتون بیا کیبل مني، بیا غواړی د کلي کوني او چړي مو په کلي کې واکمن شي نو بیا خو طالب سره مقاومت نه دی پکار. خو د الله پاک له خوا به وچکالی منی ځکه طالب چې دین څخه بده ګټه اخلي الله پاک رحمت نه پرې اوروي، اقتصادي بندیز، مهاجرت، لوږه، تنده، مړه مهاجره، کابلیه، ګلم جمه، د پنجابي او پنجاسپي پیغورونه (هغه پښتانه چې د پنجاب ډول ته ناڅي) ، د پاکستان ګرمی، ملاریان، تبرکلوز، ایدز، اسهالات....به ټول منی.
بله لاره داده چې د پنجاب د لاسپوڅو، لواطت شویو، خرڅ شویواو دین پلورونکو سره په نره مقابله وکړی. ددې مقابلې لپاره :
د ملي اردواو ملي پولیسو څخه جاسوسان ، چرسیان، بنګیان، نیشنیان، خوب وړي...لرې کړی.څه موده مخکې د ای،اس، ای د افسر د جنسي تیري څخه تیر شوي انتحاري ته په امریکایانو باندې حمله کې د جنت چانس ډیر معلومیده. اوس چې امریکایان نه شته، د یوه په وطن مین پولیس په شهادت کې هم جنت او حورې ویني.
د اکثره حملو مخکې ملي امنیت تاسې ته راپور درکوي کوښښ وکړی هر راپور جدي ونیسی.
دښمن د بهرنیو ځواکو په دریشیو، لوکسو کالیو، ملي اردو، ملي پولیسواو چادریو کې حمله کوي. حتا په قرآن کې بم ږدي نو ځکه په هیچا هم اعتبار نه دی پکار. تاسې خپله دنده په پوره دقت سرته رسوی. 

پکار ده چې په ملي اردو یا پولیسو کې دنده مه اجراء کوی که یې کوی بیا هره شیبه بیداره اوسی چې له کومې خوا به پنجابی درباندې حمله وکړي. ټولې امنیتي حوزې باید د ریګ په بوجیو کلابندې شي تر څو د لومړي انتحاري حملې په ترڅ کې په دروازه کې ولاړ امنیتي ځواکونه تلفات ونه ویني. په تیرو ۱۲ کالو کې په یوه بهرنی اډه باندې هم لواطتیان نه دي ورداخل شوي نو ځکه دهغوی امنیتي اقداماتو ته ورته تدابیر ددې جوګه دي چې تاسې هم له دې ډول حملو وساتي.
ملي ارد، پولیسو او ملی امنیت ته پکار ده چې د دفاعي حال څخه ووځي.  کوم تلفات چې د ډلیزیو انتحاري حملو په ترڅ کې تاسې ورکوی د هغې تلفاتو په ډیر کم شمیر سره تاسې کولای شي د کمینونو په وسیله لواطیان له منځه یوسی. په هره لاره، هره دره، هر ولسوالۍ کې کمینونه ورته ونیسی. پکار ده چې د هر ولایت لپاره ځانګړې د کمین قطعه جوړه شي. د کمین څخه مخکې باید د ټولو غړو تیلیفونونه بند وي او یواځې قوماندان ته معلومات وي چې کمین چیرته او څه وقت دی. تر څو د لواطیانو جاسوس احوال ورنه کړي.

په پاکستان کې د لواطیانو د قوماندانانو او مهم افرادو دوژلو لپاره باید ځانګړې ډله جوړه شي. کیدای شي کرایې پاکستاني قاتلان هم ورته ونیول شي. بل دا چې په کابل کې هره حمله کیږي پکار ده پاکستان کې په سبا باندې حمله وشي. د چا کور کې څوک مرداري کوي نو ځواب یې په ګل نه دی پکار.
که هغه افراد له امنیتي ارګانو لرې کړی چې د خلکو د آزار سبب کیږي نو د خلکو همکاري به درسره زیاته شي. هغوی خپله له لواطیانو پتنګ دي. چې په کلي کې په لواطي ځای ورک شو نور د ټینګې نه دی.

د پاکستان څخه واردات اوس ټول لس فیصده دي. که افغان دولت او ملي تجاران په ګډه سره داسې اقدامات وکړي چې ټول تجارت، اړیکې له پاکستان سره بندې کړي، سرحد په دایمي توګه وتړي ، هغه مهاجر چې هلته دي ورته دراتګ یا هلته د پاتې کیدو وویل شي نو دا به په امنیتي وضعیت او په اقتصاد ښه اغیزه وکړي. پکار ده چې ټول تجارت مو د مرکزي آسیا او ایران له خاورې تر سره شي.
د پوهنې وزارت ته پکار ده چې د پاکستاني دیني مدرسو ټول اسناد ناچل اعلان کړي. په دې توګه به دمدرسو له جاسوسانو څخه خلاص شو.
افغان دولت ته پکار ده چې بریښنا، انترنیت، تلویزیون او تیلیفونونه ټولو لرې پرتو ولسوالیو ته هم ورسوي. ځکه معلومات ذهن خلاصوي بیا پنجابي او لواطي زهر د خلکو په مغزو اثر نه لري.
همدارنګه هر هغه ملا چې په افغانستان کې له مدرسې فارغیږي باید یو کسب  (نجاري، نل دواني، زنګ مالي، بهرنی ژبه، موټر ترمیمونه یا نور) یې زده وي. تر څو زر ددې وس پیدا کړي چې واده وکړي او پنجابي  دوروغو وعدو په خاطر خپل افغانان د حورو تر لاسه کولو لپاره قرباني نه کړي. د دینې دندو تر څنګ د هیواد په رغونه کې فعاله برخه واخلي. بې کسبه پیغمبر نه دی تیر شوی نو بې کسبه ملا څنګه امکان لري؟
تاسې داسې پیغمبر لیدلی چې د کلي خلکو ورته ډوډی تیاره ورکوله؟

پنجابي لواط نوره چاره نه لري که د پنجاب نه مني نو وژني یې.  دوی نه صلحه مني او نه یې ملی شي. کله چې ښه یقیني شوی چې لواط مو ګیر کړی نو ځای په ځای یې ختموی ځکه هغه د اصلاح وړ نه دی. مور اوپلار یې ډیر منعه کړی چې هغه را وه ګرځولو تاسې یې نه شی سمولای. 

که افغان امنیتي ځواکونه هر څومره تلفات ورکړي بیا هم د پاکستان د پیغورو، سبزي منډوي کې کار کولو، او ای،اس،ای ته په وطن کې د ګرځیدو له درد  څخه بهتر دی. د مجاهد او طالب په وقت کې هیڅ طالب او مجاهد دا اجازه نه درلوده چې په پاکستان کې د افغاني ښځو په بې عزتی باندې غږ پورته کړي. پاکستان داسې شرایط مساعد کړي و چې افغانستان کې د طالب او مجاهد له کبله خلک مهاجر شي او هلته  ځینې افغانان له مجبوریته د پاکستانیانو هوس پوره کړي. اوس که ښه دي یا بد ټول په خپل وطن کې دي. 

هغه کني طالب به چې له تورخم دیخوا په ټول کلي پسې کیبل را اخیستی و، د تورخم څخه اخوا به یې یو ټیزن پاکستاني پولیس ته چونګ بند و.
افغان اولس باید طالب په پښتو ژبه بازي ونه خوري!
نن چې ۱۱ کسه پولیس جلال آباد کې شهیدان شول ټول پښتانه و. قاتلین هم خرڅ شوي پښتانه و چې ورته لواط او پنجاسپي ویل کیږي. که د مشرقي اولس یوه زره پښتو په زړه کې لري نو طالب ته باید ورتو کړي. په کنړ کې اکثریت هغه د ملي اردو ځواکونه چې شهیدان شول تاجک و چې ته یې له پنجابي څخه ساتلې. 
پښتونه!
د خپلو امنیتي ځواکو سره ملګری شه که نه بیا به پنجابی درباندې نازل شي. د ښادی ډول به دې مات، خندا به دې له شونډو واخلي، مړی به دې له خولې واخلي او ملا به دې په کیبل ماته کړي.
کرزي صاحب شمالي ټلواله له هغه لیونتوب څخه په سړه سینه اوس سړيتوب لارې ته راوسته. لوږه، بې کاري، غربت یې له ۹۵٪ څخه درته ۵۰٪ فیصده ته راوست، که همدغه سلسله روانه وه ۱۰٪ فیصده ته به یې را کم کړي. شمالي ټلواله حکمتیار په څلور کاله جنګ ماته نه کړه خو کرزي صاحب په نرمه بې له جنګه سمې لارې ته راوسته. که د زلمي رسول په خوا کې حامد کرزی، فاروق وردګ، همدرد، قاضي امین، مولوي صاحب کشاف، مولوي صاحب معتصم آغا جان او ددوی د ټیم نور غړي پاتې شي نو دغه وران افغانستان به په ودان افغانستان باندې بدل کړي. ډیری داسې علماء شته چې طالبانو شهیدان کړل. ډیر داسې دي چې همدا نظام دوی په پښو درولی. دغه علماء زمونږ د سر سترګې دي. 

که چیرې طالب جنګ بند کړي نو شمالي ټلواله به نوره هم سمې لارې ته راشي، د طالب موجویت کرزی صاحب مجبور کړی چې د مصلحت پالیسې تعقیب کړي. کرزي صاحب وکولای شوی چې د پنجاب منحوسه څیره ټول جهان ته بربنډه کړي. نن چې هر چیرته پاکستانۍ ځي نو خلک یې په کونه کې د بم شک کوي. پخوا به یې ځان مقدس معرفي کولو. 

په ټولټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلی او دافغانستان د نجات لپاره ښاغلي زلمي رسول ته رایه ورکړی. زلمي رسول به تر ناوخته پورې په ارګ کې په کار بوخت و. په اخلاص سره یې وطن ته خدمت کړی. سوچه پښتو ویلو باندې که څوک پښتون کیدی نو لواطیان اکثریت پښتو وایې. جنرال بابر ښه پښتو وایې. نن ورځ ملي وحدت ته اړتیا ده. د پنجاب مقابل ځینې قربانیو ته اړتیا شته. که په کرزي اعتماد لری نو په زلمي رسول یې هم ولری. له بلې خوا هغه پراخ زړه چې د کندهار پښتون لري د نورو ټولو اقوامو مقابل کې د نورو ټبرو پښتانه یې نه لري. د ملي وحدت لپاره پراخ زړه او حوصله پکار ده. که پاکستان کې تورمخو زمونږ خویندو ته کتل نو په مونږ ټولو بده لګیده چې زمونږ خور روانه وي باید تور مخی سړ ښکټه ځوړند کړي. هغه وقت مو دا پوښتنه نه کوله چې تاجکه ده، ازبکه، هزاره که پښتنه ده. د تاجک عزت، د پښتون او د پښتنو عزت د تاجک دی. همدارنګه نور میشت قومونه.