د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو درې زیانونه : دین، هېواد او ولس ته

احمدشاه وردګ 03.05.2016 10:45

غواړم دا مقاله په یوه ادبي ټوکه سره پیل کړم. وايي یوه شپه یوه کور ته غل ورغلی وو. د کور خاوند چې پرې را ویښ شوی وو، له غله څخه يې پوښتنه کړې وه چې څه کوې؟ غله ورته ویلي وو چې ډول وهم. د کور خاوند بيا وپوښت چې دا څنګه ډول دی چې غږ یې نه اورېدل کېږي . غله ورته وويل چې غږ به يې سبا واورې.
اوس طالبانو هم د خپل دين، وطن او خپلو وطنوالو سره دومره غټه جفا کړې چې ډېری هغه کسان چې د طالبانو په لیکو کې نوي ور کډېږي، لس، پېنځه لس کاله وروسته به پوه شي.
۱ـ وطنوالو ته د طالبانو زیان:
زما یو ملګري نن راته کیسه کوله، چې زموږ په ښوونځي کې د لومړۍ او دویمې درجې زده کوونکي هغه کسان دي چې د طالبانو په لیکو کې ورګډ دي او یا هم د دوی نېږدې خپلوان دي. همدا زده کوونکي چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه کم دي، د طالبانو په لیکو کې ور ګډ شوي دي . یوه ورځ هم ښوونځي ته نه را ځي او ښونکی هم دا جرات نشي کولای چې ناسوب یې کړي. یوازې د آزموینو په ورځو کې راځي، هغه هم سپینه پارچه ورکوي، ښونکي ته وايي، چې پوره نمرې راکړه، کنه بیا خو پوهېږې. ښونکی هم له ډاره سل نمرې ورکوي او که دا کار ونه کړي، سم له لاسه یې را چپه کوي. دا یې هم وویل چې په دې زده کونکو کې داسې کسان هم شته چې عمرونه یې دیارلس کاله دي، په پېنځم او شپږمو ټولګیو کې دي. اوس تاسو فکر وکړئ چې د دې ځوانانو راتلونکې همدغه طالبان ور تباه کړې کنه؟
زما په آند یوازې له دوی سره نه، بلکې له ټولې کورنۍ سره یې دا ظلم کړی. بده یې لا داده چې که کورنۍ یې وغواړي چې له طالبانو خپل بچيان رامنع کړي، ټول کور یې تباه دی.
۲ـ دین ته د طالبانو زیان:
اسلام د غیرت، محبت، صداقت او شرافت دین دی، خو طالبانو په غربي هېوادونو کې هغو کسانو ته چې غواړي د اسلام دین مطالعه کړي، دين داسې پېژني چې اسلام یعنې ورووژنه، وطن ورانول، ښونځی سوځول، او ځان وژل دی. ........
: ۳ـ وطن ته د طالبانو زیان
موږ او تاسو د دې شاهدان یو چې په سلګونو ښونځي مو وسوځول شول. دا د چا لخوا؟ د همدغو طالبانو لخوا. په دې ښونځي کې د همد ې وطن بچیان زده کړه کوي . د همدې طالبانو اولادونه که د خپلو پلرونو لاره غوره نه کړي، سبا به همدا زده کونکي انجنیران وي، ډاکتران به وي....... تاسو فکر وکړئ کفري هېوادونه را سره مرسته کوي، سړک او پل راته جوړي، طالب خان یې ورانوي. که دا سرک جوړ وي، زموږ صادراتي توکي به په ډېر کم وخت کې زموږ ګاونډیو هېوادونو ته رسېږي .که سرک مو نه وي، تازه مېوې خو ډېرې کمې که تر اېران او پاکستان پورې ورسېږي، نورې ټولې خوسا کېږي . لنډه دا چې که طالب ته له هرې زاویې وکتل شي له هرې خوا وڅېړل شي، د سرطان دانه ده. وطن ته یې پرته له تاوانه ګټه نه ده رسېدلې.
په دې شپو ورځو کې یې په شمالي ولایتو کې ډېر زور اخیستی دی او په دې هم ټول پوهېږي چې همدا یې آخري زور او قدرت دی چې کاروي يې . خو بیا هم انشاالله ناکام دي، ځکه چې کوږ بار تر منزله نه رسېږي. هره ورځ چې د دوی د سرزيان په اړه خبرونه اورم، باور وکړئ زړه مې پرې سوځي چې ولې د بل په اشاره زموږ ځينې افغانان په خپلو ناپوهيو ځانونه ژني . د افغان ځواکونو هدف خو مالوم دی چې د وطن، ناموس او دين څخه دفاع کوي . د طالبانو هدف نامعلوم دی، که هدف یې وطن ورانول وي، هغه نو د دوی خپل هدف دی چې ډېر کرغېړن هدف دی. که د دوی هدف دا وي چې موږ به واک ونیسو، دا خوب د نه ویني. که موږ خپل تاریخ ته یوه کتنه وکړو، تر اوسه چې کوم سلطنت رانسکور شوی بیا بېرته واک ته نه دی رسېدلی. نو طالبان دې هم پوه شي چې بیا واک ناشونی (ناممکنه) دی. ترکومه چې زه نن سبا له خلکو څخه اورم، په ځانګړې توګه له مشرانو څخه، ډېری خلک د ظاهرشاه، داوود خان او ډاکتر نجیب د حکومتونو ارمانجن دی. خو د طالبانو د حکومت مې والله که له چا اورېدلي وي چې ښه خلک ول، ټول یې د ظالم او متکبر په صفت پېژني.
که دا طالبان حکومت هم ونیسي، نو دولتي چارې به څوک پر مخ وړي؟ او که پنجابیان راولي، هغه بېله خبره ده.
زما پیغام هغو ځوانانو ته چې په ښونځیو او پوهنتونونو کې درسونه وايي دا دی:
په دې دوره کې ځانونه په هېڅ ګوند پورې مه تړئ! کله چې فارغ شوئ، بیا خپله سمه لاره ټاکلی شئ هغه وخت بیا تاسو څوک نه شي غولولی.