د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وطن زما خو کار پنجابیانو نیولی

احمدشاه وردګ 29.04.2016 12:33

نن غرمه دولس بجې به وې زه او زما همکار له دفتره راووتلو. کله چې د کوټې سنګي چوک ته را ورسېدو، یوه سپینه سراچه موټر مو په مخ کې ودرېده او د کمپنۍ، کمپنۍ نارې یې پيل کړې. په دې وخت کې د ترافيکو پولیس د موټر مخې ته ودرېد، غوښتل یې چې موټروان جريمه کړي . خدای مې د غاړه نه بندوي د پلېټ یو عدد به یې لیکلی وو کنه، موټر چلوونکی په ډېره بیړه ور کوز شو او په زارۍ يې ورته پيل کړې چې کار مې نه دی کړی. همدا اوس د تېلو د پېسو پورړوی یم، خدای ته وګوره پارچه مه راکوه.
ټرافیک موټروان ټېله کړ، نېږدې لوېدلی و، کنځلې یې هم ورته وکړې او د پارچې په لیکلو یې شروع وکړه. په موټروان چې نوره لاره ورکه شوه د ټرافیک پښو ته تيټ شو، ورته ویل یې د خدای په لحاظ پارچه مه راکوه کار مې نه دی کړی. آخر د ټرافیک هم زړه پرې ورسوځېد او خوشې یې کړ.
هغه متل دی چې کار دې بند وي یا غریب شوې، هندو ته به هم ماما وایې. خلک دومره بې کاره شوي، دومره غریب شوي چې د سلو دووسو روپيو په خاطر د سړي پښو ته کښته کېږي.

ولې؟ افغانان د کار خلک نه دي، کار نه شي کولای ولې نه؟ افغانان تر تیږې کلک او په کار پوه خلک دي، خو زموږ په وطن کې کار نشته که لږ لږ پیدا شي هغه بیا پنجابیان کوي . که یې نه منئ راشئ زه به یې در وښیم. په هر شرکت کې په لسګونو انجنیران کار کوي، مزدوران خو یې ټول دوی دي، په کابل کې به څومره خیاطان وي، ۹۰ سلنه یې پاکستانیان دي همداسې یې دا نور کارونه هم وګڼئ. حکومت د نورو کارو په شان دېته هم هېڅ پام نه دی کړی.

زه په میاشت کې دوه درې وارې د داسې کسانو سره مخ شوی یم، چې د خپل ژوند حال یې راته ویلی دی. ژړولی یې یم . خلک له خپلو ژوندنو سره تنګ دي. له داسې ژوند څخه مرګ څو څو وارې ښه ګڼي. يوه ورځ مې د یوه ځوان سره بحث شو، ده ویل کار نشته ما ورته وویل چې تاسو کار نه کوئ کنه کارونه خو ډېر دي. پوښتنه يې وکړه چې کوم دی کار؟ ما ورته وویل که نور کارونه نه وي یوه کراچۍ واخله پیاز او کچالو خرڅوه. ده ویل دا کار مې هم کړی دی هره ورځ به مې له پولیسو سره جنګ وو. د ورځې به یې سل افغانۍ هم راڅخه اخیستې، کنځل به یې هم کولې او د کور سودا خو به یې وړيا وه . دا یې هم ویل چې د چوک پر سر په ورځو، ورځو درېدلی یم داسې وخت هم راغلی، چې په یوه اونۍ کې یوه ورځ هم چا نه یم بېولی.
په دې سره يې زه هم بې ځوابه کړم . بل ځواب را سره نه وو. ورته ومې ویل چې زه هم لسانس لرم، په دولت کې څلورکلنه د کار تجربه لرم، خو په اووه زره افغانۍ کار کوم. شکر وباسم په هر حال پرته له کفره . نو ته هم باید ګوزاره وکړې. خیر دی، الله مهربان دی.

اوس تاسو فکر وکړئ په یوه مملکت کې، چې دومره بې کاري، فقر او غریبي وي هغه به څنګه پرمختګ کوي، څنګه به سوله په کې راځي، ولې به خلک د مخالفو ډلو سره نه یوځای کېږي وزیرانوهم ایله په ایله نن په کار شروع وکړه، خدای دې وکړي، چې کارونه ور سره پرېمانه شي خلک هم دېته منتظر دي، چې څه وخت کابینه بشپړه کېږي. دا دی دایې هم بشپړه. که له دې سره آرامي او کار پیدا نشي، خدای خبر چې څه حالونه به ووینو. زما غوښتنه له ټولو څخه دا ده، چې د خدای په لحاظ افغانان نور مه ځوروئ، مه یې وهئ، مه یې مړه کوئ، مه يې سپکوئ!
ویې وژغورئ.
نوټ: دا زما درېیه لیکنه ده چې تاسو ته یې در لېږم.
لومړۍ: په سنګرونو کې یوازې نوي ځوانان وژل کېږي
دویمه : امریکا نه غواړي چې طالبان له مینځه یوسي
درېیمه: همدا لیکنه.