د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو په لیکو کې څه تېرېږي

احمدشاه وردګ 01.05.2016 12:12

زه دا خپله ایماني، وجداني او مسلکي دنده بولم چې د طالبانو کرغېړنه څېره ټولو ته وښآیم په ځآنګړي ډول هغو پټو سترګو نویو ځوانانو ته چې عمرونه یې له آته لسو کلو کم دي. زموږ د نېږدې دوستانو له جملې څخه یو تن د طالبانو په لیکو کې نوی ورګډ شوی دی. تېره ورځ مې ور سره بحث کاوه، ماوې د طالبانو په دې ټولو کارو کې یو ښه کار ماته را وښیه؟ ده راته وې هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په ولکه کې دي زنا نشته، غلا نشته.... ماوې پلانی د پلاني زوی چې د طالبانو په تحریک کې برحاله دنده هم لري د پلاني په لور یې جنسي تېری ونه کړ او اوس سرې سترګې هم ګرځي. ده وې هغه خو یوه پېښه ده. ماوې پلانی د پلاني زوی چې د پلاني په لور مین و او هغوی نه ورکوله، له طالبانو سره یو ځای شو وروسته له یو څو میاشتو یې په زور ونه کړله؟ سړی چوپ شو خو له ځآن سره غورمبېدو. ما یوه ورځ مخکې دا خبره کړې چې امریکایان هم ماته پیسې را کوي هم طالب ته؛ خو فرق یې دا دی چې ماته یې د وطن جوړلو په خاطر را کوي او طالب ته د وطن ورانولو په خاطر چې بیا د طالبانو د سخت غبرګون سره مخ شوم ان د کفر ټاپه یې را باندې ولګوله او زما مرګ یې ځانو ته مباح وباله.
اوس هم دا وایم او په همدې نظر یم؛ خو دا ځل غواړم چې لږ زیات توضېحات ور کړم. د طالبانو هر دلګي ته چې ور شې دا نه ګوري چې ته د چا زوی یې له تانه ضمانت واخلي یا د بګرونډ مطالعه کړي نه نه یوازې سړی یې په کار دی هغه که پوډري هم وي دوی ته تر یو نېک صالح سړي نه ډېر ښه دی، ځکه چې له ښه سړي نه دومره ګټه نه شي پورته کولای لکه د یوه بدعمله او بد کرداره نه. په اوله ورځ یو ترېل موټرسایکل، کلاشینکوف، مخابره او د کور او جېب خرڅ درکوي اوس نو تاسو فکر وکړئ چې دا پیسې له کومه کېږي؟؟؟ د طالبانو قوماندانان څنګه خلک دي: که سجل او سوانح یې مطالعه کړې بېخي به دې له اسلامه زړه تور شي، چې دا څنګه اسلام دی په اسلام کې خو لواطت نشته، زنا نشته، حرام خوړل نشته..... ؛ خو دوی ته هر څه مباح دي او هغه تر لاس لاندې کسان یې چې چېرته پدرآزار، مادر آزار دی له دوی سره دی. څه رقم جنګ کوي د دوی په ژبه جهاد د کور له مابین نه په پوستو وارونه کوي، د باغ له منځ نه هاوان ور خوشې کوي د جومات له مخې یې په راکټ ولي... او افغان ځواکونه د عامو خلکو په خاطر د باغو منځ ته پسې ورځي وار نه پرې کوي ژوندي یې نیسي کله یې چې ژوندي ونیسي طالبان د کلیو مشران او سپین ږیري په زور دېته مجبور کوي چې په یادو نیول شویو طالبانو پسې وګرځي، حکومت هم د سپین ږیرو په لحاظ یا په ضمانت هغه بندي بېرته خوشي کوي او یا ډېر کم قید پرې خېژوي برعکس طالبان چې کله یو عسکر ونیسي لومړی یې په وهلو، وهلو مړ کوي وروسته یې مړی په ونه کې ځړوي استغفرالله تاسو وګورئ د دولت رحم او د طالب ظلم ته! اوس باید زموږ افغانان خپله پرېکړه وکړي چې د وطن د آبادۍ لپاره کار وکړي که د بربادۍ، د ورانۍ لپاره دا یوه امریکا بس ده د خدای په لحاظ تاسو خو یې مه ورانوئ. زما د ټولو وطنوالو نه دا غوښتنه ده چې په خپلو کورو کې هره شپه د لسو، پېنځه لسو دقیقو لپآره د وطن دوستۍ درس ورکړئ اوس الحمدالله داسې کور نشته چې یو لوستی کس دې په کې نه وي که دا کار مو وکړ د ځان او وطن لپاره به مو ډېر غټ خدمت کړی وي.