د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولی قذافی ته سورکارت ورکړل شو

احمدشاه وردګ 17.09.2011 12:11

سرچینه: آسیا ټایمز
لیوکوال: پپ اسکوبا ر
داحمدشاه وردګ ژباړه:

هرڅه روښانه دی. ناتو چی په عصری پوځی تکنالوژی سمبال یو سازمان دی باید دامریکا اواروپا دګټو ساتنه وکړی، دبریکزهیوادونو(برازیل، هندوستان، چین اوسوویلی افریقا) دګټو چی په چټکی په نړیواله ټولنه کی پرمخ روان دی، مخنوی وکړی، دآسیا اوافریقا ځای اوسیدونکی(بومی ها-ژ) خولی پټی کړی ، اوپه ډیره سادګی سره د یوی پلمی(دخلکو دساتنی دمسوولیت) نوم پری کیږدی.
څرنګه چی په دی لیکنه کی دجورج بوش(پلار) دنوی نړیوال نظم انځور په روښانه توګه په ډاګه شوی دهغی ژباړی ته می مټی راونغښتی اوپه هیڅ ډول دلیونی دیکتاتور چی دنانځکوغوندی له ګډیدا څخه هم ډډه نه کوی، دملاتړ په معنی ونه انګیرل شی(دری ژباړن).

ولی قذافی ته سور کارت ورکړل شو
کله چی دکوریا دخلکو جمهوریت مشر دخپلی ماڼی په کنج کی د مونیتور پر مخ د لیبیا دلم یزرع صحرا مطالعه کوله ، حتما به هغو پیښو چی قذافی پکی راګیر شوی و، ده ته هم سرګرځید نه پیداکړی وی. خامخا به یی له ځان سره ویلی وی : څومره حماقت؟ دحیرانیتا ځای هم نه دی. دی په دی ښه پوه دی چی قذافی په ۲۰۰۳ کال کی دخپلی مړینی حکم هغه وخت لاس لیک کړکله یی چی دخپلو زامنو په ډیر ټینګارچی داروپایانو لخوا غولول شوی و، دناتو هغه وړاندیز ته غاړه کښیښوده دکوم په پایله کی چی ده خپل دډله ایزو وسلو دپراختیا پرواګرام ودراوه، دکوم په بدل کی ناټو دده درژیم دساتنی ژمنه کړی وه. هغه امتیازچی ده سیف الاسلام، معتصم، خمیص، اودقذافی دقبیلی نورو ته ورکړل په هیڅ دډول د میراژاورافال دبمباریو اودهغو خلاف مننوچی په (سنت تروپس) کی شوی وی، ښکارندویی نه شی کولای. ولی قذافی که هرځای وی، په (سیرت) کی یا دافریقا په سوزنده صحراکی اوکه دالجزایر پرخوا په پټ کاروان کی نو هرومرو به خپلو زامنو ته چی ده ته یی داتوره ورځ جوړه کړه ښیراوی کوی اونفرین به پری وایی.
قذافی داسی انګیرله چی دی دناتو یو انډیوال(شریک-ژ) دی، ولی داناتو ده چی غواړی دده سرغوڅ کړی. داڅه ډول انډیوالی ده.
په بحرین کی د دیکتاتور سنی پادشاه څخه ملاتړ کیږی، بشردوستانه بمونه په پلازمینی منامی نه رالویږی اونه یی پر سر کومه جایزه ټاکی. دآل سعود دکورنی ودانی پرخپلو ځایونو ولاړی دی اوبشردوستانه بمونه ریاض،دبی اودوحه نه ګواښوی اولویدځ ته ښکته شوی سرونو ته هم جایزه نه ټاکی. حتی دسوریی ددیکتاتور دفشار دټیټ والی لپاره کله ناکله دمه اخلی.
طبیعی خبره ده چی داپوښتنه راولاړیږی چی قذافی کومی سرکرښی ترپښولاندی کړی چی سورکارت یی په برخه شو.
دفرانسی په لاس جوړ شوی انقلاب

قذافی له ډیرو سروکرښوتیر شوی اوپه کافی توګه ورته سره کارتونه ورکړل شوی چی دلیبیا آسمان په وینو ولړل شی. اجازه راکړی چی له پیله یی راوسپړو اوبیایی تکرار کړو چی دادفرانسی جګړه ده،امریکایان دجګړی خبری نه کوی اودهغه پرځای دخوځښتونو اوانقلابونو څخه خبری کوی. (اړودوړ) یا( ملی موقتی شورا) دفرانسویانو اختراع ده. هوکی ! ترهر څه دمخه دغه جګړه دسارکوزی دنویو ناپلیونی جګړو څخه ده. سارکوزی په دی سینمایی تیاترکی دژرژکالونی کرکترلوبوی(بی وزلی ژرژکالونی). نورپاتی ددیویډ ملیبند نه رانیولی بیا دنوبل دجایزی ګټونګی بارک اوباما ددی لوبی دوهمه درجه لوبغاړی دی. څرنګه چی آسیا ټایم په ډاګه کوی دغه جګره د۲۰۱۰ کال په اکتوبر کی هغه وخت پیل شوه چی دقذافی دکورنی اوبهرنی امنیت مشاور(نوری مسماری) فرانسی ته وتښتید. دفرانسی څارګرو ادارو دمسماری اود(سیرنایکا) څخه دتښتیدلوخلکو داطلاعاتو پر بنسټ دیوی کودتا سریزی جوړی کړی. سرکوزی دقذافی څخه دغچ اخیستنی ډیر دلایل درلودل.
دفرانسی بانکونو سارکوزی ته ویلی و چی قذافی غواړی په ملیاردونو یورو له فرانسی څخه چین ته ولیږدوی. دی کار نورو عربی چارواکو اوخپلواکو پانګوالو ته هم دلیږد پوره بهانه په لاس ورکوله چی مخه یی باید ډپ شوی وای. همدارنګه فرانسوی شرکتونو سارکوزی ته خبر ورکړی و چی قذافی درافال الوتکو درانیولو څخه ګرځیدلی دی اودفرانسی په مرسته اتومی دستګاه هم نه جوړی اوپر ځای یی په ټولنیزو چاروکی پانګونه کوی.
توتال دفرانسی دانرژی دځواک(غول-ژ) دلیبیا دکیک څخه دډیری ونډی غوښتونکی دی د کوم نه چی ایتالوی شرکت (ای. ان .آی) ډیره برخه تر خیټی لاندی کړی ده، په خاصه توګه چی دایتالیی صدراعظم (سیلویو برلیسکونی) دقذافی ډیر نژدی ملګری دی اوځانګړی معاملی ورسره لری.
په دی توګه دکوتا لپاره نقشه دډسمبر ترپایه پوری بشپړه شوه اولومړنی اړودوړونه(مظاهری-ژ) دلیبیا په شمال ختیځ ساحل کی د(سیرنیکا) په ښار کی دیولړ توطیو په ترسره کولوسره ددوی په ګټه په لاره ولویدی.(برناردهنری لوی) چی پرځان یی دفیلسوف تاپه هم نښلولی وه دسپینو جامو سره ځان بن غازی ته ورساوه ترڅو له اړدوړ کوونکوسره وګوری اوسارکوزی ته تلیفون وکړی ترڅو اړدوړ کوونکی په رسمیت وپیژنی( دغه پیښه دمارچ په لومړیو کی وشوه اوسارکوزی لا دوخته دچارو سمبالښت کړی و او دهنری لوی تلیفون ته هم کومه اړتیا نه وه پاته).
ټی. ان .سی یا دجوړیدو په حال کی ملی شورا په پاریس کی سازمان دهی شوه ولی ملګرو ملتونو هغه د(لیبیا دقانونی حکومت) کچی ته لوړه کړه اوناتو چی (دمنع شویو الوتنوپه سیمه) کی یی د غیرپوځی خلکو دساتنی؟ انسانی؟ دنده په غاړه لرله، بیله توپیره پرخلکو بمباریوته د (سیرت ) ښار ترکلابندی پوری دوام ورکړ.
هغه څه چی دامنیت دشورا د۱۹۷۳ پریکړه لیک تر سرلیک لاندی ترسره شول دپاریس او لندن په کټوو کی پاخه شوی و اوواشنګټن هم په ډیره خوشحالی دهغه هرکلی وکړ.
دامریکی دمتحده ایالتونو دبهرنیو چارو وزارت دآل سعود دکورنی سره دیوی معاملی په ترڅ کی سعودیان دی ته وهڅول تر څو دعربو اتحادیه ددی پریکړه لیک منلو ته غاړه کیږدی اوپه بدل کی به دسعودیانو دهرډول حرکتونو په مخ کی خنډ نه شی چی په خلیچی هیوادونو کی یی ددموکراسی غوښتونکو خوځښتونو دځپلو لپاره په لاره اچوی څرنګه چی یی په بحرین کی داکار په ډیره وحشیانه توګه ترسره کړ.
دخلیج دهمکاریو شورا(جی سی سی) چی وروسته دانقلاب ضد په کلا بدله شوه ډیر دلایل درلودل چی ځانونه دقذافی دشر څخه خلاص کړی. سعدویان خوښوی چی دافریقا په شمال کی دقذافی ځای ددوی ملګری شیخ نشینان ونیسی. امیر نشینان دی ته لیوالتیا لری ترڅو دافریقا په شمال کی خپلو پانګه اچونو ته پراختیا ورکړی. قطر چی دسارکوزی سره نیږدی اړیکی لری دپیسو په راټولو پسی دی اوعملا یی د(مشروعو یاغیانو) دتیلودسمبالښت ولکه په لاس کی اخیستی ده.
دامریکی دبهرنیو چارو وزیره هیلاری کلینتون له یوی خوا دسعودی دکورنی اودبحرین دسړی وژونکو امیرانو سره نژدی ده اوله بله پلوه په قذافی باند دهغه دناسیونالیستی سیاستونو او داقتصاد دلیبیایی کولو په وجه سخته په غصه ده.
قذافی چی یو ماهر لوبغاړی دی خامخوا به یی پردیوالونو هغه لیکنه لوستی وی. کله چی په ۱۹۵۳ کال کی دایران صدراعظم ډاکتر مصدق دسی آی ای لخوا راوپرځید داقانون وګرځید، چی دلویو تیلو پر ضدباید څوک ونه دریرږی. دویلو ځای نه پاتی کیږی چی هرهغه څوک چی دځایی خلکو په ګټه دتیلو دصنعت داړولو هڅه کوی، دنړیوالی مالی اوبانکی سیستم حکم دهغوی پروړاندی همداسی دی.
که چیری تاسو دخپل هیواد سره مینه لری نوپه اتوماتیک ډول دنړیوال بانکی سیستم دچلونکو، دلویو شرکتونو( کارتلونو او ترستونو) اولویو پانګوالو په مقابل کی ولاړ یاست کوم چی ستاسی په هیواد کی دهرهغه څه نه چی شته دی اویا تولیدکیږی، ګټه پورته کوی.
قذافی نه یوازی دپورتنیو سروکرښو څخه پښه اړولی وه بلکه غوښتل یی چی د تیلوپه پیسو(پتروډالر-ژ) نوری ګټه اخیستنی هم ترلاسه کړی. ده زیار ایسته چی دډالر پرځای دافریقا په لویه وچه کی طلایی دینار رواج کړی چی دافریقایی هیوادونو لخوایی هم تود هرکلی وشو. ده په یوبله پروژه کی هم پانګه اچونه وکړه.دا پروژه د(مصنوعی لوی دریاب) په نامه وه چی دلیبیا دوچی صحرا له منځه یی تریپولی، بن غازی اودسیرت ښارونو ته دتازه اوبو لیږدونه ترسره کوله.ددی دریاب اوږدوالی ۱۳۰۰ میلو پوری غځیده چی پرته دنړیوال بانک په دروازه کی د ګونډو وهلو نه ترلاس لاندی وه. ده دافریقا دصحرا به کښتنیو هیوادونو کی هم په ټولنیزو چارو که پانګونه کړی وه. دی د(افریقا دبانک) دمالی ملاتړو مشری په غاړه واخیسته اوددی لامل وګرځید ترڅوافریقایی هیوادونه دنړیوال بانک اوپه ځانګړی توګه د پیسو نړیوال صندوق له دیولونو واوړی. ده دیوه سراسری افریقایی سیستم مالی مرسته وکړه کوم چی وړی پانګی پرته دلویدیځ دتړاو څخه وده وکړی. ده په لیبیا کی داوسیدلو ستانداردونه لوړ کړل. دادده دکړنو یوازینی لست نه دی. ترټولو ټاکونکی عامل د(پنتاګون، افریکوم،ناتو) لومه وه چی هیچا نه غوښتل دافریقا په لویه وچه کی دافریکوم دبنسټ کوربه شی. افریکوم دجورج بوش(پلار) په لاسونو جوړه شوی برنامه وه چی موخه یی دافریقا کنترولول اوواکمنی، اوپه دی وچه کی دچین داقتصادی پرمختګونو مخنیوی و. افریکوم مجبورشو چی دآلمان په شتوتګارت کی چی هرومرو داروپا ترټولوافریقایی!!! ځای ګڼل شوی دی، خپل بنسټ پرانیزی. دملګرو ملتونو دپریکړه لیک رنګ لانه وو وچ شوی او مخکی له دی نه چی ناتو ته داور فرمان ورکړل شی افریکوم په ۱۵۰( تام هاوک) سره دلیبیا بمباریو ته شروع وکړه. دادافریکوم لومړی جګړه وه اوپه همدی توګه دنورکړونو لپاره چی باید ترسره شی یوه پیلامه وه. په لیبیا کی دافریکوم دپلازمینی جوړول اوس یقینی شوی اودا دافریقا دشمال اودافریقا دټولی وچی دنوی ښکیلاک دمیلیتاریزاسیون(پوځی کولوـژ) یوه برخه ده.
دناتوبرنامه، چی دمدیترانی له سیمی نه په ناتو دیوه تړل شوی سمندرګی داړولو هڅی همدومره پارونکی دی، کوم چی افریکم غواړی دافریقا دروبوکوپ(نیمه مصنوعی ځواکمن سوپر من) ځان واړوی.په دی لاره کی لیبیا، سوریه او لبنان لوی خنډونه دی کوچی نه دناتوغړی دی اونه ددی تړون سره پټی اویا ښکاره اړیکی لری.
ددی خبری پوهاوی چی ناټو غواړی دنړی دروبو کوپ رول اداء کړی ددی تړون دمشر جنرال( راسموسن) له ویناوڅخه له ورایه څرګندیږی. کله چی تریپولی تربمباریو لاندی وه راسموسن په ډاګه کړه چی که تاسو نشی کولای خپل پوځونه له خپلو پولو څخه بهرته واستوی اوپه نړیوالو چارو ټاکونکی اغیزه وا چوی نو داکار به نورنوی ځواکونه کوم چی له تاسو سره همغږی نه دی اوله تاسو څخه بیلی ګټی اوافکار لری ،ترسره کړی.
دشک ځای نشته، هرڅه روښانه دی. ناتو چی په لوړو تکنالوژی سمبال یو سازمان دی دنده لری چی دامریکا اواروپا دګټو ساتنه وکړی، دبریکز هیوادونو(برازیل، هنداوستان، چین، جنوبی افریقا) چی نوی نړیوالو سیالیو ته راوتلی ، دپر مختګ اوودی مخه ډب کړی،دځایی خلکو که آسیایی دی اویا افریقایی خولی پټی کړی اویوه ساده پلمه ( دخلکو دساتنی مسوولیت) سرلیک ورته ورکړی. نه دغیرپوځیانو ساتنه بلکه دلویو پانګوالو ساتنه.
ددی سره چی وویل شول دحیرانتیا هیڅ ځای نشته چی قذافی ته سورکارت ورکړل شواودهمیش لپاره باید له لوبی بهرته ټیل وهل شی. څوساعته وړاندی چی قذافی دخپلی راتلونکی لپاره جګړه پیل کړی دشمالی کوریا مشر دروسیی دمشر سره دروسی شامپاین په څکلو بوخت واوله دی یی کیسه کوله چی یوه ورځ به دتیلو نل لیکه دده ترهیواد پوری هم وغزول شی نوپه رسمی اولږځانښوونی سره یی دخپل هیواد دفعا لواتومی وسله تونونو(زرادخانه های اتومی-ژ) په کله خبرو لپاره خپله آمادګی وښووده. په پایله کی دشمالی کوریا مشر پرځای پاته شو اوقذافی راوپرځول شو.
پای