شاته

بایډن او نیتنیاهو د اسرائیل – حماس جګړې په هکله په ټیلیفون کې خبرې کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اپریل ۲۸ (غوایي نهه) د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره په ټیلیفون کې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې په هکله خبرې کړي چې نږدې اوومه میاشت یې پیلیږي.

سپینې ماڼۍ د دې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو مشرانو روان مذاکرات وارزول چې په خوندي توګه د برمته شویو کسانو خوشې کیدو او په غزې کې په سمدستي توګه اوربند په هکله روان دي.

متحده ایالات، قطر او مصر د څو میاشتو راهیسې کوښښ کوي په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه بنده کړي خو د جګړې دواړه خواووې لا هوکړې ته ندي رسیدلي.

د حماس ډله د اوربند په بدل کې غواړي چې اسرائیل جګړه بنده کړي او په بشپړه توګه له غزې ووځي خو نیتن یاهو بیا پخپلې خبرې ټینګ ولاړ دی چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي به د ځمکې د لارې یرغل کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جمهور رئیس بایډن د یکشنبې ورځې په خبرو کې نیتن یاهو دا واضح کړه چې متحده ایالات په رفح باندې د اسرائیل د یرغل سره مخالفت لري ځکه چې دا عملیات پدې ښارګوټي چې میلونونو عامو فلسطینیانو ته چې د جګړو له کبله یې هلته پنا اخیستې، خطر پیدا کوي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د ښاغلي بایډن دې مخالفت په هکله د اسرائیل مشر څه ډول غبرګون ښودلی خو تر دې وړاندې نیتنیاهو ویلي و، "که اړتیا وي، د امریکا د ملاتړ پرته به په رفح یرغل وکړي".

اسرائیل وايي، رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او اسرائیل پلان لري چې تر بريد مخکې ملکي وګړي له سيمې وباسي. واشنګټن وايي ځمکنی برید به یوه "سهوه" وي او هلته بې ځایه شویو خلکو ته به ډیر زیان ورسیږي.

سره لدې چې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې، متحده ایالاتو د خپل دې متحد سره ټینګ سیاسي، مالي او امنیتي ملاتړ روان ساتلی خو په غزې کې د ملکیانو ډیره مرګ ژوبله او په رفح کې د نظامي عملیاتو په هکله د اسرائیل صدراعظم بینیامین نیتنیاهو ټینګار، هغه څه دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې کمرنګې کړي.

د متحده ایالاتو، لویدیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادنو د غوښتنو بر عکس، د اسرائیل صدراعظم په وار وار ټینګار کړی چې پوځ به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي تعرضي عملیات وکړي چې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پکې د جګړو څخه بچ کیدو په خاطر پنا اخیستې.

نیتنیاهو دا هم ویلي چې د متحده ایالاتو فشار به یې مخه ونه نیسي. هغه ویلي: "د اسرائیل پوځ وایي چې د حماس کنډکونه هلته پاتې دي. رفح ته د تګ پرته هیڅ بری نشته."

د امریکا او اسرائیل مشران داسې مهال خبرې کوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سعودي عربستان، اردن او اسرائیل ته په رسمي سفر روانیږي.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به پدې سفر کې په سعودي عربستان کې په یو سمیه ایز کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په غزې کې د اوربند په هکله هم د سیمې د هیوادونو د مشرانو سره وغږیږي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه چې، د اسرائیلي شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

اسرائیل اټکل کوي چې ۱۲۹ یرغمل کسان تراوسه په غزه کې له حماس سره په بند کې پاتې دي، چې د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخې، ۳۴ تنه یې وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه