د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوماند وزیر : زه خپل کور خرڅوم

ایمل افغان 16.01.2015 12:00

 تېره ورځ راته یو ملګري دخپل یو نوماند وزیر دوست  کیسه کوله، لومړی يې
راته دنوماند وزیر د زده کړو ، وړتیا، وطن  پالنې  او د وطن سره دبې کچې
مینې خبرې وکړې، په خبروکې يې راته وویل هغه غواړي کور خرڅ کړي،ددې خبرې
په اوریدو حیران شوم، پوښتنه مې وکړه ولې کور خرڅوي؟
 ده راته وویل چې دبا ور رايې اخیستلو لپاره، دبا ور رايې اخیستلو لپاره
دکورخرڅولو مې حیرانتیا لاپسې زیاته کړه، په سوچ کې شوم کله چې د کور
دخرڅلا ؤ دپېسو  په بدل کې دبا ور رایه واخلي  او  وزیر شي نو ضرور به
دملي ګټو پر ځای دشخصي  زیانونو دجبران لپاره کار کوي.
دپېسو اخیستلو ،دکور خرڅولو  دولسمشر غني دلوړې  دورځې مراسمو ته چې په
هغې کې غنې دقانون دټېنګښت خبرې کولې ور وګرځولم، ولسمشر غني  دخپلې
لوړې او وفادارۍ په جوړو شویو مراسمو کې چې سلګونه بهرنیو او کورنیو  لوړ
پوړو چارواکو پکې شتون درلود ژمنه وکړه چې دقانون دټېنګښت لپاره به  جدي
هلې ځلې کوي، دفساد دمخنیوي لپاره به مبارزه کوي،په اداري چارو او دنظامي
ارګانونو په لیکو کې دځینو لوړ پوړو  چارواکو او پارلماني غړو  دلاس وهنې
څخه به مخنیوی کوي، هر مسؤل کس به ولس ته دخپلوتر سره شویو او ترسره
کیدونکو  کړنو ځواب ورکوي، خو له بده بخته چې دولس په کور(پارلمان) کې
داسې غیر قانوني کړنې ترسره کیږي چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتې شي .
ایاد ولس کور(پارلمان)  دولس دښيګڼو لپاره پر ولسمشر فشار اچولو چې ژر
کابېنه ور معرفي کړي او که خبره  بل څه وه؟ دخپل ملګري دخبرو راته داسې
ښکاري چې  دوی پر ولسمشر فشار یوازې دخپلو جیبونو د ډکولو لپاره ؤ نه ده
ولس دښېګڼې لپاره، که په پارلمان کې دنوماند وزیر څخه دباور رايې
داخیستلو په بدل کې دپېسو غوښتنه نه وای شوې ایا ده به دخپل کور دخرڅلاؤ
خبره کړې وای؟ نه هیڅکله نه .
داپه داسې حال کې ده چې په راتلونکي کال کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي،
دوی خپل باور دداسې کړنو په ترسره کولو سره  له لاسه ورکړی دی،په دې ډاډه
دي چې دبیا ځل لپاره به دا خوش باوره ولس رایه ورنکړي، نو دهمدې لپاره يې
دملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته مخه کړې ده،که په مرکز او ولایاتوکې دغیر
قانوني  کړنو ،دولتي ځمکوغصب،دنېشه يي توکو کارو بار ... اونورو  ورته
کړنو رېښې وپلټل شي نو دابه معلومه شي چې ترشا يي ددوی لاسونه دی.
 ولس له ولسمشر څخه دشویو ژمنو دعمل غوښتنه کوي ، دکومو ژمنو  په اساس چې
ولس دخپلې رايې په زور تر ارګ ورساوه، په قضا او څارنوالۍ کې پراخ
اصلاحات، په ادارو کې دشته فساد مخنیوی، دقانون ټینګښت او  امنیت چې د
ولسونو  لویه هیله ده باید دټولو چارو په سر کې ځای ولري او ژر تر ژره دا
ولسي غوښتنه دعمل جامه خپله کړي ،ترڅو نور ددې پردې پالو  لاسونه  لنډ شي
.