د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسواکۍ ډوبېدونکې کښتۍ

ایمل افغان 29.01.2015 12:04

له هغې ورځې چې د ولس رايو ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی تر ارګ ورساوه تر څلورو میاشتو تېریږي،  ولسونو  دټاکنو په دواړو پړاونوکې  دسر په قیمت برخه واخیسته او دسوکاله راتلونکي په موخه د رايې اچونې تر مرکزونو لاړل، دوی نړۍ ته وښودله چې نور له  جګړو ستړي شوي دي، سوله ،ثبات او پرمختګ غواړي، همدې سپېڅلو ّهېلو  ته د رسیدو لپاره داسې یو چاته رایه ورکوي چې هېلې يې پوره او دملیونونو کونډو او یتیمانو  په سر لاس را کش کړي، کوم چې  دهمدې ستر هېواد د ازادۍ  او سمسورتیا  په لاره کې يې دخپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي.
 ولسمشر غني هم د ولسونو دهېلو دپوره کولو لپاره چې په ده يې باور کړی هلې ځلې پیل کړې، ترڅو دچارو دسمون او ښې حکومتولۍ  په موخه په کار پوه  او مسلکي کابېنه  د ولس کور (پارلمان) ته د بارو رايې اخیستلو لپاره ورمعرفي کړي،دې چارې له سلو ورځو زیات وخت واخیست ترڅو داسې کسان مشخص او پارلمان ته معرفي کړي چې رښتني افغان او په چارو کې دشایستګۍ ښه وړتیا ولري، پارلمان ته  دنوماند وزیرانو دمعرفت سره سم د وکیلانو دجیبونو د ګرمولو او دوه تابعیته خبرې تر رسنیو ورسیدې،ایا رښتیا هم وکیلان د  ولس له غمه مړه دي او که خبره دشخصي ګټو او جیبونو ډکولو ده، دیو نوماند وزیر خبره ده چې د باور رايې اخیستنې لپاره پېسو  ته اړتیا ده ،دومره پېسو ته چې دکور په خرڅولو هم نه شم بریالی کیدلی ترڅو دپارلمان غوښتنې پوره کړم، تر هغه ځایه چې ولس پوهیږي ددوی په رایه تللي وکیلان دخپلو  هغو ژمنو  او وعدو برخلاف قدم اخلي کوم چې دې کورته دراتګ وړاندې يې له ولس سره کړې وې،دوی  له ولسونو سره د خدمت ،صداقت او ایماندارۍ دشویو ژمنو په اساس د ولس با ور خپل کړ او دهمدې باور په اساس يې ځان تر دې ځایه ورساوه،خو له بده بخته دوی  دصداقت ،ایمانداري او خدمت شوي ژمني تر  تر ډیره بریده تر شاپرېښودې  او د ولس پر ځای يې یوازې دخپل ځان لپاره په خدمت لاس پورې کړ، ویل کیږي چې  دپارلمان ډیری غړي دخپلو شخصي ګټو او ناقانونیو لپاره ناقانونه  بانډونه او مافیايي ډلې لري، دهمدې ډلو   په واسطه په والیانو ،وزیرانو او ان په ولسمشر فشار راوړي ترڅو دودی غوښتنې ومني، په ادارو، دامنیتي ځواکونو په لیکو او نورو هغه ځایونو کې چې دعوایدو سرچېنې بلل کیږي خپل خپلوان او یا د کورنۍ غړې پرته  له  اهلیته  په دندو  وګماري  او له دې لارې لازیاتې ګټې ترلاسه  او هره اداره تر خپل نفوذ او اثر لاندې را ولي.
چې دا ګران هېواد دهغه زیاتې برخې بچو سره چې دهمدې سپيڅلې خاورې دسمسورتیا  او ثبات لپاره يې خپل سرونه قربان کړل  او دیتیمۍ تر سیورې لاندې  يې خپل بچیان او کورنۍ بې سرپرسته پرېښودلې ستره جفا ده، دهغو هېواد والو   دسپېڅلو  هېلو  او امیدونو  دپوره کیدو سره ستره جفا ده چې دیو پرمختللي  او باثباته افغانستان په هېله يې  دخپل بدن خواږه غړي له لاسه ورکړ ل او کوڅه په کوڅه دمختاجۍ ستړي ژوند ته پاتې شول. د ولس د کور دا کړنې د هغو لوستو هېواد والو سره چې غوره عالي زده کړې لري ستره جفا ده چې لاهم بې کاره بې روز ګاره  کوڅه په کوڅه دیوې ګولې ډوډۍ دپیدا کولو لپآره سرګردانه ګرځي. خو څوک کار نه ورکوي.  
 که د ولسواکۍ په سمندرکې زموږ  روان بېړۍ په دې شکل دمنزل په لور مزل لنډوي ،نو  لرې نه ده چې ساحل ته تر رسیدو وړاندې به  ډوبه شي، لومړی مو له ټولو هغو هېواد والو چې د رسنیو  په تحلیلي پروګرامونوکې کښېني او ددې خاوري او ولس  لپاره ښه نیت لري او په یو نه یو ډول دقلم  او ژبې په  واسطه  مبارزه کوي خپله سپېڅلې مبارزه لا ګړندۍ کړئ،تر څو دټولو  هغه کسانو اصلي څېرې لابربنډې  او ښکاره شي چې ددې زوریدلي ولس  په وینو سوداګري کوي.