د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه دخپل هېواد او خلکو لپاره خدمت کوم

ایمل افغان 29.01.2015 22:44

له هغې ورځې چې دنړیوالو خواکونو څخه افغان ځواکونو ته دټول هېواد امنیتي چارې سپارل شوي، ورسره سم دخلکو ملاتړ دملي امنیتي ځواکونو څخه زیات شویدی، چې تر ډیره  په ولایتونوکې د ملي دفاعي ځواکونو  څخه د ملاتړ لوی، لوی غونډې جوړې شوې ،امنیتي ځواکونه په ګلانو او ډالیو  نازول شوي، چې دې کړنې دملي امنیتي دفاعي ځواکونو په  مرال مثبت اثر کړی  او دا مېړنې ځواکونه يې دپخوا په پرتله لا خپلو دندو او دهېواد پالنې  او ساتنې  لور ته تشویق کړي دي ،جوړو شویو  ملاتړ غونډو تر ډیره هغو کورنیو او خلکو ته چې دملي ځواکونو  په لیکو  کې يې  خپل اولادونه له لاسه ورکړي دتسلیت  او ډاډ ګیرني پيغام هم ورکړی دی.
 په خوست کې هم دخوست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ دملي ځواکونو دملاتړ  او هڅونې په موخه په  خوست کې دمېشت اردو ځواکونو لوا ته لویه غونډه رابلل شوې وه ،چې په یاده  غونډه کې ګڼ شمېر قومي مشرانو،ځوانانو ،ژور نالیستانو ،د ادارو رئیسانو ، په  خوست کې دمیشتو  نظامي امنیتي ځواکونو مسؤلینو او په ګڼ شمېر کې دملي  او دفاعي ځواکونو قهرمان سربازانو  برخه لرله .
دغونډې ګډونوالو  او وینا والو  ټولو په یوه خوله دخپلو زمرو څخه دټینګې دفاع  او ملاتړ غږ پورته کاوه او ژمنه يې کوله په هر راز شرایطو کې به دخپلو میړنیو ترشا ولاړوي او ددوی ملاتړ به کوي، ویناوالودخپلو ځواکونو  نه ستړې کیدونکې هلې ځلې چې دامنیت په ټینګښت يې کوي وستایلي او په هېواد کې مخ په ښه کیدو امنیت ددوی دهڅو او تلاشونو ثمره وګڼله، دخوست سرپرست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي هم جوړې شوې ملاتړ غونډې ته  اوږده او هر اړ خیزه وینا واو روله  اوپه هره خبره کې ولسونه دملي ځواکونو ملاتړ ته رابلل او ددې قهرمانانو هڅې يې د امنیت،سولې ،ثبات  او پرمختګ په برخه کې  ستایلې،نوموړي په هېواد کې دبیارغونې په برخه کې دشته پرستونو او شویو پرمختګونو لامل هم همدا قهرمانان ګڼل  او یادوله يې چې ددوی دنه ستړې کیدونکو هلوځلو  له برکته په هېواد او خوست کې د ولسونو دستونزو  دلرې کولو  په موخه لوی  او وړې  ټولګټې پروژې  چې په تطبیق سره يې د ولسونو  ډیری هغه ستونزې چې پخوا ورسره لاس او ګریوان وه حل شوي دي .
 دغونډې په پای کې دسرپرست والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي لخوا  په لس ګونو سر بازان او ددوی  قهرمان قوماندانان چې په هر راز بدو شرایطو کې يې د ولس مرستې ته ځان رسولی او شپه ورځ يې د امنیت دټېنګښت هڅې کړي په ستاینلیکونو ونازل شول،د ستاینلیک په اخیستلو  دهېواد دزمرو دخولې دا ناره  په ډیر لوړ غږ پورته کیدله: ( زه دخپل ګران هېواد او خلکو لپاره خدمت کوم) دامنیتي چارو کارپوهان دا ډول ملاتړ غونډې دسولې  اوامنیت په ټېنګښت کې مثبت ګڼې ،نو لازمه ده چې ټول هېواد وال  دخپلو ملي ځواکونو  دملاتړ لپاره  ددې اتلو  او قهرمانو  ځواکونو تر شا ودریږي او  قسم خوړلې دښمن او نړۍ ته خپل افغاني غرور وښاي.