د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا اتل دی

ایمل افغان 05.02.2015 12:03

پنځه کاله وړاندې هغه وخت  چې دخوست ښار  عبدالحی حبیبی عالي لېسه  کې مې دښوونکي مقدسه دنده پرمخ وړله،ددرسي ساعت په پای کې ادارې ته راغلم، یو  نابلد کس په اداره کې ناست ؤ، دا کس زموږ دیو تن بل ښوونکي ملګري سره راغلي وو، میلمه ډیرې خبرې وکړي، دخبرو  يې داسې معلومیده چې له هرات راغلی دی، ځکه په هره خبره کې يې دهرات دپرمختګونو،سمسورتیا ،دمعارف پر ودې  اونورو هغو موضوعاتو چې دهمدې ښکلي ولایت سره يې تړاو درلود خوله خلاصوله، په هغې وخت کې خوست اوسنۍ بڼه نه درلودله ، دمعارف وضعیت يې هم ښه نه ؤ، زموږ لېسې یوازې دګوتو په شمار پاخه  اونور خام صنفونه درلودل، دټېټې دوري زده کوونکي به مو ددیوال خواته کېښنول، په دې خوښ شوم چې زموږ دګران هېواد هغه بله برخه خو یوڅه ښه او پرمختللي ده ، خو دخپلې لېسې خړ رنګي تعمیر او نشت صنفونو به ډیر زورولم، یوه  ورځ  داسې هم راغله  چې  زموږ لېسې ته دانجنیري یو ټیم راغلو ،ادارې ته دننه شو ، وروسته معلومه شوه  چې دوی غواړې عبدالحی حبیبی لېسې ته  یوه ښکلي ودانۍ جوړه کړې، ددې خبر په اوریدو خوشاله شوم، په اونۍ کې دننه خبره دعمل جامې اغوستلو په لور لاړه، ګڼ شمېر موټرونه مو دښوونځي مخې ته ودریدل، دخلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوه ، په منځ کې يې دخوست اوسنۍ والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي  دلېسې په در وازه را دننه شو ، دوی راغلي وه چې دنوې ودانۍ دبنسټ ډبره کیږدي، والي دټولو ښوونکو او زده کوونکو سره په ډیره مینه  او مهربانه لهجه ستړي مشي او روغبړ وکړ،داد نوي والي  دراتګ  لومړۍ شپې ورځې وې، دبنسټ ډبرې له کېښودلو  وړاندې  نوي والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي لنډې خبرې وکړي، په هره خبره کې يې دلیک لوست اومعارف دبڼ ګلانو ته دمعارف په برخه کې دشته ستونزو دژر حل ژمنې ور کولې، والي  جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل (( غواړم په خوست کې دټولو هغو ښوونځیو  لپاره چې ودانۍ نه لري  او  زده کوونکي يې په ډیره ستونزمنه توګه تر شنه اسمان  لاندې دخپل سوکاله راتلونکي په موخه  زده کړې کوي ودانۍ جوړې کړم، ترڅو دوی په ډیره اسانۍ سره  خپلې زده کړې پرمخ یو سي، غواړم دخوست ښار او ولسوالیو واټونه په اساسي ډول جوړ کړم، غواړم دهرې ولسوالۍ اوسیدونکو ته ددوی په سیمه کې  ښوونیزې او روغتیايې اسانتیاوې برابري کړم... )).
 خبرو يې خوشبین کړم، خو  خوشبیني مې ډیر ژر  بیرته دهغوپخوانیو  والیانو دروغجنو وعدو له منځه یوړه چې هغوی هم ورته ژمنې کړې وې ،خو یوه يې هم پوره نه کړه، خو دلته زه بیا په سمه نه ووم ،باید خپلې هېلې مې له لاسه نه وی ورکړي، باید خوشبین پاتی شوی وی، اوس چې له هغې ورځې تر پنځو کلونو تېریږي دخوست بڼې پوره تغیر کړی، دمعارف بڼ يې ډیر شین شوی دی، اوس رښتیا هم ډیری هغه ښوونځیو ته چې پخوايي ودانۍ نه درلودې ودانۍ جوړې شوي دي، اوس په هره سیمه کې دخلکو دروغتیا يې خدماتو لپاره یو  روغتیا يې مرکز جوړ شوی دی، اوس ټولو ولسوالیوته  واټونه پاخه شوی دي، اوس دټولو دلویو لارو پر سر لسګونه متره اوږده پلونه جوړ شوي دي،تر ټولو مهمه دلته امنیت هم بلا ښه شوی دي، پنځه کاله وړاندې په خوست کې د اوسنیو  لاسته را وړنو هیڅ څرک نه لګیده، که ووایم  اوسنۍ هر اړخیز پرمختګ یو خوب وو.دې ټولو ته په کتو وایم  چې دا اتل دی .
په درنښت