د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ چارواکي دفحشاپه لوموکې

ایمل افغان 11.01.2015 14:36

دا چې حیا دایمان برخه ده،تل داسلام دښمنانو  کوښښ کړی چې هرې بې حیايۍ او ذلالت څخه په استفادې داسلام  دمبارک دین دخپریدو مخه ونیسي او د هرې ممکنې لارې څخه په استفادې دبې حیايۍ کښت وکري او د بې حیايۍ  او فحشا دکرل شوي کښت په  مټ دمومن مسلمان ایمان ته ضرر ورسوي،داسلام دمبارک دین  دښمنانو تل هڅه کړې چې په خپلو هېوادونوکې دمسلمانومیرمنو له سر څخه داسلامي حجاب،حیا او عزت لوپټه ښکته کړي اوپه دې کار سره وښايي چې دوی دښځو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي،داسې مبارزه دې ددوی سر وخوري.
 ډېر د تعجب خبره ده،دوی د ښځي عزت ساتل،په سر يې اسلامي حجاب او لوپټه اچول،دوحشي سترګو څخه خوندي ساتل د ښځو د ازادۍ پر وړاندې خنډ بولي؟ او دښځو له سر څخه لوپټه ښکته کول،دحېواناتو په څېر لوڅ او بربنډ ګرځېدل،په نړۍ والو بازارونو کي د لالۍ ته وړاندي کول،د هغوی څخه خپلې وحشي ، شهواني او حيواني غوښتني پوره کول د ښځي حق او ازادي بولي ؟ دوی دا ټولې هڅې ددې لپاره کوي ترڅو مسلمان امت کمزوری کړي.
 کله چې یوه کورنۍ او ټولنه د حياء په جامه پټه او سنګار وي نو د ژوند خوند او مزه يې هم زياته وي ، عزت او ابرويې پر ځاى پاته وي ، دميني او محبت په خاورينه نړۍ کي د ژوند عزتمنې شپې سباکوي،  خوکله چې په یوه ټولنه کې ددې برعکس دبې حیايۍ،فحشا،شراب او قمار  مزى ټنګېږي هغومره يې عزت له منځه ځي ،سوکالي او ارامي ورڅخه کوچ کوي او پر ځاى يې حيوانيت ورته غيږ پرانيزي او د حيوان غوندي ژوند غوره کوي او د حيواناتو غوندي ، مور ، خور ، عمه او خاله ور باندي فرق نه کوي ، چي څرګند مثال يې موږ په غربي نړۍ کي وينو ، چي داسي اعمال سرته رسوي چي انسانيت خوڅه حيوانان يې لا هم په ليدلو له شرمه څخه سترګي پټوي .
له بدبخته  دې بیا حیايیو ،فحشا،نڅا،قمار  او ددوی په اند دښځو ازادیو زموږ هېواد ته هم کډه را وړې،دولایتونو په پرتله په مرکز کابل کې بیا ددې اسلام ضد کړنو باز ار ښه تود دی، په خواشېنۍ سره چې ددې ټولو غیر انساني او غیر اسلامي کړنو ترسره کوونکي زموږ دخوش باور ولس په رایه تللي پارلماني وکیلان،لوړ پوړي دولتي چارواکي،تجاران،شتمن ځوان هېواد وال  او نور هغه کسان دي چې دهمدې بې حیاییو او فحشاد ترسره کولو لپاره هره شپه سلګونه زره ډالره مصرفوي،په داسې حال کې چې ملت مو له لوږې مري.
همدا وکیلان ددې پرځای چې خلکو ته خدمت وکړي،دوی ته په ژوندکې اسانتیاوې رامنځه کړي، په لوی لاس دهغه لویو ټولګټو پروژو دتطبیق مخه هم نیسي  دکوم قرار داد چې ددوی له لاسه وتلی وي، چې ښه بېلګه يې دخوست دنړیوال هوايي ډګر دسترې او ارزښتمنې پروژې دکار ځنډ او خنډ دی، چې دپارلمان دیو وکیل لخوا ایجاد شوی دی.
زه له خپلو ټولو هېواد والو  غواړم  چې ازمایل شوي ونه ازمايي، په راتلونکو ټاکنو کې له حیا،عزت او خدمت لري  اوسنیو ځینو پارلماني وکیلانو ته ددې زمینه سازي ونکړي چې خدای مه کړه یو ځل بیا ددې مظلوم ملت په سر سوداګري وکړي،دهمدې مظلوم ملت په وینو  دفحشا،نڅا اوقمار بازۍ مجالس جوړ کړي.