د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې قربانيان

ایمل افغان 25.07.2016 13:27

اېمل افغان
لومړۍ برخه:
له نیمې پېړۍ راپه دېخوا که یوځل بیا افغان ولس د هېواد په دې تور اوبدرنګ سیاسي بهیر، د دې لوبې د لوبغاړو په ناوړه کړنو، وينو تويولو، د بل په لاس روزل شوو اوغلاموڅېرو یوه رڼا واچوي، په ځانګړې توګه دا به نړيوالو اوزموږ ولس ته لکه د لمر په څېر روښانه شوې وي، چې دې جګړه او دې بهیرکې څومره تنکي ځوانان د دې لوبې واکدارانو د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره ترخاورو لاندې کړل، څومره ښځې د خپلوماشومانو له خوږې مینې اوخندا څخه بې برخې پاتې شوې، همدارنګه له خپلو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي اومدني حقوقو څخه هم دا ولس لرې ساتل شوی، که هغه د زده کړې حق وو اویا په خپل کورکې د یو ارامه ژوند تېرول وو، خو دا کړنې ټولې د خپلو شخصي لاس ته راوړنو لپاره دې مشرانو په دې موده کې په دې خلکو وکړې او اوس یې هم د خپلوګټو لپاره جګړه اوچوکۍ ساتلې، چې دا لړۍ به ترکوم وخت پورې په دې خاوره کې په دې ولس دوام وکړي؟
هغه بهرني هېوادونه اود جګړې ساتلو لوبغاړي چې په افغانستان کې د ګوتوپه شمار اوپه دې لوبه کې يو لوی لاس لري په خپلو سترګو په دې واکمنۍ کې دا حالت، ناوړه کړنې او وينې تويول ويني اوهم يې د نړۍ لویو اوپه کارپوه سیاسي لوبغاړو ته خپل ځان ښه څرګندکړی، چې هغوۍ د خپل هېواد د ابادولو او پرمختګ لپاره څومره ښه لوبه اویو منلی ملي سیاست د خپل ولس لپاره په لار اچولی او افغان سیاسي لوبغاړو د نورو دښمنو هېوادونو په لمسون اومشوره کومه تباه کوونکې جګړه د خپل ولس په وړاندې روانه کړې، د نورې نړۍ سیاسي څېرې په کومه بڼه خپل سیاست اوهېواد د ابادۍ او برېښنا له پلوه مخ په وړاندې بیايي، افغان مشرانو ته که وګورو، په پایله کې څوسوه کاله د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله دغه قوم او هېواد له رسېدلو قومونو اوهېوادونو څخه شاته پاتې کړو، هرچاه ته یې پرون د دهمزنګ په سيمه کې په خپل کور اوکلي کې د سرپه کاسه کې د زهرو اوبه ورکړې، چې هېڅکله به زماپه ګډون یو افغان ځوان دا ناوړه سیاسي حالت نور په دې خاوره کې ونه شي زغملی، نه به یې د عمرتر اخري سلګۍ پورې هېرکړي اونه به یوه پېړۍ وروسته هم دې ته جوړ اوچمتو شي، چې خپل کار ته په یوه ازاده اوښکلې فضاکې یوځل بیا اوږه ورکړي اوپه خپلو مټو د منزل اوموخې ځای ته په لنډ وخت کې ورسوي، چې د دې کار په کولو به يې خپلو اقتصادي اوټولنيزو ستونزو ته د پای ټکی ايښی وي.
د يادو شوو غوښتنو پربنا افغان حکومت او ترڅنګ يې ولس ته پکار ده، چې د امنيت، سياست، خپلواکۍ، ابادۍ، پرمختګ لپاره کاروکړي، هغو بهرنيو هېوادونو او ډلو ته د ځواب ويلو لپاره چمتو شي، چې هغه د افغانستان په کورنيو چاروکې نن لاسوهنه کوي او يوه بې امنيتي رامنځ ته کوي، بل په توليداتو، صادراتو اوسوداګريزوکارونوکار وشي ترڅو وکولای شو له دې لارې د خپل هېواد په پرمختګ اوسوله کې يورغنده رول ولوبوو، بل هغه سياسي ډلې اوکړۍ چې نن په افغان حکومت کې برخه لري او يا ورسره کارکوي د حکومت تر تاثير اوواک لاندې راوستل شي اودې ته پرې نه ښودل شي چې د افغان حکومت له اجازې پرته يوګام هم بې ځايه کېدي ترڅو موږ يوې ښې پايلې اوپرېکړې ته ورسېږو.
خوکله چې بيا موږ خپلې ادارې اوسیاسي مشرانو ته په دې نازک حالت کې ګورو، داکار په داسې شرایطو، حالاتو او د دې خلکو د واک په پاتې کېدوکې څومره، چې افغان ولس فکرکوي نتیجه به ورنکړي اونه به یو ښه نظام اومنلی حکومت د دې څېرو په شتون کې د دې ملت لپاره رامنځ ته شي.
هغه ځکه نه شي رامنځ ته کېدای چې دوی د خپل هېواد دبيا رغولولپاره کوم ځانګړی اوپياوړی پلان په ذهن کې نه درلود اونه يې اوس هم لري او نه په دې خبردي، چې څرنګه خپلې اړيکې اوتګلارې له خپل ملت اونړیوالوسره په لار واچوي، خپله خاوره د پرديو له لاسوهنې وژغوري اونورملکونه وګوري، د هغوۍ ودانيز، ښوونيز اوسوداګريز سیاست ترڅېړنې ونيسي، چې هغوۍ له کومې لارې دومره پرمختګ کړی، که هغه په صنعت اوکه په زراعت کې دی خوخپل ملک يې ودان کړی.
لنډه دا چې په افغانستان کې ننني بهرنيان اوکورني واکداران د سياست اوبيارغونې له پلوه ښه لوبغاړي اوپياوړي اداره چیان نه دي اونه د يوې ادارې د مخ په وړاندې بيولوکې کوم ځانګړی مهارت له ځانه لري اونه هم غواړي چې په دغه هېوادکې دې سراسري سوله رامنځ ته شي نوهمدا ټکی دی، چې هېواد او هېوادوال ورسره ورځ تربلې د پرديو تر واک اوکنترول لاندې په غربت اوجګړه کې ژوندکوي او وروسته پاتې کېږي.
د بېرته پاتې کېدو په عواملوکه رڼا واچو بيا هماغه خبره دلته تکرارېږي، چې دغه لوبغاړي د بل په غېږکې لوی شوي سیاسي لوبغاړي دي اونه غواړي، چې دغه خاوره د خپلو بادارنو له اجازې پرته د پرمختګ په لور روانه کړي اوخپله چوکۍ او اداره داسې يوکس ته پرېږدي، چې هغه په رښتينې توګه د دې ادارې د مخ په وړاندې وړلو وړتيا په ځان کې ولري، ترڅو وکولای شو دغه ملک نورله دې ناورين څخه وژغورو.
ننني سیاسي مشران، چې له پنځو لسيزو راپه دېخوا په جګړه کې ښکېل پاتې دي اود واک په سره يې په افغانستان کې د ولس سرونه لس ځایه مات کړل د دې وخت هېڅکله چاته نه ورکوي، چې هغه په رښتینې توګه دکار وړتیا لري اوخپلې خاورې ته وفاداره وي، ترڅو يو له دې کسانوڅخه په چوکۍ کېني، چې د دې کار په کولو په هېواد کې امنيتي حالت یو سوله يز رنګ واخلي، جګړه په سوله بدله شي اوهم د ورورۍ يوه ښکلې فضا نوره په افغاني سياست کې رامنځ ته شي، بل د سولې مخالف هم په دې خبره نن ډېرښه پوهېږي، که په دې هېوادکې یوسالم نظام او ولس ته منلی حکومت جوړېږي، بیا دوی دکار له ساحې اوخوښې کړې چوکۍ څخه فکرکوم لرې کېږي، اقتصادي ګټې به يې له خطر سره مخامخ کېږي، بهرنۍ ناوړه مشورې يې غوڅېږي اوځای به يې هغه پياوړي کس ته سپارل کېږي، چې هغه دې هېواد اوخلکو ته یومنلی شخص وي او وکولای شي، دغه خاوره نور د پرديو له جګړې، يرغل اووینو تویولوڅخه وژغوري، ولس ته هم یوه داسې لاره وښيي، چې د اقتصاد د ښه کولو اوکار د پيدا کولو له پلوه یوښه ډک زیری ولري، ترڅو د دې کار په رامنځ ته کولو دغه ولس په دې خاوره کې په خپلوکارونو اوفعالیتونو مشغول پاتې او له بل پلوه دغه سياستوال هم د خلکو په زړونوکې ځای ونيسي، چې له يوې خوا به ورسره ملک د پرمختګ په لورګامونه واخلي اوله بلې خوا به د خلکو کمزوری اقتصاد ورسره پياوړی شي.
د تېرو ناوړه حکومتونوکول، د بل په لاس د ناوړه سیاستونواوکارونو مخ په وړاندې وړل، مرګونواوبې عزته لوبې پېلول، چې موږ د خپل ژوند په اوږدوکې د دې خلکو د واک په پاتې کېدوکې هره ورځ ولیده او وينو يې چې پایله یې ترنن پورې ورکه اوبې ځایه افغان ځوانان ووژل، زنداني اوبې زده کړې پاتې شول، چې اوس د هغوی اولادونه په ښارونو اوڅلور لاروکې تا اوماته د سوال و زارۍ لاسونه نیولي او یوه مړۍ ډوډۍ د خپلې کورنۍ لپاره غواړي، خپل تريخ ژوند پرې په دې ناچاره خاوره کې د همدې خلکو له لاسه تېروي.
همدارنګه يوشمېرځوانان چې دکار له پلوه يې ښه استعدادونه هم په ځان کې درلودل خو ولې په اوسني حکومت کې چاه ورته مناسبې او د دوی له مسلک سره سمې دندې ورنکړې لکه څنګه چې دغو مشرانو د خپلوکمپاينونو په وخت کې له هغوۍ سره ژمنې کړې وې نو هغوی هم په لومړيوکې دا څېرې وپېژندلې چې څه ترې نه جوړېږي او د اروپا په لوريې د نر غوندې مخه کړه چې اوس به هلته خپل ژوندکه ښه وي اوکه بد خو تېروي به يې.
په کار ده چې په افغانستان کې له دې ترخو تجربو وروسته يوپياوړی نظام د خپل ولس اوخاورې د ساتلو او ابادولولپاره رامنځ ته کړو، شته اداره بايد د ستونزو پوښتنه وکړي، د جنايتونو په وړاندې سياستوال محکمې ته حاضرکړي، د چور اوتالان مخه ونيول شي، د بانکونو د لوټ کولو پوښتنه له تېرنظام اوسياستوالوڅخه وشي، ترڅو د دې کار په کولو يوه سالمه اوپه کارپوه اداره د نورو ولسونو لپاره په دغه خاوره کې رامنځ ته شي.
د تاريخ په اوږدوکې په افغانستان کې هرسیاسي نظام یا په بله وینا د ولس په تاوان اود سيمې هېوادونوپه ګټو ولاړنظام چې کله راغلی سمدستي په دې خلکو ښه په نره حاکم شوی، بيايې د هغوی په کار، ژوند، عزت، ناموس اوملي شتمنیوهم رنګا رنګ لوبې کړي، چې هېڅکله به دا حالت هېرنه شي، تاریخ اوکتابونه به په دغوڅېرو پسې ولیکل شي، هره ورځ پرته له وژنو، ځانمرګو، ترور اوچاودنو بل څه موپه دې بهیرکې د دې خلکو له لاسه ونه لیدل، نه مو د هېواد په ابادولو فکر وکړ.
دلته که په څرګندو اوښکاره سیاسي څېرو اوپرديو هېوادونو په لاسوهنو په ځانګړې توګه هغه څېرې، چې بلکل د ولس په زړه کې ځای نلري اود نوم له یادولو یې زه هم عاجز اونننی حالت د دې اجازه نه راکوي، یوه رڼا واچو دا هغه د بل په جامه کې جوړې شوې، پلورل شوې او روزل شوې څېرې وې، چې اوس هم په دې لوبه کې له ځانه لوی لاس لري اوتل یې د افغانستان د بربادولو واګی په لاس کې د خپلوګټو لپاره نیولی اوبل پردی هېواد يې خوشحاله کړی اوبیا د دې پروګرام په سرته رسولو اوعملي کولو هره ورځ زموږ د مظلومو هېوادوالو وینې بې ځایه توې او ورسره په دې بهیرکې پېژندل شوي، جوړ اوبرحاله حکومتونه د خپلو شوموموخو د لاس ته راوړلو لپاره ړنګ، نسکور، برباد اوله منځه وړي، چې د دې کار په کولودې حالت په ټول هېوادکې تل یوه بده امنيتي فضا رامنځ ته کړې اودوی په کې خپل مطلب اونغدي امکانات د تل لپاره ترلاسه کړي.
دا ټولې هغه بې بنسټه تنظيمي ډلې اوسیاسي کړۍ وې او اوس هم دي چې د نورو دښمنوهېوادونو په لاس د دې خاورې د ورانولو، بربادولو، اقتصادکمزوري کولو، بې فرهنګه کولو، ولس د مجبوره کولو او خپلولاس ته راوړنو لپاره جوړې شوې اوغلامې څېرې دي، چې نه غواړي دغه خاوره نوره د جګړه مارو له لاس څخه وژغوري اونه يې غوښتل افغانستان جوړشي، د آبادۍ په لورچټک ګامونه واخلي، هغه دې د پردیو له غلامۍ خلاص اوپه خپلوپښودې د پرمختګ اواقتصاد له پلوه د نوروهېوادونوپه ليکه کې نن ودرېږي ترڅو افغانان هم وکولای شي په دې خاوره کې په ارامه خپل ژوند، صنعت اوکار ته دوام ورکړي، خو ولې دې پرمختګونو اولاس ته راوړنو ته لومړی کورنيواوبيا بهرنيو دښمنانو هېڅکله هم پرې نه ښودل چې دوی هم د پرمختګ په لورڅه ناڅه مزل کړی وی نورهم وروسته پاتې اوکډوال شول، چې اوس يې په آسيايي او اروپايي ملکونوکې ژوند اختيارکړی او د خپل وطن په ارمان هلته عمر تېروي.
څنګه چې په دې ځای اووخت کې د هېواد په تباه کېدو اوبيا د افغانانو د ستونزو په اړه خبرې اود هغوی د ژوند د ښه کولو په لارو چاروخبرې کوو، که په رښتینې توګه خپل دردېدلي حالت ته یو نظر وکړو، دې کنډواله شوي هېواد ته له دې وروسته زموږ مشران اود واک خاوندان په ښه سترګه وګوري، موږ به په ډېرلنډ اوتنګ وخت کې ډېرڅه ترلاسه کړي وي، اقتصادي ستونزوته به مو د ښو تګلارو اود تکړه ځوانانو د غوره پروګرامونو په عملي کولو د پای ټکی اېښی وي، هېواد به مو د ابادۍ په لور روان کړی وي، نوي اوپه کارپوه کدرونه به مو روزلي وي، له جګړې اوجګړه مارو به خلاص شوي یو، کار اوګټې ته به وزګار يو، سوله به مو ملګرې کړې وي، خوکه سياسي ليډران دې ټکي ته په اوسني سياسي حالت کې په خپلو ذهنونوکې ځای ورکړي، خپلې شخصي ګټې د ملت له ګټوڅخه قربان کړي، ځان د دې خاورې اصلي بچی وبولي اود سبا ورځې له مسؤليت اوپه تورتاريخ کې د نوم له ليکلو څخه ځان وژغوري، زه دا ویلی شم، چې موږ به هم د رسېدلو هېوادونو اوقومونو په ليکه کې ولاړخلک يو، چې د دې لاسته راوړنې په نتیجه کې به نړیوالو او د افغانستان دښمنانو ته هم دا خبره په ډاګه شي، چې افغان ولس په خپل کارکې د هرشي وړتیا له ځانه لري اوکولای شي خپل خلک اوهېواد نور له دې لمبوڅخه وژغوري، خوکه داکار په يوه خوله اويو لاس ترسره شي فکرکوم ډېرمزل به مو د دښمنانو په وړاندې وهلی وي اوله ستونزوڅخه به په امن او امان کې يو.