د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځوانانو دنده

ایمل افغان 28.01.2014 16:02

که چېرته موږ خپلې دردیدلې او په وینو رنګ ټولنې ته یو ځغلنده نظر وکړو نو څرګنده به شي، چې په دې ټولنه کې یو نظام شتون لري هغه نظام که پاک دی او که فاسد دا پریکړه به اوس خپله ولس او تر څنګ یې موږ ځوانان کوو، ځکه چې دلته زموږ د لیکنو موخه ټوله په تګلارو او ځوانانو څرښي اوپه دې ټولنه کې بیا ځوانان او د پاخه عمر خلک خپلې دندې هم مخ په وړاندې وړي، که هغه دندې دولتي دي اوکه ملکي خو دنده ورته ویلی شو، چې څرنګه دغه دنده ترلاسه او په ښه توګه یې مخ په وړاندې بوزو.
دا چې موږ په تګلارو او شته ستونزو خبرې کوو نو له هرڅه نه وړاندې پکار دا ده،چې موږ ځوانان باید لومړی خپلې دندې په یوه ټولنه کې وپېژنو او هغه په پوره وړتیا سره سرته ورسو.خو کله، چې بیا موږ په دندو بحث کوو نو په یوه ټولنه کې هرډول دندې هم شتون لري، د هغو په سرته رسولو کې باید موږ له کوم هنر او تګلارې څخه کار واخلو ترڅو وکولای شو له هغې څخه په بریالۍ توګه را ووځو او کومې موخې او پلانونه چې له دې دندو څخه لرو هغه څنګه او په ښه توګه ترلاسه کړو؟
بل د ښو او غوره دندو پيدا کول او د هغو په ښه توګه سرته رسول د ځوانانو لپاره څنګه او په کومه ګټه تمامېږي، چې وکولای شو هغه پيدا او له شته نظام څخه یې ترلاسه او یا وغواړو ترڅو د هغې په لاس ته راوړلو سره له یوې خوا ورسره موږ ذهني ارامتیا ترلاسه کړو او له بلې خوا مو ورسره ورځ تربلې اقتصاد پياوړی شي او په خپله ټولنه کې هم پرې ښه ښکاره.
هغه ځوانان ،چې دندې نلري او یا د دندو په ترلاسه کولو کې وروسته راغلي خپله کورنۍ او ټولنه هم پر هغوی ښه نه وايي نو بلاخره هغه ته د یو بیکاره ځوان په سترګه هم ګوري او وايي دا څنګه یو ځوان دی ،چې خپل وخت په بېکاره خبرو او د کوڅې له وزګارو هلکانو سره تېروي چې د دې کار په کولو سره به هیڅ کله د ده اقتصادي ستونزه هم هواره نه شي او نه به د یوې ښې او غوره دندې خاوند شي.
خو په هر صورت دا زموږ کاردی، چې له خپلو مشرانو او یا له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شو ترڅو د هغوی په مرسته يوه ښه او غوره دنده پيدا او خپل فعالیتونه ورسره پيل کړو، که هغه فعالیتونه فرهنګي، سیاسي او یا ټولنیز وي خو باید، چې د خپلې اړوندې دندې په وړاندې په هغو کار وکړو ترڅو د کار په نتیجه کې ترې په بریالۍ توګه را ووځو او خپله ټولنه هم د بریا او پرمختګ په لور ور سره روانه کړو که موږ دنده پيدا نکړو او ورپسې ونه ګرځو نو دنده له چاسره یاري نه کوي او نه هم د چا کور ته ورځي او نه هم دنده د چا له ستونزو څخه خبره ده، چې له هغه سره دې په ښه توګه یاري وکړي او ترڅو ورته د هغه ټولې ستونزې حل او فصل کړي.
دا منم په یو ټولنه کې هر ډول ځوانان ژوند کوي خو د ځوانانو ترڅنګ بیا هر ډول دندې هم شتون لري، چې موږ باید خپلې وړتیا او لیاقت ته وګورو او په هماغې دندې لاس پورې اوقناعت پرې وکړو، معنی داچې موږ باید د تل لپاره د پرمختګ او بریالیتوب په حال کې یو نه چې د شاتګ په لور روان شو موږ په شمار څلویښت کاله جګړه وکړه له نورو قومونو او ځوانانو څخه څلویښت کاله وروسته پاتې یو موږ باید شپه او ورځ خپلې دندې مخ په وړاندې بوزو ترڅو وکولای شو د هغه څلويښت کلن جبران جګړه را لنډه کړو نوره دا جګړه که هر چا په لاره اچولې وه هغه افغان ولس ته لکه د لمر په څېر ښکاره ده ،چې زیات شمېر افغان ځوانان یې هم تر تورو خاورو لاندې کړل او یو شمیر سیاسي لوبغاړو هم ور سره خپل سرونه وخوړل اروای ښاد که چا ښه کړي وي او که چا بد اوس به یې ګالي.
موږ ځوانان باید د دندو په پيدا کولو او د هغو پرمخ بیولو کې د ځان لپاره باید معیار او لوړتیا په پام کې ونیسو او دا پریکړه له خپل ځان سره وکړو او ووایو، چې زه باید هغه مقام ته په دومره وخت او دومره کار په کولو سره ځان ورسوم او بل د هرسیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي نظام د ترلاسه کولو لپاره موږ باید له خپلو ملګرو او دوستانو سره په لیکه کې و اوسو ترڅو د هغوی ښې مشورې واخلو او د هغوی په مرسته هم خپل ځان لوړو موخو ته ورسو.
کله چې موږ د هدف یا موخې کلمه په خپلو خبرو کې یادو نو پکارده، د دندې له پيدا کولو او سرته رسولو څخه باید یو څرګند هدف ولرو او له ځان سره ووایو، چې یاره د دندې له پرمخ بیولو څخه زما دغه موخه دی. که چېرته موږ هدف ، یو غوره پلان او ستراتيژي په خپل ذهن کې جوړه کړې نه وي او یا یې ونلرو نو فکر نه کوم ،چې زموږ کارونه به په راتلونکي نظام کې یوه ښه پایله ولري، بلکې د تل لپاره به د دندو په نه پيدا کولو او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان هم یو.
موږ باید د هر کار په ګټه او زیان پوې او هغه محاسبه مو باید له خپل ځان سره مخکې له مخکې کړې وي، چې ګټه او سر لوړي یې داده او زیان یې د ټولې ټولنې اوکورنۍ لپاره دا ده، نو له هغه وروسته بیا کولای شو چې په هغې لاس پورې کړو او خپل ځان لوړو اهداف ته ورسو.
زه له ځوانانو سره په دې خبره کې بلکل موافق یم،چې هغوی وايي ولا نو په افغانستان کې دندې نشته او که شته هم ټولې په اړیکو ولاړې دندې دي او په دې برخه کې د چا مسلک او لیاقت ته نه دي کتل شوي دندې ورته غټې او غیرمسلکي ورکړل شوې دي، دا خبره سمه ده ځکه چې د دې کار په عملي کولو سره په هغه اداره باندې د داسې اشخاصو ټاکل یو بوج او د شاه تګ په معنی ده، دلته یوه تشه ورسره رامنځ ته کېږي چې دا د دې ځوان مسلک نه دی او په هغه اداره کې دغه دنده ورته د واسطې په اساس ورکړل شوې ،چې په پایله کې په اداره کې ورسره نیمګړتیا هم را منځ ته کېږي او کارونه په سستۍ سره مخ په وړاندې وړل کېږي.
په کال کې موږ ډېر زیات د پوهنتونونو فارغین لرو خو ولې دندې ورته نلرو زه هغو ځوانانو ته دا وایم ،چې دوی باید خپل جرات او استعداد په هیڅ صورت کې له لاسه ورنکړي له صبر او زغم څخه دې کار واخلي او یا دې خپل مسلک ته تغیر ورکړي ترڅو دوي د دې کار په کولو سره په هغه ټولنه کې له دې دندو او شته ادارو سره جوړ راشي، ځکه دلته زموږ نظام او اداره د دې وړتیا نلري اونه یې په پام کې نیولې ده، چې هرځوان ته دې په خپل مسلک او د وړتیا له مخې دنده ورکړل شي ترڅو د دې کار په عملي کولو سره هغه خالیګاوې چې شتون لري د دې کسانو په ګمارلو سره ډکې کړي.
دا که موږ د یوځل او يا دوځلي ناکامېدو په تکرار سره دنده ترلاسه نکړو او خپل جرات او حوصله هم له لاسه ورکړو نو دا به ډېره سخته وي،چې بیا موږ په ژوند کې د بریالیتوب چانس و ګورو موږ باید د پخې ارادې او پياوړي عزم خاوندان ووسو په یوځل او دوه ځلي ماتې سره موږ باید خپل زړونه مات نکړو، وای د بریالیتوب لومړی شرط هوډ او تصمیم نیول دي موږ باید قوي تصمیم ولرو نه لکه د نشه یې ځوانانو په څېر،چې سهار تصمیم نیسي او غرمه خپله اراده بدلوي له داسې کسانو څخه بیا په ټولنه کې هم څه نه جوړېږي او نه باید څوک د څه شي هیله ترې وکړي، قوي تصمیم ،ښه ملګری، ښه لاسته راوړنه کولای شي،چې د یوځوان د ژوند په ټولو چارو کې مثبت رول ولوبوي.
موږ باید د دندو او یا کوم بل کار په پيل کولو کې له ډېرې زړورتیا او احتیاط څخه کار واخلو او هیڅ وخت باید زړه او نازړه نه شو ځکه هغه ناپلیون وايي زړه او نازړه خلک هیڅکله هم په خپل ژوند کې نه بریالي کېږي موږ باید غوڅ او قاطع تصمیم په خپلو کارونو کې ولرو ترڅو ورڅخه په بریالیتوب را ووځو،ځکه د بریاو او دندو په ترلاسه کولو سره زموږ په ذهنونو کې نوره هم پياوړتیا را پيدا کېږي او د دې احساس کوو چې نورې بریاوې او دندې هم ترلاسه کړو ترڅو وکولای شو یو ښه اداري او یو سیاستمدار را څخه جوړ شي.
که زړور ځوانان ونه اوسو نو بیا فکر نه کوم ،چې موږ دې هم د بریا هیله وکړو. د نورې نړۍ ځوانان به له موږ څخه میدان ګټي او موږ به په خپل بې زړه توب کې څو سوه کاله وروسته پاتې یو موږ باید په ګوګل کې غټ اوپاک زړونه ولرو ترڅو ورسره باجرات او با استعداده وروزل شو او راتلونکی نسل هم له موږ څخه عبرت واخلي او په ښه جرآت سره وروزل شي.
خوزه بیا خپلو ملګرو او همزولو ته وایم دا د هر ځوان پښتون دنده ده ،چې نن ورځ راويښ شي، سره یو شي، د زده کړو او دندو په ښکلې ګاڼه ځان سینګار کړي، د پښتو،هېواد پالنې او دندې د پيدا کولو یو احساس په خپل ځان کې را پيدا کړي او له هر جابر او غاصب او د هېواد له دښمن څخه د خپلې دندې او کار حقوق وغواړي ترڅو د دې کار په عملي کولو سره نور ځوانان هم دې لارې ته سیخ شي.
که چېرته موږ ځوانان په خپل کوراوکار کې همداسې چپه خوله کینو فکر نه کوم، چې په دې وخت کې دې ځوانانو ته څوک خپل حق ورکړي خو پکار ده ،چې خپل کار او خپل حقوق په خپله وغواړو نه چې نور د نظام او مشر په هیله خپلې شپې سبا کړو ځکه څلور لسیزې مو دا شخړې او جنجالونه وزغمل او کومه پایله یې هم ورنکړه او همداسې بې دندو پاتې او له ستونزو او وژنو سره لاس او ګریوان یو، نه دا ټکي باید نور شاته واچو په نو فکرونو او نو تګلارو باید فکر او کار وکړو ترڅو د ښې او غوره دندې خاوندان شو.
موږ باید له هغو تیرو ګډوډیو او اقتصادي ستونزو څخه یوه ښه ګټه پورته کړو لکه ،څنګه چې د تنظیمي جګړو په وخت کې په کابل کې په خلکو وشول هرځوان د یوې ارامې دندې په ارمان ناست او په دې هیله خپله ورځ تیروله ،چې څنګه د بېګاه لپاره یومن وړه خپلو اولادونو ته را پيدا کړم. او څنګه به دې شته بحران او وینو تویولو ته نور د پای ټکی ایښودل کېږي، چې موږ وکولای شو خپلو دندو ته نور په ښه توګه دوام ورکړی وایی خو هر چاته په هغه وخت کې د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوې.
نو اوس که موږ ځوانان خپل ذهنونه په کار واچو او له تېرو جګړونه یوه تجربه واخلو نو د هغو تېرو خپل منځي جګړو په پرتله ډېر سهولتونه اوس موجود دي، چې له هغو څخه په ګټې اخیستو سره کولای شو يو ښه ګټه پورته کړو.
دنده یوازې ماموریت یعنې میز او چوکۍ باید نه وي چې یو سړی ووایی زه خو ماموریت نلرم نه موږ نن په افغانستان کې ډول ډول دندې لرو،چې هغو ته باید لاس واچو او خپل ځانونه مصروف وساتو او هم د دندې په ترسره کولو سره به مو بېګاه ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ هم خپلو اولادونو ته تیاره کړې وي.