د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر دي دولسي باور ساتلو لپاره خپلې ژمنې ترسره کړي

ایمل افغان 18.02.2015 23:37

که په مامو باور وکړ او تر ارګ مو ورسولم نو اداري فساد به لمنځه وړم، قانون ماتونکي به دقانون منګولو ته سپارم ،د ارګ او مسجد ترمنځ واټن ختموم ، کار به اهل دکار ته سپارم،ترټولو لومړی به له هېواده دسولې او امن تلی کاروان  بیرته را ګرځوم (داد ولسمشر غني هغه ژمنې وې چې دټاکنیزو منډو ترړو  او تبلیغاتي کمپاینونو پرمهال  به يې کولې، غني دهمدې ژمنو  پر اساس دخلکو زړونه خپل کړل ،ولس هم پرته له دې چې ددښمن له مرګونو ګواښونو وویریږي درايې اچونې ترحوزو  لاړ او نوموړي ته يې درايې ورکونې په مټ ارګ ته درسیدو چانس ورپه برخه کړ، دا داسې اسانه کار هم نه ؤ چې خلک دې یوازې دکوره را ووځې  او درايې اچونې تر حوزې دې پرته له ویرې لاړشي،دلته ددښمن لخوا دشویوګواښونو چې دسر او ګوتو پریکول پکې شامل وه هم شتون درلود، چې ډیرو خو دا قرباني هم ورکړه، ددوی قرباني په څه مانا؟ ایا ددوی سپيڅلو قربانیو ته چا احترام وکړ؟ ایا ددوی  هغه هېلې دکومو  هېلو دپوره کیدلو لپاره چې دوی دې سترې قربانۍ ته چتو شول پوره شوې او یابه پوره شي ؟  ایا ولسمشر رښتیا هم خپلې ژمنې پوره کړې  او یا به يې پوره کړې ؟ دا هغه پوښتنې دې چې تر ډیره به ورته پرته له منفي ځوابه بل څه پیدا نکړو.
ولسمشر د وفادارۍ دلوړې مراسمو پرځای کولو څخه وروسته په لومړیوکې له ارګه یو څه اصلاحات راپیل کړه،وزیران او والیان يې دچارو دسمون په موخه سرپرستان کړل،ځیني لوړپوړي دولتي چارواکي چې په خپلو ورسپارل شویو دندو کې پاتې راغلي وه له دندو ګوښه  او دقانون ماتونکو لپاره يې دجدیت لاره خپله کړه،دکابل بانک مسله يې دحل په موخه راپورته کړه، چې دې کړنو  تریوه بریده دخلکو  امیدونه او هېلې راژوندۍ کړئ،دهېواد په کچه په ادارو کې یو ډول اصلاحي ویره خپره کړه ،نسبې اصلاحات هم راغلل، خو دا هرڅه موقت وه،کله چې دولسمشر لخوا دکابېنې داعلان  لپاره ټارګیټ شوې ۴۵ ورځې په څلور میاشتو وا وښتې  او د وزیرانو په ټاکلو کې یو لړ خبرې راپورته  او دملي وحدت حکومت په دننه کې د وزیرانو پر سره  یو څه اختلافات را ولاړ شول،نو خورې شوې ویرې بیرته خپله لمن ټوله  او  په اداروکې یو ځل بیا دپخوا پشان فساد سر راپورته کړ،د لوړ پوړو  دولتي چارواکو او سرپرستو  وزیرانو له زړه هغه ویره بیرته ووتله چې د ولسمشر په لومړینو اقداماتو کې خوره شوې وه.
 اوس هم دپخوا په شان فساد او رشوت ته دزمینه سازی لپاره په وزارتونو کې کارونه ځنډیږي، دولایتونو چارې دهمدې کرغیړن فساد له امله په وزارت خانوکې په اونیو اونیو  او حتا په میاشتو ،میاشتو  ځنډیږي،په مرکز او ولایاتو کې دځمکو غاصبینو یو ځل بیا خپلو کړنو ته مخه کړې،پراخې دولتي ځمکې او شمتنې يې ترخپل اثر لاندې راوستې دي،چې په دې کړنو کې ډیری هغه کسان هم ښکیل دي چې ځانونه دولسمشر نږدي ملګري او دوستان معرفي کوي، چې ښه بېلګه يې  په خوست کې د پارلمان وکیل همایون همایون یادولی شو ، همایون همایون  په خوست کې  په جوړو شویو  مجالسواو غونډو کې ځان دولسمشر نږدي ملګری معرفي کوي، ځوانانو ته دولسمشر سره په نږدې اړیکو لرلو  دکارموندنې ژمنې ورکوي،  که رښتیا  هم  نوموړی دولسمشر نږدي ملګری وي نو بیا ولې دولسمشر  له پریکړو او قانون سرغړونه کوي؟ولې ځمکې غصبوي؟ همایون  همایون په همدې وروستیو کې دخوست ښار په زړه کې  دښاروالۍ ملکیت  ۷ جریبه ځمکه  غصب او څلوردیوالي يې ترې راتاو کړې ده.
 په اداروکې دچارو ځند،فساد،دغاصبینو ښکرور کیدل او دقانون ماتوونکو  غیر قانوني کړنو  جریان موندني د  ولس هېلې په ناهېلۍ بدلې کړي دي، ولسمشر دي د ولسي باور ساتلو  او خدمت په موخه خپلو شویو ژمنو ته په کتو په اداروکې دپراخو اصلاحاتو را وستلو  لپاره  وړ او په کار پوه کسان چې هیڅ ډول دقوم پرستۍ او ژب پرستۍ تبغیض ونه لري په دندو وګماري،دچارودسمون اوبهبود لپاره دي سر پرستو وزیران او والیانونو ته بېرته صلاحیت ورکړي، دقانون ماتونکو ، مجرمینو،مفسدینو، غاصبینو ،غلو او وسلوالو خپلسرو ډلو پر وړاندې دې په جدیت سره قانوني اقدامات ترسره شي، چې دا چاره به په هېوادکې دسولې ،ثبات ،امنیت تېنګښت او  ولسي باور خپلو کې په برخه کې   بې ساري مرسته وکړي..