د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د جګړې پيل

ایمل افغان 11.06.2014 19:57

لومړۍ برخه:
له څه باندې نیمې پېړۍ را په دېخوا که یوځل بیا موږ ټول افغان ولس د هېواد په دې تور او بدرنګ سیاسي بهیر او د دې لوبې د لوبغاړو په دې ناوړه کړنو ، څېرو او په وینو رنګ تاریخ یوه رڼا واچو، نو په ځانګړې توکه دا به هرځوان او تر څنګ یې ټول مظلوم او ناچاره ولس ته اوس لکه د لمر په څېر څرګنده شوې وي، چې دې جګړې او په دې بهیر کې څومره ځوانان دې خلکو تر تورو خاورو لاندې کړل،څومره ښځې د خپلو تنکیو ماشومانو له خوږې مینې څخه بې برخې پاتې شوې، همدارنګه له خپلو ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او مدني حقوقو څخه که ووایم هم لرې پاتې شوې، که هغه د زده کړې حق وو او که په خپل کور کې د یو ارامه ژوند کول وو، خو دا کړنې ټولې د خپلو شخصي موخو لپاره دې ښاغلیو په دې موده کې په دې خلکو تر سره کړې او لا اوس یې هم ترسره کوي، چې دا لړۍ به ترکومه پورې دوام وکړي؟
ټول سیاسي لوبغاړي، چې په دې موده او په دې هېواد کې د ګوتو په شمار و و او دي په خپلو سترګو په دې خپل دوران کې دا حالت او خپلې ناوړه کړنې او لوبې ولیدلې، چې دوی څو سوه کاله د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله دغه ځوانان او دا هېواد له نورو رسیدلو ځوانانو او هېوادونو څخه شاته واچولو او هرځوان ته یې په خپل کور او کلي کې د سر په کاسه کې د زهرو وبه ورکړې، چې هیڅکله به یې زما په ګډون یو افغان ځوان دا ناوړه سیاسي حالت نور ونه شي زغملی او نه به یې د عمر تر اخري سلګۍ پورې په دې ناچاره خاوره کې هیر کړی شي او نه به یوه پیړۍ وروسته هم دې ته جوړ او تیار شي، چې خپل کار ته په یوه ازاده او ښکلې فضا کې یوځل بیا اوږه ورکړي او هغه په خپلو تنکیو مټو د منزل او هدف ځای ته ورسوي، خو په هیڅ صورت به دا کار په داسې شرایطو، حالاتو او د دې خلکو نور د واک په پاتې کېدو کې څومره چې نن موږ ځوانان فکر کوو نتیجه به ور نکړي او نه به ورسره یو ښه نظام او یو منلی حکومت د دې څېرو په شتون کې رامنځ ته شي.
افسوس په داسې سیاست، مرګونو او بې عزته لوبې چې موږ د خپل ژوند په اوږدو کې د دې خلکو د واک په پاتې کېدو کې ولیدله او نتیجه یې هم تر نن ورځ پورې ورکه او ښه پایله یې هم ورنکړه او افغان ځوانان هم ورسره بې ځایه ووژل، زنداني اوبې زده کړې پاتې شول، چې اوس د هغوی اولادونه په ښارونو او څلور لارو کې تا او ماته د سوال او زارۍ لاسونه نیولي او یوه مړۍ ډوډۍ د خپلې کورنۍ لپاره غواړي او دا خپل نیم ژوبله ژوند پرې په دې ناچاره خاوره کې تیروي.
دلته هرسیاسي او د دوی په ګټو ولاړ نظام ،چې کله راغلی او بیا په دې ځوانانو ښه په نره حاکم شوی، نو سمدستي یې ورسره دهغوی په ژوند، عزت، ناموس او ملي شتمنیو رنګا رنګ لوبې هم کړي، چې هیڅکله به دا حالت هیر نه شي، تاریخ او کتابونه به په دغو بدرنګو څېرو پسې ولیکل شي او د لیکلو په حال کې دي اولا دا د وینو تویولو لړۍ اوس هم ښه په درز او زور کې د دې خلکو له لاسه روانه ده، چې هره ورځ غیر له وژنو څخه بل څه موږ په دې بهیر کې د دې خلکو له لاسه ونه لیدل او نه مو د هېواد په ابادولو او یو ښه خبر باندې یوساعت فکر وکړو، چې دا خپل ذهن خو مو د یو وخت لپاره یوه ښکلې منظره خپله کړی وی.
دلته که موږ په دې څرګندو او ښکاره څېرو، چې د نوم له یادولو څخه یې زه عاجز او ننی حالت هم د دې اجازه نه راکوي یوه رڼا واچو، نو دا هغه د بل په جامه کې جوړې شوې، پلورل شوې او روزل شوې څېرې وې، چې اوس هم په دې لوبه کې یو لوی لاس لري او تل مدام یې د افغانستان د بربادولو واګی په خپل لاس کې د خپلو ګټو لپاره اخیستی او بل پردی هېواد یې د دې کار په کولو سره په هغه وخت کې ښه خوشحاله کړی او بیاد دې پروګرام په سرته رسولو او عملي کولو سره هره ورځ زموږ د مظلومو هېوادوالو وینې بې ځایه توې کړي او هم په دې بهیر کې ور سره زموږ پيژندل شوي، جوړ او برحاله حکومتونه د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره ړنګ، نسکور، برباد او له منځه وړي، چې د دې کار په کولو سره دې حالت په ټول هېواد کې یوه بده فضا رامنځ ته کړې.
خو دا ټولې هغه ډلې او سیاسي کړۍ وې چې د نورو دښمنو هېوادونو په لاس جوړې شوې اوغلامې څېرې وې، چې نه یې غوښتل افغانستان دې جوړ شي، هغه دې د آبادۍ په لور چټک ګامونه واخلي، هغه دې د پردیو له غلامۍ څخه نورخلاص او په خپلو پښو دې ودرېږي، تر څو افغان ځوانان وکولای شي په دې خاوره کې په ارامه توګه خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.
دا چې په دې بهیر او لړکې د ځوانانو د ستونزو په اړه خبرې کوو، نو که په رښتینې توګه موږ خپل دردیدلي حالت ته یو نظر وکړو او همدارنګه یې د ښاغلي جمهور رئیس سردار محمد داود خان له دورې څخه را پيل کړو، دا خبره هېوادوالو ته ډېره ښه په ډاګه کېږي، چې د دې دورې له ړنګېدو څخه را په دې خوا ورځ تربلې د افغانستان سیاسي، فرهنګي ، ټولنیز او اقتصادي حالت د خرابیدو په لور چټک ګامونه واخیستل، چې له دې سره سم یې د ځوانانو او په ټوله کې د افغان ولس په ژوند، حالت، کار او زده کړې هم ډېرې بدې اغیزې وکړې، اکثره ځوانان او ښځې له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه د خپلې وېرې او عزتونو د ساتلو په موخه له زده کړې څخه بې برخې پاتې او په کورونو کیناستې، چې په نتیجه کې یې ژوند له بربادۍ سره لاس او ګریوان شو.
د دې ستونزو د را پيدا کېدو عوامل که دلته تر څېړنې لاندې ونیسو، نو څرګنده خبره ده، چې په هېواد کې سیاسي نظامونه او حزبونه را منځ ته شول او ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې و، خو د دې ډول بې پلانه او بې فکره حزبونو او کړیو را پيدا کیدل په هېواد کې زموږ د دښمنانو له خوا و شول او هغوی په دې ښه پوهیدل، که چېرته په دې هېواد کې دا حزبونه او ډلې ټپلې زیاتې شي، نو افغان ولس به په خپله ورسره د بربادۍ او تباهۍ په لور روان شي، چې همداسې وشول او لا اوس هم کېږي.
نو هماغه وه، چې د دې خاورې کورنیو او بهرنیو دښمنانو په دې وخت کې په دې کار په ډېر لنډ او تنګ وخت کې یوځل ښه په نره لاس پورې کړ او هغوی ته یې یوه رسمي بڼه د د ولت په چوکاټ کې ورکړه، او هغوی هم خپلو ورانکاره کړنو ته اوږه ورکړه، چې اخر یې پایله دا شوه او هېواد ورسره د یوې لوې کندې په لور روان اوسیخ شو او خلک هم ورسره بې کوره او په پردیو هېوادونو کې کډوال شول.
کله چې دې حزبونو او جنګې کړیو په دې خاوره کې د خپلو ورانکاره فعالیتونو لپاره په کار پیل وکړ، نو په دې وخت کې ورسره بهرنۍ لاسوهنۍ هم ډېرې او ملګرې شوې، امنیتي ستونزې ورسره زیاتې او د خرابیدو په حال کې شوې او د افغانستان کورنیو او بهرنیو دښمنانو هم غوښتل، چې اوس نو په دې هېواد کې باید یو ناورین را منځ ته کړو، ترڅو وکولای شو، په دې ناوړه لوبه او جګړه کې دا خپلې شومې ګټې خوندي او ترلاسه کړو او هم افغان ولس یوځل په خپلو وینو ولمبو او دا سیاسي لوبغاړي، چې دغه ناوړه لوبه یې له کوم وخت څخه روانه کړې، هم ورته ښه په رسمیت وروپيژنو، چې په حقیقت کې دا ستاسو د وینو تویولو ملي قهرمانان او د پردیو هېوادونو په لاس جوړ شوي غلامان دي، چې په دې کارونو یې اوس لاس پورې کړی او هېواد یې درته د بربادۍ او تباهۍ په لور سیخ کړی دی.
د ښاغلي جمهور رئيس سردار محمدداودخان د حکومت له نسکوریدو څخه را په ديخوا که په دې هېواد کې موږ په سیاسي نظامونو او بیا د هغه نظام په لوبغاړو، چې هغه زموږ ولس ته لکه د لمر په څېر څرګند دي، یوه لنډه کتنه او رڼا واچو، نو په هغه وخت کې دغه نظامونه په ډېر لنډ او تنګ وخت کې اوختل او را اوختل، چې ښکاره بېلګې یې موږ د نور محمد ترکي، حفيظ الله امین، ببرک کارمل او را وروسته دورې یادولی شو، چې هغوی هم په دومره کم او لږ وخت کې لومړی په ملت او بیا په خپلو ځانونو له ډېر وحشت څخه خولې ولګولې، چې څنګه په افغانستان کې خپل واک ته ځان ورسوي او څرنګه بیا دغه واک په دې ناچاره ولس وچلوي او یوه عملي بڼه ورسره خپله کړي، تر دې پورې، چې په ځوانانو او ښځو دا حساسه دوره او سیمه په هغه وخت او دورو کې دومره را تنګه شوه، چې ژوندۍ ژوندۍ ښځې او تنکي ځوانان په دې دوره کې تر نن ورځ پورې تر تورو خاورو لاندې ورک دي، میرمنې، اولادونه یې تر اوسه د خپلو پلرونو او ښځې د خپلو مېړونو په تمه او هیله شپې او ورځې تېروي، چې خاوندان به مو ژوندي وي او موږ به یوځل بیا له هغوی څخه د مینې او محبت سره لاسونه را تاوو او هغه به نو اوس خدای پاک ته معلومات وي، چې دغه مظلوم ځوانان به په کومه کنده کې تر تورو خاورو لاندې او د چاه د لاسه به هلته پراته وي او کله به راځي خپل کورته او د ځينو خو لا د ښاغلي ولسمشر کرزي په دوره کې غایبانه جنازې او فاتحې د کابل په جامعې جوماتونو کې واخیستل او د هغوی مړو ته دعا وې وشوې او حال دا چې مړو شتون نه درلوده، چې موږ د چا د جنازې لمونځ ادا کړو او د هغه په نوم خپل خدای ته لاسونه پورته کړو او یو د خیر دعا د دې مړي په حق کې وغواړو.
دا ټولې هغه بدبختۍ، ناخوالې، د پيغلو چیغې، د هغوی بې عزته کېدل او د تنکیو ځوانانو وژل کېدل و، چې زموږ سیاسي لوبغاړو او سیاسي څېرو په دې دوره او وخت کې په افغانستان کې په نر او هم په ښځو د خپل واک ته د رسیدو او يا په قدرت کې د پاتې کیدو او یاهم د شخصي او دولتي جایدادنو د لوټ کولو په موخه په دې ولس عملي کړو او خپل ځانونه، خپلې کورنۍ او خپلوان یې لوړو پوړیو او خپلو موخو ته د دې مظلومانو په بې ځایه وینو تویولو سره ورسول، افسوس په داسې ناوړه سیاستونو او ناوړه څېرو، چې دې خلکو ورته اوږه ورکړې او ولس ورسره نور تر پزې راغلی دی.
دلته که موږ پر یوې بلې خبرې یو څو ګوډې او ماتې کرښې ولیکو او دې خپل کړیدلي ولس ته هغه څرګند کړو او هغه هم بېرته په سیاست باندې را وګرځو، نو د سیاست د کلمې نوم اخیستل ډېر یو اسانه کار دی او حتی د ماشوم په خوله کې هم دا کلمه که موږ له هغه څخه اوس پوښتنه وکړو، نو هغه به یې را ته په ښه توګه ځواب را کړي، خو ولې د دې کلمې په رښتینې معنی ځان پوهول، د هغې مطالعه کول او بیا بېرته په خپل ولس باندې په سمه توګه عملي کول دا بیا یو ځانګړی هنر او تګلاره غواړي، چې باید هرسیاسي لوبغاړی لومړی په خپل ځان کې را پيدا او بیا یې وروسته په دې مظلوم ولس عملي کړي.
خو په دې ځای، دې ورکه خاوره او دې بې څوکه کور کې زموږ سیاسي لوبغاړي د خدای فضل دی له دې کار څخه ناخبره دي او په مطلقه توګه ورباندې که ووایم نو هم نه پوهېږي او که پوهیدلی نو په هېواد کې به بې ځایه د وینو سیلابونه له داسې سیاست او دې څېرو سره نه روانیدل، دومره پيغلې به په پردیو هېوادونو کې نه کډوالې او بې فرهنګه کېدلې، دا کار ما او دې ناچاره ولس نه دی کړی، نه دا کار د افغانستان ځوانانو،پيغلو او ماشومانو کړی، بلکې دا زموږ دغو بدرنګه او د بل په لاس تربیه شو څېرو او سیاسي لوبغاړو کړی، چې اخر یې پایله دا شوه. او افغانستان ورسره یوې لوې کندې ته ولوید ، چې کله به له دې تورې کندې څخه بیا د یو رښتيني سیاست مدار په مټو سر را پورته کوي، زموږ عزتونه به پرځای او را ټولوي او د رسیدلو هېوادونو په لیکه کې به خپل ځان او دا هېواد راته حسابوي؟
نوره برخه پاتې ده