د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پــه کــونــړ د راکــېټــونو بـــاران

ډاکتر محمد نواب ویساند 03.05.2014 14:00

د معمول له مخې کله ، چې وخت مناسب ووینم  ، د کمپیوټر په بــدنــه  کې  د نوو مالوماتو د تر لاسه کولو  لپاره  د انترنیت ( نړیوال جال )  بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ویبپاڼو ته سر  ورښکاره  کوم  .   پرون   د مۍ میاشتې  لمړۍ نېټه وه  او په ټوله نړۍ کې د کارګرانو  د نړیوالې  ورځې  په ویاړ  د نړۍ  په ګوډ ګوډ  کې  بېلابېل  پروګرامونه  نیول شوي و او په ډېرو هېوادونو کې  رخصتي  هم  وه  . زه   په همدې ورځ  ، کله  چې  د ورځې په لمړۍ نیمائي کې  له کوره راووتلم  ، که ګورم ، چې  په کوڅو ،  بازار او واټونو   کې  هومره  ګڼه ګوڼه   نشته او  آرامه آرامي  ده    . کېدای  شي ،  ډېری کسان   په داسې ورځو کې  ،  چې  د رخصتۍ  له کبله  په   کورونو  کې   وي د تلیفون ، سکایپ  او یا فسبوک  له  لارې  د خپلو دوستانو او خپلوانو  خبر اخلي .  خو ما هم  په همدې ورځ    د دوستانو د احوال پوښتنې  تکل  درلود   . خو همېشنی  عادت  مې  را باندې  ځور شو او کمپیوټر مې   روښانه کړ . یو څه هاخوا دې خوا مې په یو لړ پاڼو ځغلنده  کتنه وکړه  او  د  تاند په پاڼه   ورواوښتم  .   د (   د کونړ پر ۲ ولسوالیو د پاکستان ۲۰ توغندي ولګېدل )  سرلیک لاندې په  یو خبر باندې  مې  سترګې  ولګېدې  .

ددې خبر وروسته مې په همدې پاڼه کې  یو بل خبر ته  پام  شو   ، او  هغه دا ، چې ( د مخکښو کاندیدانو په ګډون د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په اړه غونډه ) .  د لمړي خبر په  لیدو کتو  سره  را ته جوته  شوه   ، چې   هر  چېرې آرام  او سکوت نشته ، د دانګام او شیګل ولسوالیو اړوند سیمې  د پاکستاني  راکیټونو  په اور کې  لوپه  شوی ( سوزېدلې )  او د کارګرانو  نړیوالې  ورځې   سکوت یې  مات کړی  و .  دا چې   د نوي ولسمشر د مالومولو  مراحل  به  کله  پاې ته ورسیږي  ، چې  د لوړې د مراسمو لپاره  یې د تیاري نیولو تابیا نیول کیږي  ،  دا به  د یو څو وروستیو ورځو خبره  وي  . یو کلیوالي متل دې ، چې وایې غوایې یې  لا  حلال کړی نه دی خو ښانک  یې ورته  په سر نیولی دی   .  ښه خبره ده ، چې بل هېڅ کار پېدا نه  شو او بله  کومه  مهمه اجنډا  نه  وه  لکه ، چې  وایی  ( د خوشو نه بیګار هم   ښه دی )  نو دا کار خو هم  کېدونکی  و . ددې  نه داسې  څرګندیږي  ، چې  په  همدې اړه راټول شوي اقایان  د ارګ   له  انګړ ه  بهر  له هېڅ  نه خبر  نه  و  .  ځکه  ، چې د کونړ ولایت او په تیره  بیا  دغه  پورتنۍ  یادې ولسوالۍ  له ارګه  ډېرې  لېرې پرتې  دي   .  خدایه شکر ، چې د ارګ  په کومه څنډه  کې  د پاکستان  راکټ  نه دی  لګېدلی  . خېر دې  ، چې  د کونړ په خلکو څه تیرېږي  .  دوی  ښایي په دې اند وي ، چې  د ډېورنډ د منحوسې  کرښې  په  اوږدو کې  پراته ولسونه  مو  له پاکستان ژغوري نور یې  څه  پر وا  لرو . ډالر  ډېر  اخلو  او ژوند کول  پکار  دی  .  ما ته  د وخت  د سپکو او خوراکی صنایع  اړوند  د  یو رئیس  د خولې  یوه  لنډه کیسه ( قصه ) را   په  زړه شوه .   دی  وایې  :  په   کابل کې  د قدرت  په  سر    د تنظیمونو تر منځ  جنګ  په  ډېر  شدت  سره روان  و ،   یوه ورځ   د نوموړي وزارت  د وخت وزیر خدای بخښلي  حاجي  سلیمان یاري  سره ددې لپاره ، چې د نظار شورا د قوماندانانو له خوا ددوي اړوند دولتي موسسو مالونو او ماشینونو  باندې تالان ګډ  و ، د دولتي ملکیت  د چور او تالان   د مخنیوي  په خاطر د مرستې  غوښتلو لپاره  ارګ  ته  د وخت  د پوره واک لرونکي !!!  جمهور رئیس  برهان الدین  رباني   لیدو ته ولاړو  . دغه مهال کوم راکټ د ارګ په څنډه لګېدلی  و او د خدای بخښلي رباني د دفتر  شیشې  یې ، چې  لا یې  ټوټې  پوره  نه  وې   راټولې شوې ، ماته کړې وې .  د ماتې  شوې کړکۍ  د  پردې  لمن  به  شمال ( باد ) د نوموړي  د کار دمېز  تر څنډې  رسوله ، یو عجېبه غریبه صحنه وه . کله ، چې ترې  د موضوع په  اړه  د مرستې غوښتنه وشوه  ، نو یې په نري آواز  او بدخشي تون  سره  وویل ، چې زه خو د چمن حضوري هاخوا  چاته نه شم ویلای ، چې دا کار مه کوه .  خو بیایې  هم  لطف وکړ او راته یې وویل  ، چې  د  دفاع وزارت  مسئولینو ته  به  یې  ووایم  . د یاد وزارت  اړوند   رئیس بېچاره  ناهیلی  پیاده ، چې موټر یې لا په لمړۍ ورځ  د شورای نظار پتنګانو  وړی و ، د کور په  لور روان شو .
رباني خو بیا هم ښه و ، چې تر چمن حضوري  پورې  یې  د خپل  واک   لاپه  ووهله .  خو  لکه ، چې  د ارګ  د ېوالونو بهر زمونږ  د نننۍ  ادارې  په وس کې هېڅ  هم  نه وي  .   مېدیا په  دا دومره پراخو امکاناتو سره ونتوانېدله  ، د واک په ګډۍ ناست د کونړ  د راکېټونو نه  ، چې  د پاکستان له لوري وریږي  ، خبر کړي  . حېف په هغه رایو ، چې  د کونړ باتورو خلکو به  داسې  واکمنانو  ته  ورکړي وي  . ددې پر ځای ، چې دداسې  فاجعو  د مخنیوي  لپاره   لازمې  کړنې تر سره  شي   . او په اړوند یې   عاجله استراري  غونډه ونیول  شي   او خپل  اعتراض   څرګند کړي،  هسې  خوشې  په اوتو بوتو ، چې د یو یا دوه  ساعت   نه زیات  وخت  ورته پکار  نه  وه ،    لګول کیږي   .  خپله  خاوره  د ناموس  حیثیت  لري  او په داسې  مواردو کې  د  کلک ، غوڅ  ، ټاکونکي  او پر ځای   دریځ  غوره کول  د هر حکومت  دنده  او مسئولیت  دی   .   مخکې  له دې  نه ، چې  د ارګ په ماڼۍ کې  د ارګ  واکمنان  د راتلونکي ولسمشر د لوړې  لپاره  د یو لړ  مراسمو   تابیا نیولو  او لازمو کړنو  لپاره  لاس په کار شوي وایې  ، ښه  به دا وایې   ، چې  د همدغې  پروني   بهرني تجاوز  په وړاندې  په  همدغه  غونډه  کې  د هغې   لوړې   یا سوګند متن مطابق  عمل  شوی وایې ، کوم  چې  موجود  ولسمشر یې لوړه  کړې وه   . دا چې سبا به څوک  جمهور رئیس کیږي  ، هغه  به  د څو وروستیو ورځو خبره وي ، د هېواد په وړاندې  د همدا نن  ورځې مسئولیت  د چا په غاړه  دی  . او ددغه  راغوزار  شوو راکیټونو  په  وړاندې  د افغان  دولت  له  خوا د  کلک  غبرګون ښوولو او بل  مثل  عمل  نه   ډډه  کول  ،  یانې  څه  ؟  .  که دا لمړی ځل وایې   کېدای شول ، چې  ددغسې  پارونکي  کار د مخنوي  لپاره  به   په نورو  لارو چارو فکر شوی  وایې  ، خو که  دا یو دوامداره  او د  هرې  ورځې  کړنې  وي نو بیا ؟ .
  افغان کارپوهان د  مختلفو معادلو له کارولو سره سره بیا هم   په افغانستان  کې  د بهرنیانو د بهرني سیاست  د جاړشوې مشوړې  د سر  پېداکولو نه  لا تر دې  دمه  عاجزه پاته  شوي  دي   ،  او په دې  تر پایه  پوه  نه  شول ، چې  د یوه  پلوه  د امریکا متحده ایالات  پاکستان  ته مالي  مرستې  برابروی  . خو بیا هم  پاکستان د توقع خلاف  د افغانستان سره خپل دښمنانه  کړنو ته   په داسې حال کې  ، چې د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو بې شمېره پوځیان  خپله دلته په افغانستان کې د امنیت ساتلو  په موخه  یا  ( پلمه ) حضور لري او د پاکستان  د کړنو قرباني کیږي ، دوام  ورکوي  . ددې  پر ځای ، چې  د ستونزو اصلي سرچینې د پاکستان په خاوره کې ولټوي ،  د امنیتي ټړون  نه  یې  د ملنګ کچلول جوړ کړی او په غاړه کې یې  د   لاسلیک کولو لپاره  ولسمشرۍ  ته  نومول شوو   نوماندانو  پسې سرګردانه  ګرځوي   .  ایا پاکستان ته دا مرستې  په سیمه کې د ګډوډیو او د تروریستانو د تقویه  ورکول  لپاره ورکول  کیږي  او که  د کومې سالمې  موخې او ټیکاو لپاره  ؟   .  که داسې وي  ،  ددغه ټرون لاسلیک کولو سره   به  د پاکستان  د  راکیټونو مخه  ، چې  د همدغه امریکا په مرسته شوو پېسو پیرودل کیږي ،  ونیول شي  ؟  .    دا ښایی  دا مانا و لري ، غله ته وایه  ورځه د کور خاوند ته وایه  بېدار اوسه . د کور  هغه خاوند ،چې د لوړې ( سوګند ) د ډېرې  مهمې مادې نه ،چې د خپلې خاورې ساتنه ده  لا خبره دی .  پاکستان  په دې  ډول کړنو سره دغه  تړون مخکې له دې  ، چې  د نوي  ولسمشر له خوا  لاسلیک شي  بې ارزښته کړی دی .
افغان دولت  باید د اصیل بچي او  د رښتیني  قهرمان قاسم خان نه  یو څه زده کړي وایې   او د هغه د سرښندنې نه  یې ښه درس اوعبرت  اخستلای وایې  ،  او د   خپلو وګړو د ژغولو لپاره  یې لازم ګامونه پورته کړي وایې   ،  دې  ته  وایې   لوړه  یا  ( په  خپل سوګند عمل  ) .
په درنښت  :