د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان اقـتصادي چاپـیـریال سالموادارواو وړ منجـمټ ته اړتیا لري !

ډاکتر محمد نواب ویساند 16.01.2014 10:56

د افغانستان اقـــتصــادي چـــاپـیـریـال
سالمو ادارو او وړ منجـمټ ته اړتیا لري !

د ادارې مسلکي وړتیا د کمزورۍ نه د ناوړې ګټـې پـورتـه کـونې په پلمه :
په رښتیا ، چې د وږي پـه غـوږو کې د ډوډۍ ټـپار(۱) وي ، نور خلک نور څه لیکي خو زه د خپل هېواد د کمزوري اقتصاد د پیاوړتیا او د هر پول ( د افغانۍ سلنه ) څخه د سمې ګټې اخستنې او د راتلوونکي پرمختیا لپاره د سپما په فکر کې لوېږم . نور څه خو مــې په وســه پــوره نــه دي ، خو د هېـــواد شرایطو ته په کتو ، په اقتصادي واحدونو کې د کار وبار پر مهال د ځینو پخو او تجربه لرونکو کارپوهانو دکاري تجربو څخه ، چې د خپل وخت اړوندو چارو کې یې د یو لړ نیمګړتیاوو او کمیو د ایسته کولو لپاره د ځانګړو تدبیرونو د نیولو ، وړ او لازمو کړنو د تر سره کولو له لارې غوره مدیریت او ښې ادارې جوړونې ته لاره اواره کړې وه ، یو څه وړاندې کړم .
هر د پاخه عمر خاوند به د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې لږو ډېرې خوندورې او یا پیکه خاطرې په خپل ‌ذهن کې زېرمه کړي وي . او هر یوه خاطره به یې کله نا کله په ځینو شېبو کې د فکري سمندر څخه سر را اوچتوي او سړې به مصروف ساتي . څرګنده ده ، چې وګړي د خپل طبیعي ( بدني ) او معنوي ځواکمنتیا ، پوهې او تجروبو له مخې یو بل سره توپیر لري . خو نېکمرغه سړی به هغه وي ، چې د خپلې پوهې او تجروبو نه یې نورو ته ګټه ورسیږي . داچې انسان د ټولنې غړی او په ټولنیز ژوند کې په یو ډول نه ډول د ورځنیزو چارو د پرمخ بوولو په بهیر کې ، په تېره بیا کله چې په یو داسې چاپیریال کې چې د ټولنې ( سازمان ) د غړو تر منځ دندې سره ویشلې خو موخه یې ګډه ، د یو بل مرستې ته اړ کیږي . که چا ته د ورسپارل شوو کارونو په چوکاټ کې د خپل کاري ټیم دسمبالولو او ځواکمنتیا لپاره د ټولنې د نورو غړو د رسولود چارو سپارښتنه شوي وي . پکار ده ، چې د بل هر کار د مخه د خپل ټیم پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي . ددې لپاره چې خبره رانه اوږده نشي . دی کار ته د هر څه لمړی د ښې څانګیزې مسلکي ادارې او وړ منجمټ رامنځ ته کېدل اړین ګڼل کیږي . د ښه مسلکي مدیریت د بریالیتوب راز په دې کې دی ، چې د کار ځای ټول پټ او ښکاره ریزرفونه او کمۍ په پوره ځیر سره په ډاګه او د یو لړ تدبیرونو په نیولو او پلي کولو سره ترې ګټورې او هدف پېیلې پایلې تر لاسه کړي .
نومې غوره وبلله ، چې د یوې داسې سکالو اړوند ، د تیوري پر ځای د یو کارپوه د کاري تجربو نه ، یو څو ټکي ، چې د هغوی سره مې د لیدنې او کتنې یا خبرو اترو په ترڅ کې تر لاسه کړي ، په دې لیکنه کې د درندو لوستونکو سره شریک کړم .
دی ( کار پوه یا د اوږدمودیز کاري تجربو خاوند ) وایي : » چې ، زه یو مهال د سپڼسیو اوبدلو په یوه لویه فابریکه کې چې نژدې درې زره کارکوونکو پکې په کار بوخت وو ، په کار وګمارل شوم . څه لږو ډېر وخت را تېر شوې نه و . چې یوه ورځ د ورځو د خپل همیشني عادت له مخې ، مخکې له دې چې خپل دفتر ته ولاړ شم ، یو ځل به مې د فابریکې د بېلابېلو برخو یا شعبو پوره جاج اخیست . کله چې د یادې فابرېکې د تار ورېشولو شعبې ته ورغلم ومې لید، چې ددغه برخې یو ماشین د تخنیکي ستونزې له امله له کاره لوېدلی او د وروستنیو پروسو ټول ماشینونه د لمړني ماشین د پارچاوېدو سره د نیمکاره موادو د نه رسېدو له کبله په ټپه ولاړ او د هر ساعت په درېدو سره فابریکې ته په زرهاوو پېسو تاوان اووښت . زه لا تر دې مهاله د فابرېکې د ډېرو مستریانو ، باشیانو ، تکنالوژانو ، تخنیک کارانو او انجینرانو سره پوره بلد نه وم . خو نورو سره د خبرو په لړ کې را ته جوته شوه ، چې د یادې شعبې ( څانګې ) مستري یو پخوانی ، تکړه او په تخنیکي برخه کې ماهر په کار پوه او تجربه لرونکی سړی دی . دی ( مستري ) په ځان دومره ډاډمن وو، او داسې یې انګېرله ، چې له ده پرته نو ددې شعبې تخنیکي ستونزې هېڅوک نشي لېرې کولای ، او همداسې وه . سره له دې چې ، نوموړي ته لا وړاندې د اړوندو مسئولینو له خوا یو شمېر کسان د روزنې او ګډ کار کولو په موخه د مرستندویانو په توګه ورپېژندل شوي وو ، تر څو د اړتیا په صورت کې د یاد مستري په ناسوبتوب یا نه شتون کې وکولای شي ، دارنګه تخنیکي ستونزې په چټکۍ سره د ځنډ پرته حل او تصدۍ ته دزیان اووښتو څخه ډډه وشي . خو داسې مالومېده چې ، نوموړي د نوو ورپیژندل شووکسانو روزل کېدو ته کومه لېوالتیا نه وه ښودلې . او یا یې ښایې نه غوښتل ، چې دده د تجربونه نور کسان برخمن نشي ، خو د بلې خوا هغه نورو هم د ځان د رسولو په لټه کې نه وو . د همغه ځانګړتیا ( مهارت ) نه په ناوړه ګټه پورته کونې سره داسې مالومیده ، چې د خپل کاري شفت ( وخت ) په پیل کې د خپلې خوښې سره سم پرته له دې ، چې د کار د پیل وخت په پام کې ونیسي کار ته راتللو . کله ، چې ولیدل شول ، چې په همدې ورځ هم تر دې دمه ، چې د کار د پېل له وخته ډېر وخت اوښووتی وو ، نه وو راغلی ، نو یې د حاضرۍ خانه د تصدۍ د پرنسیپ له مخې قید( ناسوب وبلل شو ) شوه . کله چې نوموړی کارخانې ته تشریف راوړي او خبر شو چې ناسوب بلل شوی . نو پرته لدې چې د مسئولیت احساس وکړي او ځان پړ وګڼي او کار ته د ناوخت راتګ کوم معقول دلیل وړاندې کړي اویا معذرت وغواړي ، له فابرېکې وتلی او د کور په مخه شوی وو. خو په سبا یې هم د ناوخت راتګ له کبله د ناسوبۍ په وجه ، همدارنګه چنلد وکړ . دا سې مالومیده ، چې یاد کس ښای په کراتو کراتو خپلې وظیفې ته ددغه پوره تجربې نه په ناوړه ګټه پورته کونې سره تل دندې ته دراتګ او د فابریکې نه د وتلو ټاکلی وخت نه وي مراعات کړی . داچې د یوه پلوه نوموړي په دغه فابرېکه کې د ماشنینونو د تخنیکي ستونزو د اوارولو وړتیا په نورو کې نه لیدله او د بل پلوه په یاده فابریکه کې د کمزوري منجمنټ د شتون له امله اړوند مسئول کسان هم ، د یاد کس د دیسپلین د نه مراعات کولو څخه څنګ زني تیر شوي وو .
دی ( مرکه چي ) زیاتوي او وایي ! نو کله چې خبره داسې وه ، نور نو خبرو ته ځای پاته نشو . نو مې پرېکړه وکړه چې د نوموړي ځای ناستی (ناستي ) باید داسې کس ( کسان ) وي چې د هېڅ چا پرې باور هم نه راځي . همدلاسه مو په فرعي ( غېر تولیدي او غېر تخنیکي ) کارونو بوخت یوشمېر هغه کسان چې نه یې فزیکي ( بدني ) ځواک هومره پیاوړی او نه یې په تخینکي چارو کې د مخه کوم بلدیت درلود ، آن داچې د تخنیکي چارو د تر سره کولو وسائیلو کارول خو یې لا څه کوې ، چې په خپلو سترګو یې لیدلي هم نه وو، سره را ټول او د همدغو ماشینونو د ترمیمولو لپاره د روزنې لاندې ونیول شول . ډېرو یې چې بدني ( فزیکي ) ځواک یې کمزوری او ستونزې یې درلودې او په ځان یې باور هم نه درلود خو د یو لړ ځانګړو اسانیاوو ، . . . . ، د برابرولو له لارې پوره ورسول شول . دا هغه مهال و ، چې ددې فابریکې د اوبدلو څانګه باید له سره رغول شوي وای اود نوو ماشینونو د نصبولو( لګولو ) مطالعات بشپړ شوي و ، خو مخکې له دې چې اړوند ماشینونه له بهره د یو ځانګړي قرار داد له مخې وارد او ولګول شي زاړه او دیمودي یا له کاره لوېدلي ماشینونه دیمونتاژ او د اوبدلو د څانګې د تولیدي ډګرڅخه وویستل شول . شرایطو بدلون وموند او روسانو ، چې ددې پروژې پلي کول یې په غاړه اخیستي وو، زمونږ د ویاړلي هېواد نه پښې سپکې کړې او وتلو ته اړ شول ، او ورسره جوخت د یادو ماشینونو د راوړلو او نصبولود پلان پلېتیا هم د خاورو سره خاورې شوه . و پتېیل شوه ، چې له سره د اړتیا له مخې همغه غورځول شوي ماشینونه د همدغو د نوو د روزنې لاندې نیول شوو کسانو پر ځواکمن مټ له سره مونتاژ او په کار واچول شي . سره لدې چې دا ماشینونه لکه څنګه ، چې د مخه مو وویل دیمودي ، استهلاک شوي ، زاړه او له کاره لوېدلي او معیاري نه وو ، خو وایي د پردي ځوی نه خپله ړنده لور ښه ده . ددې کار په بهیر کې یادې فابرېکې ته دوه ګټې ورسېدې ، لمړی دا چې غورځول شوي ماشینونه د همدغه نوو روزل شوو کارګرانو په سیده مرسته ولګول شول او دوهم داچې نوي نیول شوي کارګران ، چې بدني ځواک یې کمزورې ( معلول او . . . . ) پوره ورسول شول ، او هم په دې سره دا ثابته شوه هغه کسان چې ځان د ځینو کارونو کولو جوګه نه بولې د روزنې په ترڅ د سالم بدن لرونکي انسان په توګه هېواد ته د چوپړ جوګه کېدای شي ، او دې ته به اړتیا نه وي ، چې د یوې . . . . . لپاره پوستین اور واخلي . یانې د یوه کس د ناسوب توب په پایله کې دې یوې تولیدي تصدۍ ته په زرهاوو تاوان واوښتل شي ، نو په دې کار سره د تل لپاره په دغه فابریکه کې د کمزوري منجمنټ نه د ناوړه ګټه پورته کونې ( د بد نیت ناولی سیوری ) ټغر چې له امله یې ملي شتمنیو ته تاوان اووښت ، ټول شو . او په دې کار سره ددې کارخانې هر وګړي ته دا څرګنده شوه ، چې د کار پر مهال د زده کړې او روزنې له لارې د لا ډېرو کارونود سر ته رسولو وړتیا تر لاسه کیدای شي . بله دا چې د تصدۍ اړوندو څانګو مسئولینو ته د ښه او کاري منجمنټ د رامنځ ته کېدو او . . . . . . ته یو ښه درس شو » .
خو کله چې ما ( لیکوال ) د یاد کس د سترګو لیدلی حال واورېد ، نو مې سمدستي زمونږ د ګران هېواد افغانستان د اوسني نظام په تشکیلاتي جوړښت کې یو شمېر ټومبل شوو بې مسلکه کسانو ته پام راواوښت ، او له ځانه مې وپوښتل :
کله چې د کار و بار په یو داسې کوچني تولیدي ډګر کې لکه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه ، د اړوندې ادارې د مسلکي کاري یوې کوچنۍ کمزورۍ نه یو ځانګړی شخص دا ډول ناوړه ګټه پورته کولای شي . افسوس په هغه هېواد چې دګټې وټې یانې د اقتصادي چارو اړوند لوړو ادارو په چوکاټ داسې کسان ګمارل شوي وي ، چې د روانو چارو د ښه سمبالښت او راتلونکې غوره او په واقعیت ولاړ ستراتیژیک پلان لپاره لمړنۍ څانګیزي ( مسلکي ) پوهې او تجربې خو لا څه کوې چې د ځینو ساده علمي شاخیصونو او پارامترونو په هکله د ډېرو لمړنيو مالوماتو نه هم برخمن نه دي . نو څنګه کېدای شي دا کسان دې دا دومره بې کچې باد راوړي مالي وسایل او مرستې په سمه توګه ولګولای شي . زما په دې کمزوري فکر دا به زمونږ د جنګ ځپلي هېواد لپاره ډېره خواشینوونکي وي ، چې په کار پوه ، وړ او مسلکي کسان دې لاس تر زنې ناست ، او پر ځای دې د پېژنګلوۍ له مخې داسې کسان ، چې نه کومې مخکنۍ کاري تجربې او نه کومې مسلکي زده کړې لري ، وګمارل شي .
ددغه پورتنۍ کوچنۍ بېلګې نه دې پایلو ته رسېږو ، چې که چېرې د یوې فابریکې په یو وړوکي کاري ماحول کې د منجمنټ د کمزورۍ نه دارنګه ناوړه ګټه اخیستل کېده ، خو د یاد کس په وړاندې سیال شتون نه درلود . خو که په یو هېواد کې د خورا زیاتو په کار پوه کسان په شتون سره سره ناپوهه او غېر مسلکي کسان په داسې شرایطو کې ، چې د هېواد هر پول په سمه توګه لګولو ته اړتیا لیدل کیږي ، وګمارل شي دا د افغان زوریدلي ملت سره یو ستر او نه بښوونکی خیانت بللای شو . دا ځکه ، چې زمونږ په ویاړلي هېواد کې ریښتني او په په بېلابېلو څانګو کې په مسلکي ګاڼو (زېور ) سمبال بچیان لږ نه دي ، او کولای شي په مېړانه ، پاکۍ صداقت او پوره ایماندارۍ سره د فساد پرته د هېواد آبادولو ته په اړوندو برخو کې اوږه ورکړي . او په افغان ولس دغه تپل شوي ، بې مسلکه ټوپکي مسلکیان ، چې نه یواځې د هېواد ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ کړې او دولتي دفترونه یې د شخصي کاروبار مرکزونه وګرځول ، بلکې د فساد په خپرېدو سره یې افغاني ټولنه ککړه او لېرې نه ده ، چې د ځان په ګټه د بهرنیو مرسته شوو ډالر په مقابل کې خپل ټاټوبی قمار ( خرڅلاو ) ته وړاندې کړي .
یـــادونــه : (۱) ټپار یا ټپهار ــ د ډوډۍ د بڼې د جوړونې په موخه ، په لاسونو باندې د خمیره شوو اړو د غونډاري د هوارولو آواز .

په درنښت