د کمپنیو د اقـتـصـادي فـعالـیـتونو تـحلیل او تـجـزیه
20.03.2014 00:27ژباړڼ : ډاکتر محمدنواب ویساند:
لیکـــوالـه : ګ . و . سـاوڅــکایــا :
داقتصادي فعالیت په اړه د انالیز مفهوم
د ژباړن (زما) یو څو مخکنۍ خبرې : په یو هېواد کې اقتصادي کاروبار هغه وخت غوره پایلې لرلای شي ، چې په پرلپسې توګه یې د اقتصادي جوړښت په اډانه کې د اړوندو شاخصونو د ارزونې له لارې پوره جاج واخستل شي ، نیمګړتیاوې یې په ګوته ، رېزرفونه یې جوت او د راتلوونکي پراختیا لپاره ورته د شونتیاوو او اولیتونو په پام کې نیولو سره داسې روښانه ، علمي او عملي ستراتیژیک پلان ، چې د پلي کولو پر مهال یې وخت په وخت د روانو چارو د شننې او تحلیل ( انالیز ) نه د تر لاسه شوو پایلو له مخې یې د اړینو او اغېزمنو تدبیرونو نیول شوني وي ، جوړ شي . نو له همدې کبله مې غوره وبلله ، چې د هر څه لمړی د اقتصادي فعالیتونو په ډګر کې د ( انالیز ) مفهوم او ارزښت ، چې د اقتصادي فعالیتونو له ریښتیني انځور په ډاګه کولو سره مرسته کولای شي ، وړاندې کړم .
دا هم د پورتني سرلیک اړوند متن د یوې برخې ژباړه :
« انالیز (تجزیه اوتحلیل ) اوسنتېز د انسان د تفکر ځانګړتیا ده . تجزیه په پراخ او تنګ پلان کې . د یو مستقل علم په توګه د اقتصادي انالیز جلا کېدل . په پراخه او کوچنۍ کچه انالیز ( تجزیه ) . . . . .
د طبعیت د پدیدو او د ټولنیز ژوند څېړل د انالیز پرته ناشوني ده . د « انالیز » مفهوم د یوناني لغات « analyzis » څخه منځ ته راغلی دی ، چې د « ویشو یې » ، « جلا کوو یې » مانا ورکوي . نو ځکه ، انالیز د تنګ لید یا پلان له مخې د پدیدې او موضوع جوړونکې برخې( عناصر ) ددې لپاره ، چې هر ځانګړی عنصر د کل د یوې برخې په توګه وڅېړل شي ، جلا کوي . د کل دا ډول ویشنه اجازه ورکوي ، چې د څېړونو لاندې پدیدې ، پروسس ، د موضوع دننه ته وګوري ، د هغوی داخلي ماهیت درک کړي ، او په هره څیړل کیدونکې پدیده او موضوع کې د هر یو عنصر رول ( نقش ) مشخص کړي .
د مثال په توګه ، ددې لپاره ،چې د محصولاتو د تمام شد په قیمت پوه شئ ، نه یواځې په دې پوهېدل ، چې هغه د کومو عنصرو څخه تشکیل شوی ، بلکه د لګښت په هره ماده ( ارټیکل ) کې د هغې ارزښت د څه شي پورې تړلی دی . څومره ، چې په تفصیل سره د تمام شد قیمت د ودې عناصر او عوامل برخې برخې وي ، هومره زیات به ښای مونږ ددې اقتصادي پدیدې ( ښکارندې ) په اړه وپوهیږو او په ډېره اغېزمنه توګه به مو د تمام شد قیمت د جوړونې پروسس اداره کړی وي .
دې ته مو هم باید پام وي ، چې د چاپیریال بې شمېره پدیدې او پروسې یواځې د انالیز په مرسته نه شي درک کېدای . تر ډېره حده د نورو طریقو ( لارو چارو ) کارونې ته ، د انسان د مهم فکر سره په تطابق کې اړتیا پیدا کیږي . په دې ارتباط یا په دې اړوند ، تجزیې او شننې ته نژدې سنتیز ، چې د څېړنې لاندې د نیول شوي شي د بېلابېلو برخو تر منځ اړېکې او تړلتیا ښیي ، هغوی یو بل سره په یو واحد کې یوځای کیږي . مدرن دیالکتیک ( منطق ) د تجزیي او شننې او سنتیز یوالي د واقعیتونو د څېړنې د علمي طریقې په توګه ښیي . یواځې انالیز او سنتیز په یوالي کې د پدیدو علمي څېړنې په هر اړخیز و دیالکتیکي اړېکو کې تامینوي .
خو په دې توګه ، انالیز په پراخه پلان سره د چاپیریال د شیانو او پدیدو ، چې په ټوټو باندې د کل ویشل او د هغوی د ټوته شوو برخو تر منځ هر اړخېزې اړېکې او تړلتیا پر بنسټ په اړوندو لارو چارو ( طریقي ) پوهیدل را پیژني .
په علم او عمل کې د انالیز بېلابېل ډولونه کارول کیږي : فزیکي ، کیمیاوي ، ریاضي ، احصائیوي ، اقتصادي او نور . هغوی هر یو د موضوع ، موخې او د څېړنې د لاروچارو له مخې یو بل سره توپیر لري . دفزیکي ، کیمیاوي او نورو نه د اقتصادي انالیز توپیر په دې کې دی ، چې د اقتصادي پدیدو څېړل ( تحلیل او تجزیه ) د انتزاعي ــ منطقی میتود ( طریقې ) پورې ارتباط لري ، هلته نه مکروسکوپ ، نه کیمیاوي مواد ( ریاکتیف ) ، چېر ته چې باید هم انتزاعي ځواک عوض کړي ، ناشونی دی .
د انسان تحلیلي ځواکمنتیاوې د حقیقي ( عیني ) اړتیا سره په تړاو او د چاپیریال په شرایطو کې په مداوم ډول د خپلو اقداماتو او کړنو په ارزونه کې منځ ته را غلي او بشپړې شوې . دې تل د بشري ځواک او د منابعو نه دګټې پورته کونې د ډیر اغېزمنو لارو چارو ( طریقو ) د تشویقولو په لټه کې و .
د وګړو په ډېرېدو ، د تولید د وسایلو په بشپړېدو ،د انسان د مادي او معنوي اړتیاو په لوړېدو( وده ) سره انالیز په تدریجي ډول د متمدنې ټولنې د ژوند د لمړنیو اړتیاوو څخه شوی . نن ورځ په کلي ډول د انالیز پرته د وګړو په شعوري ډول فعالیت شونی نه دی . د انالیز د منځ ته راتلو د تاریخی برید د ځانګړي کولو لپاره ، ف . انګلس لیکلي : « لا د مخه د غوځ ماتول د انالیز پېل دی » . د وګړنیزې ټولنې د پرمختګ سره د ماتیدونکو غوځانو شمېر وده کوي ، بشپړیږي او ورسره د ماتیدو طریقي . د انالیز د موضوع ( ابیکټ ) دایره پراخیږي ،بشپړیږی او هغه خپله .
د وګړو دشعوري ډول کړنو په نتیجه کې په تدریجي صورت دطبعیت د چاپیریال سره متقابلې اړېکې پراخه کړې او په پایله کې د مختلف النوع شیانو او پدیدو په اړه یې خپله پوه ( درک) پراخه (غني ) کړ . په تدریجي توګه لا وړاندې په کافي اندازه د شیانو او پدیدو جلا ډولونو ته اړتیا وه . همدارنګه په ریاضي ، کیمیا ، طب او نورو علومو کې انالیز راڅرګند شو . ورته پروسس په اقتصادي فعالیتونو کې رامنځ ته شو . د مؤلد ځواک وده ، تولیدي اړېکې ، د تولید زیاتوالي ، د حجم پراختیا ، د علم د یوې مستقلې څانګې په توګه یې د اقتصادي انالیز د بېلولو سره مرسته وکړه .
نن لازمه ده چې ، ټول نظري اقتصادي تحلیل او تجزیه ، چې اقتصادي ښکارندې ( پدیدې ) او پروسس په غټه کچه ( د ټولنیز ــ اقتصادي جوړښت په سطحه ، د دولت په سطحه ملي اقتصاد او د هغوی ځانګړې څانګې ) ، او په وړه کچه د ځانګړي اقتصاد تحلیل او تجزیه ـــ د اقتصادي فعالیتونو تجزیه ، چې د بېلابېلو موسسو د اقتصادي څېړنې لپاره کارول کیږي . که څه هم په ټولیز ډول د اقتصادي تحلیل او تجزیې پوهنیزې نښې نښانې (پېلامه ) په تیره پیړۍ کې د وټپوهانو په لیکنوکې زیاته وده وموندله ، خو د اقتصادی فعالیت تحلیل او تجزیه د یو علم په توګه ( یوه ځانګړې پوهه ) نسبتآ نه ډېر پخوا منځ ته راغله .
د کاروبار د تحلیل او تجزیې جوړېدل د عمومي عیني غوښتنو او شرایطو پورې تړلی ، چې د هر یوې نوې پوهې راتلونکې څانګې پورې منسوب او مشخص وي .
لمړی ، د عملي اړتیاوو رضایت . هغه د تولیدي وسایلو د پرمختګ ، د تولیدي مناسباتو د بشپړتیا ،د تولید د مقیاس د پراختیا سره منځ ته راغلی . انتقالي (بصري ) شننه اوتجزیه (intuitive analysis ) ، اټکلیزې (تقریبي ) محاسبې ، تخمین په حافظ کې ، چې په لاسي او نیمه میکانیزه موسساتو کې کارېدل ، په غټو تولیدي واحدونو کې کمې شوې . د اقتصادي فعالیتونو د ګډ او هر اړخیزو شننو او تجزیو پرته د اقتصاد د پېچولو پروسو اداره کول او د مناسبو پرېکړو کارول ناشوني دي .
دوهم ، دا په ټوله کې د اقتصادي علومو د ودې پورې تړلې . لکه څنګه ، چې څرګنده ده ، د هر علم د پرمختګ سره د هغوی څانګو کې هم فرق راځي . د اقتصادي فعالیتونو اقتصادي تجزیه د ټولنیزو علومو د توپیر په پایله کې منځ ته راغله . پخوا د اقتصادي تجزیې دندې ( کله چې هغوی په پرتلیز ډول دومره دروندې نه ول ) د هغه وخت د شتو علمي دیسپلینو لکه ، بیلانس جوړونې ، محاسبې ،مالياتو او احصائیې په چوکاټ کې په پام کې نیول کېدل . ددې علومو په چوکاټ کې د تحلیلي څېړنو لمړنۍ اسانې طریقې منځ ته راغلې . خو د موسسې د پراختیا روان او پنځه کلن ټولنیز ــ اقتصادي پلان جوړولو لپاره د موسسې د کاروبار ګډ او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا پېدا شوه .
پورته نومول شوو علومو لا د مخه ونه شول کولای ٫ چې د پرکتیک ټولو غوښتنو ته ځواب ووایې . د اقتصادي فعالیت شننې او تجزیې ته د پوهې د یوې ځانګړې مستقلې او جلا څانګې په توګه اړتیا پېدا شوه . هغې سره علاقمندي په ښکاره سره زیاته شوه . لږو ــ ډېر د تولید هر اړخیز ( کمپلکس ) تحلیلي مطالعات پیل شول . شننه او تجزیه (انالیز ) د اقتصادي موسسې دپلانیزه اداره کونې ، د تولید د ګټورتوب د لوړونکو ریزرفونو د تشخیصولو غوره وسیله شوه » . په درنښت
اخـــــذ
http://www.bibliotekar.ru/deyatelnost-predpriyatiya-2/2.htm