د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سـم غوښتنلیک

ډاکتر محمد نواب ویساند 13.08.2015 12:34

لیکوال ژباړونکی : ډاکتر محمدنواب ویساند

DIE RICHTIGE BEWERBUN

(The correct application)
سـم غوښتنلیک
( د کارنیونکي غوښتنلیک . ژ)

د لیکوال ژباړونکي مخکنۍ خبرې : بشریت په نننۍ نړۍ کې د علم او پوهې د لوړو ارزښتونو په رڼا او د اغېزمنو تجربو نه په ګټې اخستنې د هرې ورځې په تېرېدو د پراخو او مخ په ډېرېدونکو غوښتنو د پوره کولو په موخه معاصرې تکنالوژۍ ته د لاس رسي لپاره په ټول ځواک او توان د چټک ګامونو په اخستلو سره داسې بریاوې تر لاسه کوي ، چې هېڅ تصور یې هم نه شي کېدای . او په دې لاره کې د زیاتو اړینو پانګونو په مټ ، ژورې څېړنې ، پراخه ازموینې چې کېدای شي کله نا کله د بریاوو تر څنګ د یو لړ ناهیليو (ریسک ) سره مل هم وي پر مخ وړل کیږي . دلته د پوهې ، تجربو او مالي وسایلو کارولو تر څنګ د انسان پخه اراده ، د بشري کاري ځواک سم او پر ځای کارول ، چې د طبعیت د پټو رازونو د راسپړلو او د هغوی تل ته د ورننوتو بنسټیز اړم جوړوي ، ځانګړی ارزښت لري . دغه ارزښت ته په کتو، د ګمارنې چارې باید د ژوند په ټولو اړینو برخو کې د ځانګړو معیارونو له مخې تر سره شي .
په وروسته پاتې نړۍ کې ، چې افغانستان هم ترې نشي بېلېدلای د بشري کاري ځواک په ګمارلو کې پوهه او تجربه تش په نوم کارول کیږي .
په ځینو برېښنا پاڼو کې کله نا کله د ځینو درندو څانګیز پوهانو او لیکوالانو له خوا د کارموندنې او ګمارنې اړوند یو لړ ښکلې لیکنې تر سترګو کیږي . په رښتیا ځکه زما خوښې شوې ، چې مې د کار پسې د لټون او یا د کارموندنې په موخه په یوه خاصه بڼه د غوښتنلیک د جوړولو پر مهال د یو لړ پوښتنو د ځوابولو په موخه د یو داسې لارښود ، چې د کارموندنې د بري چانس د ډېرولو سره یې مرسته کړي وای ، په لټه کې وم . په دې اړوند په پرمخ تللو هېوادونو کې خورا زیات داسې ، میتودونه ، مواد او لارښوونې شتون لري ، چې له هر سړي سره په اړوندو څانګو کې د هغوی د وړتیا ، مهارت او مسلکي یا تخصصي پوهې له مخې د مناسب کار ځای موندنې سره مرسته کولای شي . خو هغه څه چې ددې کتاب د لوستلو پر مهال یې د لیکوال (زما) پام ځان ته راوګرځاوه ، د غوښتنلیک په اډانه کې د کارموندني لپاره په ډېر ځیر سره د کارسپارونکي د قناعت حاصلولو لپاره د معقولودلیلونو راوړل دي .
د همدغه اړتیا له مخې مې غوره وبلله ، چې د ( DIE RICHTIGE BEWERBUNG ) سر لیک لاندې د الماني ژبې کتاب په پښتو وژباړم او درندو لوستونکو سره یې شریک کړم . تر څو په افغاني ټولنه کې کار ځای ته د کارموندونکو نوماندانو د غوراوي پر مهال د ګمارنې چارې د پوهې ، تجربو او مسلکي وړتیا په پام کې نیولو سره تر سره شي . او په دې توګه زمونږ ویاړلی هېواد د په کار پوه کسانو په ګمارلو سره د سیالو هېوادونو په کتار کې را وستل شي .
د دغه کتاب له منځپانګې څخه به ځیني اړیني برخې (لنډیز) په پښتو ژباړې سره په څو برخو کې د یو شمېر معتبرو ویبپاڼو له لارې تاسو درندو لوستونکو ته وړاندې شي ، هیله ده ، چې درانده لوستونکي د ژباړې نیمګړتیاوې جدي و نه نیسي .
دا هم باید ووایم ، چې په الماني ژبه دا کتاب د نووییمو ز کالونو په وروستیو کې خپور شوی ، نو ځکه د کارموندنې لپاره پکې د وروستیو انترنیتي اسانتیاوو نه د ګټې پورتکونې اړوند څه نه تر سترګو کیږي .
ژباړه :
لمړۍ برخه :
منبع :
Redaktion: Ina Friedrich
Mitarbeit: Johanna Jakob

DIE RICHTIGE BEWERBUNG
سـم غوښتنلیک
ســــــریـــــزه :
د یو کار ځای درلودل نه ډېر د مخه موده کې یوه څرګنده خبره وه . نن مهال ، ورځ تر بلې تل د مخ په زیاتیدونکي وزګارتیا سره ، هغه سړی باید خوښ واوسي ، چې کار ولري . وزګار اوسېدنه کولای شي ډېرې منفي ( اغېزې ) عواقب ولري . یو څوک ، چې کار ځای لري ، د یو وزګار سړي په پرتله په منل کېدنه او رسمیت پېژندنه ، سر ته رسونه او رضایت کې د ډېر و زیاتو خبرو نه باخبر وي . د بېکارۍ په پېسو او یا د سوسیال په مرسته ژوند کول ، د ځان د ارزښتمندۍ احساس کمزوری کوي او پس طبعآ سړی د نورو لږو پیسو سره ګوزاره کوي او له ډېرو شیانو نه تیریږي . د شتون ( هستۍ) او راتلونکې وېرې ژوند ستونزمن کوي ، سړی ځان بې ارزښته او ګوښه ګیر احساسوي . د وزګارتیا له لاسه مختلف کسان خواشیني دي ، چې هغه د هر څه نه په مسلکي برخه او ټولنیزو طبقو کې لیدل کیږي . د هغې نه کارکوونکي ، مامورین یا اکادمیک شخصیتونه ، ټول سر ټکوي ( رنځ وړي ) .
یو وړاندي شوي کار ځای ته په سلګونو کسان د کارموندنې په موخه ځي . په دې ورستیو کلونو کې د یو کار ځای په لاس ته راوړلو او ساتلو باندې فشار بې کچې لوړ شوی او په دې سره د کار په مارکیټ کې د سیالۍ مبازره هم .
د وزګارتیا پای نه تر سترګو کیږي ، او دا هم د لاندې دلیلونو له مخې :
۱. تخنیکي بدولونونه د یو لوړ زیاتیدونکي مسلکي کاري ځواک غوښتونکي دي . بې تعلیمه ځواک تل لږ پکاریږي .
۲. په موسساتو کې د نوي تخنیک او د سپما په اصل ولاړ مخ په زیاتیدونکي کاروبار د تنظیمولو سره ، په پرلپسې توګه د کار ځایونه له منځه وړل کیږي .
۳. په دوامداره او پرلپسې ډول د کار ځایونو د له منځه وړلو په مقابل کې ډېر لږ د کار امکانات منځ ته راوړل کیږي .
هر څومره ، چې د کار ځای لپاره تقاضا ډېره یې ، هومره سړی د هغې لپاره باید ډېر څه وکړي ، خپلو امکاناتو ، چانسونو ته که چېرې یو سړی د کارموندنې په لټه کې وي ، هیله مند واوسي . غم او کړاو ، پریاد او صبر ایستنه نوره مرسته نه کوي . سړی خپله د سیالۍ په مبارزه کې ، د یوې ثابتې ارادې او خوشبینۍ او هر څه د مخه د اړینو پوهاوي ( Know-how ( سره ځان پلی کړي .
دا کتاب غواړي په ممکنه ښه وجه تاسو سره په یوه خاصه بڼه ستاسو د غوښتنلیک په جوړولو او سر ته رسولو کې مرسته وکړي . دا تاسو ته یو لړ مشورې ، معلومات او وړاندیزونه ، چې څرنګه تاسو ځان د قانون په رڼا کې په یو غوښتنلیک کې کولای شئ ، وړاندې کړﺉ . دا په لیکلي بڼه د یو ډېر ښه او مناسب ( اوپتیمال ) غوښتنلیک نه پیلیږي او د یو پوره پوهاوي او لیاقت سره د پېژنګولۍ ( انتریو ) یانې د کار سپارونکي ( ګمارونکي ) سره د کارلټونې مخامخ خبرواترو ( یا ازموینې ) ته په ورننوتو سره پای ته رسیږي .
دا کتاب کولای شي د غلطیو د مخنیوي سره مرسته وکړي . سربېره پر دې هغه کولای شي ، چې تاسو ځان ډاډمن احساس کړﺉ او په دغه ورځ سم چلند وړاندې کړﺉ ،چې تاسو خپل چانسونه کاروﺉ او بې پروا لوبه نه بیالئ . نوربیا