د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سم غوښتنلیک

ډاکتر محمد نواب ویساند 09.09.2015 12:24

ژباړه :
دوهمه برخه :
۱. د یو غوښتنلیک له پاره کوم دلیلونه شته ؟
تاسو یواځې ، هغه وخت کولای شئ په خپل غوښتنلیک کې آرام او ډاډمن چلند وکړﺉ ، چې خپله د خپل دریځ ( ځای ) په هکله په دقیقه توګه په روښنایي کې وﺉ . د هغې مطابق تاسې کولای شئ خپل غوښتنلیک ته یوه خاصه بڼه ورکړﺉ او ورپسې خپلې ستراتیژۍ مرتب کړﺉ .
که چېرې تاسو په غوښتنلیک کې ټګي ، درواغ یا د علتونو په هکله چوپ پاته شئ ، په دې باندې تاسو خپله په ځان مهرباني ( لورینه ) نه کوئ . تاسې یواځې هماغه شان لکه څنګه چې یاست پاته کیږﺉ ، که په رښتیا ولاړ واوسئ . او یواځې هغه وخت کېدای شي تاسو د منلو وړ وګرځئ . که چیرې تاسو دوئ (علتونه ) په خپل ځای پر ېښودل . د ګومارونکي لپاره دا ډېره مهمه ده ، چې پوه شي ، څله او د کوم دلیل له مخې یو څوک ځان د دوئ کار ځای ته کاندیدوي . هغه غواړي په دې پوه شي ، ولې هغه ( کارلټونکی ) همدا اوس ددوئ د کمپنۍ ( شرکت ) سره علاقمند دی او هغه ولې اعلان شوي کار ځای لپاره ځان مناسب بولي .
سربېره پر دې ، ددې سره هم دلچسپي لري ، چې که تاسو وزګار یاست ، د کوم دلیل له مخې مو مخکنی کار ځای له لاسه ورکړی دی ، ایا تاسو خپله له کاره لاس اخیستی دی ( منفک شوي یاستئ ) ،او یا هم د خپل وروستي کارسپارونکي د ډیرو اړینو دلایلو (ناچاریو ) له مخې منفک شوي یاستئ یا د ساري په توګه د یوې تصدۍ اویا هم د هغې د یوې څانګې د له منځه تلو ( قرباني ) شوي یئ . ډېر ې انګېزې شته ، چې له مخې یې سړی کولای شي یو کار ځای ته ځان ونوموي . چې په لاندې ډول یې د ځینونه یادونه کیږي .
۱.۱. مسلکي موقف باید ښه شي
د یو غوښتنلیک لپاره تر ټولو نه ډېر دلیل ، هغه چی سړی خپله په خپل مسلکي موقف کې د ښه والي راوستل غواړي . د کارموندونکي لپاره د نورو دلیلونو خلاف د یو داسې دلیل وړاندې کول په ګټه دی . دی ، لکه د یو داسې کارموندونکي په شان ، چې وزګار او عاجل کار ته اړتیا لري ، د بریاو او د وخت د فشار لاندې ولاړ نه وي . هغه کولای شي عجله ونه کړي ، آزاد او مستقل تصمیم ونیسي . او همدارنګه د هغه چا په نسبت ، چې د نهائې کوښښ په لټه کې وي ، چې څه به ور ته د انتروېیو پر مهال کېدای شي ډېر په ګټه وي ، آرام او د سړې سینې خاوند وي .
لاکن هم کله ، چې سړی دا مناسب شرطونه ولري ، ښایي ځان د موماندنې لپاره ښه تیار کړي . همدارنګه سړی باید په دې هکله په روښنایي کې وي ، ایا سړی واقعأ د تبدیلۍ په هکله جدي دی او که یواځې د فکر سره لوبې او ازمایل غواړي .
که چېرې یو کارسپارونکی وویني ، چې د غوښتنلیک تر شا د مسلک د ښه کېدو او لوړ مقام پسې (ته ) د رسېدو آرام پټ دی ، دا یو د غټو ګټو ځینو دی . هغه ( کارسپارونکی ) د غوښتنلیک دلاسندونو او انتروېیو له مخې کولای شي وویني ، ایا ، څرنګه او څومره وخت کارموندونکی د خپل مسلک په ډګر کې ګټور ثابت شوی دی . هم له دې دلیله باید د غوښتنلیک دلیل څرګند نومول کیږي .
لاکن مخکې له دې ، چې د کوم بدلون تصمیم ونیسئ ، تاسو باید یو لړ شیان روښانه کړﺉ . تاسو غواړﺉ ، چې د مسلک په حال کې بدلون راوړﺉ ، ځکه چې تاسو :
الف ) په خپل کارځای کې ځان غېر مطلوب احساسوي ( کارمو له سویې ټیټ دی . ژ ) او غواړﺉ وړاندې وده وکړﺉ ؟
ب ) که څه هم د مسلک په ډګر کې پاته کیږﺉ ، خو په یوه بله کمپنۍ ( تصدۍ ) کې د هغوی د کار طریقو سره بلدیت غواړﺉ یا د کمپنۍ کډې کولو له کبله باید تبدیل شئ ؟
ج ) موندنې ښیي ، چې اوس تاسې ډېرې لږې پیسې ګـټـئ اود اقتصاد ښه کول غواړﺉ ؟
د ) د اوسني کار په فضا کې ځان ښه نه احساسوﺉ او په طبع مو برابر یو چاپیریال کې کار کول غواړﺉ ؟
ټول څلور واړه علتونه ( دلیلونه ) بېخي قانوني دي . تش مهم دي ، چې تاسو درست پوه اوسئ ، چېرې ولاړ یاست ، او چې تاسو د هغې مناسب منځګړیتوب کولای شئ . دا ستاسو د هیلو یو ریښتنی تحلیل ، او یو واضح ، قناعت بښوونکی دریځ غواړي .
که چېرې تاسو د ( الف ) ګروپ پورې تړاو لرﺉ ،تاسو ته ستاسو د مسلک ډګر خوښي دربښي . تاسو په مینه کار کوﺉ او په خپلې خاصې پوهې او کار ځای ښه پوهیږﺉ . تاسو غواړئ هغه پراخه او لوړه کړﺉ ، چې دا ستاسو د زیاتیدونکو حقه غوښتنو سره مطابقت وکړي . تاسو انرژي لرﺉ ، شهرت طلب او کنجکاو ( غواړﺉ په څه پوه شئ ) هستئ .
خو اوس ښایي ستاسو په شرکت کې د لوړېدو شونتیا شتون و نه لري . کېدای شي ، چې موسسه ډېره وړه وي یا هغه پوست ، چې ستاسو په فکر کې ګرځي ، شتون و نه لري یا د اوږد مهال لپاره له لاسه وتلی وي . تاسو کولای شئ دا هغه کارسپارونکي ته ، چې ځان ورته نوموﺉ روښانه او څرګند وښیاست ، ستاسو چانسونه اپتمال ( ډېر مناسب ) دي .
د یوغوښتنلیک بېلګه :
یو شرکت د یوې څانګې د آمیریت کار ځای لپاره د اعلاناتو له لارې د یومشرد موندلو په لټه کې وه . دې ته یوې ۳۷ کلنې مېرمنې ، چې لا له وړاندې یې په نوموړې څانګه کې اوه کاله کار کړی دی ، ونوماوه . هغې زیاته کړه ( ویلي دي ) ، چې د درې کلونو راهیسې د همدارنګه څانګې د سرپرست امرې په توګه دنده تر سره کوي . په دې وجه یې تاسو کولای شئ د تمې غوښتنې په ښه توګه تر سره کړﺉ . هغه د یو نوي لوړو توقعاتو د فعالیت ( کار ) چاپیریال او نوي چلنجونه لټوي .
په دې بېلګه کې د مسلکي دریځ بدلون لپاره دلیلونه ښه او واضح وییل شوي دي . نوی کار سپارونکی (
یوه بله بېلګه :
د موټرونو د ترمیمولو ورکشاپ ، د اعلاناتو له لارې د یو میخانیک په لټه کې و . دې کار ته یو ۲۷ کلن سړي ځان ونوماوه ، دی زیاتوي ، چې لا له وړاندې په ډېرو ورکشاپونو کې ګویا چې بوخت و او د مسلکي تجروبو ځنې برخمن دی . له زړه یې غوښتل تبدیل شي ، ځکه چې آمر یې ورته د کار د وخت د انعطاف وړ شونتیاوې نه برابروي ، او هغه هیله مند دی ، چې په بله موسسه کې به اسان او ساده وي .
په دې حالت کې د رد ( منفي ) ځواب مخکې له مخکې پروګرامیږي . نوماند ( کارنیونکی ) بې اعتماده ( ناپایدار ) او په ټوپونو („ ډېر ورکشاپونه“ ) او د „ کار د وخت انعطاف „ یې د مخکنۍ هیلې په توګه نژدې لا وړاندې بې مانا ( نامعقول ) بیان کړی دی .
نوماند، چې د ب ) دلیل له مخې تبدیلیدل غواړي ، ښایي د خپل مېتود او د کار طریقې له مخې خپله موسسه زړه موندلې ( برېښېدلې ) وي . هغوی مخ په وړاندې کوښښ کوونکي ، نوښتګرو شرکتونو کې بوخت کیږي ، خو په خپله اوسنۍ څانګه یا شعبه کې پاته کیږي . دا دلیل هم د ګومارونکي لپاره ، چې ورته سړی ځان نوموي ، یو ښه فکر دی . په دې لړ کې مهمه ده ، هغه ته واضح شي ، چې سړی په خپله څانګه کې با وفا پاته کېدل غواړي ، همدارنګه باوري دی ، لاکن بیا هم یو سر سري تغیراتو ته چمتو دی ، همدارنګه د انعطاف وړ او د کار د نوو لارو چارو لپاره پرانیستی ( تیار ) دی .
داسې هم کېدای شي وي ، چې یو ځانګړي ښار ته د تبدیلیدو هیله کیږي ،د ساري په توګه ، ځکه چې د نوماند یا نوماندې پارتنر ( خاوند یا مېرمن ) دې ښار ته تبدیل شوی ( کډه شوی یا شوې ) دی . په دې حالت کې سړی باید د تبدیلۍ لپاره د خپل غوښتنلیک مرکزي (ثقل) ټکی په مسلکي اړخ را لنډ کړي . سړی باید د هغه ځای لپاره چې ځان نوموي ( کاندیدوي ) ، رښتینی او په قاطعیت سره ګومارونکي ته واضح کړي ، ولې سړی غواړي ځان په ځانګړي توګه ددوی شرکت ته نوموي . بل ښار ته د پارټنر تبدیلي د یو علت په توګه کافي نه دی .
یو مثال :
د برلین نه یوې ۳۲ کلنې ښځې د یو کار ځای اعلان ، چې پکې د فرانکفورت په چاپ خونه کې د یوې سکرټـرې پوست وړاندې شوی دی ، ځوابولی . هغه تشریح کوي ، چې هغه ځان د خپل مېړه له خاطره دغه کار ته کاندیدوي ، هغه فرانکفورت ته تبدیل شوی . له همدې کبله هغه غواړي پدې ښار کې کار پېدا کړي ، تر څو د مېړه سره نژدي پاته شي او له دې سره په راتلونکي کې په خپله رشته کې د سکرټرې په توګه وکولای شي دنده تر سره کړي ( اجرا کړی) .
منفي ( رد ) ځواب هرومرو دی . هغه علت نه دی نومول شوی، ولې نو همدااوس دا چاپ خونه باید وي . نومانده ددې خبرې یادونه نه کوي ، چې په څه ډول یو شرکت ( کمپنۍ ) کې اوس په کار بوخته ده او ایا په یو چاپ خونه کې د سکرټرې د ځانګړو وظایفو سره د اشنایي خاوندان یاستئ .
یوه بله بېلګه :
یو ۳۶ کلن د بیلانس جوړولو محاسب ، کوم چې د اوو کلونو راهیسې د برېمن په یو وړوکي شرکت کې پکار بوخت و ، د مونشن د یوې لویې موسسې د اعلان په وړاندې ، چې د یو محاسب په لټه کې دي ، غبرګون ښکاره کړ . او د دلیل په توګه هغه د خپل غوښتنلیک لپاره په یوه کې مونشن ته د مېرمنې بدلېدنه او بله هیله یې د کار یو نوي چاپیریال پېداکېدنه ، یاده کړې ده . سره لدې هغه ددې خبرې یادونه کړې ، چې دی به انعطاف لرونکی وي او ځان د یو لنډ وخت په دننه کې د نوې دندې لپاره چمتو کولای شي .
کاندید ځان باوري او د مسئولیت نه ډک اومداوم ډول کار ته تکړه څرګندوي . هغه اوه کاله یوې وړې موسسې ته وفادار پاته شوی ، یوې غټې موسسې ته په تبدیلیدو او د دندو د چاپیریال د پراختیا سره سړی کولای شي په ډېر څه وپوهیږي .
نوماند ، د کوم لپاره ،چې د ج ) حالت رښتینی دی ،د امکان په صورت کې داسې احساس لري ، چې ګوندې هغه د خپل حق نه د لږو پېسو تر لاسه کوونکی وي یا هغوی چې د نورو موسسو پورې تړلي دي د ورته کار په مقابل زیاتې پېسې ورکوي . د ښه معاش غوښتنه د یو همېشني دلیل په توګه د نوي غوښتنلیک وي . هغه پوره (بلکل ) پوه او په ډېرو حالاتو کې بېخي مناسب دی .
خو بیا هم سړی باید پوه وي ، چې یو داسې دلیل د کار سپارونکي لپاره په تقرر کې په هېڅ شان په زړه پورې مانا یا اهمیت نه لري . دا په دې مانا نه چې ، دا دلیل باید پټ کړلای شي . څنګه چې وایي ، د یو غوښتنلیک په لمړي ځای کې ریښتینوالی ولاړ دی . خو تاسو باید د خپل اقتصادي علاقمندۍ تر څنګ یوه حقیقي علاقمندي موسسې (تصدۍ ) او هم وړاندي شوي کار ځای ته وښیاست . نور بیا