د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان معاصر اقتصاد اړوند ځیني وړاندیزونه

ډاکتر محمد نواب ویساند 08.05.2014 11:59

څــلــورمــه بــرخــه  :
             څه مـــوده وړانــــدې مې  د افغانستان  معاصر اقتصاد اړوند  په  تېرو څو لیکنو کې  ، چې  د یو شمېر ویبپاڼو په ارشیف کې  موجودې دي ،  د یو لړ حقیقي  شمېرو په وړاندې کولو  او ښوولو سره  ،د تر سره شوو کارونو  جاج  اخستلو او شننو  سربېره  ، ځینو  تشو او نیمګړتیاوو  ته   هم  ګوته  نیول  شوې وه  .   د همدغه نیمګړتیاوو  د له منځه وړلو او د راتلونکي اقتصادي  پرمختګ او پراختیا او د ولس د مخ په زیاتیدونکو غوښتونو او اړتیاوو  د پوره کولو  او  په اقتصادي چاپیریال کې د  تشدیدي او پراخیدونکې  سمې  کارونې لپاره  د څانګیزو کارپوهانو ګټورو  لارښوونو ،  رغوونکو   وړاندیزونو ،  غوره  او لازمو تدبیرونو نیولو  ته  سخته اړتیا لیدل کیږي   .
خـو دا ډول  رغوونکي  انـدونه  یواځې  هغه وخت هدف پېیلې  پایلې له ځانه سره  درلودلای شي ، چې په هېواد کې   د ځان   په ګټه  له کنټرول  وتلې  د په خپل  سر  اقتصادي کړو وړو ( خود  سره  مافیایي نظام )  پر ځای  په ملي هوډ او اراده  ولاړه  اداره  ، چې  ملي اقتصادي  لوړو ارمانو ته  ژمن  وي ،  رامنځ  ته شي    . تر څو  د هېواد  د اقتصاد  د پټو  او ښکاره  ريزرفونو  په  ډاګه کولو او د  اقتصادي  پوتنشل  د هر اړخیزو  څېړنو   وروسته  وکولای شي  د راتلونکې  پراختیا او پرمختګ  لپاره   یوه  رڼــه ، علمي  او عملي  داسې  ستراتیژي  ، چې  په پر له پسې توګه  یې د هېواد د زیاتیدونکو  وګړو د اړتیاو د پوره کولو لپاره ،  د  بشپړونکو کارونو په تر سره کولو سره  پلي کول  شوني وي ، جوړه کړي . همدارنګه   د هېواد د اقتصاد څانګیز  جوړښت   هر برخه (سکټور)  د سیمیزې متوازنې  پراختیا تر څنګ    د خپلې اغېزمنتیا او ګټې  رسونې د کچې  له مخې  داسې سمبال  شي  ، چې  د اقتصاد  د  نورو برخو پیاوړتیا او ځواکمنتیا   ته اوږه  ورکړای  شي   او  د ملي اقتصاد د جوړښت  په اډانه کې   هر  یو سکټور  د دوه ګوني رول ( عرضه کونکي  او تقاضا کونکي ) په درلودلو سره  د یو  بل  مرستندوی او بشپړونکی  وي  .
               مخکې له دې ، چې  د نـنیو شرایطو په پام  کې نیولو سره  د هېواد اقتصاد د ښه سمون لپاره کوم ځانګړی  اند  یا وړاندیزو  وړاندې  شي  ، غوره به دا وي ، چې   د اقتصادي پوتنشل  عمومي  پیژند  ته ،   سر  ورښکاره کړو :
اقتصادي پوتنشل   ـــــ  د یو هېواد هغه  سرچینې  دي ، چې د هغوی په بشپړ کارولو سره  لوړ ( اعظمي یا د زیات نه زیات ) ملي ټولنیز ناخالص تولید تر لاسه کیږي   . د هېواد اقتصادي پوتنشل  د پنځیزوـ سرچینو  ٫ تولیدي  ٫  کاري  ٫  علمي ـ تخنیکي او صادراتي پوتنشل نه جوړشوی دی .
دپنځیزوـ سرچینو پوتنشل  ـــــ    د هېواد هغه  طبعي  شتمنۍ  را ښیي   ، چې  لا له وړاندې یې  په اقتصادي کاروبار ( دوران )کې  ګډون  کړی ،  او همدارنګه   د  اوسنیو   تکنالوژیکي  او ټولنوټیزو اړیکو  په شتون کې  یې    تر لاسه کول   شونی  دی  .     
تولیدي پوتنشل ـــــ د مادي ـــ فزیکي  او کاري وسایلو څخه  منځ ته راځي . دا ــ د تولید وسایل  ( ودانۍ ، تجهیزات ، ماشینونه  )، تکنالوژي ، کارګران او انجینري ــ تخنیکي کدرونه سره  رانغاړي  .  
کاري پوتنشل ـــــ د یو  هېواد کاري بشري منابع  ، چې څومروالی  او څرنګوالی  یې د فعال  او د کار وړ  کسانو  ، د تحصیلي ، مسلکي  او  تخصصي  کچې  د  شمېرو له مخې معلومیږي  .
علمي ــ تخنیکي پوتنشل  ـــــ  هغه  زېرمې ، چې  یو هېواد ترې  د  پوهنیزو ــ څېړنیزو ، تجروبوي  او جوړونکو ( رغوونکو)  کارونو په ترڅ کې برخمن شوی وي  . دا ــ بنسټیز او شوني پوهنې ، کشف او اختراغ ، نوې تکنالوژي ، تجربوي ــ څېړنیز  بنسټ ، او همدا رنګه پوهنیز ــ تخنیکي  او د پلان او ډیزاین ( رسم ) د لوړې  پوهې کدرونه دي  .  د یو هېواد علمي ــ تخنیکي  پوتنشل ـــ  د معاصر اقتصاد د پرمختګ  مهم  اړم  بلل کیږي  .   
صادراتي پوتنشل ـــــ  د داسې محصولاتو په تولیدولو کې  د ملي  اقتصاد  وړتیا  ، چې په نړیوال بازار کې  په نړیوال نرخ  په پوره مقدار  سره   د صادرلو جوګه وي .
                د اقتصادي پوتنشل  پیژند ته په کتو غوره به دا وي  ، چې   د هر څه لمړی  د ټولنوټیزو شاخصونو د مالومولو لپاره   د ټولو څانګو له  خوا په ګډه او همهاله  یو پراخه  او هر اړخیز  څېړنیز  بهیر  ، چې پکې د هرې ځانګړې  څانګې ، دڅانګیز  جوړښت  اړوند  په کار  پوه  او مسلکي کسان ګډون ولري ، پېل  او د حقیقي  شمېرو  پر بنسټ  ولاړ  د اوسني حالت  په پام کې نیولو سره  یې  یو داسې  روښانه نڅوړ  ، چې  د ټول ملت  له  پاره د پوهېدو وړ  وي  راوباسي  . په دغه   نڅوړ   کې  په ډېر  ځیر  سره  د اقتصادي  جوړښت   خواره واره واحدونه  سره راغونډ او بیا د غوښتنو او شونتیاوو له مخې  په  یوه رڼــه شکله  کې   داسې  راونغښتل   شي  ، چې  د ملي اقتصاد د هر یو سکټور  اړوند  ملي او سیمیزې  پروژې  تفکیک  او هر یوه  برخه  یې  د خپلو اولیتونو یا لومړیتوبونو    له مخې  په خپل وخت  د اړوندو ارګانونو له خوا  داسې تنظیم  او پلان  کړلای  شي  ، چې د هر یوې  د تر سره شوې او یا  ترسره کېدونکې  پروژې اغېز په سراسري اقتصادي پوتنشل  کې له ورایه  وځلیږي  .  په  خپل وار سره  به  په ورستنیو څېړنو کې د افغانستان د اقتصادي پوتنشل یا ځواک  د ځانګړو ځانګړتیاو په  هکله    لا زیاته رڼا  واچول  شي  ، خو اوس د موضوع د رالنډولو لپاره یواځې د  یو  څو لاندې   اړینو ټکو  بسنه کوم  .
               ــــــ    اوسمهال  د هر  څه  لمړی  د ټولنیزو ، اقتصادي او نورو  ورځنیزو چارو  د  ښه سمون  لپاره  یوې  ډاډ منې  سولې  او امنیت ته  اړتیا ده . او دا هغه وخت  امکان لري ، چې د مخالفینو سره د پخلاینې  لپاره  د غولوونکو هلو ځلو پر ځای رښتیني  او صادقانه ګامونه  پورته شي .   تر څو   په   هېواد کې   میشت  اویا هغه   کډوال  چې  خپل  وران  ویجاړ  ټاټوبي  ، کلیو او بانډو  ته  راګرځی  بې  له  کومې  وېرې و کولای شي  خپل  عادي   ژوند ته  دوام  ورکړي  .
            ــــــ  پداسې حال کې  ،  چې   دولت  په تېرو  دیارلسو کلونو کې   د کرنې سکټور د بیا رغونې  او پرمختیا په هکله   د یو لړ  تر سره شوو  کړنو پایلې  بریالۍ بولي ، خو بیا هم  د  کرنیزو محصولاتو( او په تېره بیا د غلو دانو) د کمښت  له کبله  تل  د دوه ملیون  نه  تر درېنیم  ملیون  متریک  ټنه  پورې  د اړتیا وړ   غنمو د واردولو خبرې اورېدل کیږی .  په هېواد کې د زیاتیدونکو وګړو د اړتیا وړ خوراکي توکو د کمښت  د  ستونزې  د اوارۍ لپاره باید اړینې کړنې لکه   د اوبو لګولو د نوو بنسټیزو  سیستمونو  او زېربنائي تاسیساتو  جوړول ،  د اصلاح شوو تخمونو ، کېمیاوي سرې ، د کرنیزو ناروغیو  ضد داروګانو ،  د کرنیزو پورونو  د اسانتیاوو او نورو امکاناتو  برابرول  ، چې  د  بزګرانو  او کرونګرو سره  د  خوراکې ، صنعتی  او تجارتی محصولاتو  په  وده کې  مرسته کوي  ،  کوټلي  ګامونه  پورته شي  .  ددې تر څنک ،   د دودیزو  کلیوالي  لمړنیو وسایلو پر ځای د مؤلدیت د  لوړتیا  او د یوه هکتار څخه  د غلو دانو د حاصلاتو د زیاتیدو په موخه د   میکانیزه  وسایلو او د نوې  کرنیزې تکنالوژۍ په کارولو او د ځمکې  تولیدي کچې د لوړولو لپاره  د یو شمېر نورو غوره تدابیرو  په نیولو  سره ، چې  د کوکنارو د کښت   د مخنیوی لپاره  بې اغېزې نه وي ،د  لازمو  کړنو   تر سره کول اړین  بلل کیږي  .   کرنې  ته  ، چې   د خواړو  برابرولو تر څنګ  د خوراکی صنایعو لکه   (  سیلوګانو ، غوړیو تولیدولو او بورې جوړولو )  اوهمدارنګه د  سپکو صنایعو  لکه ( نساجیو، جن وپرېسونو  )  او نورو    لپاره   اومه مواد برابروي   باید خاصه پاملرنه وشي   . ددې سکټور د پنبې څخه ترلاسه شوې  مالوچ  چې ، د هلمند ، مزارشریف ، قندوز  او هرات حوزو څخه تر لاسه کیږي ،    نه یوا ځې د هېواد  د نساجیو اړتیاوې پوره کولای شي   بلکه  د یو صادراتي توکي په توګه  د ځانګړی ارزښت  په درلودلو سره  د نړیوال بازار  په نرخ  هېواد ته  د بهرني اسعارو په راوړلو کې  د پاملرنې وړ  مرسته  رسولای  شي   .   همدارنګه    د بڼ والو د لازیات  هڅولو په موخه  په  اړوندو سیمو کې د  مدرنو سوړساتنځایونو  جوړول ، چې د مخه مې  په یوه ځانګړې لیکنه کې  ورته اشاره کړې وه ، اړین بلل کیږي .    
            ــــــ  افغانستان د کانو او صنایعو د  وزارت  او بهرنیو سرچینو له قوله په افغانستان کې  تر دې مهاله   د  درې زره ملیارد ډالرو په ارزښت  د طبعی کانو د  زېرمو د شتون اټکل شوی دی  . چې په راسپړلو ، چاڼ  او صنعت ( پروسس)  سره  یې  د راتلونکې  اقتصادي پرمختیا او ودې  لپاره یو ښه زېری  بلل کېدای شي .  د دولت  اړوند ارګانونه ،  چې  ددغه ملی پنځیزو  شتمنیو د   پورتنیو درې واړو پروسو په لړ کې ( په داسې حال کې ، چې که دولت خپله د یو پانګې اچوونکې  په توګه نه  را منځ ته کیږی )  د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو تر منځ د داوطلبۍ او بیا د ددغو داوطلبۍ د وړونکو( بریالی شرکتونو ) سره  د قرار داد پر مهال له ډېر احتیاط او پوره دقت څخه  چې ملي ګټو ته پکې د کوم  تاوان څرک ونه لګیږي  ، کار واخستل شي  . تر څو په   راتلوونکې  کې کومې  ستونز ې  راولاړې نشي .
            ــــــ  داقتصادي   چارو د   ښه سمون لپاره د هېواد په کچه  د یو ځانګړي  پوهنیز ــ څېړنیز  اقتصادي  داسې  انستیتوت  منځ  ته  راتلل  ، چې  د وخت  د غوښتنو او شرایطو سره سم د بیا رغونې او پرمختیایي  پروژو اړوند   پروګرامونو په  جوړولو  ، د اغېزمنو  اقتصادي  پالیسیو په تنظیمولو او  د ملی اقتصاد  څانګیزو  اقتصادی ــ تخنیکی  مطالعاتو د خپلمنځي   کاري  اړېکو په  ټینګولو کې  مرسته وکولای شي  ،  اړین  برېښي  .  دې ډول  انستیتوت ته په کار ده  ، چې  د هېواد د غوړېدا  لپاره یوه داسې  کړنلاره ، چې د هغې په رڼا کې  د هېواد دینامیک ځواک ته داسې  یو چاپریال  چې د ملي ګټو او د وخت  نافــذه  قوانینو سره اړخ  ولګوي  ،   جوړه کړي .
           ــــــ  د هېواد په دننه کې  د مالي  وسایلو  د کمښت  او دینامیکو سالمو متشبثینو د نشتوالي   له کبله غوره  ګڼل کیږي ، چې  د اقتصاد په ځینو ځانګړو برخو کې   د بهرنیو پانګه والو سره په ګډه  د مختلط  مؤلدو او خدماتي  کمپنیو  د   جوړولو په  لارو چارو  غور  او سوچ وشي  . دا ډول  جاینوینچــرونــه( ګډه پانګه اچونه )  د فساد نه د خلاصې  ادارې په  شتون کې ( چې په تآسف سره ، مونږ یې نه لرو )  ،   دغه لاندې  ښېګڼـې لرلای  شي  :
دقوانینو  په  چوکاټ  کې  یي   د   اقتصادي   فعالیت څارنه  او د تر لاسه  شوو عایداتو  څخه  یې  په روښانه توګه   د مالیاتو  حاصلول یو اسان کار دی .    
 په  تولیدي یا  خدماتي  ډګر کې  د نوو کارځاینو په رامنځ  ته  کېدو سره  نه یواځې  د کار موندنې  له  لارې  د وزګارتیا کچه راټیټیږي  بلکه  د کورنیو  د بودجې (عاید )  په لوړېدو او د سپما په  ځواکمنتیا سره  د ګټې  وټې  لمن   ، چې  د  پیر او پلور  په پروسه باندې   نېغ  په  نېغه  اغېز  شیندي  ، پراخیږي   .  
 د بهرنیانو د غني  تجروبو   او یا هم  د کار په  بهیر کې  د  لنډ مهاله  روزنیزو کورسونو  څخه    ګټه پورته کیدای شي .
د اقتصادي  ګډ کار او فعالیت  څخه     د تر لاسه  شوو پایلو  په  پایله  کې نه یواځې  په  ځان  د بسیا کیدو امکان  لوړیږي   ، بلکه  د همدوی د هڅو او هاند  له  لارې  بهرني  مارکیټ  ته  د  لار  موندنې د چانس  له  ډېرېدو  سره مرسته هم کېدای   شي     .
           ــــــ  په هېوادکې  د فاسدې  ادارې د شتون  له امله ، یو شمېر  خپلسرو کورنيو او بهرنیو کړیو  د بېلابېلو مجراوو  له لارې د افغانستان سره  د بهرنیو مرستندویانو له خوا  د شوو مرستو ډېری  برخه  په  ډېره  بې باکانه  توګه  پرته لدې  ،  چې  د هېواد  د   ودانولو  او پرمختیا لپاره په اغېزمنه توګه   پوره ولګول شي  دهېواد څخه  په دې او یا هغه  نامه   وویستل شوه   .  ښه به دا وي ، چې په  نورو هېوادونو کې   استوګڼ  رښتیني  مسلکی ، متخصص  او  په کار پوه   افغانان  د ځانګړو تدابیرو له  مخې   د همدغه   مالي وسایلو د پوره او پر ځای لګولولپاره  پکار  وګمارل شي .  او  پرېــنـښودل  شي ، چې نور   د افغان ولس  په برخه لیک باندې   په  بېلابېلو  ادارو کې  د نا اهـله  او فاسدو  کسانو  په ګمارلو سره  ، لوبې وشي  .
           ــــــ    افغان  دولت د خپل  مکلفیت  او مسئولیت  له مخې   ، باید   هڅه  وکړي ،   چې  مرستندوی  هیوادونه   او  ډونـران  په دې   قانع  کړي ،  چې  نه یواځې   د ټولنیز ــ اقتصادي  پرمختک    لپاره   د مرستو  د  ډېروالي  غوښتونکی ،  بلکه  د هغې  په  جوړښت او څرنګوالي   هم   ټینګار  کوي    . او د مرستو کچه    باید   د  دولت  په   مخ  کې  د پرتو  دندو  سره (  پراختیایي پروګرام  ) په     انډول  کې وي   . او دولت   ددغو   مرستو  د لګښت  د  بشپړ  او هر اړخیز   کنټرول  لپاره  د  یو داسې  میکانیزم د جوړیدو او کارولو په هکله  ،  چې    د افغان ولس    او د مرستندویو  هېوادونو قناعت  حاصل کړلای  شي ، ډاډ  ورکړي  .
زمونږ  ځورېدلی او کړېدلی ولس په خپل  هېواد کې د بنسټیزو پروژو د جوړولو له  لارې   د لګښتي  اقتصاد پر ځای تولیدي اقتصاد ته   ، چې   تر یـو بــرېـده  یې   د  باندېنیو  فابریکوي  تولیداتو د مخنیوي  له  لارې  خپله  کورنۍ  سپما  ژغورلې  وي  ، سخته اړتیا لري  .   په دې لاره کې  د نورو بنسټیزو پروژو تر څنګ  د یوې برخې  په  توګه   د کونړ  پر سیند  د برېښنا تولیدولو  ملي پروژې   ته  (  د پوچو او بې مانا خبرو او وعدو  پر ځای  عمل  ته )  ځانګړې  پاملرنه    نه یواځې  د  اقتصادي  موخو په ترسره کولو کې به  یـوه لویـه  بـریا  وګڼل   شي  ، بلکه  په سیاسي او ستراتیژیک  ډګر کې  به   افـغـان دښـمـنـه هېوادونو او پردیپالو کړیو ته  ،  چې خپلې ګټې  دنورو په بد مرغیو  کې لټوي  یو غاښ ماتونکی ځواب   واوسي   .

یـــــادوونه  :   د افغانستان معاصر اقتصاد په اړه ،  تېرو درې  لمړنیو برخو په  لیکنه کې  ،   د لاندې اخـــذونو نه  ګټه  پورته   شــوې   .
اخــــــــــــځـــــــــــــــــــلیک   :
1.Гуревич Н . М . Афганистан  - некоторые  особенности  социально-экономического развития 1919-            1977гг. – М . : Наука , 1983. – 129 с .
۱ ــ  ګورېویچ  ن . م . افغانســــــتان  ـ د ۱۹۱۹ تر ۱۹۷۷ ز کال   پورې د  ټولنــــیز – اقتـــــصادي  پرمختیا ځیـــــــنې ځانګړتیاوې  . مسکو. نووکا ، ۱۹۸۳ . ۱۲۹ مخ.
2.Давыдов А . Д . , Черняховская Н .  Афганистан . – М . : Мысль , 1973. – 167 с
۲ ــ   داویدوف  الف. د . ، چرنیاخوفسکایا  . ن .   افغـــانســــتان ، مسکو . میسل ، ۱۹۷۳  ز کال  ۱۶۷ مخ
3.Демократическая Республика Афганистан  / отв. ред . М .Р. Арунова . – М .: Наука , 1981 . – 179 с .
۳ ــ د افغانستان  دمو کراتیک  جمهوریت /  آتو. رید.   م . ر . ارونوا.  ــ مسکو . نووکا  ۱۹۸۱ ز کال  . ۱۷۹ مـــــخ .
4.Ковырялов Ю . П . Урожай на  планете / Зерновое  хозяство . - №  12. – 1984 . – с. 35 .
۴ ــ  کوویـــریالف   یو. پ .  په  پلانیـټ کې  حاصلات  . /   د غلو دانو تولیــــــدات / . ۱۲ ګڼه۰۱۹۸۴ زکال . ۳۵ مخ   
۵.  پلان انکشاف اقتصادي و اجتماعي  از سال ۱۳۵۹ الی ۱۹۶۳ ز کال . کمیټه پلانګذاری . کابل ــ افغانستان.
۶.  پیشرفت پلان و تحلیل اوضاع اقتصادی (۱۳۳۵ ــ ۱۳۴۰ ل کال ) وزارت پلان  . کابل ــ افغانستان  ۱۳۴۲  .
۷.  جمهوری دموکراتیک افغانستان در اینه ارقام    ۱۳۵۷ ــ ۱۳۵۹ ل کال  . اداره مرکز ی احصائیه. کابـل.۱۳۶۰
۸.  سالنــامه احصائیـــوی ســال ۱۳۶۷، اداره مرکـــــزی احصــــائیه ، کابــــل ۱۳۶۸ .
۹.  ســـالـــنامه احصـــائیوی ( ۱۳۵۸ ــ ۱۳۶۱ ل کــــال )  . کابــــــــل  ـ افغانـــستان .
۱۰.  معـــلومات احصائیوی افغانسـتان ( ۱۳۵۳ ــ ۱۳۵۷ ل کــــال ) . کابـــل ــ افغانـــستان .
۱۱. شریف بهاند . په شلمه پېړۍ کې د هیواد اقتصاد ې  سیاست ته یوه کتنه . / افغانستان په شلمه پېړۍ کې / د
        پوهنیز سیــمینار  د لیــکنوټولګه.  د افغانـــستان د کلتوری ودې ټولنــه . جرمني . ۱۳۷۸ ل کـــــــــال .
۱۲.  شاخصـهای اقتصــادي و اجتماعي (۱۳۵۷ ــ ۱۳۶۱ ل کال ) شمــــاره   دوم سال ۱۳۶۱.۱۳.
۱۳ .  احصائیــــوي کلنۍ ۱۳۸۸ ل کال . د احصـائیی مرکـــــز ي اداره .  ۳۱ ګــــڼه ۱۳۸۹ .
۱۴. پوهنوال محمد بشیر دودیال  ـ  د افغانســتان د طبیعي سرچیــــنو پېژندنه . د افغانســتان د
       کلتوري ودې ټولنه . جرمني . ۱۳۷۹ ز کال .
۱۵.  د افغانستــــان کلنۍــ د اطلاعات او فرهـــنګ وزارت  . اتمـــه ګــــڼه .   ۸۵۳ مخ .    ۱۳۸۸ ل کـــــــــــال..
۱۶.  احـــــصـــائیــوی کلــنۍ ــ ۱۳۸۵ ل کـــال . د احصــــائیی مـــرکـــــزي اداره . ۱۳۸۶ .
۱۷ .   یو شمېر برېښنا پاڼو کې د خپرو شوو معلوماتو نه هم کار اخستل شوی  ، چې دلته یې د نوملړ څخه  تېرېږم .  

            په ډېر  درنښت .