د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر محمد نواب ویساند

09.09.2015 10:24    |   ډاکتر محمد نواب ویساند سم غوښتنلیک

۱. د یو غوښتنلیک له پاره کوم دلیلونه شته ؟ تاسو یواځې ، هغه وخت کولای شئ په خپل غوښتنلیک کې آرام او ډاډمن چلند وکړﺉ ، چې خپله د خپل دریځ ( ځای ) په هکله په دقیقه توګه په روښنایي کې وﺉ . د هغې مطابق تاسې کولای شئ خپل غوښتنلیک ته یوه خاصه بڼه ورکړﺉ او ورپسې خپلې ستراتیژۍ مرتب کړﺉ .

13.08.2015 11:34    |   ډاکتر محمد نواب ویساند سـم غوښتنلیک

د یو کار ځای درلودل نه ډېر د مخه موده کې یوه څرګنده خبره وه . نن مهال ، ورځ تر بلې تل د مخ په زیاتیدونکي وزګارتیا سره ، هغه سړی باید خوښ واوسي ، چې کار ولري .

25.02.2015 10:49    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د چین هېواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړېکو سم مدیریت غوره پاېلې لرلای شي

سره لدې ، چې د افغانستان او چین هېوادونو تر منځ د ورېښمو له لارې د راکړې ورکړې یو پخوانی خورا اوږد تاریخ پروت دی ، خو معاصر افغانستان سره تر دې دمه ، د چین هېواد له خوا شوې تخنیکي ــ اقتصادي مرستې د ګوتو په شمېر دي . خو په پورتني خبر کې د یاد شوو غټو پروژو د پلي کولو سره د چین هېواد لېوالتیا به د اقتصادي اړېکو په ډګر کې یوه بله نوې او لوړې مرحلې ته د ورننوتلو یوه نوې کړکۍ پرانیزي .

08.05.2014 12:59    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان معاصر اقتصاد اړوند ځیني وړاندیزونه

څه مـــوده وړانــــدې مې د افغانستان معاصر اقتصاد اړوند په تېرو څو لیکنو کې ، چې د یو شمېر ویبپاڼو په ارشیف کې موجودې دي ، د یو لړ حقیقي شمېرو په وړاندې کولو او ښوولو سره ،د تر سره شوو کارونو جاج اخستلو او شننو سربېره ، ځینو تشو او نیمګړتیاوو ته هم ګوته نیول شوې وه . د همدغه نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او د راتلونکي اقتصادي پرمختګ او پراختیا او د ولس د مخ په زیاتیدونکو غوښتونو او اړتیاوو د پوره کولو او په اقتصادي چاپیریال کې د تشدیدي او پراخیدونکې سمې کارونې لپاره د څانګیزو کارپوهانو ګټورو لارښوونو ، رغوونکو وړاندیزونو ، غوره او لازمو تدبیرونو نیولو ته سخته اړتیا لیدل کیږي .

03.05.2014 12:00    |   ډاکتر محمد نواب ویساند پــه کــونــړ د راکــېټــونو بـــاران

د معمول له مخې کله ، چې وخت مناسب ووینم ، د کمپیوټر په بــدنــه کې د نوو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره د انترنیت ( نړیوال جال ) بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ویبپاڼو ته سر ورښکاره کوم . پرون د مۍ میاشتې لمړۍ نېټه وه او په ټوله نړۍ کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په ویاړ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې بېلابېل پروګرامونه نیول شوي و او په ډېرو هېوادونو کې رخصتي هم وه . زه په همدې ورځ ، کله چې د ورځې په لمړۍ نیمائي کې له کوره راووتلم ، که ګورم ، چې په کوڅو ، بازار او واټونو کې هومره ګڼه ګوڼه نشته او آرامه آرامي ده . کېدای شي ، ډېری کسان په داسې ورځو کې ، چې د رخصتۍ له کبله په کورونو کې وي د تلیفون ، سکایپ او یا فسبوک له لارې د خپلو دوستانو او خپلوانو خبر اخلي . خو ما هم په همدې ورځ د دوستانو د احوال پوښتنې تکل درلود . خو همېشنی عادت مې را باندې ځور شو او کمپیوټر مې روښانه کړ . یو څه هاخوا دې خوا مې په یو لړ پاڼو ځغلنده کتنه وکړه او د تاند په پاڼه ورواوښتم . د ( د کونړ پر ۲ ولسوالیو د پاکستان ۲۰ توغندي ولګېدل ) سرلیک لاندې په یو خبر باندې مې سترګې ولګېدې .

24.04.2014 13:37    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د خــــواړو نـــــــورم او د انـــــرژۍ لګښت

په نننۍ متمدنه نړۍ کې هڅه کیږي ، چې د کار د شرایطو ، د ټولنې د وګړو د جوړښت ، د هغوی د غوښتنو او د آب وهوا په پام کې نیولو سره داسې خوراکي توکي ، چې د پوره ګټورو غذایي موادو ( پروتئین ، ویټامین ، منرال او کاربوهایدراید ) درلودونکي وي تولید ، او د سالمې ودې ، روغتیا او د کار وړتیا د لوړېدو په موخه یې د خپلو وګړو په واک کې وي . دا کار د هغه ټولنو لپاره ،چې وګړي یې په واقعي توګه لکه څنګه چې ښایې ژوند کول غواړي ، د ورځې یوه عادي خبره ده . خو بې وزله افغانان په دغه ډول باارزښته غذایي کمپننټو فکر کول خو لا څه کوې ، چې د دا دومره بې کچې مرسته شوو ( ملیاردونو) ډالر سره سره ، یواځې په ژوندي پاته کېدو شکر باسي ، او ان د یوې وچې ګولۍ ډوډۍ د نشتوالي له کبله شپه تر سهاره په لوږې ( وږې خېټه ) تېروي .

21.03.2014 20:50    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د ډېورنډ کرښه افغانانو ته د منـلو نـه ده !

د ډیورنډ د کرښې په اړه د ډاکتر اشرف غني احمدزي د دریځ د روښانه کولو په پلمه : په دې شپو ورځو کې یو زیات شمېر کسانو ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي .او هر یو یې په ډېر درز سره خپل کمپاینونه پر مخ بیایي او لکونه ډالر مصروفوي . ځینو خو یې د کورني او بهرني سیاست په هکله یو څه وړاندې کړي . خو یو شمېر یې هېڅ نه پوهیږي ، چې څه کول غواړي . که د موضوع د رالنډېدو له کبله د نورو خبرو نه تېر شو . او یواځې د ډېورنډ په کرښه راوڅرخو وبه ګورو ، چې په دې لاندې لنډ خبر کې د ځینو ښاغلیو دریځ څرنګه بیان شوی دی :

19.03.2014 23:27    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د کمپنیو د اقـتـصـادي فـعالـیـتونو تـحلیل او تـجـزیه

د ژباړن (زما) یو څو مخکنۍ خبرې : په یو هېواد کې اقتصادي کاروبار هغه وخت غوره پایلې لرلای شي ، چې په پرلپسې توګه یې د اقتصادي جوړښت په اډانه کې د اړوندو شاخصونو د ارزونې له لارې پوره جاج واخستل شي ، نیمګړتیاوې یې په ګوته ، رېزرفونه یې جوت او د راتلوونکي پراختیا لپاره ورته د شونتیاوو او اولیتونو په پام کې نیولو سره داسې روښانه ، علمي او عملي ستراتیژیک پلان ، چې د پلي کولو پر مهال یې وخت په وخت د روانو چارو د شننې او تحلیل ( انالیز ) نه د تر لاسه شوو پایلو له مخې یې د اړینو او اغېزمنو تدبیرونو نیول شوني وي ، جوړ شي . نو له همدې کبله مې غوره وبلله ، چې د هر څه لمړی د اقتصادي فعالیتونو په ډګر کې د ( انالیز ) مفهوم او ارزښت ، چې د اقتصادي فعالیتونو له ریښتیني انځور په ډاګه کولو سره مرسته کولای شي ، وړاندې کړم .

24.01.2014 17:49    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د ســــوړ ســاتــنــځایــنو اقتصادي ارزښــت

وړمه ورځ مې ( د 2014-01- 15 نېټه ) د بېنوا په معتبره ویبپاڼه کې د ورځنۍ تودې پیښي په نوملړ کې د (په کندهار کې د سوړ ساتنځای دبنسټ ډبره کښېښودل شوه ) تر سر لیک لاندې په یو خپور شوي خبر باندې سترګې ولګېدې او له حده زیات خوښ شوم ، دا ځکه چې دا ډول او دې ورته پروژې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او په تېره بیا د خوراکي صنایع د پرمختګ سره ، چې د هېواد دلمړنیو اړتیاوو د برابرو لپاره اړین ګڼل کیږي ، نه یواځې مرسته کوي ، بلکې د کرنیزو توکو د ضایع کیدو په مخ نیوي کې ټاکونکی رول لوبولای شي . د سوړساتنځای د کلمې په لیدو مې د خپل کاري شالید یو ستونزمن حالت را په یاد شو .

16.01.2014 10:56    |   ډاکتر محمد نواب ویساند دافغانستان اقـتصادي چاپـیـریال سالموادارواو وړ منجـمټ ته اړتیا لري !

د ادارې مسلکي وړتیا د کمزورۍ نه د ناوړې ګټـې پـورتـه کـونې په پلمه : په رښتیا ، چې د وږي پـه غـوږو کې د ډوډۍ ټـپار(۱) وي ، نور خلک نور څه لیکي خو زه د خپل هېواد د کمزوري اقتصاد د پیاوړتیا او د هر پول ( د افغانۍ سلنه ) څخه د سمې ګټې اخستنې او د راتلوونکي پرمختیا لپاره د سپما په فکر کې لوېږم . نور څه خو مــې په وســه پــوره نــه دي ، خو د هېـــواد شرایطو ته په کتو ، په اقتصادي واحدونو کې د کار وبار پر مهال د ځینو پخو او تجربه لرونکو کارپوهانو دکاري تجربو څخه ، چې د خپل وخت اړوندو چارو کې یې د یو لړ نیمګړتیاوو او کمیو د ایسته کولو لپاره د ځانګړو تدبیرونو د نیولو ، وړ او لازمو کړنو د تر سره کولو له لارې غوره مدیریت او ښې ادارې جوړونې ته لاره اواره کړې وه ، یو څه وړاندې کړم .

12.04.2013 23:22    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د قــندهار د میوې فابریـکې اقتصادي ارزښت اوځانګړتیاوې

د روان عیسوي کال د اپرېل په دوهمه نیټه ، د لراوبر د معتبر وبسایټ د تازه خبرونو په لړ کې مې ( کندهار : « PRT د مېوې فابریکه ښاروالۍ ته سپاري » ) تر سرلیک لاندې په یوه خپاره شوي خبر کې پر دوه کلمو ( فابریکه او ښاروالي ) سترګې ولګېدې . د یوې صنعتي تولیدي تصدۍ سپارل ښاروالۍ ته ،ددغه دواړو واحدونو د کاري ځانګړتیاوو له مخې دا کار راته یو څه ناسلا غوندې وبرېښېد ، داچې د قندهارولایت بیارغونې ټیم د نوموړې فابرېکې په انګړ کې څه تاسسات لري ، چې باید ښاروالۍ ورکړل شي پوره معلومات نه لرم . خو که چېرې په یوه هېواد کې د یوې تولیدي فابرېکې تاسسات ښاروالۍ ته سپارل کیږي ، هغه کسانو ته ، چې د هېواد د صنایع سره یې کوم مهال نژدې اړېکې درلودې ، پوښتنې را پېداکېدای شي . رښتیا دا به ښایي د وخت او یا د آزاد بازار اقتصاد نه د پوره ګتې اخستنې کومه نوې غوندې غوښتنه وي . چې ، د هېواد په کچه ، د خپل ډول دغه د میوې یوه مهمه فابریکه دې د قندهار په حوزه کې د میوو د پراخه سرچینو سره سره د کنسرو د تولیدولو پر ځای ، د کالیو منځلو ( د کاليو پرېوللو) لپاره وکارول شي .

27.02.2013 20:29    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان معاصر اقتصاد ته یوه لنډه کتنه ۳

د یویشتمې پېړۍ په لمړۍ لسیزه کې د هېواد بیا رغونه او اقتصادي پرمختیا او یو څو وړاندیزونه د ۱۳۳۶ ل کال څخه تر ۱۳۸۸ ل کال پورې ، په بېلابېل پیر کې د معدني ، فابریکوي او برېښنا تولیداتو د کچې یو پر تلیز انځور .

10.02.2013 12:11    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان معاصر اقتصاد ته یو لنډه کتنه ۲

د کرنې وروسته د هېواد د ملي اقتصاد په څانګیز جوړښت کې صنــــــــــایـــــــــع د ۲۱،۵۹ په سلو کې د کورني ناخالصو تولیداتو د ونډې په درلودلو سره په ۸۲ / ۱۹۸۱ ز کال کې دوهم ځای درلود .

24.01.2013 12:10    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان معاصر اقتصاد ته یوه کتنه

د ډېر ځنډ وروسته مې وپتېیله د هغه لیکنې څخه ، چې مې پوره یو کال او درې میاشتې وړاندې په جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې له خوا د ( یوویشتمه پېړۍ او افغانستان ) تر نامه لاندې یو جوړ شوي سیمینار له پاره . . . .

14.12.2012 19:02    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د غـوړیـو د تـولیـدولـو صنـایـع

انسان د خپل پایښت او بقأ لپاره ، په بشري نړۍ کې د پېدایښت د لمړۍ ورځې څخه د وخت ، شرایطو او شونتیاوو سره سم د ځان لپاره د مناسب خوراک ،څښاک،پوشاک او استوګن ځای برابرولو لپاره هڅې پیلوي . دا هڅې کله بریالۍ او د هیلو سره اړخ لګوي ، خو ډېر ځل داسې هم پيښیږي ، چې د هڅو پایلې د غوښتنو د پوره کولو ځواب نه شي ویلای ، او پاته راځي . له همدغه ځایه توپیریز ژوند پیل کیږي ، وړاندې ځي او د تاریخ پړاوونه یو پر بل پسې خپل منزل وهي . د وخت په تېرېدو سره د څېویلیزیشن یا تمدن لمن د لټون او موندنو له لارې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخیږي . د بشپړونکو کارونو په وړاندې بولو سره د طبعیت نه د ورکړل شوو څیزونو سربېره د اړتیا وو د پوره کولو او سمبالولو لپاره د نورو نوو څیزونو د رامنځ ته کولو او پراختیا لپاره ځانګړې لارې چارې سنجول کیږي او پلې کیږي .

15.11.2012 20:14    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د صنایع سکټور پراختیا ته تلـو سه

یوه ورځ مې یو دوست په مخه راغی او د روغبړ وروسته یې د خبرو اترو څخه داسې څرګندېده ، چې دی ، زما ځیني د هېواد د اقتصاد او په تېره بیا د فابریکوي صنایع په هکله په ځینو ویبپاڼو کې خپرې شوې لیکنې لولي . داچې دې د صنایع سکټور په ځینو تولیدي موسساتو کې ډېر وخت کار کړی و ، نو یې د صنایع اوسنې حالت هېښوونکې او د اندیښنې وړ وباله . د اقتصاد ددې څانګې سره یې خپل د خواخوږۍ نېک احساس په یوه لنډه خو ډېره مانا داره خاطره کې ، چې په ورته وخت کې کورني صنایع ته یې د پاملرنې اړتیا هم انځوروله ، په لاندې ډول وکړه : دی وایي ٫٫ ( یو مهال زه د کابل د څرخي پله په سیمه کې د وړیو اوبدلو په یوه دولتي فابریکه کې چ

23.10.2012 17:56    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د افغانستان د نساجیو د فابریکو اوسنې حالت د اندېښنې وړ دې

وړمه ورځ مې په کومه خبری رسنۍ کې تر سترګو شول چې د ارګ په انګړ کې د اقتصادي کمیسون غونډه کې چې د جمهور ریس په مشرۍ جوړه شوې وه او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسئولینو او د صنعتکارانو د اتحادیي استازو پکې هم ګډون درلود ، د هر څه لمړې د هېواد اقتصادي اوسنې وضعیت پکې ښه او د قناعت وړ ارزول شوې وو او د نورو مسائلو تر څنګ یې د اقتصاد د پرمختیا او پراختیا په موخه د اقتصاد عالی جرګې په جوړوېدو ، هم هوکړه شوې وه . چې په دې توګه به ( د هېواد د ټولو اقتصادي ستونزو څېړنه ، د انتقال د دورې لپاره د اقتصادي پالیسیو جوړونه ، د اوږد مهال لپاره د ستراتیژیکو روشونو طرح او د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ همغږي به ددې « عالي » جرګې موخه وي ــ آرا ۲۲ / ۷/ ۱۳۹۱) .

11.10.2012 19:01    |   ډاکتر محمد نواب ویساند په کونړ د پاکستان له خوا د راکیټي بریدونو لاملونه او پایلې

په کونړ ولایت باندې د پاکستان د راکیټي بریدونو د لاملونو او د هغوی د پایلو په هکله لنډه او ځغلنده لیکنه

26.09.2012 08:37    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د فابریکوی صنایعو تخنیکی چارې سمون ته اړتیا لری

د افغانستان د ملی اقتصاد په جوړښت کې د صنایع سکټور ، چې د ناخالصو محصولاتو د ونډې له مخې د کرنې سکټور نه وروسته دوهم ځای لری ، په دې وروستۍ لسیزه کې د دولت د بې غورۍ او بې کفایتۍ له امله په بشپړ ډول له پامه غوځول شوی دې . ددې سکټور اقتصادی ارزښت ته په کتو مې غوره و بلله چې د کار او فعالیت په ترڅ کې د یو شمېر تصدیو د ناسم منجمنټ ، د اړوندې تکنالوژۍ د کمزوری پوهاوۍ او د تخنیکی مطالعاتو د نیمګړتیا له کبله د یو شمېر راولاړ شوو ستونزو په هکله ، چې د اړوندو فابریکو په تولیدی بهیر یی ناوړه اغېزه درلوده ، یو څه وړاندې کړم .

31.08.2012 19:28    |   ډاکتر محمد نواب ویساند د بغلان د بوری تولیدولو د فابرېکې اقتصادي ارزښت

څرګنده ده ، چې کور ، کالی اوډوډۍ د ضروریاتو نه ګڼل کیږی ، خو تل خواړه د لمړنیو ضروریاتو په سر کې ځای لری چې زمونږ د هیواد بې وځله وګړی ورسره تل لاس او ګرېوان دي .نېکمرغه سړی به هغه څوک وی چې نن سبا یې په کور کې اړین خواړه ( اوړه ، غوړی، بوره او هم چای ) چې زمونږ په هېواد کې یو ستغه ستونزه وه او لا هم ده ، شتون ولری . سره لدې چې افغانستان یو زراعتي هېواد او ډېرۍ وګړي یې په کرنه بوخت دي ، خو یو زیات شمېر د اړتیا وړ خوراکي توکي ورته له نورو ملکونو وارېدیږی . نه غواړم چې د هېواد د اقتصاد په عمومي ابعادو وغږېږم ، ومې پتېیله چې په خپل وار د هر ځانګړی تولیدي سکټور ( واحد) ستونزې او نیمګړتیاوې چې اوسمهال ورته د بل هر وخت نه سخته اړتیا ده ، را وسپړم او د له منځه وړلو لپاره یې ځینې وړاندیزونه د کورنی محصولاتو د ودې او پراختیا په موخه او له دې لارې د وګړو د اړتیا د پوره کولو لپاره وړاندې کړم . مخکې له دې چې ددې فابریکې اقتصادی ارزښت په هکله چې په هېواد کې اوږده سابقه لری او له بده مرغه اوس د اومو موادو د کمښت سره مخامخ ده ، خپل آند وړاندې کړم . تېر ته یې یوه ځغلنده کتنه په کار ده .

04.07.2012 18:39    |   ډاکتر محمد نواب ویساند په خپل وخت د تخنیکي ـــ اقتصادي مطالعاتو ګټه

اقتصاد د بشریت د پراخو غوښتنو او اړتیاوو لپاره په تنګو او محدودو پولو کې ایسارې زېرمې او شونتیاوی ځانګړی او همدا شان ورځ تر بلې د وګړو د زیاتیدونکو غوښتنو د پوره کولو او دیو هوسا ژوند برابرولو لپاره د ګټې وټې غوره لاری چاری ، لارښوونې او میتودونه ، چې پر مټ یې په لږ لګښت ، ډېرې ګټې او په زړه پوری پاېلې تر لاسه شی ،

28.06.2012 19:20    |   ډاکتر محمد نواب ویساند فابریکوی صنایعو ته مرستې ولې نه ځانګړې کیږي

رېښتیا چې د بې وسۍ او ناچارۍ دې رنګ ورک شې ، دامهال د افغانستان د عادی بودجې څلوېښت سلنه او د پر مختیایې بودجې ټوله برخه د مرستندویانو لخوا تمویلیږي ، چې د مالی مرستو د لګښت ډېرۍ برخه یې د مرستندویانو ( د مرستندویه دولتونو ، ټولنو یا سازمانونو ) د شرایطو پورې تړلی وی . دا شرایط کیدای شی د مرسته کوونکو له خوا د کومو پټو او یا ښکاره موخو اویا هم پر افغان دولت ، د پوره باور نه درلودلو له کبله رامنځ ته شوی وی .

20.06.2012 15:19    |   ډاکتر محمد نواب ویساند افغان ملی اقتصاد باندې صنایع ته د نه پاملرنې ناوړه اغېزې

ملی اقتصاد یو پېچلې جوړښت دې چې د هر هېواد ، سیمې د پرمختیایې پوتنشل و طبیعی ځانګړتیاوو سره تړلې او هر ه څانګه یې د خپل اقتصادي ارزښت ، ونډې او اغېزمنتیا له پلوه د ملی اقتصاد په اډانه کې ځانګړی ځای لری . . .