د ډېورنډ کرښه افغانانو ته د منـلو نـه ده !
21.03.2014 21:50د ډیورنډ د کرښې په اړه د ډاکتر اشرف غني احمدزي د دریځ د روښانه کولو په پلمه :
په دې شپو ورځو کې یو زیات شمېر کسانو ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي .او هر یو یې په ډېر درز سره خپل کمپاینونه پر مخ بیایي او لکونه ډالر مصروفوي . ځینو خو یې د کورني او بهرني سیاست په هکله یو څه وړاندې کړي . خو یو شمېر یې هېڅ نه پوهیږي ، چې څه کول غواړي . که د موضوع د رالنډېدو له کبله د نورو خبرو نه تېر شو . او یواځې د ډېورنډ په کرښه راوڅرخو وبه ګورو ، چې په دې لاندې لنډ خبر کې د ځینو ښاغلیو دریځ څرنګه بیان شوی دی :
د روان ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۱۷ نېټه مې د بي بي سي پښتو خبرونو په نوملړ کې د (غني : ډيورنډ موضوع د حکومتونو او افرادو کار نه دى)تر نامه لاندې په یو خبر سترګې ولګېدلې . همدلته اشرف غني احمدزى وايي :
« د ډيورنډ د کرښې فيصله د ولسونو ده، نه د حکومتونو نه د افرادو، موږ اميدوار يو چې په راتلونکي کې هغه شرايط مسايد شي چې ولسونه په خپله رضا په دې باندې فيصله وکړي او موږ نتيجې ته ورسېږو» . او همدارنګه ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي : د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د منلو نه ده .
ښه خو دا وه ، چې ډاکتر اشرف غني احمدزي د ولسمشرزې ټاکنې ته د کمپاین په لمړۍ ورځ په دې هکله خپل دریځ روښانه کړی وایې . خو وایې چې ، ماهي هر وخت له اوبو راوباسې تازه دی . په همدغه خبر کې بیا د ډاکتر عبدالله عبدالله له قوله ، چې وایې : « د ډیورنډ پر کرښې باید خلک او پارلمان پرېکړه وکړي . موږ له اوسنیو ستونزو سره اوسنیو شرایطو او خپلو ګټو ته په پام حل لاره غواړو. د افغانستان خلک باید پر ډیورنډ کرښه پرېکړه وکړي » . خو د يو بل کانديد ډاکټر زلمي رسول لومړي مرستيال ضيا مسعود په همدې باب خپل نظر داسې څرګندکړی « دا کرښه بايد د ټولو تاريخي اسنادو په رڼا کې او د نړيوالې ټولنې په ښکېلتيا حل شي » . دلته ډاکتر احمدزي په غوڅه توګه د همغه سر چینې په قول ویلي دي ، د ( ډيورنډ کرښه افغانانو ته د منلو نه ده ) . خو دوی دواړو ښاغلیو ( عبدالله او مسعود ) ددې موضوع په اړه ددې نه پورته نور څه نه شول ویلای او د پارلمان او یا هم د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا خبري کوي . کوم پارلمان هغه ، چې د یو سهامي شرکت په توګه د خپلو شخصي ګټو لپاره شپه او ورځ په بېزینس کې اخته دی او یا هم هغه نړیواله ټولنه ، کومه ، چې د افغانستان د لا ټوټه کېدو لپاره یې کمین نیولی . ددې موضوع حل ددغه چټلې کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو د معقولو او پر ځای کړنو په ترڅ کې تر لاسه کېدای شي . وایې هغه مځکه سوزي ، چې اور پرې بلیږي . طبعي خبره ده ، د هغو لپاره ، چې نه یې د کورنۍ غړي او نه یې هم د چم ګاونډ د کومو خپلو خپلوانو بېلېدل په رڼو سترګو لیدلي وي ، پوهیدل یو څه ستونزمن کار دی .
ځیني سیاسیون ښایي د خپلو نورو بوختیاوو له امله د تاریخ پاڼو لوستلو ته وخت نه وي موندلای او د واحد ولس د وېشلو له درده ناخبر وي . ددی لپاره ، چې ولې دا کرښه افغانانو ته د منلو نه ده ، زه به هسې ددې خبرې د پخلي لپاره زما د تنکۍ ځوانۍ یوه وړوکې شان خاطره ( مشت نمونۀ خروار ) دلته راوړم .
زه ایله نوی ځوانۍ ته رسېدلې وم . د اووم ټولګي کلنۍ ازموینې نه وروسته د ژمي په رخصتۍ کې د کابل نه کونړ ته تللې وم . په دې موسم کې به د کوزې پښتونخوا د مومندو د سیمو( سوران او میټۍ ) څخه یو ګڼ شمېر مخور درانده سپن روبي او ورسره تکړه د پاخه عمر خاوندان ، چې شمېر به یې د څلوېښتو په شاووخوا او یا هم له هغې لوړه وه په خپلو ټوپکونو او تفانچو سمبال د هغه مهال د ختیز لوی ولایت ننګرهار د قبایلو مدیریت ته د تګ او بېر ته د راتګ پر مهال زمونږ په کورونو کې دمه نیوله او یوه ، دوه او آن کله به یې درې ورځې تېرولې . دومره مې په یاد دي ، چې مونږ به ددوي راتګ ته ډېر خوشالیدلو ، ځکه ، چې ټوله ورځ به یې ددې خوا او هغه خوا د ورونو غزیزانو تر منځ د خوږو او تودو اړېکو او هم به ورسره د ښې او بدې سلاح په صفتونو بحثونه روان و . ډېرو به یې ټوپکونه زمونږ په کورنیو کې ( چې د مومندو یا موسی خېلو په نومونو یادېدل ) وځړول او یواځې مشرانو به یې تفانچې غاړې ته واچولې او د جلال آباد په لور به روان شول . دې ټولو ته به مونږ کاکاګان ویل او دوي به را ته د ورېرونو خطاب کاوه ، آن د دوي په منځ کې زمونږ د کورنیو اړوند د ځینو د ترور ځامنو هم شتون درلود . د خپلو مشرانو څخه به مو د پورې غاړې مومندو ( مهمند) په هکله ډېر څه اورېدل . ددوی دخبرو نه داسې څرګندېده لکه ، چې زمونږ د کورنۍ نیمایې غړي هاخوا وي . دوی به نه یواځې دې خوا پرتو خپلوانو او عزېرانو سره تودې اړېکې پاللې ، بلکه په ورته وخت کې به یې د خپل وخت اړوندو افغاني رسمي ادارو سره هم خپله ملتیا ګاللـــــه .
زه ډېر کنجکاو وم ، کله ، چې دوی له جلال آباد نه بېرته راستانه شول . نو مې ترې زمونږ د جلاکېدو په اړه تر کومه ځایه ، چې مې فکر خلاصیده پوښتنې کولې . او مشرانو زمونږ سره هغه مالومات ، چې د نورو نه ورته خوله په خوله رسېدلي و ، بیانول . او کله کله به یې خــبرې ډېـر تـراجـیـدي وې ، چې دلـته د موضوع د رالنــډېــدو له کبله ترې تېــرېــږم . دغه مېلمانه مشران ، چې کله پوه شول ، چې زه د دوی د پوره پیژندګلوۍ سره علاقه لرم ، نو پرېکړه یې وکړه ، چې ما دا ځل له ځانه سره بوځي ، تر څو هر څه په خپلو سترګو ووینم ، زه یې د یو څو ورځو لپاره د کورنۍ په اجازه له ځانه سره بوتلم . ډېر خوشحاله وم لکه کومې بلې نړۍ ته ، چې مې بیایې . زمونږ له کوره تر مومندو( سوران ) پورې ټوله لاره د پښو مزل و . خو ما هیڅ ستړیا نه احساسوله ، ځکه د خپلې خاورې د یوې بلې څنډې لیدل مې ارزو و . د ډېر اوږده مزل وروسته ورسېدلو ، چې ګورم هرې خوا ته خورې ورې لوړې او لویې لویې کلاګانې ، چې د هر یوې قلا د څلور واړه ګوډونو په سر یې اوچت د ترسد کړکۍ لرونکي برجونه ولاړ ول . خو په دې هکله لا پخوا مې یو نیم څه اورېدلي و، ځکه ، چې زمونږ د کورنیو څخه به تل د کرنیزو غلودانو د فصلونو د راټولو وروسته هغې خوا ته زمونږ یو شمېر مشران د همغه کسانو لیدو کتو او احوال اخستلو ته تلل . خو د کشر کول به ښایي د خپلې کورنۍ زه لمړنی کس وم ، چې د خپلو ورونو عزیزانو د لیدلو په موخه مې ګام اوچت کړی و . هلته زما له رسېدلو سره سم د خواوشا کلیو او بانډو څخه ډېری کسان زما لیدو ته راتلل او زما څخه مشرانو به راته د وراره غږ کاوه .
خو د یو لږ تم کېدو وروسته مې زړه وار و نه کړ او د څومشرانو (سپن روبو ) نه مې وپوښتل ، چې زمونږ د خپلې کورنۍ اړوند ځای چېرې دی . د مسافرخان په نوم یو زړور نامتو او منلی مشر راسره ملګری شو . او په ټولو هغو ځایونو یې وګرځولم ، کوم ، چې زمونږ دتېر پښت پورې یې اړه درلود . نو مې ترې وپوښتل . نو داځایونه اوس د چا په تصرف کې دي ؟ . ده راغبرګه کړه او ویې ویل : یو وخت د کونړ نه ستاسو د سکه کورنۍ مشران راغلي ول او غوښتل یې ، چې د خپلو پخوانیو ځایونو په اړه ورسره معلومات شریک کړو . مونږ ورته ستاسو ټول حدودات یو په یو وروښودل . او ورته وموویل دغه خاوره ، دغه مځکه ، دغه نړېدلې کلاوې ، چې اوس یې ایله تهدابونه پاته دي ، ستاسو وې . خو یره دغه به هله بېرته ستاسو په واک کې وي ، که چېرته تاسو بېرته هم دلته استوګڼ شئ . دا ، چې پخوانو درندو خلکو د مادیاتو نه د ورورۍ تودو اړېکو ته زیات ارزښت ورکاوه . نو نور یې پسې غوږ و نه ګراوه او دا موضوع یې په خوله را نه وړه .
د مشرانو نه به مو اورېدل ، چې د کونړ اړوند د باډېل په ښکلې دره کې د زمونږ د کورنۍ د کوم مشر ( . . . . . ) په نامه کومه یوه مېنه یا بانډه او هم ددغه درې په خوله کې یوه زړه د توت پخوانۍ ونه ، چې پور ته ( درې ته ) او یا ښکته ( سمې یا اوارې ته ) ته د تګ او راتګ پر مهال پیټي وړونکو لپاره یو ښه دمه ځای و ، نومول شوی ول . ددې نه داسې څرګندېده ، چې زمونږ مشرانو ددغه سیمې شاوخوا ډېر ځایونه لټولي و . د کونړ په بېلابېلو سیمو کې ددوی د دا ډول استوګڼ کېدو نه په ډاګه مالومیږي ، چې ددې کرښې په اوږدو کې ، چې نژدې (۲۶۴۰ ) کیلومتره اوږدوالی لري ، په زرهاوو کورنۍ به ددغه منحوسې کرښې د ایستلو نه وروسته ویشل شوې ، پاشل شوې او له ورته برخلیک سره به مخ شوي وي .
د زړه نا زړه سیاسي چل بازیو یوه ځانګړتیا داده ، چې د خپل روښانه دریځ نه څنګ زنې غوندې تیریږي . او د هرې ورځې سره د ځان څېره بدلوي ، دا ډول کسان نه د ملت او نه هم د خپلې خاورې په درد لګیږي . دلته هېڅ ډار او وېره پکار نه ده ، که شپه ده خو مڼې په شمار دي . ددغه کرښې دواړو خواو ته پراته ولسونه سره ورونه او نه بېلېدونکي دي ، که څوک وغواړي او یا یې ونه غواړي . خو ښه به دا وي ، چې ددغه کرښې ایستونکي او پالونکي نور د اویا ملیونه وګړو په سرنوشت لوبې ونه کړي .
ددغه کرښې دواړو غاړو ته پرتې کورنۍ لا اوس هم د یو بل سره نژدې اړېکې پالي ، او ددوي تر منځ واټن اوس ځکه نه احساسیږي ، چې د کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو وګړي د یو بل لوري ته سره اوړي او راوړي . خو که چېرې ددې کرښۍ د په رسمیت پېژندلو موضوع ، لکه څنګه ، چې ځیني ځانګړې بهرنۍ کړۍ او کورني پردیپال یې خوبونه ویني راولاړه شي ، نه یواځې به د افغان ولس د کلک غبرګون سره مخ شي ، بلکه دا به د پاکستان د دړې وړې کېدو پېلامه وي .
تر هغه ځایه ، چې لیکوال ( زه ) مالومات لرم ، دې تېرو پنځه دېرشتو ستونزمنو کلونو په موده کې ددغه کرښې دواړو خواوو ته پرتو نږدې کورنیو سره په خپلو منځونو کې تازه خپلویګانې کړي . او د تېر په څېر یې سره د خونشریکۍ مزي لا زیات مضبوط کړي دي .
ځیني سست عنصره کسان ښای داسې ووایي ، چې مونږ د پاکستان له لوري راغوزارشوو راکېټونو په وړاندې ناتوانه یو . نو څنګه کولای شو ، ددغه تپل شوې کرښې په نه منلو ټینګار وکړو ، اشتباه کوي . مخکې له دې ، چې دا ډول ذهنیت چاته پېدا شي ، ښه به داوي ، چې له ځانه وپوښتي ، چې افغانستان کې د واک په ګډۍ ناستو سره د غلا ، چور او چپاول پرته د ملي احساس کوم څرک لګیږي ؟ .او ایا په تېرو دیارلسو کلونو کې د شوو مرستو او د تر لاسه شوو کارونو پرتلیز انځور خپله د ددغه ادعاوو ښکارند ویي نه کوي ؟ . داسې انګېرل کیږي ، چې د پاکستان له لوري د دا ډول راکېټونو د وارولو اصلي زړی بل چېرې دی ، او په دې ډول پارونکو کړنو سره غواړي افغانستان یو کمزوری ، ناتوانه او ځان ته محتاج وښیي .
د افغانستان هر اصیل بچې او د ولسمشرۍ ټولو کاندیدانو ته ولو که د خپلو سیالانو په وړاندې د خپلې ماتې احساس هم کوي ، پکار ده ، چې په زغرده ددې کرښې د نه منلو په اړه خپل غوڅ ، روښانه دریځ څرګند کړي . او همدارنګه ددغه کرښې دواړو خواوو پرتو ولسونو ته پکار ده ، چې یو موټی ، بېدار او هوښیار واوسي ، او پرې نه ږدي ، چې پاکه خاوره یې د نورو له خوا د ناوړه موخو د تر لاسه کولو لپاره وکارول شي . د یو لوی افغانستان په هیله .
په درنښت :