د قــندهار د میوې فابریـکې اقتصادي ارزښت اوځانګړتیاوې
13.04.2013 00:22د روان عیسوي کال د اپرېل په دوهمه نیټه ، د لراوبر د معتبر وبسایټ د تازه خبرونو په لړ کې مې ( کندهار : « PRT د مېوې فابریکه ښاروالۍ ته سپاري » ) تر سرلیک لاندې په یوه خپاره شوي خبر کې پر دوه کلمو ( فابریکه او ښاروالي ) سترګې ولګېدې . د یوې صنعتي تولیدي تصدۍ سپارل ښاروالۍ ته ،ددغه دواړو واحدونو د کاري ځانګړتیاوو له مخې دا کار راته یو څه ناسلا غوندې وبرېښېد ، داچې د قندهارولایت بیارغونې ټیم د نوموړې فابرېکې په انګړ کې څه تاسسات لري ، چې باید ښاروالۍ ورکړل شي پوره معلومات نه لرم . خو که چېرې په یوه هېواد کې د یوې تولیدي فابرېکې تاسسات ښاروالۍ ته سپارل کیږي ، هغه کسانو ته ، چې د هېواد د صنایع سره یې کوم مهال نژدې اړېکې درلودې ، پوښتنې را پېداکېدای شي . رښتیا دا به ښایي د وخت او یا د آزاد بازار اقتصاد نه د پوره ګتې اخستنې کومه نوې غوندې غوښتنه وي . چې ، د هېواد په کچه ، د خپل ډول دغه د میوې یوه مهمه فابریکه دې د قندهار په حوزه کې د میوو د پراخه سرچینو سره سره د کنسرو د تولیدولو پر ځای ، د کالیو منځلو ( د کاليو پرېوللو) لپاره وکارول شي .
وټپوهان وای ! کله چې ډینامیک متشبثین د ګټې وټې کوم کار ته ملا تړي ، نو ښکاره خبره ده ، چې له مخکې یې په دغه اړوند ډېر مطالعات کړي وي . او د مخکنیو څېړونو له مخې ورته د ګټورتوب ډاډ حاصل شوې وي . خو بیا هم دغه موخې ته په بریالیتوب سره د رسېدلو تر څنګ یې ریسک هم له پامه نه شي غورځولای . او د هر ډول پېښیدونکو کمزوریو په وړاندې د اړینو اقداماتو نیولو ته چمتو ( تیار ) اوسي . په تېره بیا که دغه کار د لمړي ځل لپاره د اقتصاد په ډګر کې ازمایل کیږي .
ددې غونډلې نه زما موخه داده ! د اومو موادو د سرچینو او د بشري ځواک له پلوه یو بډاي قندهار دې یوه داسې فابریکه ، چې د نیمایي پېړۍ زیات وخت راهیسې د هېواد د ټولو ناخوا سره سره د کاري او تولیدي تجربو څخه برخمنه ، په دې دومره اوږده موده ( پیر ) کې یې اقتصادي ارزښت په ډاګه ، نیمګړتیاوې او کمزورۍ یې تثبیتیدونکي ، ودرول شي . که د ځان ستاینې په مانا تعبیر نه شي ، نو په همدې فابریکه کې د لیکوال ( زما ) د لنډ مهاله ماموریت پر وخت په داسې شرایطو کې چې د باغونو نه ددې فابرېکې په نامه د میوو راوړل اسان کار نه وو ، خو بیا هم د قندهار د غېرتي او په هېواد مینو سوداګرو په سیده مرسته د یادې فابرېکې تولیدي چارې ، په داسې شرایطو کې ، چې د برېښنا کمښت یوه ستغه ستوزه هم وه ، لکه د نورمالو شرایطو په څېر سمبال شوې .
د قندهار د کنسرو جوړولو فابریکه ( چې د قندهار په ولایت کې د میوې شرکت په نامه شهرت لري ) ، د خپل اقتصادي ارزښت تر څنګ په دغه ولایت کې د وړیو اوبدلو د زړې فابرېکې وروسته د قدامت له مخې تاریخي ارزښت هم لري . دې فابریکې په ۱۹۶۳ ز کال کې ، د کال د ۱۳۰۰ ټن د ډول ډول محصولاتو د تولیدولو په ظرفیت په کار پیل وکړ . په لمړیو کې دې فابریکې په دوه شفته کې ۱۰ ټنه د میوو ســـــــــــوک ( شربت ) ، ۲۰ ټن جام او جلي ، او يوه شپه او ورځ کې ۱۰ ټنه وچې میوې تولید درلود . او د کنسرو دتولیدولو لپاره یې د زردالو ، بهي ، مڼو ، کورو ( انګور ) ، انارو ، رومیانو او ګازرو څخه کار اخستل کېده . ددې فابرېکې کار موسمي ، او په منځنۍ توګه ددې فابرېکې د کار وخت ۳۷ په سلو کې د انارو د پروسس ، ۳۰ په سلو کې د کورو ( انګورو ) د پروسس او پاتې د نورو مېوو لپاره کارول کېده . ویل کېده ، چې زمونږ په هېواد کې د کورو ( انګورو ) د روزنې لاندې مځکې ۷۱،۲ په سلو کې د قندهار ، پروان ، کابل او هر ات ولایتونو کې موقعیت لري . چې د ټول هېواد د انګورو ۷۳،۵ په سلو کې له همدې ځایونو نه لاس راځي . په هېواد کې ۴۵ ډوله انګور شتون لري ، خو د سیمیزو نومونو له مخې آن تر سلو رسیږي .
دا فابریکه که څه هم وړه ، خو د تولیدي غوره ارزښت تر څنګ تل د شنه چمنونو او غوړیدلي ګلانو په درلودلو سره د ښکلا کوربه وه . مخکې له دې ، چې ددې فابرېکې په اقتصادي ارزښت یو څه رڼا واچول شي . یوه پوښتنه راولاړیږي ، هــــــغه داچې ولې د هېواد په تاریخ د لمړي ځل لپاره د میوو څخه د کنسرو د جوړلو لپاره دا ډول فابریکه يواځې د قندهار په ښکلي ښار جوړه شـــــــــــــوه ؟ .
ښکاره خبره ده ، چې د ټولو ځواب به همدا یو وي ، او هغه دا چې ، دا سیمه یوه میوه لرونکې سیمه ده . هو ! خو نه یواځې میوه لرونکې بلکې د ښې آب وهوا او غوره طبعیت درلودلو له امله ددغه سیمې د باغدارۍ محصولات د نورو ډېرو سیمو په پر تله نه یواځې د څومره والي بلکه د څرنګوالي له کبله هم د یادولو وړ دي . ددې فابرېکې اقتصادي ارزښت او ځانګړتیاوو ته په کتو د شپېتمو هـ ش کلونو په لمړیو کې په پام کې وه ، چې دا فابریکه پراختیا ومومي او په نوو او مدرنو ماشینونو سمبال شي . او دې موخې ته د رسېدلو لپاره یو لړ لمړني تخنیکي ــ اقتصادي مطالعات پکار واچول شول او همدارنګه د یو شمېر بلغاریایي متخصیصنو له خوا د تر سره شوو لمړنیو څېړنو د پایلو نه هم جوته شوه ، چې د قندهار حوزه په دې ډګر کې د پراخو تولیداتو وړتیا لري . که ورته ځانګړې پاملرنه وشي ، نه یواځې کورني اړتیاوې به بشپړې کړي ، کېدای شي ، بهرنیو ماکېټونو ته خپل محصولات وړاندې کړي .
ددغه مطالعاتو پایلو ته په کتو ، یادې ، څېړنې د وخت د اړوندو ادارو له خوا د یو لړ ارزونو وروسته تائید او دې موخې ته د رسېدو لپاره د مالي وسایلو د تدارک په چارو کې هم د یو څه پرمختګ څرک ولګېد ، خو په هېواد کې د نا امنیو د لمنې په پراخېدو سره هر څه ګډوډ شول . چې بیا وروسته ددې سکټور پراختیا خو لا څه کوې ، چې څو څو ځلې د ورانکارانو له خوا ددې فابرېکې د سوزېدلو هڅې هم وشوې .
سره له دې ، چې په یاده فابریکه کې د کنسرو جوړولو تکنالوژي ډېره ساده ، خو د یو خوراکي توکي په توګه د تولید پر مهال ورته ځانګړې پاملرنه په کار ده . دا ځکه ، چې په همدغه فابریکه کې یو مهال تولید شوې کنسروې د ترکیب ( کیفیت یا معیار ) د نه مراعات کولو ، د مناست ګدام نه درلودلو او په قندهار کې د هوا د ګرم والي له کبله دکنسرو یو زیات شمېر قطۍ پړسېدلې ، د وخت په تېرېدو سره له کیفیت نه لوېدلې او ضایع شوې وې . په پایله کې پتېیل شوې وه ، چې د قانوني مراحلو د تر سره کولو وروسته ، د ککړتیا نه د چاپیریال ساتنې په موخه ، خرابې شوې کنسروې په مځکه کې ښخې او د فابرېکې ګدام خالي یا وزګار کړلای شي .
داچې ، ددې تولیداتو په ترکیب کې ( د فرنوکمتر آلې پر مټ په اومو موادو یانې میوو کې د خوږو « قندي مواد » د تثبیتېدو وروسته ) د لمړۍ ، دوهمې او درېمې درجې میوو تر څنګ ، پکې بوره ، کلوکوز ، د لیمو جوهر ، پکتین ، تانین او سربېکم کارول کیږي . اړینه ده ، چې د کنسرو په ترکیب کې د ددغه موادو کچه په دېر دقت سره وسنجول شي او بیا واچول شي . ددغه موادو د کچې په برخه کې یوه کوچنۍ اشتباه ، د کنسرو کیفیت ته زیان پېښولای شي . او په پایله کې کېدای شي ، د نامناست ساتلو په صورت کې جلي او یا جام کې کرستال شکله پتري پېدا ، او په خوړلو سره یې د انسان ژوند د خطر سره مخامخ کړي . په نوموړي فابریکه کې د کنسرو د تکنالوژۍ په برخه کې کوم متخصص کس چې ، پدې برخه کې یې ځانګړې زده کړې تر سره کړی وې ، شتون نه درلود ، که اشتباه ونه کړم یواځې یو نفر کارګر ( چې نه غواړم نوم یې یاد کړم ) ددغه ترکیب په هکله یې د بهرنیو کارکوونکې سره د ګډ عملي کار پر مهال یو څه زده کړي وو ، نو که به هغه کار ته د کوم دلیل له مخې ناوخته رارسېده ، نو باید د ترکیب بهیر ، چې د یادې فابرېکې د تولیدي پروسس په مهمه شعبه کې تر سره کېده ، د نوموړي تر رارسېدو ځنډول شوی وای .
سره له دې ، چې د کنسرو تکنالوژي د لیکوال ( زما ) رشته نه وه ، او نه مې په دې هکله کومې زده کړې درلودلې ، خو ددې لپاره ، چې په راتلونکې کې د تولیدي چارو پر مخ بولو کې کوم ځنډ یا خنډ نه وي رامنځ ته شوی . په فني او اساسي توګه را ته دځینو تکنالوژیکي پروسو یو میتودیک لارښود جوړېدل اړین ښکاره شول . له نېکه مرغه ، ددې کار لپاره دا امکانات را ته برابر شول ، چې په دې هکله یو شمېر کتابونه د اړتیا له مخې ډېر ژر له بهره راوغواړم . ددغه کتابونو پر مټ او هم د هغه بلغاریایي متخصیصنو په مرسته ، چې په دغه کارخانه کې په تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو بوخت وو یو څه داسې اړین معلومات ، چې ددغه فابرېکې د شرایطو سره یې سمون درلود ، راټول او د ۱۳۶۱ هـ ش کال د وخت د کانو اوصنایعو وزارت د مجلې په دوهمه او درېمه ګڼه کې ، د لیکوال ( زما ) له خوا : د ( د کنسرو تکنالوژي ) تر سر لیک لاندې خپاره شول . د نوموړې مجلې هغه ګڼې چې ، یاد مطالب پکې خپاره شوي وو، و هغو کسانو ته په واک کې ورکړل شوې ، چې د کنسرو تکنالوژیکې معلوماتو سره یې د بلــدتیا هوډ درلود . ددې سره جوخت ، په راتلونکې کې د دا ډول ضایعاتو نه د مخنیوي په خاطر د محصولاتو د کیفت د معلومولو لپاره د لابراتوار د فعالولو تر څنګ ، د یو لنډ مهاله کورس په جوړېدو سره دا ستونزه ، چې د ترکیب پر مهال شتون درلود له منځه یووړل شوه .
دا ټولو ته څرګنده ده ، چې د یوه پلوه د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د برېښنا د نشوالی له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تازه میوو ساتل خورا ګران کار دی ، او د بل پلوه کله نا کله د ترانزیتي مالونو پر وړاندې د بدنیتو ګاونډیانو له خوا د راولاړېدونکو ستونزو په پام کې نیولو سره د خوراکي صنایع د یو داسې سکټور پراختیا نه یواځې د خپلو محصولاتو له لارې په ځان دبسیا کیدو ته لاره پرانیزي اود بهرنۍ سوداګرۍ په ډګر کې افغاني لوری پیاوړی کوي ، بلکه بهر ته دلیږدیدونکو تازه میوو په ځنډ کې د احتمالي پېښیدونکو زیانونو مخ نیوی هم کیږي . تجروبو ښودلې ، چې هر کال په افغانستان کې د اومو موادو په روزنېزو سیمو کې د اړینو تاسساتو نه شتون او د وړ بارجامو د کمښت له امله هر کال د شل زره ټنه په شاووخوا کې کور ( انګور ) او نورې مېوې خرابېږي .
د شملې پېړۍ د اتیایمو کلونو په لمړیو کې په منځني توګه د هېواد په ټوله صنایع کې انجینیرانو ، فني او تخنیکي کارکوونکو ۱۸،۷ او په خوراکي صنایع کې ۱۴،۵ سلنه جوړوله ، خو لکه څنګه ، چې د مخه هم وویل شول ، له بده مرغه دغې فابرېکې ته د فني کدرونو په هکله له همغه لمړیو څخه لکه څنګه ، چې ښایي پاملرنه نه ده شوې ، نو یې د کارکونکو په شمېر کې ددا ډول فني کسانو انډول ( سلواله ) په هېڅ حساب وبوله .
د خوراکي صنایع په جوړښت کې د میوو څخه د کنسرو تولیداتو په ۱۹۷۸ ز کال کې ۳،۲ سلوالې ته رسېده ، خو د خوراکي صنایع په نورو برخو کې پراختیا ، او برعکس د کنسرو د تولیداتو په اړوند سیمو کې د امنیت د خرابېدو له امله په ۱۹۸۵ ز کال کې د خوراکي صنایع په جوړښت کې د ۱۹۷۵ ز کال په نرخ دا سلواله ۱،۲ را ټیټه شوه .
د همغه امنیتي وضع د خرابېدو سره که په ۱۹۷۹ ز کال کې د قندهار د میوې د فابریکې د ظرفیت څخه ۲۱ فیصده ګټه پورته شوې ، خو دا شمېره په ۱۹۸۳ ز کال کې ۵،۸ او ورپسې په ۱۹۸۴ ز کال کې ۲ سلوالې ته ورسېده ، خوبیا هم په ۱۹۸۵ ز کال ۱۲ ته لوړه شوه .
په ۱۹۸۵ ز کال کې د کنسرو تولید د خوراکي صنایع په جوړښت کې ټیټ شوې ، خو په ورته وخت په همدغه کال د ظرفیت د استفادې کچه لوړه ښودل شوې . دا په دې مانا چې د خوراکي صنایع په نورو برخو کې پرختګ ددې سکټور د ونډې په ټیټېدو اغېزه کړې .
هغه مهال د یادې فابرېکې د اقتصادي ظرفیت نه د پوره ګټې نه اخستنې بنسټیز لاملونه د امنیت خرابېدل ، د برېښنا ، اومو موادو ، فني کارګرانو او دسون توکو کمښت په ګوته شوی وو. له دې پرته ، د تخنیکي ستونزو په هوارولو کې د ترمیمي کارونو سازمادهي نیمګړتیاوې ، په خپل وخت د اضافي پرزه جاتو تدارکاتي چارې سر ته نه رسېدل ،د ماشینونو زړښت او داسې نور ورته لاملونه یاد شوي دي .
لکه څنګه ،چې د مخه مو وویل ، د میوو او سبود کارولو فابریکي موسمي تولیدي فعالیت کوي ، چې په دې سره یې د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۵ ز کلونو په اوږدو کې په منځنۍ توګه د ټول کلنیز تولید ، ۶ سلنه په لمړۍ ربع ، ۳۴ په دوهمه ، ۴۶ په درېمه او ۱۴ سلنه په څلورمه ربع کې شوی دی . ددغه پورتنیو څلور واړه موسمونو کې د لوړ تفاوت اصلي دلیل نه یواځې د میوو او سبو موسمي ځانګړتیا ده ، بلکه په خپل وخت ددغه توکو نه رسول ددې سبب ګرځېدلی ، چې فابریکه یا فابریکې په بشپړ ظرفیت و نه چلیږي او د کال په اوږدو کې د ډېر وخت لپاره ودرول شي .
د کنسرو د فاریکو یوه غټه ستونزه د هغې موسمي تولیدي فعالیت دی . چې د یوه پلوه د لږ وخت له پاره ورته د پروسس په موخه د اومو موادو رسېدل او د بل پلوه ددغه اومو موادو ژر خرابېدل دي . لکه څنګه عملا لیدل کیږي دا فابریکه د اومو موادو د تولیدلو سیمو ته نژدې د منزل باغ په ساحه کې موقعیت لری . د افغانستان په شرایطو کې د کنسرو فابریکې ته د تازه اومو موادو رسولو او د هغې د کارولو موسم د زردالو لپاره ۲۵ ورځې ، کور ( انګور ) ۵۵ ورځې ، بهي ۳۰ ورځې ، آنار ۵۶ ورځې ، مڼې ۴۰ ورځې او د جلال آباد د کنسرو د فابریکو لپاره زېتون ۴ میاشتې ښودل شوی دی . د لیکنې د زیاتېدو له کبله مې د هر پورتني بېلابېل کلتور د موسم د پېل او پای دقیق ورځ مې ځکه په ګوته نه کړه ، چې دطبعیت غوښتنه کله نا کله د هغه وړاند وینو سره ، چې د تجروبو له مخې محاسبه شوي وي ، اړخ نه لګوي .
د کنسرو د تولیدلو د فابریکو یوه ځانګړتیا دا ده ، چې ماشینونه یې اونیورسال ( هر اړخیز یا هر کاره ) نه دي ، چې له همدې کبله د ماشینونو عین پتوک ( لړ ) نه شي کولای هر ډول اومه مواد پروسس کړي . او هغه لا څه ، چې هغوی نشي کېدای د کنسرو د پراخو ډولونو لپاره په قطیو کې د جلا پېمانې او بېلابېلو بارجامو لپاره وکارول شي . د قندهار د فابرېکې د حلبو د تختو څخه د ایتالوي ماشینو په مرسته یواځې یو ډول قطۍ جوړېدلې .
همدارنګه د ځینو تخنیکي نیمګړتیا له کبله د حلبي تختو څخه د قطیو تولیدولو او د ډکو قطیو د تړلو (فټ کولو ) پر وخت د د تشو او ډکو قطیو ضایعات د نورم څخه لوړ وو . د ډکو قطیود کلک نه تړلو له وجهې ، د تړل شوې قطۍ په لوړ حرارت د جوشېدو ورسته ، د سړېدو پر وخت د هوا داخلېدو سره یې د ډېر وخت لپاره دساتلو وړتیا له لاسه ورکوله او خرابېدل . ددې فابرېکې بله ځانګړتیا دا وه ، چې د لېبل نښلولو چارې په ګدامونو کې د کارګران له خوا په لاس تر سره کېدلې او ډېر وخت ور ته په کار وو .
د دغه فابریکې د نورو ستونزو تر څنګ یو هم له باغونو او میوه لرونکو سیمو نه په پراګنده توګه مېوې اړوندې فابریکې ته وروړل کیږي ، چې په پایله فابریکې ته اومه مواد په منظم ډول نه رسیږي ، کله ځنډ پکې راځي او یا هم کله په دومره لوړه پېمانه مېوې ، چې فابریکه یې په لږ وخت کې د پروسس جوګه نه وي ، ور وړل کیږي ، چې پدې توګه په فابریکه کې د غېر فعاله سړو خونو له وجهې ددغه اضافي میوو د خرابېدو امکان ډېر لیدل شوی دی . ددې ډول نیمګړتیا او نامنظم والی بنسټیز لامل د اومو موادو د تولیدونکو سیمو د تخصص او تمرکز د کچې ټیټوالی په ګوته شوی دی .
په دې فابریکه کې له اوله یو لړ ستونزو شتون درلود . په هېواد کې د کنسرو د ځای پر ځای کولو لپاره ښیښيي او حلبي کورني منابعو شتون نه درلود او له بهره راوړل کېده ، چې تر دې دمه دغه ستونزه پر ځای پاته ده . همدارنګه ډیر کارونه په لاس تر سره کیږي ، د تولید ځانګړی پروسس لږ میکانیزه او تکنالوژي یې هم لکه څنګه چې ښایي بشپړه نه ده . د اومو موادو تسلیمي او اړوندو شعبو ته یې لېږدول ، سورت کول او آن په قطیو کې یې د پخو موادو ( کنسرو ) ځای پر ځای کول په لاس سره تر سره کیږي . نوموړې فابرېکې د نورو خورا زیاتو ستونزو سره یو هم د برېښنا کمښت وو . سره لدې ، چې په فابریکه کې په بېړنیو حالاتو کې د دیزلي جنراتور څخه کار اخیستل کېده ، خو د دیزلو د لګښت د ډېروالي له امله د تولید شوو مصنوعاتو په تمام شد قیمت یې ناوړه او منفي اغېز شینده .
په دې فابریکه کې د جوړېدو له همغه لمړیو شیبو څخه پکې د نورو اړینو تاسساتو او برخو ترڅنګ د پروسس او یا هم و نورو ځایونو ته د استولو په موخه د اضافي تازه میوو ساتلو لپاره سړې خونې ( یخچال ) شتون درلود . خو هغه مهال د ډېرې مودې په اوږدو کې د نه ضرورت له مخې ترې ګټه نه اخستل کېده او تړلې پاتې وه . او په دې موده کې یې ددغه خونې د سړولو چارو تجهیزات د ډېرې مودې ودرېدو له امله د ډاډ وړ نه وو، امیاک زاړه ، نلونه زنګ وهلي او د نورو پارامترونو د ښوولو مېټرونه ( شکلې ) او آلات هم د نه استعمال له کبله خپله دقیقه وړتیا له لاسه ورکړې وه . خو بیا هم د یو لړ هلو ځلو په ترڅ کې له سره ګټې اخستنې ته تیار شو . خو وخت له وخته تېر وو ، ځکه چې ورځ تر بلې د ناامنیو ډېروالي هر څه پر بل مخ کړل .
یادې فابرېکې نه یواځې د کورنیو زراعتي محصولاتو پروسس په غاړه وو، بلکه یو زیات شمېر کسانو ته یې د کار زمینه مساعد کړې وه . د پخو موادو ( تولیداتو ) د خرڅلاو له درکه یې ټولنې ته ګټه رسېدله ، . . . . . . . ، او همدارنګه یې یو شمیر کارکونکو ته د فابرېکې په دننه لوېدیزه خوا کې د یو شمېر کارکوونکو لپاره استوګڼ ځایونه هم په واک درلودل .
د اقتصادي چارو شنونکو لپاره مې غوره وګڼله ، چې په افغانستان کې د کنسرو تولیدولو په برخه کې په ۱۳۵۹ او ۱۳۶۳ ل کلونو کې د ۱۳۵۷ ل کال په پرتله په سلوالې سره : دفي واحدفونډ په سر د تولید د کچې ، د مؤلدیت د کچې او همدارنګه د سړي سر فوند د کچې انــــــدکـــــس په لاندې لښتلیک کې وړاندې کړم :
یــــــادښـــــــت : د پورتني لښتلیک شمېرې د اړوند تصدیو او فابریکو د ارشیف او یو شمېر کلنیزو بیلانسونو د شمېرو له مخې محاسبه شوي دي . د لته یواځې بنسټیز فونډ مطرح دی ، او د ( سړي یا سر ) مطلب هغه کارکونکې دی ، چې په تولید کې یې د یو غوره عامل په توګه سیده ونډه درلوده . په ډېر درنښت .