د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چین هېواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړېکو سم مدیریت غوره پاېلې لرلای شي

ډاکتر محمد نواب ویساند 25.02.2015 10:49

د چین هېواد سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړېکو سم مدیریت
غوره پاېلې لرلای شي !

د روان یانې ۲۰۱۵ ز کال د فبروي په ۱۱ نېټه مې د تاند په معتبره وېبپاڼه کې د (د چین افغانستان او پاکستان مهمه درې اړخیزه غونډه ) تر سرلیک لاندې په یو خبر سترګې ولګېدې ، چې وایې : ( په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته وویل، چین به یو شمیر پروژې په افغانستان کې تطبیق کړي چې په دغو کې په کونړ کې د بریښنا د بند جوړیدل هم شامل دي او تر پاکستان پورې به اورګاډي او موټرو لارې هم جوړې کړي . په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ پاکستان کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي ) تاند .
سره لدې ، چې د افغانستان او چین هېوادونو تر منځ د ورېښمو له لارې د راکړې ورکړې یو پخوانی خورا اوږد تاریخ پروت دی ، خو معاصر افغانستان سره تر دې دمه ، د چین هېواد له خوا شوې تخنیکي ــ اقتصادي مرستې د ګوتو په شمېر دي . خو په پورتني خبر کې د یاد شوو غټو پروژو د پلي کولو سره د چین هېواد لېوالتیا به د اقتصادي اړېکو په ډګر کې یوه بله نوې او لوړې مرحلې ته د ورننوتلو یوه نوې کړکۍ پرانیزي . ددې ډول لېوالتیا د پخلي لپاره مې غوره وګڼله ، چې چین هېواد ته زما ( لیکوال ) د کاري رسمي سفر ( د سفر ښې لاسه ته راوړنې او په افغانستان کې یې د پلیتا ماتې ) ځیني ټکي له تاسو درندو لوستونکو سره شریک کړم .
کله ، چې د پخواني شوروي اتحاد سور لښکر په افغانستان کې د ماتې سره مخ شو او د خپل هېواد ستنېدو ته اړ شول ، افغانستان کې د کور دننه جګړه ښه په درز سره روانه وه . د خوراکي توکو کمښت له یو پلوه ، د سون توکو نه شتون له بل پلوه ، د لارو په اوږدو کې امنیتي ستونزې او هره ورځ د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ خبرې خو د ژوند یوه عادي خبره ګرځېدلې وه . ورځ تر بلې د امنیتي شرایطو په خرابېدو سره په هېواد کې نژدې د ټولو بهرنیو ملکونو سیاسي نمایندګۍ ( سفارتونه ) وتړل شوې او کارکوونکي یې خپلو خپلو هېوادونو ته ستانه شول . خو په کابل کې د چین یواځنی سفارت و ، چې د اړتیا له مخې په کې یو شمېر کسانو شتون درلود . دا مهال زه ( لیکوال ) د کابل ښار په یوه لویه فابریکه کې په کار بوخت وم . دغه مهال په دا دومره سختو شرایطو کې نه یواځې ددغه فابرېکې او دې ته ورته د نورو تولیدي فابریکو فعال ساتل اړین ګڼل کېدل ، بلکه د وخت د سپکو او خوراکي توکو صنایع وزارت د خپلو اړوندو یو شمېر تصدیو ، چې د اوږد مودیز کارولو په ترڅ کې یې اقتصادي ظرفیتونه کمزوري شوي و له سره لمړني اعظمي (تخنیکي ) ظرفیتونو ته د راګرځولو هوډ وکړ . سره لدې ، چې د یوه پلوه د ورانکارانو څخه د موجودو تصدیو ژغورل او د پراخېدونکو او تشدیدي کارونې لپاره د مالي وسایلو کمښت خورا ستغې ستونزې وې . خوبیا هم ددې ټولو ناخوالو سره اړوندې ادارې د تخنیکي سمبالښت له لارې په شتو تصدیو کې د مثبت بدلون د راوستلو لپاره لاس په کار شوې .
لکه څنګه ، چې د مخه هم وویل شول د امنیتي او اقتصادي پلوه په داسې یو غېر عادي شرایطو کې د تولیدي واحدونو د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو چارې د مالي وسایلو د کمزورتیا له کبله ناشونې ښکارېدې . خو د هېوادنۍ مینې ، کلکې ارادې او په مسلکي پوهې سمبال کدرونو شتون د داسې تولیدي واحدونو د تولیدي ځواک د پیاوړتیا لپاره د بل هر څه خورا خورا ستر ارزښت درلود . پداسې شرایطو کې ، چې زمونږ د ویاړلی هېواد سره د بهرنۍ نړۍ د مرستو ټولې دروازې د تړل کېدو په درشل کې وې او د چین پرته داسې کوم بل هېواد نه تر سترګو کېده ، چې دداسې چارو د سمبالښت لپاره یې د افغانانو لاس نیوی کړی وای . دلته څو دلیلونو شتون درلود . یو خو د چین د سفارت د تجارتي اتشې مسئولو کسانو د همداسې پروژو د رانیولو لپاره په داسې سختو شرایطو کې په خپل سیاسي نمایندګۍ حضور درلود . دوهم د چین تکنالوژې د نورو ډېرو هېوادونو په پرتله ارزانه او د اټکل او فني تجربو له مخې یې افغان تخنیکي او تولیدي کارکوونکو ته کارول هومره ستونزمن نه ښکارېدل .
په همدې موخه ، د چین هېواد د ځینو اړوندو کمپنیو متخصص کسان د یو شمېر لمړنیو څېړونو لپاره افغانستان ته را دعوت کړلای شول . خو هغه مهال د افغان دولت د غلط بهرني سیاست له کبله ، د چین هېواد سره په لوړه کچه د تماسونو نیولو نشوالي د داسې اقتصادي پروژو په وړاندې یو ستر خنډ و . داچې د دیپلوماتیکو اړېکو د محدودیتونو له مخې د وزیر په کچه هلته ورتګ ناشونی و ، و پتیل شوه ، چې یو څلورکسیز پړاوی داړوند وزارت په غوښتنه او د هغه مهال د وزیرانو شورا د رئیس په تائید د وزیر په صلاحیت د وخت د سپکو او خوراکي توکو صنایعو د وزارت د باتجربه او په کار پوه معین خدای بخښلي دیپلوم انجنیر محمدغلام رحیمي په مشرۍ د یو شمېر تصدیو د رغولو په موخه د چینایي کمپنیو په دعوت د تیانجین صنعتي لوي او مشهور ښارته کاري سفر وکړ ، ددغه پړاوي په ترکیب کې ما ( لیکوال ) هم ګډون درلود . ددغه څلورکسیز پړاوي څخه یې ښه هکلی وکړ . سره له دې ، چې دا سفر د ۱۲ ورځو لپاره پلان شوی و ، خو د دواړو خواو د ګټو پر بنسټ یوې غوره پایلې ته د رسېدلو په موخه د سفر ورځې یو څه وغزېدلې ، دا ځکه ، چې پړاوي د هېواد د سختو اقتصادي ستونزو له کبله دې ته اړ و ، چې د ماشینرۍ ( تکنالوژۍ ) په ځینو برخو ، چې د چینایي کمپنیو له خوا په پام کې نیول شوې وې له سره غور وکړي ، او له هغې جملې څخه ساده ، ارزانه او د افغان لوري مسلکي وړتیا او شرایطو ته په کتو داسې تخنیکي وسایل غوره کړي ، چې د هر ځانګړي تولیدي واحد لپاره د افغان لوري له خوا په پام کې نیول شوي اعظمې ظرفیت باندې کوم منفي اغېز و نه شیندي او ورسره جوخت د چینایي کمپنیو له خوا د اټکل شوي قیمت په راکښته کولو سره ، لمړنۍ هوکړه تر سره شوه . لیکوال ( ما) د اړوندې فابرېکې په ګودامونو ، او تحویلخانو کې د موجودو احتیاطي پرزو ( سفرپارټ ) او آن تر دې ، چې ښایې د ډېرو لپاره د تعجب او حېرانتیا وړ وي د بخار په دیګونو کې د کاریدونکو او د لوړ حرارت په مقابل کې مقاومت درلودونکو شموت ښختو نوملړ ( د ځانګړو نمرو او جوړښت ( سایز ) په تفکیک ) جوړ او له ځانه سره یوړ . سره له دې ، چې د بخار دیګ کمپلټ ( د ټولو ملحقاتو سره ) اخېستل کیږي ، خو په هېواد کې د اقتصادي ناچارۍ له کبله د یو څو اسعارو د سپما په موخه په لست کې د شامل شوو ښختو رانیولو ته زړه نه ښه کاوه او ښایې چینایي لوری به هېڅکله هم د یو داسې سر زوري ، کنجکاو او مقتصدکس سره نه و مخامخ شوی ( وایې تشه لاسه ته مې دښمن یې ) .
کله ، چې د ډېرو چنو وهلو او هر اړخېزو ارزونو وروسته لمړنۍ پاېلو ته ورسېدو ، د پړاوي له خوا د تخنیکي وسایلو د قیمت د یوې برخې په بدل کې د اسعارو د کمښت له وجې ، د نړیوال بازار په بیه مقابل لوري ته د افغانستان څخه د مالوچو د رانیولو ، چې سمپلونه یې لا د مخه مونږ له ځانه سره وړي و ، وړاندیز وشو .
په ورته وخت د افغانستان جمهوري ریاست له خوا په پیکنګ کې مشت افغان سفارت ته د تلکس له لارې سپارښتنه شوې وه ، چې د امکان پصورت کې دې د چین هېواد څخه د غنمو رانیولو موضوع هم مطرح کړلای شي . دا هغه وخت و ، چې د پخواني شوروي اتحاد څخه د غنمو وارېدېدل په ټپه درېدلي و . سره لدې ، چې چین خپل د اړتیا وړ غنم د کاناډا او نورو ملکونو نه رانیسي ، خو بیایې هم د مرستې ژمنه وکړه ، چې په بحر کې چین ته په لاره د نورو هېوادو څخه د پیرودل شوو غنمو څخه به افغانستان ته یومعین مقدار غنم په کوم نژدې بندر کې ښکته کړي .
افغان پړاوي د افغان سفارت د مسئولو کسانو په ملتیا هڅه کوله ، که وکولای شي ، چې چینایې لوری دې ته و هڅوي ، چې دغه تخنیکي ــ اقتصادي مرستې د افغانستان د لوړو مقاماتو سره د یو ځانګړي تفاهم له مخې ، وړیا وکړي ، خو زمونږ په هېواد کې حاکم غلط بهرني سیاست ، چې یواځې د پخواني شوروي اتحاد اړخ یې ټینګ کړی و، دداسې وړاندیز د مطرح کولو په وړاندې یوه ستره ستونزه وه .
هېواد ته په راستنېدو سره ، د دغه په پام کې نیول شوو پروژو د پلي کولو په نیت اړوندو ارګانونو د مالي وسایلو د تدارک لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې . ددې پروژو د پلي کولو هېلې را ټوکېدلې وې او ددې کار د نورو پړاونو د تر سره کولو لپاره کار روان و .
خو له بده مرغه ډېر وخت لا نه و تېر شوی ، چې د تېر رژیم د ځینو ملي خاینینو په ملتیا سقاویانو او وحدتیانو د هېواد د ټولو تصدیو منقول او غېرې منقول جایدادونه او شتمنۍ لوټ او بیا یې د توپونو د ګولیو په ویشتلو سره په بشپړ ډول ویجاړې او د اور په لمبو کې وسوځولې او د نوموړو تصدیو د بیا رغونې پلان د دغه ورانکارو او غلو د نادودو په پایله کې له خاورو سره خاورې او په هېواد کې د میلیونو ډالرو په ارزښت زېرمه شوي مالوچ هم په بشپړ ډول د تش په نامه جهادیانو له خوا لوټ شول .
خو پدې هم بسنه ونشوه . د امریکا او د نړۍ د نورو هېوادونو له خوا په تیرو ۱۳ کلونو کې د تروریزم سره د مبارزې په پلمه هېواد ته راوړل شوي ډالر په بشپړ ډول په دې او هغه نومونو د همدغه حرفوي لوټمارانو او جهادي مافیا له خوا د وخت د بې کفایته ادارې په ترڅ کې له لاسه ووتل . که نه نو کېدای شول په دغه پېسو د هېواد د پرمختګ لپاره خورا زیاتې بنسټیزې او تولیدي چارې تر سر ه شوي وایې . زما په اند تر هغې ، چې د هر ډالر د پر ځای لګولو تضمین نه وي شوی ، افغان دولت سره نغدي مرسته کول به یوه لویه او سخته تېرو تنه وي .
هېواد ته د بهرنیو مرستو د راماتولو او پر ځای لګولو لپاره اړینه بولم ووایم : د هېواد جمهور رئیس ښاغلی ډاکتر محمد اشرف غني که غواړي ، چې اقتصادي کاروبار کې بریالی واوسي ، اقتصادي چارو په تشکیلاتو کې دې ، که چېرې یې په وس پوره وي داسې کسان وګوماري ، چې وکولای شي د ځانګړو او پرلپسې څېړنو پر بنسټ د اغېزمنتیا ، ګتورتیا او لمړیتوبونو په پام نیولو سره بنسټیزې او تولیدي چارې د پروګرام او پروژو په تفکیک داسې تنظیم کړي ، چې د پلي کولو لپاره یې د مرستندویو هېوادو او ډونرانو قناعت حاصل کړلای شي . او هم په دې سره شونې ده ، چې د اقتصاد په ځینو څانګو کې په ځان د بسیا کېدو لپاره هم لاره هواره شي . او پرې نه ښودل شي ، چې د تېرو ۱۳ کلونو پشان هېواد ته راوړل شوي ډالر د څو اوباشانو له خوا په سیند لاهو شي .
زه کله نا کله د ځینو چارواکو له خوا د بشري ځواک د ظرفیتونو د لوړولو خبر اورم . یا دغه چارواکې د خپل هیواد نه اګاهي نه لري او یا یې د ظرفیتونو د لوړولو په پلمه پېسو لوټولو ته چل غلی کړی وي ، ددوي دې خبرې به هله یو ارزښت درلود ، چې د موجوده په کار پوه پټو او ښکاره بشري ریزرفونو څخه لږ تر لږه لس سلنه ګټه پورته کړای شوي وای . دا پر ځای بولم ، چې زده کړې یوه دوامداره پروسه ده ، دا به روانه وي او د وخت د غوښتنو سره به لوړیږې ، بشپړیږي ، کارول کیږي . زه د هغه معلوماتونو له مخې ، چې د افغاني ټولنې څخه یې لرم ، په افغانستان کې د دا دومره اوږد مهاله جنګ جګړو له کبله د سواد څخه د محرومیت د خورا لوړې او بې سارې کچې شتون سره سره بیا هم ، همدا اوس زمونږ ویاړلی هېواد د ډېرو آرامو ملکونو څخه د ښو او تکړه کدرونو درلودلو له کبله خورا بډای دی . خو که ، چېرې کوم داسې څوک ( چارواکي ) پېدا شي ، چې لمړی خپله دوی ددې وړتیا ولري ، چې ترې د نا اهله کسانو راتاو شوې کړۍ ماته کړي ، او بیا وګوري ، چې په پوهې سمبال او د پاکۍ په جامو کې پټ افغان بچینان څومره ډېر دي ، چې د اوسني ټولنیزو ــ اقتصادي چارو د ښه سمون لپاره ترې د هېواد او خلکو په ګټه پوره کار اخستل کېدای شي .
په پای کې غوره بولم ووایم ، که چېرې افغان دولت په رښتیا د هېواد ودانولو او پرمختګ ته ژمن وي ، نو ژر تر ژره دې د کونړ په روان او څپاند سیند د برېښنا د تولیدلو په چارو کې د چینایي لوري سره د عمل ډګر ته راووځې . او د خپلو پرېمانه اوبو څخه دې د برېښنا د تولیدولو لپاره مټې راونغاړي او پرې نه ږدي ، چې افغانان نور د تېر په څېر بیا هم په غولوونکو وعدو تېروېستل شي . په درنښت