د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زورواکو د غزني تاريخي ساحې غصب کړي

پژواک خبري اژانس 17.06.2013 15:51

غزني (پژواک ۲٧ غبرګولی): چارواکي او خلک وايي، چې د غزني ښار ډېرى تاريخي ساحې د زورواکو له لوري غصب شوي او په کې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې دي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي وايي، چې د ښار په سوېل ختيځه څنډه کې ډېرې تاريخي ساحې خلکو لاندې کړې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د روضې په کلي او دغه راز د دوو تاريخي منارو تر څنګ سيمه کې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې او چا يې مخه نه ده نيولې.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم دا مني، چې په غزني کې تر دولت مافيا ډېره غښتلې ده.

د هغه په وينا، د غزني په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا ٢٥٠زره جريبه ځمکه غصب شوې او اوس د تاريخي ساحو غصب هم روان دى.

جامع زياتوي، غزني د څو کسانو په ولکه کې دى، ځمکې غصبوي، خپلسري کوي خو دولت يې مخه نه نيسي.

د غزني ښار اوسېدونکى، محمدعارف نوري هم وايي، چې تاريخي سيمې او ځايونه زورواکو لاندې کړي دي.

هغه وايي، تېر کال د يوې ودانۍ د جوړېدو پر مهال د ودانۍ په تل خونه کې تاريخي اثار هم وموندل شول.

خو د غزني مرکز د روضې د کلي يوه قومي مشر عبدالمتين قلندري وايي، چې د دوى په سيمه کې نيول شوې ځمکې د خلکو شخصي ملکيت دى.

هغه دا مني، چې د غزني ښار په يو شمېر سيمو کې تاريخي ساحې غصب شوي، خو دولت يې مخه نه ده نيولې.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بسم الله شريفي هم مني، چې د زورواکو له لوري تاريخي سيمې لاندې شوې دي.

هغه زياتوي، د دغه کار د مخنيوي په موخه يې يو کمېسيون جوړ کړى، چې د نيول شوو ځمکو په اړه پلټنه وکړي او په راتلونکي کې د نورو تاريخي ساحو د لاندې کېدو مخه ونيسي.