سرچينه: د انوارالحق احدي پر نوماندۍ هوکړه شوې
17.06.2013 10:36کابل (پژواک،٢٦غبرګولى ٩٢): يوه باوري سرچينه وايي، چې د ځينو ګوندونو له خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د انوارالحق احدي پر نوماندۍ هوکړه شوې ده، خو په خپله احدي او ګوندونو د دې هوکړې پخلى لا نه دى کړى.
يادې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې جمعې په ورځ (د غبرګولي ٢٤مه) د حاجي محمدمحقق په کور کې يو شمېر ګوندونو غونډه کړې او د احدي پر نوماندۍ يې موافقه کړې ده.
ده زياته کړه، په دې غونډه کې د وحدت ګوند له مشر محقق سربېره د حزب اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال، د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر، د جنرال دوستم په استازيتوب د ولسي جرګې غړي فيض الله ذکي او د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي ګډون درلود.
سرچينه ادعا کوي، دوى د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو د چارو د وزير احدي پر نوماندۍ هوکړه کړې او جنرال دوستم بيا د ټېلېفون له لارې دا هوکړه منلې ده.
دغې سرچينې وويل، چې احدي د راتلونکو ټاکنو لپاره کانديد دى او نوموړى له ګوندونو او قومي مشرانو سره له هغه څخه د ملاتړ په موخه په خبرو بوخت دى.
د سرچينې په وينا، د سوداګرۍ وزير احدي په دې اړه تېره ورځ (د غبرګولي ٢٥مه) د مازيګر په پنځو بجو له حنيف اتمر سره هم کتلي دي.
نوموړى وايي، ښايي د اوس لپاره دا خبر څوک تاييد نه کړي او پر احدي د هوکړې اعلان شاوخوا يوه مياشت وروسته د دې لپاره وشي، ترڅو د نورو ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه شي.
خو حزب اسلامي په یاده غونډه کې د ګډون او داحدي پر کاندیدا د هوکړې خبره رد کړه.
په کابل کې د اقتصاد د وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتو مسوول عبدالله کامه وال پژواک ته وویل چې دوی هم له یادې غونډې خبر دي، خو د حزب کوم استازي پکې ګډون نه درلود.
هغه زیاته کړه چې دوی تر اوسه د افغان ملت سره د انتخابي اتحاد یا د احدي د کاندیدا په اړه خبرې نه دي کړي.
له بلې خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د کانديدانو په اړه په هېواد کې د سياسي کړيو ترمنځ سلا مشورې ګړندۍ شوې دي.
د حق او عدالت د ګوند د اجرايه کمېټې مشر سردارمحمد روشن، نن پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوندونو د رهبرۍ شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٣مه) غونډه کړې ده.
د ده په وينا، په دغې نوبتي غونډه کې چې د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح په کور کې شوې، پر ملي جوړښت بحث شوى دى.
د ده په وينا، د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې ولسمشريزو ټاکنو کې د ګوندونو د شورا له خوا پر يوه مشخص کانديد بحث نه دى شوى.
خو روشن زياتوي، په نږدې راتلونکي کې به په ولسمشريزو ټاکنو کې د داسې يوه ملي شخصيت د نوماندۍ اعلان وکړي، چې په هېواد کې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.
د ياد ګوند يوه بل غړي حميدالله فاروقي پژواک ته وويل، د ګوندونو په نوبتي غونډو کې تر ډېره پر ملي جوړښت بحث کېږي او په دې برخه کې زيات پرمختګ شوى دى.
ده زياته کړه، کله چې د ملي جوړښت طرحه بشپړه شي، نو تر هغه وروسته به پر يوه ملي نوماند او د هغه پر مرستيالانو بحث وشي.
د هغه په وينا، اوس وختي ده چې د کانديد پر سر بحث وشي.
د ګوندونو د همکارۍ شورا د غونډو يوه ګډونوال د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، د ګوندونو په دغې شورا کې چې پخوا يې ٢٣ ګوندونو غړيتوب درلود، اوس درې نور ګوندونه هم ورسره يوځاى شوي دي.
د ده په خبره، د ګوندونو ياده شورا دوه ډلې جوړې کړي، چې له معمول سره سم په اونۍ کې دوه ځله غونډې کوي.
د هغه په وينا، يوه ډله دا مهال د راتلونکي ولسمشر پر ځانګړتياوو او مشخصاتو کار کوي او د خپل کار پايله به په نږدې راتلونکي کې د ګوندونو د مشرتابه شورا ته وړاندې کړي او دويمه ډله په ملي اجنډا کار کوي.
سرچينه وايي، د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تراوسه د انوارالحق احدي پر نوماندۍ هوکړه نه ده شوې، خو د ده د معلوماتو له مخې، شاوخوا يوه مياشت وروسته به د ګوندونو دغه شورا خپل نوماند اعلان کړي.
د سياسي ايتلافونو او ګوندونو د همکارۍ شورا، چې خپل فعاليت يې د تېر کال په تلې مياشت کې پيل کړ ، تردې دمه د هېواد ٢٦ ګوندونه (د حکومت اپوزيسون) يې غړيتوب لري، چې تر ټولو مهم يې ملي ايتلاف، ملي جبهه، ملي جنبش، حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، محاذ ملي، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند، د حق او عدالت ګوند، اسلامي وحدت ګوند او افغان ملت ګوند شامل دى.
د افغان ملت ګوند يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، د يو شمېر ګوندونو او سياسي کړيو ترمنځ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د مشترک نوماند پر سر بحث روان دى.
د ده په وينا، په دغو بحثونو کې د کورنيو چارو پخوانى وزير حنيف اتمر، د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني او ځينې نور سياسي مشران ګډون کوي.
د نوموړي د معلوماتو پربنسټ، تراوسه پر يوه نوماند موافقه نه ده شوې، خو زياتوي، چې د ډېرو مشرانو ميلان دې ته دى، چې انوارالحق احدي خپل مشترک کانديد ونوموي.
دا په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندۍ لپاره د سياسي کړيو ترمنځ بېلابېلې هڅې او بحثونه روان دي او د "ملي اجماع" خبرې له حکومتي کړيو سربېره د زلمي خليلزاد، عطامحمد نور، اشرف غني احمدزي، استاد سياف او داسې نور شخصيتونه کوي، ترڅو د راتلونکو ټاکنو لپاره د سياسي اړخونو ترمنځ د نوماندانو پر سر همغږي رامنځ ته شي.
د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي په ١٣٣٠ کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. په بيروت کې د امريکا له پوهنتون څخه د اقتصاد او سياسي علومو په څانګه کې د ليسانس او ماسټري درجه، د نارت ويسترن د مافوق ليسانس مطالعاتو له پوهنځي څخه د ماليې او ادارې په څانګه کې تخصصي ماسټري او د امريکا د نارت ويسترن له پوهنتون څخه د سياسي علومو په څانګه کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.
دى د ١٣٦٣ او ١٣٨١ کلونو ترمنځ د امريکا د کارليتن په پوهنتون کې د سياسي علومو د پروفيسور مرستيال، د شيکاګو د کانټيننټال ايلونا په بانک کې د بانکدارۍ د امر او د امريکا د پراويدنس په پوهنتون کې د سياسي علومو د پروفيسور په توګه دندې ترسره کړې دي.
همدارنګه احدي له ١٣٨١ څخه تر ١٣٨٣ کال پورې د افغانستان بانک د عمومي رييس او له ١٣٨٣ څخه د ١٣٨٧ کال د لړم تر مياشتې پورې د ماليې د وزير په توګه دندې ترسره کړې او اوسمهال د سوداګرۍ او صنايعو چارو وزير دى.