د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروالان او رييسان د فساد په مستۍ کې ۱ برخه

حفيظ الله غښتلى 27.12.2012 15:19

د حقوقو د څانګې د مينه وال په حيث راڅخه هيله وشوه چې په ځانګړيو سيمو کې د فسادضد مبارزې په اړه د مدني ټولنو غړيو لپاره د روزنيزو پروګرامونو اسانچاري وکړم او يو ورځنی بحث ورسره پر مخ بوځم.
په دې لړ کې په زړه پورې او جالب بحثونه وشول او په دې ارزې چې له نورو سره شريک شي همداډول د بحث د ګډونوالو ټينګار و چې بايد د دوی خبرې او غږ له نورو سره شريک کړم.
ما ته داسې واسېدله چې په لويه کچه د مدني ټولنې غړي نهيلي دي او د دې لاره او ګودر ترې ورک دي چې څنګه په دې اړه ګام پورته کړي. په هر حال، بحث مې په پای کې داسې راونغښته، غر که څومره لوړ دی په سر يې لار شته، د فساد مخنيوی کېدی شي، خو وخت بايد ضايع نه شي، ما وانګېرله چې:
يو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پرېږدي
په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پرېږدي
د بحث ګډونوالو پوښتلم:
افغانستان به څنګه جوړ شي؟
واليان، ښاروالان او رييسان او نور د فساد په مستۍ کې دې، ولې نه غرقېږي؟
ښاغلی ولسمشر ولې د فساد پړه بر بهرنيانو اچوي؟ ايا غواړي د خپلو فساد پټ کړي؟ که کومه بله خبره ده؟
ايا (ښاغلی) کرزی په خپله فاسد دی؟
پوښتنې ستونزمنې وې، نېغ په نېغه مې ځواب ور نه شو کړای، خو کوښښ مې وکړ پوښتنه تر يوه بريده ځواب کړم، نو مې ورته وويل: د مدني ټولنې د غړيو په حيث بايد مسوليت ادا کړو او د فساد مخه ونيسو، کېدای شي چې د فساد مخه ونيول شي.
غواړم په لومړی پړاو کې بحث د ښرنې ښار څخه پيل کړم. د مرغومي پر ۵مه مو په ښرنه کې بحث درلود. د ښرنې ښار د مدني ټولنو غړيو راته وويل:
جمهور رييس وايي چې خارجيان په فساد کې ښکېل دي او هغوی فساد وطن ته راوړی دی.
د جمهور رييس دغې خبرې د مدني ټولنې غړي ډېر نهيلي کړي دي او داسې انګېري چې خپله د سر سړی په فساد کې ښکېل دی.
دا مې ترې وپوښتل: تاسې ولې داسې فکر کوئ؟
- د کرزې خبرې يو د بل ضد دي، يو له بل سره اړخ نه لګوي. هغه رښتيا نه وايي، هغه فکر کوي چې خلک نه پوهېږي، وايي چې خارجيان قراردادونه وزيرانو او د لوړ پوړيو چارواکيو نژدې خپلوانو، واليانو او نورو ته ورکوي.
دوی وايي: عجيبه ده، دا لوړ پوړي چارواکي څوک دي، او څنګه کولای شي چې قرارداد واخلي؟ قانون څه وايي او هغوی د چا په سيوري کې پټ دي، هغه چې رسوا شوي ولې نه محاکمه کېږي؟ ټولو فاسدانو ته کرزي پخپله لمن کې پناه ورکړې ده.
د مدني ټولنو غړيو په ښرنه ښار کې راته د فساد څو مثالونه وويل او راڅخه يې وپوښتل چې د دې مخه څنګه نيولی شو؟ او ولې کرزی ددې مخه نه نيسي؟ دوی راته مثالونه وړاندې کړل:
يو- ښاغلي  محب الله صميم  هر مامور ته د ټول ژمني لپاره ۲۵۰۰ افغاني د دفتر د تودولو په مخه ورکړي دي. په دې نو دفتر ګرمېږي؟ عجيبه ده.
دوه - بله بېلګه: په ښرنه ښار کې د امريکا د متحدو ايالاتو د خلکو USAID په مالي مرسته د سيمه ييزې حکومتوالۍ او ټولنيزې پرمختيا د پروګرام له لوري په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د موټرونو تمځای د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شو. ښاغلی صميم په شپه شپه کې د موټرو تمځی ړنګ کړ، مځکه يې خرڅه کړه او ۱۹ لوړ پوړې ودانۍ يې به کې جوړ کړې چې اوس ځينې هغه جوړ دي او ځينې نه ده.
درې- د مامورينو په نامه د ۱۱۰۰ کورونو ښارګوټی جوړ شو، ښاغلي والي، امنيه قوماندان، ښاروال تر خپلو منځو يې ووېشلې د ولسي جرګې غړي (وکيلان)، د مشرانو جرګې غړي د ولايتي شورا غړيو ته يې سهميه ورکړه. دوی د دولت خزانې ته اووه ويشت زره افغانۍ دڅلور نيمو بسويې ځمکې په مقابل کې او د شپږو بسويې نومرې ځمکې په مقابل کې يې څلوېښت زره افغانۍ تحويلې کړې او بېرته يې د ښرنې پر خلکو په پېنځه لکه افغانۍ او اوه لکه افغانۍ خرڅې کړې. ښاروال د همدغه ښارګوټي د کوڅو د اروارولو قرارداد په ۲۹۲ لکه افغانۍ واخېست.
خو د مرغومي پر ۵مه له غرمې وروسته ښاري غونډې ته د ښاروال په خپله وينا د مامورينو د ښارګوټي لپاره ښاروالۍ ۵۰۰ لکه افغانۍ مصرف کړي چې له يو مېليون ډالرو سره معادل دي. ايا په رښتيا په همدې ښارګوټي کې دومره پيسې لګول شوي دي؟ د مسلکي اشخاصو له انده دلته پنځوس لکه افغانۍ هم نه دي لګول شوي. ښاروال وايي چې پيسې والي صاحب راڅخه اخلي، ماته دومره نه پاتې کېږي.
څلور- ښاروال او والي د الله جل جلاله د کور سره هم خيانت کړی، د دولت له خزانې يې څلور لکه افغانۍ واخېستې چې جومات پرې ترميموو، خو ترميم يې نه کړ او پيسې يې په جيب کې واچولې.
پنېځه- د کمپيوټر د نرمکاليو او ترميم په نامه ۹۸ زره افغاني اخيستل شوی، خو کمپيوټر نه خراب وو او نه هم نرمکاليو ته اړتيا وه. دا پيسې هم په جيب کې واچول شوې. ښاروال ويلي چې دا پيسې ټولې ښاغلي والي صاحب له ما اخلي.
شپږ- د ښاروالۍ له ولايت سره څېرمه درې مارکيتونه لري. دغو مارکېټونو ته انتحاريان ختلي وو، چې د نښتې او جګړې له امله مارکيتونه په مرميو داغي شوي وو، د دې په نامه هم ۱۰۰ زره افغانۍ اخېستل شوی، چې نه دي جوړ شوي.
اوه- ښاغلی والی په پکتيکا ولايت کې اکثره قراردادونه د خپل تر زوی ښاغلي حيات الله ته ورکوي. دغه شرکت په اصل کې خپله د والی دی خو د تره زوی په نامه يې جوړ کړی دی.
د پوهنې رييس:
د پوهنې رييس ښاغلی عطا محمد قانع څه له پاسه د څلور زره شپږ سوه معلمينو معاش اخلي خوپه حقيقت کې د دې نيمايي معلمين هم په دنده نه شته، د معلمينو معاشونه د پوهنې د رييس او د ښاغلي والي جيبونو ته ځي. په برمل، وازه خوا، خوشامند او نورو لرې پرتو سيمو کې ښوونځي نه شته خو د هغوی تنخواګانې او امکانات ټول د ښاغلي رييس او والي خورجين ته لوېږي.
دوی راته وويل: د پوهنې له پخواني رييس سره ځکه ښاغلي والي په ټکر کې شو او له دندې يې ګوښه کړي د هغو معلمينو معاشونه يې ترې غوښتي وو چې دندو ته نه راځي. والي جالبه کړې وه: په نورو ولايتونو کې د پوهنې رياست د والي د دفتر مېملستون او ورځني لګښتونه پوره کوي. او په پکتيکا کې نه توانېږي چې دغه لګښتونه پوره کړي.
دا د والي او د ولايت د پوهنې د چارواکيو د افغانستان د راتلونکي نسل سره خيانت دی. د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو نيمايي بودجه د چارواکيو جيبونو ته ځي او کله کله خو ټوله په خوجين منډي.