د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروالان او رييسان د فساد په مستۍ کې ۶

حفيظ الله غښتلى 13.01.2013 19:06

شپږمه برخه
له مدني ټولنې سره بحث په موسسو، کمپنيو، لويو شرکتونو او ادارو کې د فساد په ډولونو او د هغه په مخنيوي راڅرخېده چې په ډېری وخت په موسسو او نادولتي ادارو کې د فساد په مواردو کې هم حکومتي چارواکيو ته ګوته نيول کېده چې مخه يې ولې نه نيسي او يا هم چارواکي په کې ښکېل ګڼل کېدل.
د فساد يو مورد په سترو پروژو او شرکتونو کې رشوت دی، ځينې شرکتونه او ادارې چې حکمي اشخاص دي، د خپلې بودجې يو لاين يې رشوت ته ځانګړی کړی وي، په بله وينا پخپله بودجه کې د رشوت لپاره هم تخصيص لري. دغه کار رشوت ته د ادارې له اړخه رسمي بڼه ورکول دي. ډېرې ادارې چې له مرستندويانو قراردادونه ترلاسه کوي، په بودجه کې دغه ډول يوه کرښه لري.
مدني ټولنه کړای شي تر خپل منځ په ژمنتيا کار وکړي چې څنګه په مرستندويه ادارو کې د قراداد، تدارکاتو او کوچنيو مرستو څانګو چارې په دقت وڅاري او که له داسې مواردو سره مخ کېږي هغه رسوا کړي.
د ساري په توګه که مدني ټولنه د يو اېس اې آی ډي په پلي کوونکيو دفترونو کې له داسې يوه پېښې سره مخ کېږي هغه په اسانۍ سره سيګار SIGAR ته رپورټ کولی شي.
همدا ډول مدني ټولنه کړای شي هغه شرکتونه او ادارې چې حکومتي ادارو ته رشوتونه ورکوي په ګوته کړي او موارد يې رابرسېره کړي.
له دې سربېره هغه شرکتونه چې مالکان يې د حکومتي چاوراکيو خپل وي هغه بايد برالا او رسوا کړي. مثلا د ښاغلي کرزي د ورورڼو شرکتونه او يا هغه شرکتونه چې دوی په کې سهم لرونکي دي.
د مدني ټولنې غړي وايي دا خو ټولو ته څرګنده ده چې د ښاغلي کرزي وروڼه، يا د ښاغلي محمد قسيم فهيم د ورور او خپلوانو شرکت او د هغوی سهم او ونډه، يا د خليلي د ورور شرکت او د هغه ونډه په کومو شرکتونه کې شته، يعني دغه ډول کار ستونزه نه شي اوارولی. ښه چې داسې ده نو د مسئلې حل چېرته دی؟

حل لارې:
ګډونوال له مغزي توپان Brain Storm وروسته د لويو پېښو په اړه د زور زياتي پرته له دې لارې چارې کار اخېستی شی:
الف: ټول وګړي له دې نه دي خبر چې د ښاغلي کرزي، ښاغلي فهيم، ښاغلي خليلي ورورڼه يا دوی خپل کوم شرکتونه لري او په کومو شرکتونو کې وڼده وال دي، دوی بايد رسوا شي او د هېواد هر فرد پر دې خبر شي.
ب: په کومو مواردو چې دوی د شريعت او قانون خلاف کارونه کوي، پر هغو بايد خلک خبر شي. د ساري په ډول، د ښاغلي کرزي ورور ښاغلي محمود کرزي د غوري د سنمټو فابريکې قرارداد د قانون خلاف ترلاسه کړ، د مزايدې او مناقصې مراحل نه وو ترسره شوي يا په قانوني بڼه ترسره نه شول، د افرونو بهير شفاف نه و او د شورت او اختلاس هغه موارد چې ليدل شوي بايد په څرګنده له خلکو سره شريک شي.
ج: مدني ټولنه او هر فرد بايد له دغو شرکتونو څخه د پېر و پلور شلون او بايکاټ اعلان کړي. په دې ډول به دوی به و نه شي کړای چې خپلې چارې پر مخ بوځي. مثلا په کندهار کې د کرزي د ورور يو ښارګوټی جوړ کړی، دغه ښارګوټی د عينو مېنې په نامه يادېږي، ځمکه د دفاع وزارت ده او د فساد او اختلاس له لارې دغه ځمکه د ښاغلي کرزي ورور اخېستې يا يې غصب کړې، د مدني ټولنې لپاره په کار ده چې په دغه ښارګوټي کې له پېر و پلور سره شلون اعلان کړي او په دې اړه مبارزه وکړه چې هلته خلک خپلې پيسې و نه لګوي. يا په کابل کې د ښاغلي خليلي ورور له دارالامان ماڼۍ سره ځمکه په غيرقانوني ډول اخېستې او د حاجي نبي په نامه يې ښارګوټی جوړ کړی، دلته هم که مدني ټولنه له پېر و پلور بايکاټ وکړي، دوی به و نه شي کړای چې فساد ته ادامه ورکړي او که داسې وشي نو بالاخره دغه ځای د خلکو دی.
د مدني ټولنې د غړيو لپاره که څه هم دغه ډول بحث او نتيجه ترلاسه کول ستونزمن يا لرې ښکاري او چې  د فساد دغسې لوی موارد ګوري نو نهيلي شي. که بحث په ميدانښار کې وي نو په ننګرهار کې به د ښاغلي ګل آغا شېرزي د فساد بېلګې او د جلال آباد د ښاروال ښاغلي لال آغا کاکړ د فساد نمونې درته شمېري، که په جلال آباد کې بحث کوي، نو د بلخ د والي عطا محمد نور د فساد بېلګې به يوه يوه درته شمېري او وايي به د فساد ريښې ژورې دي مخه يې نشي نيول کېدای، خو که غر لوړ دی په سر يې لار شته.
په تېر بحث کې مو يوه فرضي قضيه د پله په اړه رامخې ته کړه. هغه ځکه چې د مدني ټولنې د غړيو دليل دا و که د فساد په اړه خبره راپورته شي نو بيا به يوه پروژه هم نه عملي کېږي.
دا وېره خطرناکه ده او پايلې يې هم ناوړه دي. که فساد له منځه لاړ شي، ډېرې پروژې به پلي شي، نه دا چې مرستندوی به د مرستې لپاره زړه ښه کړي، بلکې پانګوال به په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړه. د خبرې د وضاحت لپاره بله فرضي قضيه هم دلته مطالعه کوو:
د ښوونځي ودانۍ د جوړولو په قرارداد کې فساد وشو. د فساد له امله د ودانۍ کيفيت خراب شو. فساد د پوهنې وزارت او رياست کړی، د کار به بشپړېدو وروسته حکومت پروژه تسليم کړه. يو کال وروسته چې زده کوونکي په ښوونځي که په درس بوخت وو، د ښوونځي ودانۍ ونړېده او ډېرو زده کوونکيو پکې خپل ژوند له لاسه وکړ او سيمه د ښوونځي له ودانۍ بې برخې شوه.
په دې فرضي قضيه کې نتيجه دا شوه چې وېره بې ځايه ده او په هر حال د فساد په وړاندې بايد مبارزه وشي.  دغه دواړه ډول پېښې شوي دي.
په ميدانښار کې په بحث کې او له بحث جلا راسره د فساد يو لړ  موارد شريک کړل چې ګوته پکې خپله د مدني ټولنې غړيو (ليکوالو) ته نيول کېږي.
له دغو مواردو څخه يو دا چې دوی شريک کړی دا دی: ښاغلي فدايي په وردګ ولايت کې ځينې کتابونه چاپ کړل او پر کتاب يې وليکل:
خپرندوی او مالي لګښت: د ميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي (سوله او جګړه، د تولستوی ليکنه او د ډاکتر لطيف بهاند ژباړه) د دې کتاب د کتابپېژندنې کې ليکي: لګښت: د ښې حکومتدارۍ پر بنسټ د اجرااتو بودجه.
ښاغلي ډاکتر لطيف بهاند ليکلي: دلته غواړم په خپل ټول احساس او د زړه له کومي له محترم محمد حليم فدايي نه د دې لوی او ځندني کار د سرته رسولو له امله مننه وکړه، هغه ته د دې کتاب د خپرېدو مبارکي ووايم.....
د غزل بڼ په کتابپېژندنه چې د استاد محمد صديق پسرلي د غزلونو ټولګه ده ليکل شوي: مالي لګښت: محمد حليم فدايي. د محمد کتاب د تقريظ په پای کې ښاغلي محمد زبير شفيقي ليکي: زه د ميدان وردګو له فرهنګپال والي محمد حليم فدايي څخه د زړه له کومي مننه کوم چې د ډېرو نورو آثارو په څېر يې د دغه شهکار اثر د چاپولو لګښت ته اوږه ورکړه....
د ارواښاد ګل پاچا الفت د نثري کليات کې يې ليکلي: د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي ډالۍ.
په بحث کې د مدني ټولنې غړيو پوښتنه دا وه، والي يو چارواکيو دا حق لري چې د عامه پيسو / بيت المال لپاره همدا ډول عمل وکړي؟
دا چې د ناوړه تعبيرونو مخه ونيول شي نو ځواب به دا وي چې نه، ځکه پيسې د ښاغلي محمد حليم فدايي نه دي او پر کتاب له دغو ډول کرښو د شخصي مفاد تعبير کېدای شي.

په نادولتي ادارو کې فساد:
په نادولتي موسساتو کې هم د فساد موارد له حکومتي ادارې څخه لږ نه دی. دلته هم مدني ټولنه کړای شي چې د فساد مخنه ونيسی.
کوم موارد چې په بحث کې له مدني ټولنې سره شريک شول، ځينې يې د ګډونوالو لپاره نوي وو او علاقه يې وښودله چې په اړه به يې مرسته وکړای شي.
دوکاندار او سوداګر او د خدماتو وړاندې کوونکي ښه کړای شي چې د فساد په مخنيوی کې نډه واخلي. د نادولتي دارو د تدارکاتو ډېر ښه کړای شي. په نادولتي ادارو کې د تدارکات، قراردادونو مامورين د جعلي بېلونو، د جوړولو څخه نيولي بيا د معلوماتو تر ليک کولو او له مشخصو اشخاصو سره تر شريکو پورې د فساد موارد په خپله لمن کې رانغاړي.
هغه پوښتنې چې په دې برخه کې راپورته کېږي:
ولې يو شرکت بيا بيا قرارداد ترلاسه کوي.
د قرارداد ورکوونکي دفتر د مامورينو او د قرارداد اخيستونکي دفتر د کارکوونکيو تر منځ نارسمي کتنې.
د قرارداد ورکوونکي دفتر د مامورينو او د قرارداد اخيستونکي دفتر د کارکوونکيو تر منځ د خپلوۍ اړيکي.
د قرارداد ورکوونکي دفتر د کارکوونکيو په ژوندانه کې ناټکل شوی بدلون