د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروال او رييسان د فساد په مستۍ کې ۹

حفيظ الله غښتلى 07.02.2013 00:16

ځوان ډېر په غوسه و، ويل يې عينکې مې لرې وارتولې. ترې ومو پوښتل ولې؟
نيا مې هغه چا ته چې عينکې يې اچولې د مودب، صادق او ښه انسان په سترګه کتل او فکر به يې کاوه چې عالم دی او هر وخت قران کريم تلاوت کوي. زما نظر سم نه و، ډاکتر راته د عينکو توصيه وکړه. عينکې مې واخېستې او په سترګو کولې مې. د نيا فکر په ما کې بدلون راوست او په ټولنه کې مې هر وخت په حشر او ټولنيزو چارو کې ونډه اخېسته.
يوه ګډونوال يې خبرې ورغوڅې کړې، نو عينکې دې ولې ايسته کړې.
په غوسه يې وويل: دا اقبال عزيزي ګورې چې عينکې يې اچولي او سړي ته ډېر شريف او پاک سړی ښکاري خو لوګر يې چور کړ، لغمان يې لا مخکې چور کړی و.
دا د مدني ټولنې د يوه ځوان اتهام دی چې د ښاغلي اقبال عزيزي په اړه يې وايي.
په پل علم کې د مدني ټولنې غړي وايي: کله چې ښاغلي اقبال عزيزي راغی، نو د ښاروالۍ ټولې پروژې يې بندې کړې، ځکه غوښتل يې چې خپل ونډه په کې کره کړي.
ښاغلي اقبال عزيزي له ښاروال احمد خان الفت د لوړ پوړيزو ودانيو د ځمکې غوښتنه کوي، که يې نه ورکوي نو بيا به د ښاروال د شوي فساد موارد رابرسېره کوي او څارنوالۍ ته به يې معرفي کوي، ځکه نو ښاروال ورسره غاړه ورسره وړي
کوم موارد؟
د پل عالم ښار منځ کې د کابل ګردیز سړک دوه شوی او په منځ کې يې ګلدان جوړ کړی، له ګلدانه پنجره تاو شوې وه. پخواني ښاروال محمد هاشم حسين خېل د پنجره د نوي کولو قرارداد په څلور لکه افغانۍ ورکړی. ښاغلي احمدخان الفت هغه قرارداد فسخ کړه او بل يې له سره په اتيا لکه افغانۍ وکړ. دا دې يو.
دوه: د کنجک ناحيې تعمير يې په۳۵ لکه افغانۍ قرار داد ورکړی دی چې دوه اطاقه يو اشپزخانه يو تشناب لري. ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه لري چې چاردېوالی جوړه ده، يعني له چارديوال پرته يواې دوه کوټې، يو پلخنځي او يو تشناب. ايا دغه کار دومره ارزښت لري؟ دغه ودانۍ په ډېر ټيټ معيار جوړېږي.
درې: ښاروال په پل علم ښارکې يې شل تشنابونه په ۳۹۱۸۸۶۶ افغانۍ په قرار داد ورکړی دي. حال دا چې د يوه تناشب نلځونه په پنېځه زره افغانۍ او جوړول يې پېنځه زره او مواد به يې په دېرش زره وي، چې ټول په اته لکه افغانۍ جوړېدی شي.
څلور: د پل علم ښار د مامورينو په ښارګوټي کې د ۵ کيلو متره سړک هواروال او جغل کاری په ۶۶۲۸۸۵۲ افغانۍ په قرار داد ورکړی دی. راځي حساب وکړي چې کيلومتره په يو ميلون او دوه لکه افغانۍ تمامېږي.
پېنځم: د محمداغې ښاروالی ۹ متره په ۶ متره کې پل په ۳۴ لکه افغانۍ جوړکړیدی او ۶ متره په ۳ متره کې يې په ۱۹ لکه افغانۍ جوړ کړی دی. دغه دی د فساد څرګندې بېګلې.
شپږ: د پل علم ښاروالۍ د تعمير مخته د حويلۍ سکېچ يا ډيزاين په ۸ لکه افغانۍ جوړ کړې ده. راشي وګوري عجيبه سکېچ دی. يو ماشوم هم دغسې کرښې کښلی شي. دا اته لکه افغانۍ هسې د شخص جيب ته تللي دي. په حويلی کې ګلان څنګه وګوري، يو مالي او بڼوال يې ښه مشوره ورکولای شي، هغه هم مفته، نه په اته لکه افغانۍ.
اوس په دې ټولو مواردو کې ښاغلی والی اقبال عزیز خپله ونډه غواړي او د دې ونډې د کره کولو لپاره يې ښاروال ته دنده سپارلې ده چې د پل علم ښار شنه ساحه په سوداګریزه او لوړ منزله ودانيو ساحه بدله کړي او ښاغلي ښاروال ته په کې خپله ونده ورکړي.
د مدني ټولنې غړي افسوس په دې څرګندوي چې د دې ټولو مواردو خپل ولس هم نيولی شي چې نه يې نيسي. د ساري په ډول په اسانۍ کړای شي چې د شنې ساحې په سوداګريزه ساحه د بدلولو مخه ونيسي.
 په پل علم کې د مدني ټولنې غړي اندېښنه څرګندوي چې والي د فساد لپاره نور کسان رامخې ته کړي دي، يو کس چې ښاغلی اقبال عزيز يې تره بولي د فساد د چارو د پر مخ بيولو لپاره ګومارلی دی.
نور بيا