د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروال او رييسان د فساد په مستۍ کې ۷

حفيظ الله غښتلى 14.01.2013 21:53

پنجشير، بازارک:
“دولتي ترهګري” سياسي ګړنه ده چې ډېری وخت د اسراييل په اړه کارول کېږل، ځينې سياستپوهان لا ورسره موافقه نه لري ځکه اسراييل ته د دولت په حيثيت قايل نه دي، امريکا د ليبيا او قذافي لپاره کاروله يا يې د هغو لپاره چې پر مشرانو يې د ترهګري د ملاتړ اتهام و.
له دولتي ترهګرۍ سره ورته دولتي فساد هم دی چې كېدی شي د فساد ضد ادارې او نړيواله ټولنه يو وخت ملګرو ملتونو ته وړانديز وکړي چې د دولت په کچه يا په فساد کې ښکېل لوړپوړي چارواکي د مفسد حکومت په بڼه وپېژني او په وړاندې يې بنديزونه او تعذيرات اعلان کړي. که دغسې يو کار وشي، په اسانۍ به د فساد مخه ونيول شي. د فساد ضد ادارې دغه يو غوراوی او اختيار ګڼي، ځکه د فساد زيان يوازې هغه هېواد او دولت ته نه رسي چې واکمنان يې په کې ښکېل دي، بلکې د نړۍ نور هېوادونه هم ترې زيانمنېدای شي. ځمکه د فساد په موجوديت کې له هېواد په اسانۍ قاچاق کېدای شي، ان کېدای شي ترهګريزې چارې هم ترسره شي.
د دولتي فساد بېلګې داسې دي چې واکمنان غوښتنليکونه لاسليکوي، احکام او فرمانونه صادروي، داسې چې ګنې عمل درست دي د چا حق په کې نه دی خوړل شوی. په افغانستان کې د حکومتي فساد يا دولتي فساد بېلګې ډېرې دي. يوه يې دلته را اخلو چې په ظاهر کې کومه ستونزه نه په کې ښکاري خو د حکومتي فساد يوه بارزه نمونه ګڼل کېدای شي. دغه پېښې په پنجشير کې ده.
دا چې پنجشير څنګه د ولسوالۍ له کچې ولايت شو يو جلا بحث دی چې زموږ موضوع نه ده.
پنجشير ښاروالي د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې د “شهيد احمدشاه مسعود” په نامه ښارګوټي جوړ کړی چې لس زره نومرې لري. دغه ښارګوټی په پنجشير ولايت پورې اړه لري، يعني د پنجشير ولايت يوه برخه جوړوي او ځمکې يې ټولې د پنجشير ولايت اوسېدونکيو ته وېشل شوي دي. په پنجشير کې د مدني ټولنې غړي دا خپل حق ګڼي او ګردسره فساد نه ورته ښکاري.
دغه کار ولې د نورو ولايتونو د اوسېدونکيو لپاره نه دی شوی؟ د نورستان ولايت د خلکو لپاره ولې نه کېږي؟ د بدخشان د واخان د اوسېدونکي لپاره ولې نه کېږي؟ د پکتيکا او خوست ولايت د اوسېدونکيو لپاره ولې نه کېږي؟ په همدې ترتيب د نورو لپاره؟
که دغه ډول امتيازي چلند د يو شمېر محدودو خلکو لپاره کېږي، د نورو حقوق څومره تر پښو لاندې کېږي، او د خلکو تر منځ څومره فاصله راپيدا کېږي؟ او د د حکومت په اړه څه ډول انګېري؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د دغه ډول عمل په وړاندې راپورته کېږي.
د فساد تعريف ته که وکتل شي نو دغه ډول بېلګې په حکومتي فساد کې شمېرل کېږي.
دا سمه ده چې د قانون له مخې هر افغان هر چېرې چې وغواړي اوسېدای شي، خو دلته ځينې شکلي، حقوقي او مدني ستونزې دې چې بايد پام ورته وشي او پوښتنه وشي چې چارواکيو ولې دغسې يوه عمل ته اجازه ورکړې ده؟
پوښتنه دا ده: د دې اړتيا څه ده چې په بلخ کې دې ښارګوټي جوړ شي خو له پنجشير څخه دې کنټرول او تنظيم شي؟ ځمکې يې دې يوازې د يوې سيمې اوسېدونکيو ته ورکړل شي!
ځينې ستونزې چې د دې ښارګوټي داوسېدونکيو لپاره راولاړېدای شي دغه دي:
ښارګوټي د پنجشير ولايت برخه ده، د دې ښارګوټي خلک بايد د خپلو چارو لپاره پنجشير ته سفر وکړي، د ساري په ډول که دوی تذکره اخلي بايد پنجشير ته لاړ شي. له اقتصادي اړخه دا خلکو ته زيان لري. واټن لري دي، او په ژمي کې لارې بندې وي، کېدی شي د ډېرې اړتيا پر مهال خلک و نه شي کړای چې د خپل يو لومړني کار لپاره له بلخه مزارشريف ته سفر وکړي؟
که څوک له دغه انتخاباتي حوزي ځان کاندوي، نو د انتخاباتي منډو ترړو لپاره بايد له پنجشير تر بلخ فاصله ووهي، چې د اقتصادي اړخه زيان لري.
د حقوقي او جزايي دعوا لپاره هم بايد پنجشير ته لاړ شي. دا هم خلکو ته مالي زيان اړوي.
د محکمې له لوري محکوم شخص هم بايد پنجشير ته ولېږدول شي دا هم حکومت ته او هم خلکو ته مالي زيان لري.
پنجشير ښاروالي او نورې اړوندې ادارې بايد په شهيد انجينير احمدشاه مسعود ښارګوټي کې د چارو د تنظيم لپاره تر مزارشريف سفر وکړي. مثلا که ښاروالي د پاکوالي چارې ترسره کوي هغه بايد له بازارک څخه کنټرول کړي.دغه کار حکومت ته هم له مالي اړخ ګران تمامېږي او هم لوجېستيکي اړخه.
د دغو ټولو ستونزو په پام کې نيولو سره به خلک وړانديز وکړي چې په د بلخ په مزارشريف ښار پورې دې وتړل شي.
پورته چې کومې پوښتنې رادبره شوې چې په دغه ډول کار کې د نورو افغانانو حقوق تر پښو لاندې شول.
په دغه کار کې د حکومت کومې ادارې ښکېل دي؟
د ښار جوړولو وزارت، د سيمه ييزو اورګانونو خپلواکه اداره، د وزيرانو شورا، ښاغلی کرزی او مرستيالان يې.
د قانون په رڼا کې د هېواد د هر ګوټ اوسېدونکي د دغه ډول توپيري چلند په وړاندې خپل غږ پورته کولی شي.

نور بيا