د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه ګونی تابعيت ۷ برخه

حفيظ الله غښتلى 29.08.2012 23:08

شپږمه خبره
دوه ګونی تابعيت ګټـې او زيانونه

د طبيعي علومو د نورو ډېرو موضوعاتو په څېر د دوه ګوني تابعيت د موضوع په اړه پوهان او څېړونکي ملاتړي او مخالفان لري. ځينې هغه دوه ګونی تابعيت د هېواد او خلکو په ګټه او ځينې نور يې په زيان ګڼي، خو په هر حال دواړه حالتونه ټاکلي بريدونه لري. ځينو يې بيا د دوه ګوني تابعيت د منلو لپاره ځانګړي شرايط او مراحل وضع کړي دي. موږ په دې څپرکي کې د دوه ګوني تابعيت ګټې او همدا ډول زيانونه راسپړو.

لومړی مبحث: د دوه ګوني تابعيت ګټې
په ظاهري بڼه دوه ګوڼي تابعيت يا د څو تابعيتونه لرل د فرد لپاره ګټې لري. ګټې يې دا دي چې شخص به له هغو امتيازونو څخه په ډېرو هېوادونو کې ګټه واخلي چې د تابعيت په نتيجه کې رامنځته کېږي. د ساري په ډول شخص کولی شي چې د عمومي حقوقو په ډګر کې د رايې ورکولو او يا يوې څوکۍ ته له ځان نومولو څخه ګټه واخلي. يا لکه په افغانستان کې د اساسي قانون له مخې بهرنيان نه شي کولي چې عقار يا ځمکه واخلي خو يو بهرنی که د افغانستان تابعيت ترلاسه کړي بيا کړی شي چې ځمکه وپېري. که چېرې دوه دغسې هېوادونه چې په هغو کې قانون بهرني شخص ته د ځمکې اخېستلو اجازه نه ورکوي نو د تابعيت په ترلاسه کولو له دغسې يوه امتياز څخه ګټه اخېستی شي.
همدا ډول د فرد لپاره د دوه ګوني تابعيت ګټه دا هم ده چې شخص کړی شي د مضاعف تابعيت له لارې په خاصو حالتونو کې د متبوع هېوادونو سياسي ملاتړ ترلاسه کوي.
ځينې وخت حکومتونه د خپلو اتباعو لپاره د مالياتو معافيت اعلانوي په دې ډول شخص کولی شي چې له دغه ډول امتياز څخه ګټه اخلي.
اشخاص چې کله د نندارې او سيل لپاره نورو هېوادونو ته د ګرځندوی په حيث سفر کوي، هغه ته ښايي چې ټېکټونه واخلی، د بهرنيو اتباعو د ګرځندويانو لپاره ټکټونه ګران وي، خو د اتباعو لپاره ارزانه وي، په دې ډول اشخاص له دې فرصت څخه هم ګټه اخېستی شي.
هېوادونو ته بيا د دوه ګوني تابعيت يوه ګټه دا ده چې تبعه پانګونې ته هڅوي او شخص په اسانۍ کړی شي چې په متبوع هېواد کې پانګونه وکړي او د دې تر څنګ هېوادونه د مسلکي اشخاصو له تخنيکي پوهې ګټه اخېستی شي، خو دا په هغه حال کې چې هلته ثابت او ټينګ حکومتونه موجود وي.
د دوه ګوني تابعيت بله ګټه دا ده چې کېدی شي کله ناکله د هېوادونو تر منځ د روابطو او اړيکو په استحکام او ټينګښت کې مرسته وکړي.

دويم مبحث: د دوه ګوني تابعيت زيانونه
هېوادونه د خپلو اتباعو د روحياتو د ساتلو لپاره ځانګړي امتيازونه ورکوي چې موږ په تېرو پاڼو کې ورته اشاره وکړه، خو کله چې شخص دوه يا ډېر تابعيتونه ولري، تر ډېره حده دغه تړاو او روابط اغېزمن کېږي. د تابعيت کنوانسيون – هاګ ۱۹۳۰، څلورمه ماده څرګندوي:
کېدی شي يو هېواد د خپل هغه تبعه دپلوماتيک مصونيت د هغه هېواد په وړاندې و نه مني چې همدغه شخص يې تابعيت لري.()
په دې معني که چېرې يو شخص دوه تابعيتونه ولري، د ساري په ډول هم د الف هېواد تابعيت ولري او هم د ب هېواد تابعيت ولري. که الف هېواد دغه شخص ب هېواد ته د دپلومات په حيث ولېږي، دلته ب هېواد مکلف نه دی چې شخص ته پر دپلوماتيک مصونيت قايل شي او کړای شي چې شخص د اتهام پر مهال تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيسي. اصل دا دی چې دپلومات د خپلې دندې د اهميت له مخې مصونيت لري او کوربه هېواد نه شي کولی چې د دغه منل شوي اصل له مخې هغه تر عدلي او قضايي پوښتنې ګروېږنې لاندې ونيسي، ځکه که چېرې دغسې وشي، نو دپلومات خپله دنده نه شي ترسره کولی.
په افغانستان کې همداسې ډېر مثالونه شته چې يو شخص د بل هېواد تابعيت تر لاسه کړی او بيا په همغه هېواد کې د حکومت له خوا د دپلومات په حيث مقرر شوي دی. په دغسې حالت کې که شخص متهم شي نو کوربه هېواد د دې حق لري چې شخص تعقيب، محاکمه او مجازات کړي، که چېرې داسې واقع شي نو د هېواد پرستيژ، موقف او د وګړيو مورال زيانمنوي ملي اخلاقو ته صدمه رسوي.
د عسکرۍ د مکلفيت دوره يا په بله وينا د عسکري او پوځي خدمت دوره بايد په يوه هېواد کې ترسره شي، شخص نه شي کولی چې د دوو هېوادونو د پوځ عسکر پاتې شي. که د دوو هېوادونو قوانين دا ايجاب کړي چې اتباع بايد د مکلفيت دوره يا د پوځي خدمت ترسره کړي، نو د دوه ګوني تابعيت يا مضاعف تابعيت په موجوديت کې دغه کار نه شي کولي. په افغانستان کې پر ۱۳۸۱ ل کال د اساسي قانون د تدوين پر مهال د عسکرۍ د مکلفيت دوره جدي و نه ګڼل شوه، ځکه پر قانون د داسې افرادو د تمايلاتو سيوری و چې هغوی دوه ګونی تابعيت ته د اصولو او پرنسيپونو له عينکو نه کتل او د دوه ګوني تابعيت د موجوديت له امله يې نه شوی کړای چې پوځي خدمت ته ګوندې ووهي.
اشخاص بايد خپل متبوع هېواد ته ماليات ورکړي، خو که چېرې شخص دوه تابعيتونه ولري، نو هغه بايد په دوو هېوادونو کې ماليات ورکړي. دلته دوه ګونی تابعيت د مالياتو په برخه کې د شخص بار او مسووليتونه ډېروي چې کېدی شي ترسره يې نه شي کړی. دلته شخص ممکن له مالياتو څخه د تېښتې او خلاصون لپاره له دروغو، جعل او تزوير څخه کار واخلي، دغه ډول کار په خپله د شخص روان ته زيان اړولی شي. همدا ډول د فساد د مخنيوي لپاره لوړ پوړي دولتي چارواکي بايد خپله دارايي ثبت کړي، خو که شخص دوه تابعيتونه ولري، احتمال شته چې خپله دارايي په شفاف ډول ثبت نه کړي.
د ډېری هېوادونو قوانين پر حکومتي او دولتي څوکيو د ګومارنې په برخه کې د تابعيت په اړه قيود او شرطونه لري او په دغو څوکيو يې د اصولو او پرنسيونو له مخې د هغو اشخاصو لپاره محدوديتونه لګولي وي چې دوه ګوني تابعيت لري، که يو شخص تکړه وي او هغه کړی چې چې په يوه هېواد کې ښه ترا خدمت وکړي، خو دوه ګوني تابعيت يې کېدی شي په مخ کې خنډ شي او پر هغه څوکۍ چې ګومان کېږي دی به د هغې له لارې ښه خدمت وکړي له لاسه ورکوي.

درېيم مبحث: پر شخصي ژوند، کورنۍ، ټولنې او دولت د تابعيت د پرېښودو او تر لاسه کولو اغېزې
تابعيت بدلول او يا له بدلون پرته تابعيت ترلاسه کول يو لړ تشريفاتو ته اړتيا لري، په بله وينا دغه کار يوه سلسله ده چې له يو لړ پړاوونو تېرېږي، په دغه پړاوونو کې شخص کېدی شي له يو لړ پېښو سره مخ شي او هغه پېښې داسې وي چې په ذهن کې ځان ته ځای پيدا کړي، امکان لري دغه پېښې په راتلونکي کې په نامحسوس ډول د فرد پر شخصي ژوند تاثير ولري. همدا ډول مو په مخکينيو پاڼو کې دې ته هم اشاره وکړه چې تابعيت پر شخصي ژوند اغېز لري. د نړيوالو خصوصي حقوقو پر بنسټ اشخاص په هر هېواد کې چې وي په شخصي ژوند کې د متبوع هېواد د قانون پيرو او تابع دی، خو کله يې چې تابعيت ترلاسه کړ دغه امتياز ترې اخېستل کېږي او بيا استوګن هېواد پر شخص خپل قانون تطبيقوي. په داسې حالت کې که د شخص ذهنيت دې ته تيار نه وي چې د استوګن هېواد قوانين پر ځان ومني منفي تاثيرات يې له ورايه څرګند دي.
دا چې کورنۍ له اشخاصو جوړه ده، نو پر شخص له تاثير څخه کورنۍ متاثره او اغزمنېدای شي. دغه تاثيرات هغه وخت ډېر څرګند وي چې کورنۍ فرهنګپاله وي او په اسانۍ پردي فرهنګ ته غاړه نه ږدي.
له مخکې مو چې وويل تابعيت ترلاسه کول يا بدلول يو لړ تشريفاتو ته اړتيا لري او دغه تشريفات ترسره کول دولتي مامورين بوخت ساتي او کله کله له ټاکلي زمانې ډېر وخت نيسي او په دې توګه کېدی شي اشخاص ناخوښي څرګنده کړي. همدا ډول که دولتي مامورين دوه ګونی تابعيت په ځانګړي ډول، د پوځ، څارندوی او امنيت مامورين مضاعف تابعيت ولري، ملي مورال له ګواښ سره مخ کېږي چې په نتيجه کې ملي روحيه له منځه ځي.

د شپږمې خبرې لنډيز:
نه يوازې دا چې دوه ګونی تابعيت کېدی شي اشخاصو ته ګټه ولري، بلکې کېدی شي دولتونو ته هم ګټه ولري، خو دا د دولتونو او هېوادونو تر چارواکيو پورې اړه لري چې څنګه کړای شي له مضاعف تابعيت څخه ګټه واخلي او په کوم بريد او حد کې مضاعف تابعيت ته هرکلی وکړي. د دې تر څنګ مضاعف تابعيت زيان هم لري چې قانون جوړوونکي بايد دواړه په پام کې ونيسي. دغه پاملرنه هغه مهال بايد جدي وي چې د دولتي مامورينو په ځانګړي ډول د لوړ پوړيو چارواکيو لپاره معيارونه ټاکي. په لوړو دولتي څوکيو يا په هر کچه دوه ګونی تابعيت لرونکي دولتي مامور دولت ته زيانمن تمامېدی شي. دغه بريد يوازې لوړ پوړيو دولتي چارواکيو ته مشخصول او نور دولتي مامورين له پامه ايستل کېدی شی چارواکي په يوه حد کې پر مامورينو بې باوره شي.