د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروالان او رييسان د فساد په مستۍ کې ۱۱

حفيظ الله غښتلى 14.02.2013 22:20

يوولسمه برخه

ايا د فساد د اتهامونو موارد د هغو اشخاصو په اړه چې په بحث کې ياد شوي همدومره دي چې تر اوسه ورته اشاره شوې او راسپړل شوي دي؟
نه، دا يې يو څه مثالونه دي. دغه کار تحقيق دي او د رسنيو د بحث لپاره موضوع او سوژه ده چې په اړه يې تحقيقاتي رپوټونه جوړ کړي، عدلي او قضايي اورګانونه يې تعقيب کړي.
ايا د همدغو څو محدودو کسانو په اړه اتهامونه شته؟
نه د نورو په اړه هم شته؟ صبر وکړه، هغه به هم ولولئ.
نتيجه به څه وي؟
بدلون او سپيناوی. د عدلي او قضايي اورګانونو دنده دا وي چې حقيقت معلوم کړی نه دا چې پر يوه شخص په اکراه او جبر ګناه په اصطلاح ثابته کړي. يعني شخص کنګهار ثابتول نه دي بلکې حقيقت معلومول دي.
تر دې دمه د بحث په اړه په مستعارو نومونو ګواښونه شوي او يا هم رټنه شوې، خو په لنډو کې د بابا شعر دلته رانقلوم:
پر ننګ مړ خو څه مړ نه دی
د بې ننګه ژوند جفا ده
لاس به وانخلم له ننګ نه
که پر ننګ پاته دنيا ده
***
د فساد د اتهامونو په اړه بايد تحقيق او پلټنه وشي. پرګنې او ولسونه باور نه کوي چې د ناباوره او بې ګروهه حاکمانو واکمنې دې دوام وکړي، هغوی چې په فساد اخته دي، نه هغې لوړې او سوګند ته متعهد او ژمن دي چې پر دنده د ګومارنې پر مهال يې کړې او نه هم خپل مشر ته. "الحياء شعبة من الايمان؛ خو بيخي نه شته.
ولس په وېره کې دی چې د لېږد د پروسې په بشپړېدو او له هېواده د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به انارشي، ملک الطوايفي او ګډوډي رامنځته شي. مارخوړلی له پړۍ هم ډارېږي. دا تکرار شوي او اوس د همدې انارشۍ نښې او علايم د هېواد په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. د مرکزي حکومت بې پروايي او د چارو نه څارنه او پر وخت شکاياتو او ستونزو ته بې ځوابي دا يوه لسيزه تکرارېږي.
***
د ښاغليو والي صاحبانو، ښاروالانو، رييسانو په اړه دا اتهام هم شته چې د خپلې مقررۍ لپاره يې په لسګونه زره ډالر او ان لکونه ډالره لګولي او لوړ پوړيو مقامونو ته يې رشوتونه ورکړي دي. کومو واليانو، ښاروالانو، رييسانو دغه کار کړي، څومره پيسې يې چا ته ورکړي؟ دغه ځواب د همدې لړۍ په يوه بله کړۍ کې ومومي.
همدا ډول دغه ښاغلي صاحبان وايي: زموږ معاش کم دی، لګښتونه ډېر، امنيت خراب، مرکزي اداره د لږ شمېر ساتونکيو او باډي ګاردانو اجازه راکوي چې هغوی زموږ د امنيت چارې نه شي سمبالولی، موږ اړ يو چې اضافي ساتندويان، خدمت کوونکي او نور اشخاص په دندو وګومارو، د دوی لګښتونو موږ له کومه کړو؟ ځواب يې خپله همدوی درته وايي: موږ بايد پيسې پيدا کړو.
د همدغو او نورو دلايلو له مخې دوی خپلې غلا د خپل فکر و اند له مخې مشروعيت ورکوي او داسې ګڼې چې موږ خو نو اولوالامر يوو او دا هر څه ورته مجاز دي.
د جواز همدغه خبره يوازې تر يادو لګښتونو او مصارفو پورې نه درېږي، دوی وايي: دا چې موږ اولوالامر يوو، نو بايد په ښکلي ځای کې واوسو، چې له عادي خلکو سره مو توپير وشي، موږ بايد په لکسو او قيمتي موټرو کې وګرځو، موږ بايد ښکلي بنګلې ولرو، موږ بايد له هېواد بهر جايدادونو او کار و بار ولرو. همدغه نښې، توکي او شيان موږ له نورو  سره بېلوي او تفوق مو پرې ښيي.
د فساد د مشروعيت لپاره دا دليل هم راوړي: نن موږ خو موږ د دولت رسمي مامورين يوو، معاش لرو، ګوزاره مو کېږي، سبا چې له دندې لرې کېږي نو هېڅ به نه وي، نو په کار ده چې موږ خپل کار و بار ولرو، کار و بار د واکمنۍ پر مهال پيل کړو، د ورور په نامه، د پلار په نامه، د زوی، اکا او ... په نامه، او دومره پيسې پيدا کړو چې موږ او راتلونکي نسلونه مو په کې ژوند وکړي.
خو نه يې په دې باور شته چې والله خير رازقين.
او دا يې نه دي لوستي: قارون چې خزانې يې ټولې کړې وې، څه شوې، ښکلي بڼونه او بنګلې يې څه شوې؟
ځکه نو ولس باور له لاسه ورکړي.
د همدې بحث په پای کې يوه پوښتنه: د مقررۍ لپاره ولې رشوت ورکوي؟

نور بيا