د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واليان، ښاروالان او رييسان د فساد په مستۍ کې ۴

حفيظ الله غښتلى 08.01.2013 21:29

څلورمه برخه

کېدای شي پوښتنه وشي چې، ښه؛ د مدني ټولنې غړي خپله ولې غږ نه کوي، حال دا چې د فساد دومره ډېر موارد په يوه ولايت کې موجود دي.
ايا د دې وېره ده چې د شخص په وړاندې ناوړه وېره وي؟
هو، بلکل دا خطر شته چې د شخص د بدنامولو د وسيلې په ډول ترې کار واخېستل شي. بل اړخ ته فساد داسې يوه پېښه نه ده لکه د بانک يا کور لوټل چې چم ګاوند او خلک دې پرې سم لاسي او له غور او دقت پرته خبر شي، بلکې فساد يو داسې ناسور دی تر هغو چې چاړه هډوکي ته نه وي رسېدلي درد يې نه احساسېږي.
ښه دا وېره څنګه له منځه تللی شي؟
هغه ټول اتهامونه چې په ولايتونو کې د مدني ټولنې د غړيو له قوله او وينا راخېستل شوي هغه بايد له هېڅ ډول لاسوهنې خپاره شي، که موارد بې ځايه وي کېدی شي اشخاص ورته ځواب ووايي او تر څنګ يې عدلي او قضايي اورګانونه جدي پلټنې وکړي.
د مدني ټولنې دغه وړانديزې چې د چارواکيو دندې دې وځنډول شي، پر ځای وړانديز دی، ځکه ظاهر په سيمه کې د فساد څرګندې بېلګې او نښې ليدل کېږي.
همدا ډول The Association of Certified Fraud Examiners د فساد د مخنيوي او پلتنې په اړه په زړه پورې خبرې لري، دغه اداره هر کال د فساد په اړه د تحقيق او پلتڼې په زړه پورې خپرونې لري.
مثلا دغه اداره وايي:
پټ معلومات او اطلاعات د فساد په کشف او موندلو کې ۴۰٪ نه تر ۴۵٪ مرسته کوي، په بله وينا د فساد ياده سلنه د پټو معلوماتو له لارې ترلاسه کېږي، چې مدني ټولنه په دې اړه خپل رغنده ونډه اخېستی شي.
بېروني مميز يا څارونکی د فساد  ۵٪ نه تر ۱۰٪ موندلی شي.
له ۵٪ نه تر ۱۰٪ سلنه د پېښو له مخې برالا کېږي، يعني د فساد ځينې داسې موارد دي چې هغه پخپله رابرسېره کېږي.
پاتې ۵٪ يې د کورني تفتيش او پلتونکي له لوري کشفېږي.
همدغو ارقامونو ته په کتنې سره بايد شريکي شي.
په ښرنه کې مدني ټولنه وايي چې د ښاغلي محب الله صميم يو نژدې خپل چې وينې يې ورسره شريکه ده او حيات الله نومي، د ښاغلي والي ټولې چارې ترسره کوي، دغه شخص د حکومت رسمي مامور نه دي، بلکې د ښاغلي والي شخصي مامور دي خو رسمي دندې ترسره کوي. مراجعين او حکومتي مامورين لومړي بايد له ښاغلي حيات الله اجازه واخلي،که اجازه وه نو کار به کوي او که نه نو په مخه ښه.
د اړتيا لومړني توکي ټول د ولايت څخه د ښاغلي کور ته وړ شوي دي، ان کاسه او څمڅه هم دريغه نه دی شوی.
دلته همدغو دوو مثالوثو ته تم کېږي. دغه معلومات دي که تصورات او اټکلونه؟ معنی دا چې معلومات بايد له تصوراتو (ناسمو/سمو) سره چې د معلومات وركوونكي شخص لخوا برابرېږي ګډ نه شي.
ښه د واليانو، ښاروالانو، رييسانو او نورو چارواکي، له لوري په ولايت کې څومره فساد شوی؟ د دغه شوي فساد زيان څومره دي؟ فساد لږ دی که ډېر دی، ايا زيان يې يو برابر دی؟ او ټولو ته يو برابر رسېږي؟
د فساد د اندازې کېچ مېچ د عدلي قضايي اورګانو يا د يوې څېړنې ادارې کار دی، خو هر شخص کړای شي چې د شوی فساد په اړه يو اټکل وکړي. د شوي فساد زيان معلومول به په معنوی لحاظ ناشونی وي، شوي فساد زموږ ټولنه خرابه کړي او ارزښتنه يې له منځه وړي دي، د فساد معنوي زيان له مادي هغه سره د پرتلې وړ نه دي. په شرعه کې د غلا په وړاندې حدود دي، حدود محکومو اشخاصو د تطبيق وړ دي. د فساد زيان ټولو خلکو ته رسېږي، کېدی شي په ځينو مواردو کې يو برابر وي او په ځينو هغو کې نه.مثلا که هر افغان بهر ته سفر کوي، د يوه احقير انسان په سترګه ورته کتل کېږي، د داسې يوه هېواد د تابعيت لرونکي په حيث چې فساد په کې لوړې درجې ته رسېدلی او په دې کتار کې لومړی دی، شخص ته بيا نه کتل کېږي چې د کوم ولايت يې. همدا ډول کېدی شي د فساد زيان اشخاصو ته په لنډ وخت کې يو ډول نه وي، خو په اوږد مهال کې ټول له فساد څخه ډول ډول زيان ويني.
د يادو مثالونو په رڼا کې او يا هم نور مثالونه چې په راتلونکيو بحثونو کې به يې رابرسېره شي، يوه بله قضيه هم د پام وړ ده. مثلا د يوې موضوع په هكله لس كسان شاهدي وركولاى شي، خو ډېر امكان يې شته چې يو شمېر يې له دغو کسانو څخه له يوې موضوع څخه مختلف تعبيرونه ولري. مثلا يو كس كولاى شي چې د يوې موضوع د يوې برخې په هكله شاهدي وركړي، نه د ټولې موضوع په هكله. كېداى شي د ټول عمل څېړنه او معلومات دا پايله رامنځته كړي، عمل جرم دی او متهم شخص بايد محاکمه شي او يا يې پر عکس نوموړى عمل غير قانوني نه دي.
له دې هر څه سره سره داسې موراد شته چې هغه په څرګنده غير قانوني دي. هغه مثالونه چې تر اوس په دې بحث کې ياد شوي دې او يا په راتلونکي کې يادېږي، د عدلي او قضايي اورګانونو چټک غبرګون ته اړتيا لري.
له حقوقي اړخه دلته پورته دواړه ياد شوي موارد د اندېښنې وړ دي. نارسمي شخص په اداره کې د باصلاحيته شخص په حيث چې له رسمي هغو څخه يې صلاحيت اوچت وي په څرګنده له قانون سرغړونه ده او د کرښې سر په فساد ختمېږي.
د ملکي کارکوونکيو د قانون له مخې کارکوونکي او مامورين بايد د اړوندې ادارې حيث په پام کې ونيسي، کوم موارد چې ياد شوي په له هر اړخه اداره، حکومت او دولت بدناموي او پای يې ناامنيو ته رسي.

نور بيا