د صنایع سکټور پراختیا ته تلـو سه
15.11.2012 21:14 د وزیرانو شورا له خوا د صنایعو نوې تګلارې د تصویبېدو په پلمه ( ۲۰ اکټوبر ۲۰۱۲) :
یوه ورځ مې یو دوست په مخه راغی او د روغبړ وروسته یې د خبرو اترو څخه داسې څرګندېده ، چې دی ، زما ځیني د هېواد د اقتصاد او په تېره بیا د فابریکوي صنایع په هکله په ځینو ویبپاڼو کې خپرې شوې لیکنې لولي . داچې دې د صنایع سکټور په ځینو تولیدي موسساتو کې ډېر وخت کار کړی و ، نو یې د صنایع اوسنې حالت هېښوونکې او د اندیښنې وړ وباله . د اقتصاد ددې څانګې سره یې خپل د خواخوږۍ نېک احساس په یوه لنډه خو ډېره مانا داره خاطره کې ، چې په ورته وخت کې کورني صنایع ته یې د پاملرنې اړتیا هم انځوروله ، په لاندې ډول وکړه :
دی وایي ٫٫ ( یو مهال زه د کابل د څرخي پله په سیمه کې د وړیو اوبدلو په یوه دولتي فابریکه کې چې وړین ټوکران ، کمپلې او قالینې یې اوبدلې په کار بوخت وم . دا فابریکه چې یو څه پخوا د لویدیځ المان په مالي او تخیکي مرسته جوړه شوې وه ، او یو مهال یې په نړیوال سټندرد ښکلي وړین ټوکران چې د انګلیسي کشمیرې سره یې سیالي کوله ، تولیدول . یاده فابریکه خورا زړه او د یو زیات وخت کارولو وروسته یې د ګټورتوب د نه درلودلو له امله المانیانو پرېښوده او خپلې پښې ترې سپکې کړې او فابریکه افغان دولت ته وسپارل شوه . داچې دا فابریکه په زیان چلېده ، نو د وخت دولتي مقاماتو د ناچارۍ له کبله وغوښتل ددې فابریکې تولیدي چارې دفاع وزارت ته چې یو لګښتي اورګان دی ، په واک کې ورکړي او د اړتیا وړ توکي ورته پرته لدې چې مؤثریت یا ګټورتوب یې مطرح وي تولید کړي . خو بیا هم چې لا یې د ګټورتوب له پلوه پوره ډاډ شتون نه درلود ، او دفاع وزارت د مسلخ د فابریکې پرته په نورو تولیدي چاروکې کومه تجربه نه درلوده ، نو یې ورته زړه ښه نه کړ او د وخت د کانو او صنایعووزارت ته وسپارل شوه ،تر څو د یادې فابریکې تولیدي چارې له سره سمبال کړي .
ددې فابریکې لپاره اومه مواد یانې وړۍ د قندهار حوزې څخه پلاس راتللې ، خو داسې وخت هم راغی چې د قندهار او کابل تر منځ د غزېدلې لارې په اوږدو کې د امنیت د خړ پړتیا له امله د وړیو رارسیدل تل د وېرې او ستونزو سره مل وې . خو دا فابریکه د خپل اقتصادي ارزښت له مخې په هر صورت بایدد یو لړ اړینو او غوره اقداماتو او تدابیرو په نیولو سره فعاله ساتل شوی وای . یو د هغه تدابیرو ځینې داوو، چې د وړیو سوداګران و هڅول شول چې هر یو په خپل وار بهر ته د وړیو د صادرولو د انډول له مخې یو معینه سلواله وړۍ د کورنیو فابریکو د تمویلو لپاره ځانګړې یا بېلې او نورې په خپله خوښه هر چېرې چې یې زړه وي واستوي . اود بل لوري هڅه کېده ، چې د تولید په بهیر یا پروسس کې دنوو وړیو سره یو ځای د ضایع شوو ( ردي ) وړیو یوه زیاته فیصدي ( برخه ) د نوو یا ناکارول شوو وړیو د سپما په موخه ، چې په ورته وخت کې د تولید شوو محصولاتو په کیفیت باندې یې منفي اغېز هم اچوو ، ور زیاته شي . چې ډېر ځله د وخت د دفاع وزارت سره د قرار داد شوې وړینې تیکې د کیفیت سره یې د اړخ نه لګولو له امله آن داچې د یاد وزارت اړوند ګودامونو له مخې څخه زمونږ له خوا وروړل شوي تولیدات بېر ته را مسترد شوي هم دي . خو نوموړي وزارت ددې فابریکې د ستونزو په پوهېدو سره پر ې سترګې پټه ولې او ورلیږل شوې تیکې به یې تسلیمولې . له نیکه بخته د دادومره ستونزو سره بیا هم دې فابریکې ته د هېواد پالو سوداګرو له خوا پوره وړۍ رارسېدلې او فابریکې په درز سره خپل تولیدي چارې ، د یو ښه منجمنټ له برکته په ښه توګه ، مخ ته بولې . او یاده فابریکه په سمه کارونې سره نه یواځې په ځان د بسیا کېدو بلکه دراتلونکي ریکونسترکشن لپاره یې هم د خپلې تولیدي ګټې څخه د مالي وسایلو د زېرمه کولو یا برابرولو جوګه شو. دا ځکه ، چې دې فابریکې ته د ملي شتمنۍ د یوې برخې په توګه کتل کېدل .
دی د خپلو کاري ژوند یوه کوچنۍ خو له وطني احساس نه ډکه خاطره په ګوته کوي او وایي : ٫٫ یو ه ورځ د فابریکې په غولي کې ولاړ وم ، ومې لید ، چې دپسرلي نازکه باد یو موټې وړۍ د وړیو د زېرمتون ( تحویلخانه یا ګدام ) د دروازې له مخې ځغلولې نو خدای شاهد دې پرته لدې چې فکر وکړم ناببره مې د دغه باد اخیستو یو موټي وړیو پسې وځغاستل تر څو هغه د باد د منګلو وژغورم ، چې د فابریکې د انګړ څخه یې بیرون و نه باسي او د پروسس لپاره یې بیر ته را وګرځوم . نو مې په زړه کې دا سوچ کاوه چې له دغه وړیو نه کیدای شي . . . . متره تار تر لاسه او د یادو تولیداتو د یومتر د یوې برخې هغه تشته ډکه کړي ، کوم چې لدې پرته رامنځ کیدونکې وه . داچې ، د اقتصاد په ډګر کې زما ژوند د صنعتي تصدۍ د یو موټي وړیو د ژغورلو نه پېل شوې ، نو مې ځکه د نورو برخو د ګټې وټې نه ددې اړخ ژر او پر خپل وخت ودې او پرمختیا ته تـــلــوســـــــــــــه ده ٫٫ .
همدارنګه نوموړې د کورني صنایع د ارزښت نه د بې خبرو کسانو په هکله هم چوپه خوله پاته نه شو او ویې ویل : ٫٫ ښه مې په یاد دي ، څو کاله د مخه د افغانستان د کارګرانو د اتحادیي مربوط یو ځوان را ته د تلیفون په کرښه د خپل وظیفوي مکلفیت له مخې سپارښتنه وکړه ، چې ژر تر ژره فابریکه ودروه (وتړه ) او ټول کارګران ، مامورین ستاسو په ګډون ( زما ددغه دوست په ګډون ) پارک زرنګار ته په یو دایریدونکي میټنګ کې ، په یاد مې نه دي چې په څه اړوند و ، د ګډون لپاره ولاړ شئ . دا پرېکړه چې فابریکه د یو احساساتي انقلابي په خبره و درول شي ( پارچاو شي ) زما لپاره کومه اسانه خبره نه وه . د یادې فابریکې سر بېره چې نژدې نهه سوه کارګرانو په دوه شفتونو کې پکې کار کاوه، د ښار په لور د صنعتی پارک اړوند خورا زیاتې د خصوصی سکټور اړوند کوچنۍ فابریکې هم وې چې د همدا شان کړنو سره مخ وې .
دی زیاتوي ٫٫ د فابریکې د درېدو د مخنیوي په موخه هرې خواته لاس په کار شوم . چې کومه بله لاره مې و نه موندله ، نو مې د صنعتي پارکونو د امر سره ، چې زمونږ په ګاونډ کې یې دفتر درلود ، د تلیفون په کرښه اړېکه ونیوله ، او ترې ومې پوښتل چې ستاسې د شااوخوا فابریکو کارګران هم په دغه میټینګ کې د ګډون په موخه هلته ( زرنګار پارک ) ته تلوونکي دي ؟ خو ښکاره خبره وه د خصوصي سکټور مربوط فابریکې هم ددې امر نه مستثنأ نه وې . په ځواب کې یې را ته وویل ٫٫ څه چې دې حال دې هغه مو حال دې ٫٫ نو مې ورغبرګه کړه ، که داسې ده نو بیا کولای شۍ زمونږ د فابریکې مربوط سرویسونه چې بې له هغې هم ستاسې په لور درتلوونکي دي د سرک له غاړې به مو پورته او پارک زرنګار ته به مو ورسوي او په شهري سرویسونو کې به د تګ څخه هم بې غمه شۍ . هماغه وو ، چې را سره یې ومنله ، او په هر سرویس که مو له خپلې فابریکې ایله یو او یا دوه غېر تولیدي کارګران چې ناسوبتوب یې هومره اغېز نه درلود کښینول او د ښار په لور د صنعتی پارکونو د کارګرانو د راپورته کولو سره تر پارک زرنګار پورې ډک ورسېدل ، او په دې سره زمونږ د فابریکې ( وړیو اوبدلو فابریکه ) تولیدي چارو ته کوم زیان و نه رسول شو دا ځکه چې ټول پرسونل یې په عادي توګه په خپلو کارونو بوخت و .
بله ورځ ، چې ډېر وخت لا نه وو تېر شوی ، همدغه ځوان بیا هم همدا ډول غوښتنه یو ځل بیا تازه کړه ، خو ما ورته په ډېره عاجزانه ډول ځواب ورکړ چې په تولیدي چارو کې ځنډ راځي زه نه شم کولای چې کارګران در واستوم او تلیفون په کرښه مې ورته د فابریکې د یوه ساعت په درېدو سره د یو اټکل له مخې د زیان کچه وویله . ښه مې په یاد دي چې هغه په ډېره زشته ژبه را ته وویل : ستا د ټول کال تولید د بلغاریا هېواد د یوې ورځې د مرستې سره برابر نه دی . دا هغه مهال دی چې دې فابریکې د نورو تولیداتو تر څنګ د وسلوال پوځ لپاره یو لړ وړین ټوکران د ژمي د موسم لپاره هم تولیدول ، هم مهال د بلغاریا هېواد له خوا ، ظاهرا د ښکلو خو ډیر بې کېفته مصنوعي وړین ټوکرانو چې ځینو انقلابیونو ترې د ډول او ځان ښوونې ( ځان ښودنې ) لپاره هم دریشیانې جوړولې ، مرسته کېده . پوه شوم چې نوموړی د کورني تولید په اقتصادي ارزښت نه پوهیږي او یواځې د پردیو په مرستو مست ښکاري ، د نورو ملکونو مرستې خو ښه خبره ده ، خو ښه به دا وي ، چې سړی په خپلو تولیداتو باندې وو یاړي .
دی وایي ، زه دلته په دوه لمو کې بند پاته وم ، د یوه پلوه مو باید د تولیدي پلان د پلي کولو له لارې د ناخالص تولیداتو کچه لوړه بوولې وای چې آن د لږ وخت لپاره په تولید کې د ځنډ راوستولو له امله شونې نه وه او د بل پلوه د شرایطو له مخې د دا ډول غوښتنو سره د احتیاط نه کار ځکه اخیستل شوی وای ، چې ډېرو د اقتصاد د پیاوړتیا او پرمختیا له پاره د عملي وړ ګامونو د اوچتولو پر ځای تش احساسات کارول . نو دلته مې د اداره یا منجمنټ په کوم کتاب کې یوه غونډله چې ډېر پخوا مې لوستلې وه ، را په یاد شوه . لیکل شوي وو ،( یو اداره چي باید مکر د ګیدړې او زړه د زمري ولري ) . نو مې له ځانه سره د نور سوچ کولو پرته پرېکړه وکړه ، ښه به دا وي چې سر پرې مه خوږ وه بیا مې د همغه تکتیک څخه کارواخیست کوم چې مې د مخه کارولې و.
دی وړاندې ځي ، او وایي ٫٫ موخه داده چې یو هېواد هېڅکله هم یو دم نه دی آباد شوې او دا د یو همیشني ، اوږده مودیز او یو د بل پسې د علمي او محاسبه شوي پلانونو له مخې د هر پول یا سنټ څخه د درستې ګټې اخستنې له لاری تر سره کیږي . او ددې کار لپاره د خپل صنعت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه په کار ده . ډېر وخت لا نه وو تېر شوې ، چې شرایطو بدلون وموند او هغه د پردیو مرستې هم قطع شوې . او بیا هم د هېواد مخ د همدغه کورنیو فابرېکو تولیداتو ته راواړول شو) ٫٫ .
د یو وټپوه له نظره دغه پورتنۍ یادونې یو ډېر ښه پېغام له ځانه سره لري : هغه داچې په خپلو تولیداتو کې د هر سنټ یا پول پر ځای لګول ، د هېواد په پرمختګ کې ټاکونکې او رغنده رول لوبولای شي . په داسې حساسو شېبو کې چې نړیوال دلته د خپل شتون یا حضور شپې او ورځې شماري د کورني شرایطو په پام کې نیولو سره د وړ تګلارو جوړول او په خپل وخت پلي کول ګټورې پایلې له ځانه سره لرلای شي . نو مې ځکه ددغې تګلارې د جوړېدو په پلمه د یوه زړه سواند د عبرت نه ډکو خاطرو یو بېلګه چې د هر سنټ یا پول پر ځای لګول او د خپلو کورنیو تولیداتو په ارزښت پوهېدل پکې انځور شوې دي ، وړاندې کول ، غوره وبلل .
سره لدې چې اوسني دولت ډېر وخت له لاسه ورکړی او د وارداتو کچه د صادرات په پرتله لس برابره او آن د ځینو په اند دیارلس برابره لوړه تللې اود صادراتو او وارداتو انډول نه یواځې ګډوډ شوې ، بلکه په هېڅ سره ضرب شوې . بیا هم د وزیرانو شورا له خوا د صنایعو نوې تګلاره چې په اقتصادي مسائلو کې یې دولت ته د مداخلې اجازه وکړې او هم یې حکومت اړ کړی چې پانګوالو او صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي یو نیک قدم بللې شو ، خو په یو شرط سره ، چې له لمړۍ ورځې څخه اړوند ارګانونه خپل د لمړی ګام د اوچتولو څرک وښیي او یواځې د کاغذ د ښکلا لپاره ونه کارول شي . د بېنوا ویبپاڼې د ۷ / ۱۰ / ۲۰۱۲ نېټې د یادونې له مخې د ۲۰۰۳ ز کال راهیسې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې له خوا اته ویښت زره رسمی جوازونه چې د هغې جملې څخه یې څلور زره بهرنیو پانګوالو ته وېشل شوي دي . که په رښتیا د دا دومره کمیت جواز لرونکو څخه یواځې لس په سلو کې پانګوالو ته د قانون په رڼا کې او ددغه نوې تګلارې له مخې اسانتیاوې برابرې شي . کېدای شي د پام وړ پایلې له ځانه سره ولري . هر څه د مخه هغه تاسسات په کار واچول شي ،چې همدا اوس د صنایع په بېلابېلو برخو کې په ټپه ولاړې دي . که لېرې ولاړ نه شو ، همدا اوس د څرخي پله په صنعتي پارک کې د ۲۸۱ د خصوصي سکټور اړوند وړو فابریکو څخه سل غېر فعاله دي .
د یادولو وړ بولم ، چې متشبثین نه یواځې د رسمي ځانګړو ادارو لارښوونو ، مشورو او یا مرستو ته سترګې په لاره اوسي ، بلکې د یو دینامیک متشبث په توګه د نووښتونو په کارولو او ریسک په قبولو سره یې هم بری شونی دی .
تېر مهال د دولتي سکټور اړوند تصدیو کې داسې هم لیدل شوي دي ، چې د ځینو ملحوظاتو له مخې آن حکومت خپله د یو ځانګړي حکم پر اساس د مؤقت وخت لپاره د یوې نیمې تصدیو د بشپړ ودرېدو سپارښتنه کړې وه ، خو د تصدۍ مسئولو کسانو په خپل نوښت همغه تصدۍ په بشپړ ظرفیت په داسې شرایطو کې وچلولې چې آن په نورمالو شرایطو کې نه وې چلول شوې . دلته د متصدي د ابتکار او د حکومت د ملاتړ پورې اړه لري . چې ایا متصدیان ددې کار د پرمخ بولو لپاره د څومره وړتیا څخه برخمن دي . او یواځې د چارواکو د هغه او دغه ناستو پاستو څخه هم څه نه بودیږي . عملي او پرېکړنده کړنو ته اړتیا لیدل کیږي . که چېرې متصدیان وکولای شي د هرې تصدۍ ګټورتوب ثابت کړلای شي په اسانۍ سره پروژوي مرستې هم جذبولای شي . سره لدې چې ډېر وخت له لاسه وتلې خو بیا هم ناوخته نه دی . ضروري بولم ، ووایم ، چې ددغه تګلارې له مخې د هرې ځانګړې ادارې اړوند کړنو د تر سره کولو لپاره د مسئولو کسانو په ګوته کول ،د اړینو اقداماتو لپاره د مهال وېش ټاکل ، د تر سره شوو کړنو د ارزیابۍ نېټه ،د وخت په وخت د نتایجو یا لاسته راوړنو ارزونه او د نورو لازمو اقداماتو لپاره وړ تدابیر نیول اړین دي .
وروسته د لسو کلونو لوړ پوړو چارواکو دې ته پام شو ، چې د سوداګرۍ بیلانس ګډوډ شوی دی . ماته هغه د یو چا خبره را په یاد شوه ، چې وایي ( په کوم کلي کې د اوبا مرض ګډ وو، او هره ورځ یې ولسي وکړي له منځه وړل ، خو کله چې د یو بل اوسیدونکي پلار پرې مړ شو ، نو یې وویل لکه چې اوبا مرض اوس زور واخیست ) . او همدا رنګه کله چې د صادراتو او وارداتو انډول برهم وخوړ او له هرې خوا نه د دولت دغه ډول نیمګړتیاوو ته ګوته ونیول شوه نو یې د صنایع څخه د لا زیات ملاتړ په موخه ددا ډول تګلارې په جوړېدو سره وغوښتل خپله جاله له اوبو وباسي . او په دې سره د داډول سوداګریز بیلانس د لا خرابیدو مخه ونیسي .
د دا ډول ګام اوچتولو لپاره د غریبو وټپوهانو ستوني وچ شول ، خو په حکومت کې د آزاد بازار اقتصاد ټېکه دارانو د هېواد د شونتیاوو نه په بې خبرۍ سره ، غوښتل د تولیدي او خدماتي چارو د پر مخ بوولو نه اوږه خالي کړي او په بربنډ مېدان د آزاد بازار اقتصاد اوسني لوبغاړي ( مافیایي ډله ) د کنټرول پرته د ټولو غوښتنو د پوره کولو جوګه وګرځوي . خو کله ، چې ددغه وارداتي توکو له کبله د هېواد څخه په یو زیاته اندازه اسعارو فرار وکړ او د بهرنیو هېوادونو له خوا د خپلو مالونو په بدل کې یووړل شول ، نو یې دې اړخ ته پام شو .
پدې کې هیڅ شک نشته چې په تیرو لسو کلونو کې د انفراسترکتور ، ودانیو ، خدماتو او نورو ټولنیزو چارو په برخه کې یو لړ د پام وړ کارونه سر ته رسیدلي دي او سترګې پرې نشو پټولای ، خو په بدل کې مو، که مونږ د ملي اقتصاد او صنایع سکټور جوړښت ته چې په تېرو لیکنو کې انځور شوې وګورو ، و به وینو ، د دا دومره هیاهوی سره د اقتصاد تولیدي برخه ، چې د هېواد هوسا راتلوونکې ور پورې تړلې ده ، پر مځکه ولګېده او دړې وړې شوه .
پدې وروستیو کې جمهور رئیس ښاغلي کرزي ، هند ته په سفر کې د هند د لومړي وزیر سره په خبرو کې هغه هېواد په افغانستان کې پانګونې ته وهڅاوه . تر هغه ځایه چې لیکوال (ما) ته معلومات شته دغه هېواد په سيمه کې د صنعتي پارکونو په پراختیا کې پوره اوږده او ازمایل شوې تجربه لري . د لوړو پانګونو تر څنګ یې په افغانستان کې ددغه اړخ ودې او پراختیا ته هم و هڅوي تر څو د هېواد لېرې پرتو سیمو ته هم دا لړۍ وغځول شي او لدې لارې بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي ، تر څو نورو ملکونو ته د کار موندنې پسې زمونږ هېوادوال سرګردانه او لاله هنده نه وي .
وړانـــدیــــز : واکمنانو ته پکار ده ، چې د ځان په ګټه د اوښانو د په بــــــــډه کولو پر ځای دې ، د ملت په ګټه د کورني تولیداتو د لوړولو او پراختیا لپاره ، چې زمونږ بې وزله ولس ورته سخته اړتیا او تـــــلوســـــــه لري ددغه ډول تګلارو تر څنګ د نورو غوره او اغېزمنو لارو چارو د موندلو په لټه کې شي . او همدارنګه دې د ځنډ پرته ددغه یادې تګلارې د پلي کولو لپاره د اړینو ګامونو په اوچتولو سره لاس په کار او د کار او فعالیت په بهیر کې د ځینو راولاړیدونکو ستونزو او خنډونو په وړاندې اړین او بشپړوونکي تدابیر د جلا او بېلابېلو ضمایمو له لارې د غوښتنو سره سم وړاندې او عملي کړي . په درنښت .