د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بغلان د بوری تولیدولو د فابرېکې اقتصادي ارزښت

ډاکتر محمد نواب ویساند 31.08.2012 21:28

څرګنده ده  ، چې کور ، کالی اوډوډۍ د ضروریاتو نه ګڼل کیږی ، خو تل خواړه د لمړنیو ضروریاتو په سر کې ځای لری چې زمونږ د هیواد بې وځله وګړی ورسره تل لاس او ګرېوان دي .نېکمرغه  سړی  به هغه څوک وی   چې نن سبا یې په کور  کې  اړین   خواړه ( اوړه ، غوړی، بوره او هم چای ) چې زمونږ  په هېواد کې یو ستغه ستونزه وه او لا هم ده ، شتون ولری . سره لدې چې افغانستان یو زراعتي هېواد او ډېرۍ  وګړي  یې  په کرنه بوخت دي ، خو یو زیات شمېر د اړتیا وړ خوراکي توکي ورته  له  نورو ملکونو  وارېدیږی .  نه غواړم  چې د هېواد د اقتصاد په عمومي ابعادو وغږېږم ، ومې  پتېیله چې په  خپل وار  د هر ځانګړی تولیدي  سکټور ( واحد) ستونزې او نیمګړتیاوې چې اوسمهال ورته د بل هر وخت نه سخته اړتیا ده ، را وسپړم او د له منځه وړلو لپاره  یې  ځینې وړاندیزونه د کورنی محصولاتو د ودې او پراختیا په موخه  او له   دې  لارې  د وګړو د اړتیا د پوره کولو  لپاره    وړاندې کړم . مخکې له دې چې  ددې فابریکې  اقتصادی ارزښت   په هکله چې په هېواد کې اوږده  سابقه  لری  او  له بده مرغه  اوس  د اومو موادو د کمښت سره  مخامخ ده   ، خپل آند وړاندې کړم .  تېر ته  یې  یوه  ځغلنده کتنه  په کار ده  .
             شــــــا لــــــید : په افغانستان کې د لمړی ځل لپاره د جغندرو څخه د بوری  جوړولو کار په  ۱۹۳۸  ز کال کې د  یو لوی تجارتي -    صنعتی شرکت ( قند سازی ) له  خوا چې ماشینونه یې  د هغه وخت د چکوسلواکیا هیواد څخه د کریدت  له مخی پیرودل شوی وو پغاړه واخستل شو . جغندر د لمړی ځل لپاره د بغلان ولایت او د هغه په خوا  او شا  سیمو کې  د بهرنیو کارپوهانو په سیده  مرسته او لارښونه د صنعتی نبات یا بوټي  ( اومو موادو  )  په توګه  د بوری د جوړولو په موخه   په  ۱۹۳۶ ز کال  کې  په فني او اساسي  توګه  تر کښت لاندې ونیول شول .  د قند بغلان فابریکې  د ۱۱ـ ۱۳ زره ټنه د بورې د تولیدولو د  تخنیکي کلنیز  ظرفیت ( چې په هېواد کې  ورته د  ناصبه ظرفیت خطاب  هم کیږی ) په درلودلو سره په کال  ۱۹۴۰ کې  په کار  پیل وکړ . ددې فابریکې په  جوړیدو  سره د خوراکی صنایع په  سکټوري یا څانګیز  جوړښت کی یو نوې باب پرانستل شو .  د نوموړې فابریکې  د پراختیا په موخه په کال  ۱۹۵۰ کې یوه نوی څانګه د پرس شوی بورې  د معیاری کیدو او څرنګوالی  لپاره تیاره او پکار واچول  شوه  .
         د خوراکی صنایع  ددی سکټور د ودې ، پرمختګ او تشویق  لپاره د همغه لمړیو  څخه  نه یواځې  د کرنې او صنایع اړوند  ارګانونو سره په ګډه   د یو لړ اړینو تدابیرو  نیولو له لاری  د نوموړی  کرنیز توکې  د پراختیا  لپاره   هلې ځلې پیل کړې ، آن تر دې چې دولت  د بورې د نرخ د کنټرولولو  لپاره د بورې  واردول  هم  په خپل انحصار کې ونیول . که مونږ  د نوموړې فابریکې  تولیدي فعالیت ته د همغه پیل څخه ، چې ارقام یې د یادې فابرېکې د ارشیف  څخه تر لاسه شوی  ، بیا  تر امنیتي شرایطو د خرابیدو تر مهاله ، چې په  لاندې څو کرښو  کې لیدل کیږی ، پوره   ځیر شو و به  وینو  چې د تولیداتو په کچه کې  د دینامیک مثبت خوځښت تر څنګ  د همدغو پورتنیو  تدابیرو  سره سره بیا هم   په ریتمیک  ( موزون ) ډګر کې یو لړ نیمګړتیاوی  له ورایه   لیدل کیږي .


           دا چې د کرنیزو توکو په روزنه او د حاصلاتو په  لوړولو  کې  اب وهوا ، اصلاح شوی تخمونه ، د حشراتو ضد دوا، کیماوی سره  او اړوند تخنیکې  وسایل څومره اغېزمن دي ټول پرې  پوهیږی  خو دا چې  د بغلان ولایت  اړوند سیمو کې  د هغه ځای د ځانګرتیاو له مخکې  په نورمال ډول د یوه  هکتار مځکې څخه  څومر جغدر ( لبلبو ) تر لاسه کیدای شی   زه نه پوهیږم  دا ځکه چې د یو لړ طبیعی او غېر پیشبیني کیدونکو فکتورونو له  وجه د محصولاتو پوره او بشپړ اټکل  یو څه  ستونزمن  کار دې  ،  ولې هغه  څه  چې ویلای   شم  هغه داچې  ددغه  جدول له مخې د یو هکتار مځکې څخه  د ۸  ټن نه نیولې تر یوولسو ټنو او په ځینو سرچینو کې  بیا  آن  تر ۱۲،۷  ټن  پوری   ښودل شوی ،  خو په  ۱۹۷۰ ز کال او ۱۹۷۵ ز کال کې د یوه هکتار مځکې  څخه  ددغــه  پور ته  ښودل  شوو  حا صلاتو  اندازه  د نورو کلونو سره زیات توپیر لری یو دلیل دا هم  کیدای شې  ډېر  ځله به  د کرنې او صنایع وزارت  د ټولو بزګرانو  غوښتنې نه شوی پوره کولای او د هغوی سره به  یې  وړ مرستې نه شوی  تر سره کولای  او  په   فابریکه  کې  به  یواځې د هغه  ځمکو کچه  ثبت وه   چې  خاوندانو به یې   مرستې  ( کیماوی سره ، اصلاح شوی تخمونه ) تر لاسه کړی وی   . نو کیدای  شی د  یو زیات شمېر  کرونګرو  د کښت لاندی مځکې د فابرېکې  په  اسنادو کې نه وی رسیدلې او  پر ته له دې چې  فابریکه  ترې  خبره وی   خپلو مځکو کې دغه  کرنیز صنعتی بوټې   چې فابرېکې تل ور ته اړتیا در لوده  کرلې وی  .  او په دغه پورته یاد شوو دوو کلونو کې د یوه هکتار حاصلات  د نورو کلونو سره هیڅ اړخ نه لګوی  . او یا هم  په شمېرو کې کومه اشتباه  او یا نیمګړتیا موجوده   وی .
         ددغه ناموزون تولید بنسټیز لاملونه  په  سیمه کې د زراعتي ـ صنعتي کومپلس نه شتون ، د کرونګرو تر منځ  د کرنیزو  مځکو ویش او د غنمو د کښت سره د جغندرو د کښت د سیالۍ  پاتې راتلل ، د کرنې په برخه  کې د وړ تکنالوژۍ نیمګړتیاوی ،  په فابریکه کې د ماهرو کارګرانو کمښت او په  خپل وخت  د ترمیم چاری نه تر سره کول په ګوته شوي دي  .  که  ددې  سکټور شالید  ته  وګورو و به  وینو  چې د وخت اړوندو  دولتی  واحدونو په خپل وخت سره  د خوراکی  صنایع  ددې  برخې  ساتنې ته  ځانګړی پاملرنه اړولې  وه .  آن تر دې چې   په  ۱۹۸۳ ز کال  کې   د بزګرانو د هڅولو  لپاره یی د پورتنیو  تدابیرو  تر څنګ  ، په  اومو موادو یانې جغندرو کې   د قندی موادو د شتون  پر بنسټ  ،  د  قندی موادو د هرې سلوالې  د پورته کیدو یا لوړېدو   په بدل  کې یی  د ۸۶ نه تر ۹۶    افغانیو  پورې  د  یو ټن  د  بیه  د  لوړوالې   یوه  ځانګړې شکله ( لښتلیک )   چې په  لاندې  بڼه  لیدل کیږی  جوړه او  د وخت د وزیرانو شورا  له   منـــــــظورۍ  وروستــــــه  پــــکار واچـــــــول شـــــــــــوه .    


        همدارنګه د مرکزی  اړوند اداری  ( واحد ) یانې وزارت  په چوکاټ کې  یې  د تدارکاتي دندو د ژر تر سره کولو په موخه   د اړېکو ( ارتباط ) یو ځانګړې  ادارې هم  فعالیت کاوه . په یاده فابریکه کې دېرش کاله د مخه یانې د امنیت د خرارېدو  نه وړاندې  د ثابتو کارګرانو  شمېر په  اوسط ډول   ۱۴۳ کسان  ، خو د اومو موادو د کارولو پرمهال دا شمېره ۷۵۰ کسانو ته رسېده .  ددې ډول فابرېکې یوه ځانګړ تیا  دا ده چې  باید د اومو موادو  موندل ځایونو ته  نږدې او په موسمی ډول  کار کوی  چې د کال په اوږدو کې  یې  د کار او فعالیت موده په لمړنی لښتلیک کې  د ۱۹۴۰ زکال نه تر ۱۹۸۲ ز کال پورې  د  هرې لسیزې  د پیل په لمړی او یا نیمایې کې د ساری په توګه وړاندی شوې ده .  د وخت په تېرېدو  سره  د نوموړې  کارخانې  تجهیزات  زاړه  او په پوره ظرفیت کار نه کوی . خو د هر څه لمړی  تل د اومو موادو  کمښت لویه  او ستغه ستونزه  ده . که مونږ  د ۱۹۷۵ ز کال تولیدی فعالیت  ته   ځیر شو  و به وینو چې  د اومو موادو د پوره شتون له امله  د ۱۷۵ ورځو په اوږدو کې  د تخنیکي  ظرفیت څخه  یې  سېوا تولید کړې ، او  دا ددې ښکارندوی دې  چې په  فابریکه کې  پوره ریزرفونه  شتون لري  ، چې پکار اچولو سره یې د تولیدی کچې لوړېدل شوني دي . خو دا باید  له پامه هم  ونه غورځول شي  چې په  اتیایمو  ز کلونو او له هغې   را وروسته  په هېواد کې د ناامنیو له وجه  لکه څنګه چې ښای  خپل تولیدی فعالیت ته  دوام و نه شو  ورکولای  چې  د ۱۹۸۲ ز کال  د تولید ناچیزه  کچه ددې ښکارندوی ده .   لکه  څنګه چې د مخه مو هم وویل  د یادې کارخانې  ماشینونه او تجهیزات  د اوږده  مودیز  استعمال او ګټې اخستنې په  بهیر کې استهلاک او زاړه شوی  ، د تولیدی فعالیت په ترڅ کې یې  د بوری د ضایعاتو کچه  د ورته کارونو د تر سره کولو په پرتله  زیاته ده  .  په منځنۍ توګه د ۲،۹۷ فیصده ضایعاتو په درلودلو سره  ، د ضایعاتو  کچه یې  ۱،۲۸  په سلو کې  د نورم څخه زیاته  ښکاری . دا فابریکه  په نورمال او عادی حالت کې  کولای شی  د هر زیږدی کال  په لمرۍ  ربع کې  نږدې  اته په سلو کې او په  څلورمه ربع  کې د  دو ه نوی  سلنې په شاوخوا  کې اومه مواد پروسس کړی  . که  د تولیدی پروسې  وروسته اضافی یا فرعی   مواد  ( تفاله ) له سره  درست وکارول شې د څارویو لپاره ترې ښه خواړه برابرېږی  . او پدې  توګه  د  مالدارۍ   د  برخې  په  روزنه  او پرمختیا کې ترې  ګټوره استفاده  کېدای شی .
             د بوری لګښت او معاصر نورماتیف : که   د یادې  فابریکې  تخنیکی او تکنالوژیکې  نیمګړتیاو  ته   په  کتو یې اقتصادی تولیدی ځواک ( اقتصادی ظرفیت )  په کال کې  یوولس زره ټنه  بوره  ونیسو . نو د معاصر نورماتیف له مخې،  نه ،  بلکه د وارد شوی  بوری   له  مخې په کار ده  چې د  اوسني حد اقل اړتیا د پوره کولو لپاره  نه یواځې د نوموړی  فابریکې په بشپړ  ظرفیت د چلولو لپاره لارې چارې ،   چې لا   د اړتیاوو  لسمه برخه  هم نه شی پوره کولای  ولټول شی ، بلکه   پکار ده  ،  چې  افغان چارواکي   د نوو فابریکو د جوړولو  لپاره   لاس په کار شی  . که د معاصر نورماتیف  له  مخې  یو انسان  په کال کې  ۳۲  کیلوګرامه بورې ته اړتیا لری  خو   د پخوانې شوروی  اتحاد    پر مهال  د تاجکستان  جمهوریت  د خلکو  له پاره  دا نورماتیف ۲۴ کیلو ګرامه   اټکل شوی وو .  سره لدې چې   د افغانستان  د وګړو شمېر   تر دا مهال  په علمی توګه   نه دې تثبیت  شوی ، خو که  د ځینو اټکلو له مخې یې حد اقل    ۲۶،۵ میلیون وګړی وګڼو او هیواد ته  په ۱۳۸۸ ل کال کې   له بهره  د وارد شوې  بوری له مخې چې  د۹۲،۵  زره ټنه په خواوشا کې    ښودل شوی  د یوه وګړی  د بوری  کلنیز   لګښت   ته  چې  نژدې  درې نیم  کیلوګرامه   نه  ، نه اوړی  ، وګورو ،    و به  یې وینو ،  چې د نورماتیف او  افغان وګړو  د بوری د لګښت تر منځ   څومره  لوی  توپیر  تر سترګو کیږی .  دا ددې  ښکارندوی دې چې ددې  سکټور مصنوعاتو ته د بل هر څه نه سخته اړتیا  لیدل کیږی  . نو ځکه   د خوراکی صنایع دې  سکټور پیاوړتیا او پرمختګ ته  چې  په هېواد کې  د  خوراکی فابریکوی صنایع  چې  د بلې  هری    برخې  نه   زیاته  سابقه  لری  ځانګړی پاملرنه  په کار ده ، تر څو د اړتیا وړ بوری پېرېدلو لپاره   د هیواد  څخه    په  هر  کال کې  د څه د پاسه   ۳۳  ملیون ډالرو د وتلو  ،  چې  کېدای شي  په هیواد کې  د مسلط اداری   فساد او د ګاونډیو هیوادونو  سره د ګډو پولو د پوره  نه کنټرول  له امله دا شمېره    لدې هم    نوره لوړه وي  ،  ډډه شوی وی .
           وړانــدیــز  : څرنګه چې  هیواد وال  پوره معلومات لری  د تل په څېر  بد نیته  ګاونډیان  کله نا کله د سیاسی وضعې  د خړپړتیا نه  په ناوړه ګټه پورته کونې سره   د افغان لوری  اړوند ،  د   ترانزیتی مالونو په وړاندې  ستونزی را پېدا کوی  . چې له امله  یې   د هیواد په   دننه    کې  د یو لړ  کړیو  له خوا  د کمزوری  او فاسدې  اداری  نه   په ګټې اخستنې سره  دا فرصت غنیمت  ګڼی  او  په لارو کې د بند  پاتې شوو  مالونو  بیه   له کنټرول نه وتلې لوړه  بیایې .  چې زیان یې یواځې  بې وزله  افغان ولس  ګالی  . دې  او دې ته  ورته ستونزو  د اورۍ  لپاره  اړینه  ده  چې  دولتی  ، مختلط  او خصوصی  سکټورونه   سره  په ګډه  د اومو موادو  د پوره برابرولو  لپاره ، چې یاده فابریکه  همدا اوس ورته  اړتیا لری ،  د پراخیدونکې کارونې  له  لاری  د نوو کښت ځایونو په لټه کې شی .  که دا د صنعتی ــ  زراعتی  کومپلس په بڼه   وی  او یا په  ځانګړی  ډول   ددې موادو د برابرولو لپاره  د مځکې کومه جلا برخه د ګټورتوب په پام کې نیولو سره   برابره او په  کار واچول شی  . او په تشدیدی  کارونه کې  د کرونګرو  د غوښتنو د پوره کولو او د هغوی د هڅولو  لپاره  اړین  تدبیرونه  ،  بندوبس او لاری چاری وسنجول شی . تر څو یاده فابریکه  په  پوره ظرفیت  وچلیږی  اود کورني  وړ  مصنوعات د تر لاسه  کولو  له لارې   بهر ته د اسعارو  د فرار مخه ډب شوی وی  .
           یــــادښــت  :   زمونږ  ډېر هېوادوال   د افغانستان اړوند اقتصادی څېړونو او شننو سره مینه لری او په دې واټ  کې په واقعیت ولاړ   د ځینو   لارو چاور  په ګوته کول  اړین بولي ،  خو  په هېواد کې د  باوري   شمېرو او ارقامو د کمښت  او هغې ته د نه لاس رسی  له  امله   د   اقتصادی  پیاوړتیا  ،  پراختیا  او ودې   لپاره  یې علمی څېړنې   تل    د ستونزو سره  مل وی ،  نو مې و پتېیله    چې   د یو لړ   نیمګړو شمېرو ، ارقامو او تورو   د   وړاندې کول  له لارې   په دې او دې ته ورته نورو اقتصادی څېړنو او ارزونو کې  د هېواد د  اقتصاد  د بیلابیلو څانګو  وضعیت  انځور کړم . تر څو   د اقتصادی  چارو   مینه وال  او  وټپوهان  د نورو لا  زیاتو   څېړنو او ارزونو په ترڅ  کې  د اقتصاد په وړاندی   شته  ستونزې او نیمګړتیاوې راوسپړی او د هغوی د حل   لپاره  لازمې  ، ګټوری  لارښونې  او وړاندیزونه  چې د هیواد  د  نننۍ وضع  او شونتیاوو  سره سمون ولری  وړاندی   کړي     .  کیدای  شی د پورته   وړاندې شوی سکالو په اړوند ځینې  شمېری  په  نورو بیلابیلو منابعو  کې بل ډول  ښودل  شوی وی . درانده  لوستوونکې او شننونکې  کولای شې د ځانګړی لیکنې له لاری هغه بشپړی کړ ی .