د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بلخ په والي پسې تړل شوي تورونه پلان شوی هځی دی

ولی سمسور 27.08.2012 14:34

د انټرنت مجازی نړی هم یوه ښه موقع ده د ښو کارونو د تر سره کولو او بیان لپاره ، خو کم ترکمه باید سړی د خپل پیژندلو او هویت د بیان وړتیا او جرءت ولری . دا چې په څه ډول له دی وسیلی نه ناوړه ګټه اخلی د حیرانتیا وړ خبره نه ده دا د دوی د کاذبو افکارو ښکارندوی کوی .
زه هم یو له هغه کسانو یم چې کله ، کله دی مجازی نړۍ ته سر ور ښکاره کوم او د پوهانو او عالمانو له افکارو او څیړنوځخه ګټه اخلم . خو کله چې د بینوا سایټ مې پرانیست سترګې مې په داسی یو پرو پاګند ولګیدی چې پرته له دروغو ، عقده مندی ،بخلی او تعصبه بل څه نه وو.
په دی لیکنه کې چې (د بلخ والی د یو ملیارد ډالرو په ارزښت ملکیتونه لری ) تر سر لیک لاندی مې ډیر داسی ناوړه دروغ ولیدل چې اصلا د منلو نه دی . تمه مې درلوده چې د بلخ والی به دی دروغونو ته څه ځواب ورکوی ځو ورځی سترګی په لاری وم چې د بلخ والی به دی ته ځواب ورکوی خو دا تمه همداسی تمه پاتی شوه نور مې زړه تنګ شو خپل وجدان په آرامه نه پریښودم پریکړه مې وکړه چې د بلخ د والی عطامحمد نور د کړو خدمتونو ، ښه اوا سلامې اخلاق او د دی وطن د آزادی او آبادی په خاطر چې ده ترسره کړی چب پاتی نشم او د بینوا نوم ورکی لکوال ته څو خبری ولرم .
د بینوا نوم ورکی لیکوال ته؛
زه د بلخ د یوه اوسیدونکې او هغه چا په توګه چې د بلخ د والی د شخصی شتمنیو په اړه پوره معلومات لرم ستاسی پام د هغه حلالی دارایی او ژوند ته را اړوم .
عطامحمد نور د کاکا نور محمد زوی دی . پلاری یې د میړانی او شجاعت له مخی په بلخ کې د کاکاپه نوم یادیدی. ښه پوهیږی چې افغانان چا ته د کاکا خطاب کوی ، هغه کس ته چې لوړه اولسی مفکوره او لوړ انسانی همت ولری . ښایی هغه مهال چې تا لا پیسی نه پیژاندی د عطامحمد نور پلار ډیری شتمنی پورته کښته کولی. ډاډه یم چې په سوداګری باور لری ځکه چې د اسلام د ستر پیغمبر (ص) دنده وه نو عطا محمدنور هم په همداسی یوې لوېې کورنۍ کې را لوی شوی ، تازه یې د ښوونځی دوره پای ته رسولی وه چې د طن دوستی حس او د آزادی هوا هغه د جهاد ترګرم سنګرونو وویست. هغه د استاد ذبیح الله له ډلی سره یو ځای شو خو په لنډه موده کې د ده شجاعت او هوښیاری ته په کتو سره د جبهې مرستیال وټاکل شو ، داشان وړی او لویی ډیری لاسته راوړنی یې درلودی چې اوس یی په یادولو ستاسی وخت نه نیسم .خو اصلی موضوع ته راځم ،عطامحمد نور په شخصی ژوند کې حلال او مشروع تجارت لری چې دا ټولو ته څرګند دی او پټولو ته یې هیڅ اړتیا نشته ،.
موږ بلخیان په دی باور یو چې دبلخ والی د ښو اخلاقو ، لکه د زړه ورتیا ،میړانې ، ریښتنولۍ او وطن دوستی خاوند دی او دا یې د خپلو هڅو په لړ کې ټولو ته ثابته کړی هم ده .هیر کړی مو نه دی چې د بلخ خلکو خپل ماشومان د تجاوز او بیناموسیو له ویری ښوونځیو ته نشو استولی ، مال او شتمنۍ یې خوندی نه وی او ژوند یې هره شیبه له مرګ سره مخامخ وو. دا خو لا د نادراتو څخه وو چې چا دی په دی ولایت کې پانګه ونه کړی وای . تر پرونه بلخ د ویری جنګ وحشت د خلکو پر شخصی حریم د تیری، له سوداګرو د باج اخیستونو کیسه کوله ، خو نن د دی ولایت په تر ټولو لری پرتو سیمو کې د ښوونځیو دروازی د ماشومانو پر مخ پرانستی دی په بلخ کې د دولتی پوهنتون ترڅنګ شخصی پوهنتونونه هم د ځوان نسل په روزلو بوخت دی او پانګه اچوونکې په ډاډه زړه پرته له ویری خپل ژوند پرمخ وړی .او د دی ترڅنګ بیا روغونی د دغه ښار ښکلا دوه برابره کړی او دا دی هیواد په کچه له لویو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږی. دا ټول د هغه ستر سړی هڅی دی چې بې ارزښته انسان پری تورونه کوی بل دا عطامحمد نور دی چې د بلخیانو ژوند ېې په خپله روښنایې روښانه کړی دی.
تر پرونه هرڅه د توپک او زور په لاس کې وو خو نن قانون حکومت کوی ، پرون د خلکو پر ژوند د قومندانانو او پهلوانانو حکومت وو خو نن د بلخیانو ویښ و جدان حکومت کوی .نن ورځ بلخ په یوه انډولی اقتصادی ودی او امنیت سره په یوه نمونه یې ښار بدل شوی دی .آیا د بینوا ورک نومی لیکوال په دی پرمختګ امنیت او بیارغونی ولی سترګی پټوی آیا ده یې نښی لیدلی چې بلخ ورځ تر بلی پرمخ روان دی .؟ ډاډه اوسی تر راتلونکو کلنو به بلخ په یوه پرمختللی ښار لکه متحده عربی امارات بدل شی او هغه مهال به له غم او حسرته مړه یاست.
یو څه چې راته تل پوښتنه پیدا کوی هغه د بلخ له والی سره د یو شمیر کسانو دښمنی ده خو دا کسان دومره واړه او ډارن خلک دی چې اصلا په دښمنۍ نه ارزي . دا بې ارزښته خلک ا صلا د هیواد پرمختګ نشی لیدلای چې د بلخ پر داسی یوه ریښتني بچی د تور په کولو غواړی د ده د کارونو مخنوی وکړی خو بیاید په یاد ولری چې . ((وچه خاوره په دیوال نه نښلی))
د بینوا سایټ نوم ورکې لیکواله
تاسی ځنی داسی ملکیتونه د بلخی په والی پسی تړلی چې د هغوی خاوندان لا په سر ژوندی دی چې وروسته به یې په اړه بشپړ معلومات درکړم. خو باید ووایم چې د بلخ والی عطامحمد نور په یوه سوداګره او شتمنه کورنۍ کې زیږیدلی چې دی هم د خپلی کورنی سوداګری پرمخ وړی او ځینی ملکیتونه او شتمنی هم لری چې نه یې پټوی او نه یې د پټولو اړتیا شته.دا نوم ورکی لیکول دومره لوی دروغجن دی چې هرڅه یې له خبرو ښکاری ده ویلی چې د ښاغلی نور یوه زوی د ولید په نامه او یوه لور د میترا په نوم لری په داسی حال کې په دی نومونه ښاغلی نور هیڅ اولاد نه لری.
نوم ورکي لیکوال د خالد بن ولید د پروژی په اړه ویلی چې په دغه پروژه کې ۲۰۰ نمری د عطامحمد نور او د هغه د کورنۍ دی . خو څومره چې زه له دی پروژی خبر یم دا د عطامحمد نور یوه له عالی طرحو څخه وه چې د لومړی ځل لپاره په بلخ کې د ښاری فرهنګ د ترویج ،او د خلکو د هوساینی لپاره د استاد عبدالوهاب په وسیله چې د بلخ یو مجاهد مشر دی دا پروژه پیل کړه چې په پیل کې د یوې نمری قیمت ۸۰۰ ډالره وو او له دغو پیسو ۴۰ سلنه یې د ښارګوټی بریښنا، اوبو، تفریحی پارک او عامه ځایونو په جوړولو لګیدی او پاتی نور یې د ځمکی د خاوند برخه ده. په همدای خاطر نن ورځ دغه پروژه د هیواد په کچه د اقتصادی ودی یوه ښه بیلګه ده چې دا دی اوس یې د یوې نمری قیمت تر ۱۰۰ زره ډالره پوری هم رسیږی خو پوښتنه داده چې څه زیان لری چې زموږ یو هیواد وال د هیواد د پرمختګ لامل شی.؟ نو. باید داسړی وستایل شی.د بینوا نوم ورک لیکواله خالد بن ولید اسلام د ستر پیغمبر صحابه وو ګوره چې درنه غلط نشی هغه د عطامحمد نور زوی ونه ګڼې.
اوس هم راځو هغو تورونو ته چې تا په عطامحمد نور پسی تړلی دی:
۱ په بلخ کې د باختر بازار چې تا د عطامحمد نور ګڼلی او ویلی دی چې په دغه بازار کې ۲۰۰ هټی د نور دی ستا د دروغو واضیح ښکارندویې کوی اصلا په ټول مارکیټ کې ۲۰۰ دوکانه څه چې ۱۰۰ هم نه پوره کیږی دا چې تا ۱۰۰ نور چیرته جوړ کړی هیڅ معلومه نه ده .
۲ د بلخ د بادامو دی پلورنځی مارکیټ چې هغه دی هم د عطامحمد نور ګنلی دا د ښاروالی شرعی ملکیت دی چې څو کاله وړندی د بادامودی سوداګرو په غوښتنه جوړ او کرایه یې هم ښاروالی اخلی .
۳ د عجب خان مارکیټ چې د مرحوم عجب خان د وارثینو شرعی حق دی او د بلخ یو ملی سوداګر سیدمحمدخان په قانونې ډول د پیسو په بدل کې اخستی دی عطامحمد نور او کورنۍ یې هیڅ شراکت ور سره نلری.
۴ مارکیت تجارتی نور د عبدالحق خرمې شخصی ملکیت دی په عطا محمد نور پوری هیڅ اړه نه لری خو دا چې د نور نوم یې پری ایښی نو فکر مه کوی چې حتما د عطامحمد نور مارکیټ دی نور د پاک الله یو نوم دی او هرڅوک حق لری چې دا نوم پر خپل ملکیت کیږدی .
۵ ستاسی په وینا د بلخ د روغتون پر وړاندی د درملو پلورلو مارکیټ هم د عطا محمد نور دی په داسی حال کې چې ټول بلخیان په دی خبر دی چې دلته اصلا د درملو کوم مارکیټ نسته بلکه په بلخ کې د درملو پلورلو مارکیټ د ښار په غربی برخه کې دی چې په ملی سوداګر حاجی شهزاده پوری اړوند دی.
۶ کلینک لیزر خالد نور او تانک تیل خالد نور ، هو د ا د بلخ دوالی او یوه ملی تجار ګډ کار دی چې هیڅ څوک هم تری سترګې نه پټوای
۷ بلاک های رهایشی مترا نور دا دی هم د بلخ د والی ګڼلی خو داسی نه ده دا د ښاغلی محمد داود نصیب چې د بلخ ملی سوداګر دی او ګڼی پانګه ونې هم په بلخ کې لری اوعطامحمد نور هم یوه برخه پکښی شریک دی.
۸ د مزار ښآروالی پر وړاندی جوړیدونکی آپارتمان د د بلخ د خلکو استازي اسدالله شریفی دی نه د نور.
۹ مارکیت تجارتی آریا چې د سینما پر پخوانی ځای جوړ شوی د حاجې عبدالقیوم خان او حاجې داوود سانچارکې شخصی ملکیت دی او هیڅ په ښاغلی نور پوری ارتباط نه لری .
۱۰ د خانه مولانا په اړه باید ووایم چې دا یو فرهنګی مرکز دی چې د بلخ والی عطامحمد نور د ځوانانو د فرهنګی هڅو په خاطر ځانګړی کړی چې باید ستاینه یې وشی چې یو سړی خپل شخصی ملکیت فرهنګی کارونو ته ځانګړی کوی.
۱۱ ښه نو د بلخ د والی د شخصی کور په اړه باید ووایم چې هرڅوک د یوه شخصی کور د درلودلو حق لری خو نه پوهیږم چې دا په تا پوری څه اړه لری چې احمقانه یې په اړه خبری وکړی . هو رښتیا د بلخ د والی د سیاسی دفتر په اړه باید ووایم چې دا د کاکا نور شخصی ملکیت وو او دا د هر چا شخصی حق دی چې پر خپله ځمکه څه جوړوی سیاسی دفتر که تجارتی مرکز. د اختر محمد ابراهیم خیل د کور ترڅنګ ودانۍ ته دی اشاره کړی چې هغه دی هم د نور ملکیت ګڼلی چې هغه خپله د سېمی د خلکو دی نه د عطامحمد نور. د محکمی ترڅنګ ودانی دی هم یاده کړی چې هغه د انجینر سلطان محمد نور چې د ښاغلی والی مشر ورور دی ده او د خپل پلار پر شخصی ملیکت یې دغه ودانۍ جوړه کړی ده.د سلطان راضیی لیسه شاته ودانی د ملی سوداګر سید محمدخان ده نه د عطامحمدنور. نو لیونی کیږه مه او هری خواته خوله مه اچوه .
۱۲ د آریا د لوړو زدکړو موسیسه دی هم د والی په نوم ،نومه ولی دا موسیسه د شاغلی عبدالمجید نصرتیار ده . ښاغلی نصرتیار په فکری ډول د عطامحمد نور د کړی سړی دی خو په پانګه ونه کې هیڅ اړیکه نه سره لری.
۱۳ ستا د ځینو نورو تورونو په اړه باید ووایم چې د خالد نور په نامه هیڅ د بیا رغونی شرکت نشته سینافرمارکیټ هم دولتی دی او کرایه یې ښار والی اخلی همداراز په حیراتانو کې هیڅ ملکیت د عطامحمد نور په نامه نشته چټی دروغ مه وایه هو د تیلو کاروبار سمه خبره ده چې د والی د ملګرو اودوستانو لخوا پرمخ وړل کیږی او دروغ هم نه دی. د ښاغلی نور او کمال نبی زاده ترمنځ پرته له ملګرتیا کومه بله رابطه اصلا نشته آرزو تلویزیون هم د نبی زاده شخصی تلویزیون دی نه د ښاغلی نور ، د بلهیکا شرکت هم د ښاغلی غلام رسول قرلق دی نه د عطامحمد نور او روستۍ خبره دا چې عطا محمد نور هیڅ پټ کار نه لری هغه میړنی او زړور دی هرڅه چې لری ټول پری خبر دی هرڅه چې لری له چا یې نه بټوی او نه یې د پټولو ویره لری هرڅه یې ټولو ته څرګند دی یواځی رڼی سترګی پکار دی چې پری ولیدل شی چې آیا دا ملکیت د چا دی. ته د نورو خلکو د ملکیت په بخښلو سره خیانت کوی ورک نومې لیکواله . یوه خبره هغه داچې ښایې تاسی ته دا پوښتنه پیدا شوی وی چې زه څنګه له دی ټولو معلوماتو خبر یم ؟ دا زما د ډیرو ورځو د هڅو پیلامه ده چې په دی اړه مې څیړنه وکړه او معلومات مې راټول کړل او زه هیڅ اړیکه د بلخ له والی سره نه لرم یواځینی اړیکه مو داده چې زه دبلخ یو اوسیدونکې یم او زه د بلخ د یوه اوسیدونکې په توګه د بلخ د والی د تر سره کړو کړنو او کارونو منندویم او د هغه د اوږده ژوند لپاره خدای ج ته د دوعا لاس پورته کو م.