د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مزارشریف امنيتي چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي!

ولی سمسور 10.07.2011 12:23

مزارشریف؛کوم ښار چې ډير ژر به په کې امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل شي!


مزار د افغانستان په اوو سيمو کې هغه شامل ښار دى چې په کې به څو ورځې وروسته امنيتي مسوليتونه افغان ځواکونه په رسمي توګه په غاړه واخلي.له مزار سربيره هرات،لښکرګاه ،مهترلام هم هغه ښارونه دي چې امنيتي چاري به په کې افغاني شي.
په ولايتونو کې پنجشير،باميان او له سروبي پرته کابل هم د همدي پلان لومړنۍ برخه جوړوي.مزار په دې وروستيو کلونو کې په هر ډګر کې پرمختګ کړى اود همدغوپرمختګونو په پايله کې دولت او ناټو وپتيله چې د د دغه ښار امنيتي چاري هم افغاني شي.
څارونکي وايي په شمال کې پروت بلخ له هر پلوه د افغانستان په ځانګړې توګه د ورڅيرمو ولايتونو په حالت نيغ په نيغه اثر لري.بلخ د شمال زون د پنځو ولايتونو مرکز دى او د دې تر څنګ چې پرمختګ يې په دغو ولايتونو اثر لري د شمال ختيځ زون په څلورو ولايتونو يي هم خپل اثر شته.
که په بلخ کې حالت ښه وي روښانه ده چې د دغو ولايتونو حالت به هم ښه وي خو که چيرې دلته حالت خراب شو نو د افغانستان يوه مهمه برخه به د ناامنيو غيږ ته ولويږي.په بلخ کې د مختلفو کړيو له خوا هڅه وشوه څو حالت خراب کړاى شي.خو خلک وايي د دغه ولايت والي په خپلو کړنو ښه کنترول لري او په دې توانيدلى چې يوه ښه اداره جوړه کړي چې پايله يي په سيمه ييز دولت د خلکو د باور رامنځته کېدل دي.
د طالبانو تر ماتې وروسته مزار د هر کال په لومړيو کې د ميليونونو وګړو کوربه وي او د نوروز جشن په کې پرته له کومې پيښې په ښه توګه تيريږي. چې دا د ښې حکومت والۍ يوه څرګنده بيلګه ده.
زه به د والي عطا محمد نور د ولايتي غونډو يوه را واخلم او په انځوريز ډول به يي تاسو ته بيان کړم.والي عطا محمد نور له خپلو چارواکو سره د ولايت د مقام دننه يوه غونډه درلوده.د ځينو چارو د تر سره کولو لپاره زه هم د دغې غونډې په څنډو کې وم.په غونډه کې عمدتا د ولايت په ستونزو او د حل په لارو چارو خبرې وشوي.د غونډې فضا صميي وه او په کې د ښې همکارۍ نښې له ورايه ښکاريدي.د والي سلاکاران د افغانستان د ميشتو ټولو قومونو خلک دي هغه په ډير ځير سره د خپلو سلاکارانو مشورو ته غوږ نيولى و او د چارو پر سمون يي ور سره بحثونه روان و.وړاندې له دې ما والي نور په دغه راز دولتي غونډو کې نه و ليدلى او د مخالفينو تبليغاتو په شک کې اچولى وم.
مخالفين وايي والي يو توکم پال سړى دى په داسې حال کې چې دغه راز ادعا ماته د دغې غونډې تر ليدو وروسته ناسمه ښکاري.
په هر حال ښه حکومت والي د دې لامل ګرځي چې يوه سيمه پرمختګ وکړي.بلخ هم ښه حکومت والي لري او هم زړه سواندى والي.دغلته مخکې تر دې چې امنيتي چاري افغاني شي په هره برخه کې افغانان رغنده ونډه لري.سوداګرۍ وده کړي،د نشه يي توکو کرکيله او کاروبار خورا محدود شوى،بيا رغاونه هم روانه ده،د وينا آزادي شته.روغتيايي او ښونيز خدمتونه تر يوه حده د افغانستان شونتياو ته په پام د قناعت وړ دي.مرکزي دولت ته په کار ده چې بلخ د بيا رغاوني په ډګر کې هېر نه کړي.مرکزي حکومت بايد د بلخ والي د خپلو ښو کړنو په بدل کې وستايي او د همدې ولايت سيمه ييزه حکومت والي په نورو سيمو کې تطبيق کړي.که چيرې د ولايتونو تر منځ په هر ډګر کې سالمه سيالي وي دا به د مرکزي حکومت د نوښتونو يوه مهمه چاره وي.مرکزي حکومت بايد په هره سيمه کې کارنده ډله ولري څو خلک حکومت خپل نيږدي ملګرى وبولي.که چيرې ښه دولتي اداره وي او د خلکو اړتياو ته د ځواب ويلو په برخه کې ګټور کارونه وکړي،دا به له دې سره مرسته وکړي چې د ناامنيو لمن په خپله ټوله شي.مفسد والي او مفسده اداره او په ټولو کې مفسد حکومت ولس نا راضه کوي.پايله يي دا شې چې د مخالفينو ليکي ورځ تر بلې پياوړي شي.که چيرې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د ښې حکومت والى په برخه کې کار وشي لري به نه وي چې ډير ژر افغان ځواکونه د ټول هېواد امنيتي چارې په غاړه واخلي.