د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يوې ښې راتلونکې لپاره بايد اسلامي جميعت ښه مشر وټاکي.

ولی سمسور 24.10.2011 11:53

جمعیت اسلامی په هغو اوو ګونو جهادي ګوندونو کې يو هغه دى چې د غويې د اوومې کودتا له پيل يې په خپلو مبارزو پيل وکړ او د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ يې جهادي چارې په ښه توګه تنظيم او پر مخ يوړې.له سرو لښکرو سره په جهاد کې دغه ګوند ښه وځلېد او چارې يې په ټول هېواد کې روانې وي. د اسلامي جميعت ګوند په هر ولايت کې خپل خپل استازي وګمارل دا هغه وخت وو چې ټولو افغانانو د سرو لښکرو په وړاندې جهاد کاوه او يا هم د دغو لښکرو د بې رحميو له کبله ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډه شول. جميعت ښې چارې تر سره کړې او له توپيري چلند پرته يې ټول په ټغر راټول شول. جميعت د همدې کړنو له امله په يوه مطرح او ګران ګوند بدل شو او د ټولو افغانانو زړونو ته يې لار پيدا کړه. رباني د قدرت تږى نه وو او لس کاله وړاندې يې په سوله ييزه توګه واک حامد کرزي ته وسپاره. جميعت د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت کې هم رغنده رول ته دوام ورکړ او د دغه نظام د پياوړتيا لپاره يې ډير څه وکړل. د دغه ګوند يو مطرح غړى عطا محمد نور دى چې دا مهال د بلخ د والي په توګه چارې پر مخ وړي. اسلامي جميعت نور مطرح غړي هم لري خو د مشرتابه لپاره به يې فکر کوم ښاغلى نور وړ کس وي ځکه هغه په بلخ کې د سم مديريت له امله ښه نوم ګټلى او کولاى شي دغه دروند پيټى هم په ښه توګه پورته او د ټول هېواد پرګنې پر ځان را ټولې کړي. عطا محمد نور د ښه نوم او کړنو خاوند دى او کولاى شي په هر حالت کې چارې ښې تنظيم کړي. د بلخ په ولايت کې يې ډير داسې کارونه تر سره کړل چې سړى ويلاى شي د خلکو د ملاتړ وړ وګرځيد. هغه په جميعت کې يواځينى کس وو چې دغه ګوند ته وفادار پاته شو. له جميعت سره د ده دا ژمنتيا به دغه ګوند پر ځان يقيني او بسيا کړي. ځکه د هر ګوند مشر بايد ژمن او مخلص وي. په ټوله نړۍ کې دا يو منل شوى اصل دى. د ګوند کړنې بايد مخلصو او کارنده کسانو ته وسپارل شي.شک نشته چې د جميعت ګوند يو منل شوى او با نفوذه ګوند دى، دغه ګوند د افغانستان د څو لسيزو په کړنو کې ښه ځليدلى او د هېواد په راتلونکو چارو کې د مطرح ګوند پاته کېدو لپاره وړ مشر ته اړمن دى يو داسې مشر چې د استاد برهان الدين رباني تر وژل کېدو وروسته کمزورى نه شي بلکې له پخوا هم ښه شي.عطا محمد نور چې اوس د بلخ د والي په توګه دنده تر سره کوي، د يوه ښه او مبتکره کس په توګه ورته کتل کيږي. هغه وکړاى شو د خپلې دندې پرمهال د بلخ وګړو ته په ښه توګه رسيدګي وکړي. جميعت د ښې راتلونکې لپاره د هغه مشرتابه ته اړمن دى. دا د جميعت غړي دي چې دغه مساله درک کړي. اسلامي جميعت بايد د يوه فعال لوبغاړي په توګه د افغانستان په مساله کې پاته شي او دا هغه څه دي چې ډير افغانان يې غواړي ځکه د دغه ګوند سرښندنې له هيچا پټې نه دي او د استاد عطا محمد نور په مشرتابه کې دا هېله هم پوره کيداى شي. د جميعت کنګره بايد ډېر ژر د خپلې مشرتابه ستونزه حل کړي. د يوه مشر ټاکل به دغه ګوند ته دا شونتيا برابره کړي چې په خپلو چارو کې له ټکني ټوب وژغورل شي. استاد عطا محمد نور کولاى شي د برهان الدين رباني په نه شتون کې د دغه ګوند چارې داسې تنظيم کړي چې په کې نيمګړتيا نه وي موجوده.
عطا محمد نور د دغه ګوند هغه مطرح څېره ده چې ټولو ته به د منلو وړ وي.د يوه ګوند او سياسي غورځنګ مشر بايد همداسې کس وي. د ښاغلي نور تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې هغه د جميعت ګوند ته تر اوسه ژمن او رښتنى پاته شوى دا هغه څه دي چې د هغه اخلاص ښيي يو داسې اخلاص چې پر جميعت باور لري له خپل ګوند سره مينه لري او د همدې ځانګړنې په شتون کې کولاى شي دغه سياسي ډله ښه تنظيم کړي.په داسې حال کې چې د دغه ګوند نورو غړو په بيلابيلو وختونو کې بيلابيل دريځونه او سياستونه خپل کړي دي اوس چې د ګوند مشرتابه ته را ميدان ته کيږي آيا وبه کړاى شي چې د ښاغلي نور په څير کارنده پريوځي ځواب ښکاره دى چې نه هيڅکله نه. نو ويلاى شو چې د يوې ښې راتلونکې لپاره بايد جميعت ښه مشر وټاکي او هغه يواځې عطا محمد نور دى.