د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې لپاره بايد رښتينې هڅې وشي

ولی سمسور 13.08.2011 15:27

دا څو لسيزې کيږي چې افغانستان له تپل شويو جګړو کړيږي.دغو جګړو هیواد لولپه کړ،د خلکو کور او اور يي له منځه وړى،په ميليونونو وګړي يي په مخامخ او غير مستقيم ډول کړولي او ځورولي دي.خو له دې ټولو سره،سره د سولې او پخلاينې هڅې هم شوي دي.د طالبانو تر پرځيدو وروسته خلکو دا انګيرله چې جګړه به نور پاى ته رسيږي.خو تر لنډ پرتليز امنيت وروسته داسې ونه شول او بيا د جګړو بهير پيل شو چې ورځ تر بلې يي زور واخيست.
د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دولت هڅه وکړه چې سوله د خبرو له لارې ټينګه شي.په همدې لړ کې يي د تیر کال په لومړيو کې يوه مشورتي جرګه را وبلله، دغې جرګې وړانديز وکړ چې د سولي عالي شورا را منځته شي څو د دولت او مخالفينو تر منځ د خبرو لپاره يو ميکانيزم را منځته شي.شورا د تير کال په منځنيو کې را منځته شوه چې مشري يي پخواني ولسمشر برهان الدين رباني په غاړه واخيسته.
دغې شورا په کور دننه او بهر يو لړ هڅې وکړي چې تر يوه حده محسوسې دي.په ولايتونو کې يي په ډيرې چټکۍ سره خپلې سيمه ييزې څانګې جوړې کړي.خو خلک سرټکوي چې په ځينو ولايتونو کې د سولې د عالي شورا سيمه ييزو دفترونو ته داسې کسان غوره شول چې له لويه سره د سولې د بهير په وړاندې خنډ دي.د سولې د سيمه ييزو دفترونو ريسان په ولايتونو کې واليان ټاکي چې ځينو واليانو د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټې غوره وبللي او په همدې بنسټ يي پريکړې وکړي.په نتيجه کې د سولې هڅو کارنده پايله نه درلوده بلکې زيانونه يي واړول.
خو په بلخ کې بيا حالت بل ډول دى.والي عطا محمد نور اختر محمد ابراهيم خيل د سولې د عالي شورا د بلخ د سيمه ييز دفتر د مشر په توګه وټاګه.ابراهيم خيل چې په خټه پښتون دى ويل کيږي د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ يي د اسلامي محاذ په ګوند کې غړيتوب درلود او جالبه لا دا ده چې هغه د طالبانو په واکمني کې له دغې ډلې سره ښې اړيکې درلودي. او عملآ یی دی طالبانو له رژیم سره کار کاوو خو دی طالبانو دی رژیم په نسکوریده بیا نوموړی له افغان دولت سره یو ځای شو ، د ښاغلي نور بل نوښت دا دى چې د ناامنيو د ختمولو لپاره يي دی دوهم ابتکار تر نامه لاندی چاڼيز عمليات پلان کړل. او دی اولسونو له کلکی همغږی سره مل وو دغه عمليات د امنيه قوماندان عصمت الله عليزي په مشرۍ تر سره شول.عليزى هم پښتون دى دغو عملياتو ښه پايله درلوده او په ناامنو سيمو کې پرتليز امنيت ټينګ شو.د بلخ والي د امنيت د ټينګښت لپاره د پام وړ کارونه تر سره کړل.هغه د سولې د هڅو مشري پښتنو ته سپارلي او په بلخ کې پوځي چارې هم پښتانه سمبالوي. همدارنگه دی شاهین قول اردو قوماندان چی په خټه پښتون ښاغلی زلمی ویسا ده چی دی بلخ والی ښاغلی عطامحمد نور ښه همغږی ورسره لری ، ډير خلک داسې انګيرې چې د بلخ والي توکم پال دى او له پښتنو سره ستونزه لري خو داسې نه ده ځکه هغه په خپل واک سره د سولې د عالي شورا مشرتابه پښتون ته سپارلي او په پوځي برخه کې هم له اړونده چارواکو سره چې ډير يي پښتانه دي ښه همغږي لري.
پايله:
د بلخ په ولايت کې دغو کړنو ته په پام ويلاى شو چې که دغه عمليه په ډيرو ناامنو سيمو کې هم تطبيق شي ستونزې حل کيږي.پر يو او بل باور زياتيږي او په نتيجه کې به ټول خلک که په هر قوم پورې تړاو ولري د ويرې او يواځيتوب احساس ونه کړي.
ښه ، پر ځان بسيا او پرمختللي ټولنه په جګړه ځپلي افغانستان کې هم را منځته کيداى شي خو شرط دا دى چې دولتي لوړپوړي چارواکي د خپلو شخصي،توکميزو او ګونديزو ګټو پر ځاى ملي ګټي لوړې وبولي.د بلخ والي دقيقا د خلکو د را خپلولو هڅې کوي او په عمل کې يي ملي ګټې تر شخصي هغو لوړې بللي دي.د بلخ اوسيدونکي يي خوښوي او وايي که چيرې ګوښه شي ناامنۍ به زور واخلي او په هرې برخه کې به ستونزې پراخه شي.همدغو انديښنو ته په پام کابل نه غواړي چې والي نور له خپل مقام لرې شي.