د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عطا محمد نور: بلخ تېر كال د پام وړ پرمختګ وكړ.

ولی سمسور 27.03.2012 10:45

بلخ والي وايې، تیر ۱۳۹۰ كال بلخ ته له لاسته راوړنو ډك كال وو. دی بلخ دی والی عطا محمد نور چې په اړه يې د بيلابيلو خواوو او كړيو له خوا هر څه ويل كيږي، له شك پرته چې په خپلو اړوندو چارو كې بريالى دى. دا د انسان فطرت دى چې له خپل ځان څخه لوړ او نوښت ګر كس نه شي ليدلاى، له آدمه تر دې دمه همدا كيسه ده چې لا هم دوام لري. د بلخ ولايت له هر پلوه با امنه او د نورو سيمو لپاره بيلګه ده. لكه چې د بلخ والي د نوي لمريز كال د نوروز په مراسمو كې د وينا پر مهال هم ورته اشاره وكړه.
د بلخ والي حضرت علي كرم الله وجهه ته په منسوب زيارت كې د جنډې له پورته كولو وړاندې سترې غونډې ته په وينا كې وويل، بلخ تیر كال په كلتوري، بيا رغاونې،پرمختيايي او پراختيايي برخو كې د پام وړ پرمختګونه درلودل او لا هم پر دغه بهير كې ښه ګامونه پورته كوي. د بلخ والي وويل:
بيا رغاونه
" په ۱۳۹۰ لمريز كال كې د حيرتان بندر اومزار شريف ښار هوايي ډګر تر منځ داور ګاډي پټلۍ جوړه شوه چې ۷۵كيلو متره اوږدوالى لري او پرې ۱۲۹زره امريكايي ډالر لګښت راغلى دى"
د بلخ والي وويل، په تیر كال كې بل پرمختګ دا وو چې د مزار شريف ښار د هوايي ډګر ځغاستليكه جوړه شوه او پرې ۳۰ميليون يورو لګښت راغى. نوموړي زياته كړه د مزار شريف ترمنيل هم د جوړېدو په حال كې دى او پر دغې پروژې ۵۰ ميليون يورو لګښت راځي.
د بلخ والي د نوروز په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د بلخ مقام لپاره د يوې پنځه پوړييزې ودانۍ كار هم پيل شوى او په همدې كال كې به يې چارې سر ته ورسيږي.
كه څوك لس كاله مخكې مزار شريف ښار ته تللي وي او اوس بيا دغه سوله ييز او له مينې ډك ښار ته سر ور ښكاره كړي، نو ډير بدلونونه به وګوري. د ښار بڼه يو مخ بدله شوې او په هر لور او هر ځاى كې يې د پرختګ څرګندې نښې له ورايه ښكاري. د بلخ والي عطا محمد نور په دې لړ كې د ښاروالۍ هڅې ستايي او وايې، د مركزي دولت له بوديجې څخه پر استفادې تیر كال د مزار شريف ښار د ۵۵ كيلو متره په اوږدوالي د واټونو د قير چارې بشپړېشوي دي.
روغتيا
بلخ كې تیر كال د روغتيا په ډګر كې هم پرمختګ شوى،لكه چې ښاغلى نور وايې،د المان په مالي مرسته په مزار شريف ښار كې يو پرمختللى روغتون جوړ شوى، چې پرې دولس ميليون ډالر لګښت راغلى، هغه وويل، د بلخ په لرو پرتو سيمو كې هم اووه روغتيايي مركزونه جوړ شوي دي.
پوهنه
د بلخ والي وويل، د نورو هڅو تر څنګ په پوهنه كې هم بلخ پر پرمختګونو لاس رسى موندلى دى. هغه وويل، تیر كال په ټول بلخ كې ۳۵ښونځي جوړ شوي دي.
د بلخ عوايد د حيرتان بندر له دركه
بلخ والي، څرګنده كړه د حيرتان بندر عوايد هم د پام وړ ډير شوي دي او د ده په ټكو تیر كال له دغه بندره تر لاسه شوي عوايد نيغ په نيغه دمركزي دولت خزانې ته رسيدلي دي. هغه وويل، تیر كال له دغه بندر څخه ۲۲ميليارده افغانۍ عايد تر لاسه شوى دى.
نوموړي زياته كړه، چې د تیر كال په اوږدو كې له دغه بندر څخه ۲۲ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
كرنه:
كرنه د افغانستان پر ځان د بسيا كیدو تر ټولو غوره لار ده. د بلخ والي وويل، د تیر كال په ترڅ كې په بلخ كې نهه زره بڼونه جوړ شوي، په ۳۱۰۰ جريبه ځمكه كې د پستې نيالګي ايښودل شوي او ۲۷ زره اړو كورنيو ته خوراكي او نور اړين توكي وركړل شوي دي.

امنيت
بلخ په امنيتي چارو كې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري، لكه چې ښاغلى نور وايې،دا مهال د ټول بلخ امنيتي چاري افغان ځواكونه په غاړه لري. هغه وويل، له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د ليږد لومړى پړاو په برياليتوب سره پاى ته ورسیدو او دويم پړاو به يې هم د خلكو په همكاري سره بريالى پاى ته ورسيږي.
نور وويل، چې بلخ د هیواد په كچه د ملي يووالي يو ښه سمبول دى، چې بیلابیل قومونه په كې په ګډه سوله ييز ژوند كوي او د دولت ملاتړي دي.
نوموړي د ۱۳۹۰لمريز په ترڅ كې د شويو كارونو له امله بلخ د سولې ولايت وګاڼه.
د بلخ والي دغه ولايت د افغانستان د ټولو پرګنو او قومونو ګډ كور وباله او زياته يې كړه، په كار ده د دغه ګډ كور په رغولو كې ټول يو خیل ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده چې د روان كال د نوروز مراسم په بلخ كې په ټينګو امنيتي تدابيرو كې لكه د نورو كلونو په څیر سره پيل شول او په دغو مراسمو كې هيڅ داسې پيښه را منځته نه شوه چې امنيتي حالت دې ګډوډ كړي. د مزار شريف د نوروز په مراسمو كې د ولسشمر لومړي مرستيال، د مركزي كابينې ځينې غړي، لسګونه زره كورني او بهرني ميليمانه حاضروو. ټنګ ټكور، اورلوبې، كورني او بهرني كنسرتونه، سپورتي سيمه ييزه او ملي لوبې د نوروز نورې بوختياوې وې چې په مزار شريف ښار كې تر سره شوې.