د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلخ، د افغانستان يوه داسې سيمه چې د پرمختګ په حال كې ده.

ولی سمسور 27.05.2012 19:55

بلخ د افغانستان يوه مهمه سيمه ده. دا ولايت د شمال زون مركز دى چې په كې د مختلفو قومونو وګړي د ورورى په فضا كې ژوند كوي. په بلخ كې د نوي حكومت په راتلو سره يو لړ بدلونونه راغلل. په بيا رغاونه كې دې ولايت يو څه پرمختګ وكړ. او د هېواد په كچه يو با امنه ولايت دى.
بلخ كې د حكومت داري سيسټم هم تر ډیره حده د قناعت وړ دى. د دې ولايت والي عطا محمد نور وړ كسان ګمارلي څو له ژبنيزو او سيمه ييزو توپيرونو پرته ټولو خلكو ته خدمتونه وړاندې كړي. په دې ولايت كې امنيتي چارې له پخوا افغان ځواكونو په غاړه درلودې خو په رسمي توګه د امنيتي چارو په دويم پړاو كې د بلخ ولایت امنيتي چارې افغان ځواكونو ته وسپارل شوې.
د بلخ امنيتي حالت لكه مو چې وويل، تر ډیره حده د ډاډ وړ دى، موده وړاندې په دې ولايت كې د ۳۴ ولايتونو د ولايتي شورا ګانو د ريسانو غونډه جوړه شوې وه چې د همدې خبرو يو ښكاره ثبوت دى ځكه له امنيت پرته د دا راز كار تر سره كېدا ناشونې ده. او دا راز غونډی جوړول دی ولایاتو تر منځ دی ښی همغږی سبب ګرځی
د بلخ والي ښاغلی عطامحمد نور غواړي افغانستان خپلواك هېواد وي او په هر راز معادلاتو كې خپلواك دريځ ولري نو ځكه ده په خپلو وروستيو څرګندونو كې په افغانستان كې د امريكا د پوځي اډو له جوړېدو سره مخالفت ښكاره كړ. د بلخ والی ښاغلی عطامحمد نور په اسلام او هیواد مین کس دی
د افغانانو هيله همدا ده چې افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو قوتونو تر منځ د سيالۍ پر ميدان بدل نه شي، نو ځكه دا مهمه ده چې افغانستان د امريكا په ګډون له ټولو فعالو خواوو سره ښې او رغنده اړيكې ولري.د بلخ والي ښاغلی عطامحمد نور چې كوم كارونه په بلخ كې د يوه جګپوړي دولتي مامور په توګه كړي، د ستايلو دي، نو ځكه يې څرګندونې د هېواد په روانو حالاتو هم د درك او تحليل وړ دي. د بلخ والي غواړي افغانستان د ټولو افغانانو كور وي، يو پرمختللى، پر ځان بسيا او يو موټى كور چې په كې ټول افغانان له توپيرونو پرته سوله ييز ژوند وكړي. ټول په غم او ښاديو كې شريك وي. دا د ټولو افغانانو هيله ده.
د افغانستان په ډېرو سيمو كې د بلخ د والي عطامحمد نور په توګه هر راز تبصرې كيږي، خو مهمه دا ده چې سړى بلخ ته ورشي، او د دې هېواد روان حالت د نورو سيمو له روان حالت سره پرتله كړي. كه څوك بلخ ته يو ځغلنده نظر وكړي وبه ويني چې په دې ولايت كې ورځ تر بلې توپير را منځته كيږي. لس كاله وړاندې د مزار شريف ښار بڼه څه وه او كه اوس يې وګورې څه ده. د پوهنې بهير دغلته څومره توپير كړى، د بيان آزادي، په روغتيايي او نورو مهمو خدمتونو د خلكو د لاس رسي كچه په څه حالت كې ده. د دې ولايت د ګمرك عوايد چېرې ځي؟؟ دې پوښتنو ته به هر څوك وروسته له دې ځوابونه پيدا كړي چې دې ولايت ته ورشي. دا نه وايو چې بلخ د افغانستان يوه داسې سيمه ده چې هيڅ ستونزې نه لري، ستونزې به خامخا وي، ننګونې به وي او د خلكو ژوند به ډير ښه نه وي،خو دی بلخ ولایت دی یو سالم مدیریت په در لودلو سره تر ډیره پکی کار شوی د دې ولايت موقيعت ته په كتو سره ويلاى شو چې د پرمختګ په حال كې دى. په هر حال خلك هيله من دي چې هېواد پرمختګ وكړي او پر ځان بسيا شي، دا كه بلخي وګړي دي او كه د نورو ولايتونو خلك.
ولسمشراو د هغه كاري ډلې ته په كار ده چې په دولتي ادارو وړ او مناسب كسان وګماري، څو له هر راز توپيرونو پرته خلكو ته يو خېل خدمتونه وړاندې كړي. د هر ولايت خلك سوكاله ژوند غواړي، له نفاقونو خلاص ژوند، يو داسې ژوند چې اولادونه يې په كې له هر راز ويرو پرته د زدكړو بهير ته دوام وركړي.