د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ کې د رغاونې او بیا رغاونې پروسه لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

ولی سمسور 23.01.2012 12:12

د افغانستان په شمال کې پروت بلخ چې لرغونی تاریخ او بډای فرهنګ لري، د نوي نظام په را منځته کیدو سره هم نورو ولایتونو ته د بیلګې په توګه پاته شوی دی. دغلته حکومت والي ډیره ښه پر مخ ځي، څوک په چا کار نه لري، نو ځکه هم سوداګري او د ژوند نورو چارو وده کړې ده. بلخ د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کې ډیر وروسته پاته و، خو اوس یې په ډیرو سیمو کې د پرمختګ نښې له ورایه ښکاري. دغلته خلک په یوه ټغر را ټول شوي او ستونزه نشته. د بلخ مرکز مزارشریف هم هره ورځ د بدلیدو او ښه لور ته د ورتګ په حال کې دی. د بلخ ولایت د بلخ په پښتون میشته ولسوالۍ کې د لبنیاتو یوه فابریکه جوړیږي چې په دې وروستیو کې یې د بنسټ ډبره کیښودل شوې ده. د دغې فابریکې د بنسټ ډبره د والي عطامحمد نور او له کابل څخه د ورغلو دولتي جګپوړو چارواکو له خوا کيښودل شوه. په دغې فابریکې به د ۵میلیون ډالرو په شاوخوا کې لګښت راشي. دا پرمختګ ته د ورتګ لپاره یو ښه زیری دی. بلخیان به د دغې فابریکې له خدمتونو برخمن شي او بې روزګاره کسانو ته به د کار زمینې برابرې شي، چې هم ثواب دی او هم خرما.
د کرنې وزیر بلخ ته د خپل وروستي سفر پر مهال ژمنه وکړه چې اتلس کیلو متره واټ به هم په بلخ ولسوالۍ کې قیر شي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د والي نور په هڅو او هاند سره د چمتال ولسوالۍ واټ هم قیر شوی و. چمتال یوه داسې ولسوالۍ ده چې ډیر اوسیدونکي یې پښتانه دي او د والي هڅو هغه ناکامه تبلیغات هم رد کړل، چې وایې، نوموړی پښتون ضد مفکوره لري. د بلخ حکومت داري ښه پر مخ ځي او د ټولو دولتي ادارو تر منځ د باور او همفږۍ فضا واکمنه ده، لامل یې دا دی چې والي ښه او نوښت ګر سړی دی. که چیرې والي ښه وي نو ټوله اداره په خپله سمیږي او که والي خراب او نااهله و، نو پایله به یې څه شي. جګړې او ورور وژنې، د بهرنیو ځواکونو خپلسري او شپني عملیات چې دا شیان په بلخ کې نه تر سترګو کیږي.
د بلخ والي د برلین ناستې ته بلل شوی و، خو هغه لکه ځنګه چی یوه ملی ځیره ده پدی غونډه کی یی خپل ګډون دی هیواد او دی ملی یووالی په ضد وګاڼه نو ځکه یی په کی برخه وانه خیسته ، او دایی دی دولت ضد غونډه وګڼله چې نوموړي دا نزاکت مراعت کړ او کابل ته یې خپله وفاداري او ژمنه وښوده. اوداسی ویل کیږی چی دی بلخ والی ښاغلی عطامحمد نور ته دی ګډون لپاره پدی غونډی کی دوه ځله واسطی هم استول شوی وی ترځو ښاغلی نور دیته قانع کړی چی پدی غونډه کی برخه واخلی اما دی هځوهم کومه لاسته راوړنه نه در لوده او ښاغلی عطامحمد نور تر پایه پرخپل دريځ ټینګ پاتی شو ،
دی بلخ والي له ټولو تورونو پاک دی، په بلخ کې که هر عادي سړی وپوښتې د والي نور مثال به درکوي او هغه به د بیا رغاونې او رغاونې اتل بولي. بلخیان وایې، دغلته د حکومت داري سیسټم ښه روان دی او څوک چاته نه وایې چې ته څوک یې او زه څوک یم. ته ټیټ او زه لوړ یم، ته نادولتي او زه دولتي یم. له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستو موارد هم دلته تر ډیرو نه تر سترګو کیږي. ځکه والي پریکنده او په قانون ولاړ دی.
د هغه دا ځانګړتیا ښيي چې دی امانت دار دی او له حکومتي پست څخه د ځان او خپلوانو په ګټه استفاده نه کوي. نو چې د یوې سیمې اداره سمه وي حالت تر کنترول لاندې راځی او چې کله اداره فاسده شوه، نو پایله یې د خلکو له لوري پر دولت نه باور او بغاوت ته مخه کول وي. چې بیا نو بل حالت را منځته کیږي او د خلکو زور خو بیا د خدای زور دی.