د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زنجیره یی وژنې

ولی سمسور 06.06.2011 16:20

د طالبانو د رژیم له پرځيدو وروسته هېواد يوه نوي پړاو ته ور داخل شو هغه پړاو چې خلکو ته يي په راتلونکي کې د يوه ښه ژوند هيله پيدا کړه.ټولو دا انګيرله چې د نړيوالې ټولنې په شتون او پام کې به د خلکو ژوند نور د مثبت په لور ستر بدلون وکړي.خلک به نور له سيمه ييزو،ژبنيرزو او نورو توپيري چلندونو چې د هېواد د بدمرغۍ لامل ګرځي،ونه ځوريږي.خو دا ټولې هيلې يواځې هيلې پاته شوي او د عمل په ډګر کې هيڅ هم ونه شول.وسله وال بغاوت زور واخيست.د نړيوالو ځواکونو له خوا هره ورځ ملکي وګړي په نښه او ووژل شول او جګړو خپله بڼه نوره هم زيږه او خونړۍ کړه.نړيوالو چې د ښې حکومت دارۍ ناري وهلي،مفسد کسان يي بيا د خلکو په برخليک وټاکل.خلکو هم فکر وکړ چې په برخليک يي بيا لوبې کيږي.د دغو ځواکونو له خوا خپلسرو پلټنو،نيونو او وژنو زور واخيست او نورو هېوادو ته د افغانانو د بې ځايه کېدو بهير همداسې جاري پاته شو.
لکه چې مخکې وويل شول افغانستان د تاوتريخوالي له نوې بڼې سره مخ شو،د جګړو په دغې نوې بڼه کې ځانمرګي بريدونه د واټ غاړې بمې چاودنې او په ملکي او پوځي تاسيساتو بريدونه يي تر ټولو غټ موارد و.ور سره جوخت له يوې مودې را په ديخوا د قومي مخورو او دولتي عمده څيرو د وژنې لړۍ هم پيل شوه.دغه مرموزه وژنې چې تر ډيره يي پړه وسله وال مخالفين په غاړه اخلي ډيره جدي ننګونه ده چې د کابل د ادارې واکمني يي تر پوښـتنې لاندې راوستې ده.د دغو وژنو موخه هم څرګنده ده او هغه دا چې د افغانستان په لوبه کې شامل اړخونه نه غواړي دغه هېواد يوه باثباته دولتي اداره ولري ځکه په باثباته افغانستان کې نور د دوي د دغه راز خپلسريو شونتيا نشته. د کندز د والي انجينر عمر او امنيه قوماندان عبدالرحمان سيدخيلي،په شمال کې د پوليسو د قوماندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنيه قوماندان شاه جهان نوري تر وژلو وروسته اوس داسې ډنډورې دي چې ممکن د بلخ والي عطا محمد نور هم په دغې ډله کې ور شامل شي.د هغه په اړه له وړاندې ډير څه ويل شوي او لا هم ويل کيږي.د وال ستريت ژور نال په ګډون د لويديځو قدرتونو اړوندې رسنۍ تل په ښاغلي نور پسې تبليغات کوي.په دغو تبليغاتو کې بلخ والي خپلسره چارواکى او د مرکزي اداري د اوامرو نه منونکى سړى بولی . حال داچی ښاغلی نوردی ټول هیواد په کچه یو له بریالیو والیانوځخه دی ، دوي غواړي په خپلو دغو کارونو سره په بلخ کې د ميشتو پرګنو او ولسونو تر منځ د بې اعتمادي فضا واکمنه کړي او په دې توګه اوبه خړې شي چې دوي ته په کې د کب نيولو شيبه په لاس ورشي. اوبل داسی والیان او دی بیلابیلو ګوندونو نوماندان شته چی غواړی په بلخ کی وضعه خرابه کړی او دوی دلته دی والی په توګه وګومارل شی سره لدی چی دغه ښاغلی نوماندان په شمال کی خرابه صابقه لری او نه ددی وړتیا لری چی بلخ میشته قومونه په ځان راټول کړی په دې ترتيب ويلاى شو چې د دغه راز هدفي وژنو موخه تر ډيره د هغو کسانو په نښـه کول دي چې د ښې حکومت والى په لټه کې دې.د افغانستان د دښنمانو دغه تازه هڅې د هغه پلان په درشل کې پيل شوي چې په پام کې ده پر بنسټ يي د دوه زره څوارلسم زيږديز تر پايه د ټول هېواد امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.د دغه پلان لومړنۍ کړۍ د جولاى په مياشت کې له اوو سيمو پيل کيدونکې ده چې مزار هم په کې راځي.نو اخيستنه دا ده چې د دغه راز وژنو موخه د همدې پلان ناکامول دي.د دغه پلان په ناکاميدو سره به نظام نور هم کمزورى او په بهرنيو مرستو پورې همداسې تړلى پاته شي.