د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سون توکو په ځانګړې توګه د اوبلنو ګازو د بيو ناڅاپي اوچتیدا؛ او د بلخ د والي پر وخت اقدام!

ولی سمسور 26.11.2011 11:33

26.11.2011
په وروستيو څو ورځو کې د ژمې په درشل کې هیواد وال بيا له سترو ناورينونو سره مخامخ شول، چې يو يې د سون توکو د بيو اوچتیدا ده. يو کيلو اوبلن ګاز تر لوى اختر وړاندې د کابل په مارکيټونو کې د ٥٠يا ٥٥افغانيو په بدل کې پلورل کیدل خو اوس دا بيه دوه برابره شوې ده. د سوداګرۍ او صنايعو وزير د تیرې اوونۍ په لړ کې ومنله چې د اوبلنو ګازو واردونکو شرکتونو د حيرتان په بندر کې درې زره ټنه ګاز زيرمه کړي. انوارالحق احدي ګواښ وکړ چې که شرکتونه يې د دولت له لوري په ټاکل شوي بيې ونه پلوري، دوي به يې ليلام کړي. احدي وويل، د دولت کابينې ورته د دغې چارې اجازه ورکړې ده. په همدې لړ کې د بلخ والي عطا محمد نور چې تر واک لاندې سيمه کې يې د حيرتان بندر هم راځي، پر خپل وخت په دې پروسه کې لاسوهنه وکړه.

عطا محمد نور وويل" ولي د کابل شريف خلک هر کال د ژمې په را رسیدو سره د سون توکو او نورو لومړنيو توکو د بيو د اوچتوالي له ستونزو سره لاس او ګريوان دي."

د ښاغلي نور دا دريځ ډېر مناسب دى، ځکه هغه پوهيږي چې په حيرتان بندر کې چې د بلخ يوه برخه ده، څه تيريږي. والي نور په دې هم پوهيږي چې د لومړنيو اړينو توکو د نرخونو د اوچتیدو تر شا څوک او کومې ډلې لاس لري. د همدې لپاره بلخ والي يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د دی کړکيچ مخه د مخنيوي پر لارو چارو غور وکړي او مناسبه حل لار پيدا کړي. د عطا محمد نور تر اقدام وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزير هم يو پلاوى وګماره او دی بلخ ته يې واستاوه. ترځو دی بلخ له والی عطامحمد نور ځخه ددی ستونزی دی حل په موخه مرسته وغواړی د بلخ والي له دغه پلاوي خپل ملاتړ څرګند کړ او ويي ويل،" ټول هیواد وال او په ځانګړې توګه کابل ښاریان زمونږ وروڼه دي او زه به خپلی کلکی هڅی کوم ترڅو ډیر ژر دا ستونزه حل شی." چی همداسی وشول چی دی بلخ والی ښاغلی عطامحمد نور هم دی کابل له پلاوی سره خپل یو پلاوی وټاکه ترځو دی حیرتانو بندرته لاړشی او دا ستونزه دی شرکتونو له مسولینو سره وځیړی چی په پای کی دی بلخ والی عطامحمد نور هځی دی شرکتونو په سلا پدی بریالی شوی چی دی ګازو بیه عمده یی یو کیلو په ۴۵ افغانی او پرچون یی یو کیلوپه ۵۵ افغانیو ته را ټیټه کړه

د بلخ والي د ٣٤ ولايتونو په کچه هغه والي دى چې تر کنترول لاندې ټولې چارې يې په ښه توګه پر مخ ځي. بلخ والي پر خپلو ټولو چارو واکمن دى که هغه سياسي دي،که ټولنيزې دي، که اقتصادي دي او که فرهنګي.
د بلخ والي تر څنګ ټول چارواکي بايد پر هیواد والو په تیره بيا پر کابل ښاريانو د زړه سوي چلند وکړي. د دغه چلند له مخې به د اقتصادي چارو مافيايي ډلې ونه شي کړاى خپلو شومو او کرغيړنو موخو ته ورسيږي او يوه ګټه به يې دا وي چې پر حکومت به د خلکو باور مظبوط شي.
دا به بيا يوه غښتلي او د ولسواک حکومت د جوړېدو چارې يقيني کړي او هر څه به د يوه باثبات افغانستان د را منځته کیدو په ګټه تمام شي. د هغې ورځې د را رسیدو او د چارواکو د مناسبو کړنو په تمه.