د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلخ او پښتانه

ولی سمسور 06.08.2011 12:59

بلخ د افغانستان د هغه تاريخي ځاى نوم دى .په دغه ولايت کې له ډير پخوا پښتانه ميشت و او د نورو قومونو او قبيلو له وګړو سره يي د ورور ولۍ او له اخلاصه ډک ژوند کړى دى.
په دغه ولايت کې پخوا حالت ښه و او د هر چا حق تلفي نه کيده.خو څو لسيزو جنګ جګړو دغه ولايت هم اغيزمن کړ او بې شميره وسله والې ډلې ټپلي را منځته شوي چې په يوه او بل نوم يي خلک وکړول،وځورول او ووژل.دغو نامسوله وسله والو ډلو د جګړو په مختلفو پړاونو کې له انساني حقونو او ارزښتونو پراخې سرغړونې وکړي او هڅه يي وکړه چې قومونه په خپلو کې وجنګوي.
د طالبانو د رژيم له پرځيدو وروسته دغلته حالت ترينګلى شو .ازبک جګړه مار جنرال دوستم له خپل هزاره ملګري محمد محقق سره لاس يو کړ او امريکايانو ته يي په بلخ کې ميشت پښتانه ټول طالبان وپيژندل چې د دوي په وينا دغه خلک له القاعدې سره هم نيږدې اړيکې لري.
نړيوالو ځواکونو هم پښتون قوم ته چې په بلخ کې د تاريخ په اوږدو کې بې پرې او سوله ييز پاته شوى،د شک په سترګه کتل.همدا ناوړه پوهاوى د دى لامل شو چې ځينې خلک وکړول شي. محقق او دوستم غوښتل ترځو دی پښتنو ټغر له بلخ ځخه دی همیشه لپاره ټول شی ، خو دی طالبانو له نسکوریدو وروسته دی بلخ اوسنی والی عطامحمد نور تر ډیره هځه وکړه ترځو پښتون میشته ساحی تر خپلی ولکی لاندی راولی چی پدی ترتیب دوستم او محقق ونکړای شی چی پښتنو ته زیان واړوی چی همداسی وشول کومی ساحی چی دی عطامحمد نور دی افرادو په لاس کی وی هلته پښتانه په امن کی پاتی شول اوکومی ساحی چی دی دوستم او محقق دی ملیشو په لاس ورغلی هلته پښتانه سخت وکړول شول
خو هرڅه همداسې پاته نه شول او وخت نور له تش په نامه جنرال دوستم او د هغه له متحد محقق سره د هغوي په ګټه ملګرتيا ونه کړه.د بلخ اوسني والي عطا محمد نور هر څه غلط ثابت کړل او له کله چې د والي په توګه وټاکل شو،د دغو جنايت کاره ډلو قوت يي د وخت په تيریدو سره اوبه کړ.د هغه پرله پسې برياليو کړنو ډير ژر د هغه احتمالي بليدونکي اور مخه ونيوله چې که رامنځته شوى واى وچ او لانده به يي دواړه خوراک شوي واى.
عطا محمد نور په خپلو چارو کې تر ‌ډيره ښه وځليد او د يوه مقتدر والي په توګه يي آن د ولايتي بيا رغاونې په ډله خپل کنترول ټينګ کړ.هغه به دغه ډله وخت ناوخته تر نيوکو لاندې راوستله چې د ده په وينا د بيا رغاونې په ډګر کې ډير څه نه کوي.
بلخ اوس له هر پلوه پر ځان بسيا شوي،په دغه ولايت کې د بيان آزادى شته،نامسوله وسله والو ډلو خپل ځاى ملي افغان ځواک (پوليسو،ملي اردو او ملي امنيت)ته پريښى دى.
د دغه ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د تېرې مياشتې په وروستيو کې امنيتي چارې په رسمي توګه افغاني شوي.دا ټول او ټول د يو څه ښودنه کوي او هغه دا چې والي نور په خپلو چارو کې تر ډيره مسلکي چلند کړى هغه ټول قومونه خپل کړي او له توپير پرته يي ورته کتلي دي.
بلخ اوس نورو سيمو ته چې د پرمختګ او پر ځان د بسيا لار لټوي،ښه بيلګه کيداى شي.