د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګاونډيتوب، په دوستي سره شرعي امر دى نه دښمني!

ولی سمسور 22.08.2012 13:37

په مزار شريف كې د ايراني ديپلوماتانو په نوم د يوه واټ د نومولو په اړوند


په دې وروستيو كې مې د آشنا تلويزيون د وياندې ميرمن ښايسته لامع ليكنه چې په يوه سايټ كې خپره شوې وه، ولوسته چې له كينو او دښمنيو ډكه وه. ومې غوښتل په همدې ليكنې لږ څه يادونه وكړم.
په دې وروستيو كې پريكړه شوې چې په مزار شريف كې يو واټ د هغو ايراني ديپلوماتانو په نوم ونومول شي، چې د پاكستان د استخباراتي سازمان په اشاره د طالبانو له خوا شهيدان شول، چې ځينې كسان دې اقدام پرته له دې چې مساله درك كړي، غصه كړل.
زه شك نه لرم چې د ايران اسلامي جمهوريت د نورو ګاونډيو تر څنګ كله ناكله زمونږ پناه غوښتونكو هیواد والو ته ستونزې جوړوي. خو بايد هیره نه كړو چې دجهاد او مقاومت پر مهال همدې ايران له افغانانو تود هركلى كړى او د دې ترڅنګ يې د افغانستان د خلكو له مقاومت څخه هر اړخيز ملاتړ كړى دى چې نه شي كيداى پر دې خدمتونو سترګې پټې كړو. بايد په ياد ولرو چې د ايران دولت د مقاومت پر مهال د هېواد له ملي اتل احمدشاه مسعود څخه پراخ ملاتړ وكړ او د پاكستان، يو شیر عربي هیوادونو او لويديځو هیوادونو چې طالبان يې را منځته كړل، ودرېد او د افغانستان د خلكو له دريځ يې ملاتړ وكړ.
لويديځوالو په داسې حال كې چې د افغانستان د خلكو له مقاومت ملاتړ نه كوو ، له طالبانو، پاكستان او عربانو سره يې مرستې كولې خو څه راغلل چې نن طالبان د لويديځ دښمنان شول. همدا ديپلوماتان د افغانستان د خلكو د مقاومت پر مهال په شهادت ورسیدل همداسې ونه شول. دا زمونږ د خلكو د مقاومت قربانيان وو او حق لري چې له كارونو يې د درناوي لپاره په دغه ښار كې يو واټ د هغوي په نوم كړو.
ايرانيانو له مونږ وار مخكې كړى. هغوي له وړاندې په تهران كې يو واټ د هېواد د ملي اتل په نوم نومولى دى. او په دې ترتيب يې د احمد شاه مسعود له اتليوليو او سرښندونو څخه يادونه او درناوى كړى دى. خو مونږ لا هم هغوي ته د دښمن په سترګه ګورو. زه په دې باور يم چې په ايران كې د افغان كډوالو ستونزې او ځورول د افغان حكومت د ناسمو پاليسيو پايله ده نه د ايران د ناوړه چلند زيږنده. كه داسې نه ده ولې دا ستونزه په نورو هېوادونو كې هم شته. نن په پاكستان كې افغان كډوال له ايران څخه ډير تر ګواښونو لاندې دي او ولې دا چلند ته اشاره نه كيږي. ښايي دليل يې دا وي چې مونږ له ايران سره ژبنيزې اړيكې لرو. دا چې په مزار شريف كې يو واټ د ايرانيانو په نوم كيږي او زمونږ د اتلانو په نوم نه، په بشپړه توګه ناسمه ادعا ده په دې ښار كې د لومړي ځل لپاره د واټونو نومول څو كاله د مخه پيل شول. په هر واټ د سترو شاعرانو او اتلانو نومونه ليدل كيږي. په زړه پورې لا دا ده چې په دغه ښار كې يو ديوال د نوموتو كسانو په نوم شوى چې په كې د دغه ټاټوبي هويت او تاريخ ښودل كيږي. د دې تر څنګ د بلخ والي عطامحمد نور د افغانستان د معاصر تاريخ فیلسوف صديق افغان مزار ته دعوت كړ د هغه په نوم يې يو ښونځى كړ او يوه نمره ځمكه يې وركړه څو په دې تر تيب د هغه د فعاليتونو ستاينه وكړي. هغه له نثار احمد بهاوي څخه هم د اتلولي په لومړي پړاو كې ستاينه وكړه هغه ته يې بلنه وركړه او تود هركلى يې وشو. ډير داسې نور اقدامات هم تر سره شوي چې اړتيا نشته يو په يو بيان شي.
له ګاونډيو سره ښې اړيكې زمونږ د هیواد په ګټه دي او دا چاره د هېواد د نظام د پياوړتيا او پرمختګ لامل ګرځي. زمونږ ثبات د سيمې له ثبات سره تړلى. له ګاونډيو سره زمونږ دوستي هم له شرعي پلوه او هم له سياسي نظره يوه منطقي پريكړه ده.او بايد دې كار ته غاړه كيږدو.
پاى