د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني پوليس يوافغان د ٢٠کلدارو نه ورکولو له امله وواژه

پژواک خبري اژانس 27.01.2012 18:14

پيښور (پژواک،٧سلواغه ٩٠): د پاکستان پوليسو يوافغان مهاجر موټر چلوونکى د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله په ډزو وواژه.

 په پيښور کې د يوې ترانسپورټي ټولنې مسوول ايازخان پژواک ته وويل،چې د سپيشل فورس يوه سرتېري د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله يو افغان مهاجر موټرچلوونکى تواب ګل تېره ورځ  په ډزو سره وواژه.

  هغه زياته کړه،چې دا پېښه د پوليسو په يوه پوسته کې د (پشتخرې رينګ روډ)په سېمه کې رامنځته شوې ده.

 د ايازخان په وينا، افغان موټرچلوونکي د پيښور د نوتېې په سېمه کې ژوند کاوه.

 ايازخان وويل،چې پوليس سرتيري له چلوونکي څخه سل کلدارې د رشوت په توګه غوښتې وې او افغان موټرچلوونکي ورته ٨٠کلدارې ورکړې وې اود ٢٠ نورو کلدارو ورکړه يې نه قبلوله.

 يوه عيني شاهد سراج الدين پژواک ته وويل: ((د تواب ګل پر بدن ٥مرمۍ ولګېدې.))

 هغه څرګنده کړه،چې تواب ګل روغتون ته د ليږد پروخت د لارې په اوږدو کې ساه ورکړه.

 ددې پېښې په غبرګون، د ترانسپورټي ټولنو مسوولينو او د وژل شوي تن خپلوانو د غبرګون په توګه رينګ روډ د څه مودې لپاره تړلى و.

 د پيښور يوه امنيتي مسوول ډاکټر سعيد ددې پېښې د څيړنې پرمهال رسنيو ته وويل،چې اشتباه د تواب ګل وه،چې پوليس ته يې سخت ټکي کارولي و.

 هغه زياته کړه،چې ياد سرتيرى نيول شوى او ورڅخه پوښتنې روانې دي.