د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملت ګوند فدرالي نه مني او د سولې ملاتړ کوي

پژواک خبري اژانس 16.01.2012 13:47

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): افغان ملت ګوند له وسله والو مخالفينو سره د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ او په هېواد کې يې فدرالي نظام د يووالي په زيان وباله.

 په همدې موخه نن (د مرغومې ٢٥مه) په کابل کې د افغان ملت ګوند د مشرتابه پلاوي تر مشرۍ لاندې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د دې ګوند غړو يوه غونډه وکړه.

 د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انوارالحق احدي په ياده شوې غونډه کې، د ياد شوي ګوند اعلاميې په لوستلو سره وويل، چې دغه ګوند د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو له لارې سوله غواړي.

 هغه زياته کړه: ((موږ د قطر په هېواد کې د طالبانو له نماينده ګانو سره خبرو ته په مثبت نظر ګورو.))

 د ده په وينا، په افغانستان کې د جګړې دوام له امله ډېرى بې ګناه افغانان وژل کېږي او په وينا يې، د سولې لپاره هڅه د هر بامسووليته افغان دنده ده، چې د سولې په لاره کې هڅې وکړي.

 سرچينې زياته کړه: ((موږ په سياسي نظام کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ګډون ملاتړ کوو؛ خو هغوى هم بايد چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او سياسي سيالي ومني.))  

 دغه راز احدي وويل، چې په قطر کې له وسله والو مخالفينو سره په خبرو کې بايد د افغان حکومت رول زيات وي او دا خبرې په روښانه ډول پرمخ ولاړې شي او په وينا يې هېڅوک حق نه لري، چې د افغانستان خلکو له خبرتيا او خوښۍ پرته د هېواد د برخليک په اړه تصميم ونيسي.

 د افغان  ملت ګوند مشر وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې د سياسي ډلو، رسنيو او خلکو ترمنځ داسې ګنګوسې دي، چې ګواکې دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې لپاره نهه سوېلي ولايتونه له مرکزي حکومت څخه جلا کړي او طالبانو ته يې وسپاري.

 هغه زياته کړه: ((د افغان ملت ګوند د هېواد په هر ګوټ کې له مرکزي حکومت څخه بېله او مستقله اداره په کلکه ردوي او د هېواد په جغرافيوي، اداري او سياسي يووالي باندې ټينګار کوي.))

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، اوسمهال افغانستان له مهمو مسايلو سره مخ دى، د افغان ملت ګوند به د افغانستان د قومونو ترمنځ د ملي يووالي د ټينګښت او له فدراليزم سره د مخالفت په لاره کې خپلې هڅې چټکې کړي.

 په نننۍ غونډه کې د افغان ملت ګوند د اجرايوي پلاوي غړي، تازه ګل شېرزاد هم په افغانستان کې فدرالي نظام د افغانانو د يووالي په زيان وباله.

 هغه زياته کړه: ((فدرالي نظام عقب ګرايي ده، دا پرمختګ نه دى، دغه ډول نظامونه په هغو هېوادونو کې رامنځ ته کېداى شي، چې په کې کلتوري، ژبني او مذهبي اختلافات وي.))

 د دې ګوند د اجرايوي پلاوي غړي عبدالصبور خدمت هم وويل، چې دوى به په افغانستان کې د دې ډول (فدرالي نظام) هڅو پر وړاندې مبارزه وکړي.

 هغه کومې ډلې ته اشاره ونه کړه، خو زياته يې کړه چې دغه ډول هڅې په هېواد کې قومي او ژبنيو حساسيتونو ته لمن وهي او بې ثباتي رامنځ ته کوي.

 دغه راز د افغان ملت ګوند مشر انوارالحق احدي وويل، چې څو اونۍ مخکې د دې ګوند يو شمېر ناراضه غړو په رسنيو کې بې مسووليته څرګندونې کړې دي او زياته يې کړه، چې په راتلونکي پسرلي کې به د دې ګوند کنګره جوړه شي، چې ناراضه غړي کولاى شي د خپلې خوښې پاليسۍ او کانديد لپاره کمپاين او په ګوند کې د ډيموکراسۍ له اصولو سره سمه مبارزه وکړي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود، د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح د امريکا د کانګرېس له څلورو غړو سره د جرمني په برلين ښار کې ناسته لرله.

 دوى ويلي وو، چې افغان ولس د رياستي نظام پر ځاى د يو ډيموکراتيک پارلماني نظام غوښتونکى دي او بايد دې موخې ته د رسېدو لپاره، د اساسي قانون پر ځينو موادو له سره د غور کولو په خاطر يو ملي ډيالوګ پيل شي.

هغوى ولايتي شوراګانو ته د نورو واکونو غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو، چې واليان او ولسوالان هم بايد د ټاکنو له لارې وټاکل شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په اوسني سيسټم کې، ولسمشر د دولت په سر کې وي، خپل صلاحيتونه په اجرايه، مقننه او قضايه برخو کې د اساسي قانون په رڼا کې کاروي.

د يادونې وړ ده، چې په ځينو ولايتونو کې قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او ځوانانو د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د برلېن غونډه وغندله.